Categories

اعلان

Loading…

د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو حمله یې په شا تمبولې

تاند- د اروزګان امنیه قوماندان وايي چې طالبان یې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ له لمنو شا ته تمبولي دي.

تر دې مخکې نن /چهارشنبه/ د اروزګان ولایتي چارواکو ویلي و چې وسله وال طالبان د دغه ولایت د مرکز دوه کیلومترۍ ته رسېدلي او که ژر کومکي ځواک ور ونه رسېږي، ممکن ولایت د طالبانو لاس ته ولېږي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې په ترینکوټ کې ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه اعلانوي چې له حکومت سره له همکارۍ لاس واخلي او دوی ته تسلیم شي.

د اروزګان د ولایتي شورا رييس عبدالکریم خادمزي خبرداری ورکړی و چې که هوايي او کومکي ځواک ور ونه رسېد، طالبان به ترینکوټ ونیسي.

ده دا هم ویلي چې د ترینکوټ په یو کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، ډېر خلک مجبوره شوي چې کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.

خو د اروزګان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وویل چې طالبانو نن د ګرم اب، ککرک، مهراباد، ده جوز، او تنګي په سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او له سختې جګړې وروسته طالبان شاتګ ته مجبوره شول.

پر ترینکوټ د طالبانو د حملې په اړه د اروزګان د والي ویندوی محمد نایاب ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ طالبان په دې پراخه جګړه کې برخه لري.

راپورونه وايي چې لا هم له ترینکوټ سره د چورې او خاص اروزګان ترمنځ لاره بنده ده

د ولایتي شورا ريیس عبدالکریم خادمزی وايي چې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره تماسونه روان دي او دغو وزارتونو د مرستې ژمنه ورکړې ده.

272 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2