Categories

اعلان

Loading…

شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه/ پوهندوی آصف بهاند

د سواد نړیواله ورځ او زموږ په ټولنه کې د سواد کچه

په ژوند کې د بریالیتوب یو راز بینا او رڼې سترګې دي. کله چې سواد نه وي، سترګې ړندې وي په هره ټولنه کې سواد او د سواد له لارې تر لاسه شوې پوهه، د هغه څراغ حیثیت لري چې هر انسان کولای شي د ژوند تیاره لار پرې روښانه کړي او پرته له ستونزو  په رڼو سترګو د ژوند پر لاره په استوار ډول قدم کیږدي.

د سپتمبر اتمه د سواد زدکړې نړیواله ورځ ده. په دې ورځو کې چې بیا د سواد د نړیوالې ورځې لمانځل او یادول را رسیدلي دي، زموږ په هیواد کې په لوړ غږ تبلیغ ور ته کیږي، مسولې ادارې د نوې بودجې د تر لاسه کولو په خاطر سواد زدکړه مهمه ګڼي او په ژوند کې یې د پرمختګ تر ټولو مهم رکن ګڼي، خو په څنګ کې یې د میډیا په ځینو برخو کې داسې ارقام وړاندې کیږي چې د افغانستان د وګړو شپیته یا دري شپیته سلنه وګړي بیسواده دي او ځینې نورې رسنۍ بیا وايي چې د دې شپیته سلنه بیسواده وګړو د سواد زدکړې له پاره د معارف وزارت د بودجې یوازې یوه سلنه په نظر کې نیول شوې ده.

که یې د فورمول په ډول په نظر کې ونیسو، بیسوادي د ټولو ستونزو مور ده. کله چې سواد نه وي، مطالعه، پوهه  او علم نه وي او کله چې پوهه نه وي د هغې ټولنې وګړي به تل له داسې ستونزو سره مخ وي، لکه اوس چې زموږ ټولنه او خلک عملاً ور سره لاس ګریوان دي.

په نړۍ کې کله چې د سواد د زدکړې ارقام وړاندې کیږي، دا پروسه مخ په ښه کیدو او بریالیتوب روانه ده. د نړۍ په کچه د باسوادو او بیسوادو ارقام داسې وړاندې شوي دي:

«د یونسکو مشرې ارینا بوکووا د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې اوس د نړۍ څلور اتیا فیصده اوسېدونکي لیک لوست کولای شي ، حال دا چې په ۱۹۹۰ کال کې یوازې شپږ اویا فیصده خلک باسواده وو. ارینا بوکووا د باسواده کسانو د شمېر زیاتېدل د بشر لپاره ښه زیری بللی دی…»

خو د ټولې نړۍ په دې شپاړس سلنه بیسوادو کې زه فکر کوم چې ډیره سلنه به بیا زموږ د ټولنې بیسوادان جوړوي.

که په پخواني مفهوم سره سواد یوازې لیکل او لوستل و ګڼو، د دې مفهوم په دایره کې هم زموږ په ټولنه کې د شپیته یا دري شپیته سلنه بیسوادو وګړو ارقام سم نه دي او زموږ د ټولنې د هغو کسانو شمیر چې په عادي ډول لیک لوست نه شي کولای، له دې هم لوړ دی او زه فکر کوم چې زموږ پر ټولنه باندې حالات داسې یا راغلي او یا راوړل شوي دي چې د بیسوادۍ کچه هم په عادي مفهوم سره او هم په علمي مفهوم سره ورځ تر بلې لوړیږي. او که خبره د علمي سواد، دیجتالي سواد او انترنیتي سواد دایرې ته راوستل شي، هلته ثابتیږي چې زموږ د ټولنې د بیسوادانو ګراف به ډیر لوړ شي.

هر کال چې دا ورځ را نږدې شي مسؤلې ادارې د سواد زدکړې د کورسونو شمیر او په کورسونو کې د شاملو هغو خلکو لستونه او ارقام میډیا ته را باسي چې په کورسونو کې ناست او عملاً د سواد په زدکړه بوخت دي:

«… وزارت معارف می‌ گوید با آنکه طی سال‌های اخیر سالانه نیم میلیون نفر در افغانستان باسواد شده‌اند، اما هنوزهم بی ‌سوادی یکی از مشکلات عمده‌ی اجتماعی کشور به شمار می‌رود.

این وزارت با انتشار پیامی می‌گوید: «جای خوشی است که نسبت به هر وقت دیگر هموطنان ما به اهمیت سواد و علم در جامعه‌ پی برده که سواد و علم مانند هر جامعه دیگر انسانی در افغانستان نیز یگانه راه ترقی و پیشرفت تلقی می ‌شود که باید به‌صورت جدی تعقیب گردد. این در حالی است که متاسفانه ۸ میلیون از هموطنان ما از نعمت سواد محروم مانده‌اند.

… وزارت می‌افزاید که از سال ۱۳۸۱ بدین سو توانسته سالانه برای نیم میلیون خدمات سواد آموزی را ارایه کند. به گفته‌ی این وزارت، طی این سال‌ها، چهار میلیون اتباع افغانستان از نعمت سواد برخوردار شده‌اند. این وزارت تاکید کرده این روند در حال افزایش است. وزارت معارف می‌گوید: «در سال ۱۳۹۲ مجموعا هفت صد و هفتاد هزار تن سوادآموز در ۲۲ هزار و شش‌صد باب کورس و ۷۸ باب مکتب سواد حیاتی که از طرف یازده هزار و شش‌صد تن معلم سوادآموزی امور تدریس آنها پیش برده می‌شود، مصروف آموختن سواد می‌باشند.»

پاس متن ته که ښه ځیر شو، لیدل کیږي چې د دوی د ادعا له مخې په څو لنډو کلونو کې یې د با سواده شوو خلکو شمیر څلور میلیونه ښودلی دی. که دا رښتیا وي، نو بیا ولې د افغان وګړو د بیسوادو شمیر شپیته سلنه ښول کیږي؟ بناً دا سمه خبره نه ده هسې د واکدارانو، نړیوالې ټولنې او خپلې ټولنې غولول دي.

د نړیوالې ټولنې د میلیونو ډالرو مرستو سره سره په افغانستان کې د سواد زدکړې پروسه یا په ټپه ولاړه ده او یا دومره پڅه ده چې سلنه یې په شمیرو کې هم نه شي راتلای. د جاپان هیواد په ۲۰۱۳ کال کې یوازې د افغانستان د پولیسو د سواد زدکړې له پاره شل میلیونه ډالره مرسته کړې.

دغه راز په افغانستان کې د سواد زدکړې د پروسې له پاره د نړیوالو مرستو ته په یو ځای کې داسې اشاره شوې ده:

« برنامه‌های سوادآموزی توسط وزارت معارف از سال ۲۰۰۸ به این‌سو، به کمک مالی کشورهای جاپان و ایالات متحده امریکا در سراسر کشور آغاز شده است. دولت جاپان تاکنون برای پیش‌برد این برنامه‌ها، پنجاه میلیون دالر مساعدت کرده و قرارداد کمک بیست‌ میلیون‌ دالری را نیز به ‌منظور پیش برد این برنامه‌ها، روز گذشته با سازمان علمی‌ و فرهنگی سازمان ملل متحد، یونسکو، در کابل به امضا رساند. دولت جاپان کمک بیست ‌میلیون ‌دالری خود را به ‌منظور باسواد ساختن مردم افغانستان، از طریق یونسکو به دولت افغانستان ارایه می‌کند. یونسکو در پیش‌برد مرحله سوم برنامه ارتقای سطح سواد در افغانستان، مسوولیت تامین کمک‌های تخنیکی را به عهده دارد.»

که د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازې ته وګورو او بیا د سواد زدکړې پروسه له نظره تیره کړو، او بیا د دوی د ارقامو له مخې شپیته سلنه بیسوادو وګړو ته وګورو، نو لیدل کیږي چې هیڅ هم نه دي تر سره شوي او که اړوندو ادارو ته لومړی د نړیوالې ټولنې د مرستو لست او ارقام مخکې کیښودل شي او بیا د ښپیته سلنه بیسوادانو ټولی یې مخکې ودرول شي؛  کیدای شي اړوندې ادارې نه مالي حساب ورکړای شي او نه هم کوم با سواده دلګی وښودلی شي چې دوی د سواد له نعمت نه برخمن کړي وي.

د جاپان هیواد یوازې د بیسوادو پولیسو د سواد زدکړې له پاره شل میلیونه ډالره مرسته کړې ده، خو اوس هم زموږ ډیری پولیس د سواد سترګې نه لري. د نورې نړۍ پولیس سواد څه چې په عصري تکنالوژۍ سمبال دي، خو زموږ پولیس عادي لیک لوست نه شي کولای. که یو شخص کنترول کړي، په اسنادو کې یې هویت په نورو ژبو څه چې په خپلو ژبو باندې یې لوستلای نه شي.

سمه خبره خو دا ده چې دوی په کوچنیوالي کې د جهاد تر چتر لاندې غلا، وژلو او وراني ته نه وای لیږل شوي او حد اقل عادي سواد چې یوازې لیک لوست دی، ور زده کړل شوی وای. د ښوونې روزنې او زدکړې وخت هماغه د کوچنیوالي سن و، اوس چې سل زر نورې کورنۍ، وطني، او شحصي ستونزې ور له غاړې دي، مسولین هیله ور نه کوي چې د سواد زدکړې ته ګونډه و وهي.

هر کال چې د سواد نړیواله ورځ را نیږدې شي، د معارف وزارت او نورې اړوندې ادارې په شعاري ډول د سواد د زدکړې او د سواد د پراختیا او عامیدو په نامه ستوني شکوي داسې لکه په سواد چې میینان وي. دې متن ته پام وکړئ:

«… بی‌سوادی یکی از مشکلات عمده اجتماعی بوده که جامعه را از نعمات زندگی محروم نموده و از پیشرفت وا می ‌دارد. بنا امحای بی ‌سوادی در جامعه مستلزم همکاری و مبارزه مشترک تمام افراد آن جامعه بوده و از نقطه نظر دین نجات بخش و هدایت‌کننده اسلام نیز محو بی ‌سوادی و طلب علم فریضه الهی می‌ باشد، فریضه ‌ای‌ که نسبت به هر کسی دیگر، مردم ما به آن ضرورت بیشتر دارد.»

خو څنګه چې دا ورځ تیره شوه بیا نه سواد د چا په یاد وي، نه د سواد د زدکړو په کورسونو پسې څوک ګرځي او نه یې د سواد اهمیت په یاد وي، که یې په یاد وای او څوک د هغو پروګرامونو په تطبیق پسې ګرځیدای، نو نن به دا بد مرغي پر ټولنه او خلکو باندې حاکمه نه وای.

د اوسني دولت ډیری لوړ رتبه اشخاص چې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت، د سواد په باب عما نه، بلکې یوازې خبرې کوي؛ ټول په هغو ټوپکي ډلو ټپلو پورې اړه لري چې یو وخت یې د سواد د زدکړو کورسونو ته کفري کورسونه ویل، ښوونځي یې شوځول، خلک یې کورسونو ته له ورتګ نه منع کول او د ښوونکو وژل او حلالول یې ثواب ګڼل؛ خو نن د نړیوالې ټولنې د مرستو د تر لاسه کولو له پاره او د خپل واک او ځواک د ساتلو په غرض سواد مهم ګڼي.

واک ته د دوی له راتګ نه پخوا، کوم کورسونه او پروګرامونه چې د سواد د زدکړې له پاره جوړ شوي وو، که په هماغې بڼې یې خپل کار او پروګرام پر مخ بیولی وای او همدې ټوپکي ډلو په بیلابیلو نومونه مزاحمت نه وای ور ته کړی، اوس به په افغانستان کې دا ستونزه نه وای موجوده.

که دولت او د ټولنې چیز فهمه خلک غواړي چې د بیسوادۍ ریښې وچې کړې، نو ښونځي ته دې د هغو ټولو  کوچنیانو شاملیدل او ورتګ وړیا او اجباري کړي، چې ښوونځي ته د تک سن او شرایط ولري.

دا په یاد ولرئ چې د سواد زدکړه یوازې دا نه ده چې د لوړ سن درلودونکي هغه کسان د سواد زدکړې ته کینوو چې سواد نه لري، او په کوچنیانو یا څاروي وپیایو، یا یې کار او ګدايي ته ولیږو او یا یې جګړې او جهاد ته تشویق کړو.

61 total views, 3 views today

1 comment

  1. ع..شريف زاد Reply

    سلام
    د سواد نړيواله نه په افغانستان کې کليواله ورځ

    بهاند صاحب له بده مرغه نن سبا شرايط په افغانستان کې يوې داسې مرحلې ته را رسيدلي چې د عقل او سوچ له معياره وځي. علم او عرفان دلته هېڅ مانا نه لري او که لري ېې هم خو بيا ځينې خلک د کرکې په سترګه ورته ګوري ځکه دلته د ځينو فرعونياننو ښخصي ګټې په خطر کې دي هغه چې واقعا د افغانستان لپاره کار کوي د هرې پولې پر سر ورته پلمې کوي او غواري چې له لانجو اوجنجالونو سره ېې مخامخ کري. افراط او تفريط ، اختلاس او فساد په هره برخه کې اخري مرحلې ته رسيږي چې د انسانانو باور ېې ډير کمزورۍ کړي. دى نور دلته د فرغونيانو په وړاندې پوهه، انساني کرامت، مساوات، عدالت او انصاف يوه افسانه ده او هغوي په مسلک او ايماني لحاظ خپل باور له لاسه ورکړى تاسې ته ښه پته شته او پردې باندې خه پوهېږي چې شاوخوا ١٤٠٠ کاله پخوا خداى (ج) همدې اسرف مخلوقات ته د اقرا په سوره کې د سواد مفهوم او مانا فرمايلې چې هېڅ څوک له هغه څخه انکار نشي کولاى په تاريخي لحاظ دا زموږ نړيواله ورځ ده خو دلته نورو اديانو باور لرونکي موږ سره مرسته کوي او خيرات راکوي سره ددې چې زموږ د خپلواکي د کال همزولئ دي

    د سواد کچه په تريليون خيراتي دالرو کې
    دسواد کچه د کرزي په جعلي اداره کې چې دبن د معاهدې په واسطه منځ ته راغي لاهم د ستر چلنج سره مخامخ شوه . کرزي چې د کندهار او هلمند معارف ېې په بنيادي توګه له منځه يوړ او په لکونو ځوان نسل ېې د ګدايي، يتيمتوب، بې کوري، او انساني محروميتونو سره مخامخ کر کرزى چې د هندانو په چم پلمي کوي ډولکي ېې په لاس کې نيولې او لا هم ددروغجن سياست شوق په سر کې لري عقل مني چې دده په وخت کې يوه ولسوالي په ولايت بدليږي او يو تاريخي او دسترو قومونو او قبيلو ولايت په توپانونو کې ډوبيږي نو رښتيا د سقو کاسه ډبو ته به دا ډيره مشکله وي چې د سواد کچه په اساسي توګه محاسبه کړاى شي ځکه هغوي په خپله بيسواده دي
    پوهندوى بهاند صاحب زموږ زخمي او ټپي ولس به پردې ورځ څه وکړي چېرې چې سوله، اخوت، عدالت، انصاف، قناعت، احترام عزت او ثبات هېڅ اهميت نه لري موږ پردې باور يو چې دا نړيواله ورځ هسې نمايشي بڼه لري سره ددې چي زموږ شهيد ولس د سواد تږي او وږي ولس دي هغه هم په يوه ويشتمه پېرۍ کې موږ خو تل همدې ډول نمايشي کارونو تيرويستلي يو او تل مو د بل چالپاره ځانونه اتلان کري خو له بده مرغه نن سبا نيوکه هم نوره ګټه نه لري.
    وايي ږيره زما او واک ېې دملا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *