Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، نړۍ دې د سولې لپاره پر کابل فشار راوړي

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازي اوین جینکینز (Owen Jenkins) د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار برید جنرال نصیر خان جنجوعه سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، چې نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې وشوه، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي جنجوعه ادعا وکړه چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره حیاتي ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار خپل بریتانیايي مېلمه ته د هغو هڅو جزییات تشریح کړل چې د ده په وینا پاکستان د افغانستان د سولې لپاره کړي دي.

ده وویل چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی.

دا هغه خبره ده چې پاکستاني چارواکي یې له ډېرو کلونو راهیسي بیا بیا کوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي جنجوعه په عین حال کې په غیر مستقیم ډول د افغانستان حکومت ملامت کړ چې له طالبانو سره سوله نه کوي، ویې ویل چې د نړۍ ستر او غښتلي هیوادونه باید له خپل نفوذه په استفادې د افغانستان حکومت دې ته چمتو کړي چې د سولې او پخلاینې د مضبوطې او ښې پلان شوې پروسې نوښت وکړي.

ده سیاسي حللار د ټولو په ګټه وبلله او ویې ویل چې پاکستان په دې برخه کې د اسانتیا راوستونکي په توګه رول لوبولی شي.

دا په داسي حال کې ده چې د اکثرو عامو افغانانو په شان افغان چارواکي هم نور د پاکستان په دې ډول خبرو باور نه کوي او په زغرده وايي چې پاکستان یې په ځلونو تجربه کړی او نور دغه هیواد ته نه وايي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

سره له دې چې بریتانیا په پاکستان کې خورا زیات نفوذ لري خو دا هیواد نه غواړي چې د افغانستان په خاطر داسي هیواد ته شا واړوي چې رسمي ژبه یې انګریزي وي، قوانین یې له بریتانیا پور کړي وي او په ډېرو نورو برخو کې د بریتانیا متابعت کوي.

6 total views, 1 views today

9 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    هم می ووژنی پخپله هم په ما باندی ژړا کړی««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه، وژل هسي شیون هسی؟!

  2. Mangal Reply

    Why does Pakistan want the world to put pressure on Afghanistan to get ready for peace talks with terrorists, is int this clear for the world that the terrorists who are launching attacks are from Pakistan, were trained from Pakistan, equipped from Pakistan and send over to Afghanistan from Pakistan. No peace deal should be made with terrorists, it should only be dealth with punishments.

  3. سسرخیل سیلننی Reply

    سره له دې چې بریتانیا په پاکستان کې خورا زیات نفوذ لري خو دا هیواد نه غواړي چې د افغانستان په خاطر داسي هیواد ته شا واړوي چې د هند او افغانستان په نیول شوې او غصب کړل شوې خاوره کې زیږولی ؛ ستر کړی او جوړ کړی وي رسمي مورنۍ ژبه یې ورته انګریزي کړي وي، قوانین یې بریتانویانو جوړ کړي وي او په ډېرو نورو برخو کې د بریتانیا متابعت کوي نو هیڅ کله هم د پاکستان له ګاولي سره یو ازادی خوښونکی هیواد نه برابروي ؛ ځکه چې انګریز خپل کرغیړن اعمال پلي کوي .

  4. بصیر اله قاسمي Reply

    داسې ښکاري چې د کفرستان باد وتلی ده! د خدای نه ې غواړو چې کفرستان څلور ایالتونه په څلورو ملکونو بدل شي او پنجاب په کې بې څښتنه پاتي شي.
    له تاند مدیره هیئت نه په ډیره درناوی غوښتنه کوم چې هیڅ کله هم کفرستاني چارواکو ته د ښاغلي او یا بل داسې لغت چې موږ یې پښتو ژبه کې د درناوی په موخه عزتمندو کسانو ته کاروو، هغه لغات ونه کاروي.

    په مینه او ادب

  5. عبدالله Reply

    ای دانسانیت دښمنه دملا برادر دسولی پروګرام چا ختم کړه چه اوس نړیوالو ته چغی وهی

    افغانان وای پاکستان دیی دترهګریی ځالی اوتعلیم بند کاندی چه افغانستان آرام شی

    افغانان وای هغه ځناوران چه په کابل اونورو ولایاتو ی کی چاودنی کوی،هغه په پاکستان کی تربیه اخلی

    په اخر کی وایم نړیوال باید نور چپه خوله پاتی نشی، پاکستانی حکومت چه د تروریزم، دوکو اوچلونو څخه جوړ دی باید ژر تر ژره ختم شی

    که نور نړیوال دپاکستان په دغه تروریستی کړنو چپه خوله پاتی شی، نو دا دا معنی لری چه نړیوال هم په دغه ناوړه فعالیتونو کی دپاکستان سره لاس لری

  6. Alakozay Reply

    موږ له تور مخو او کافرو پنجابیانو سوله نه غواړو افغانان باید له خپلو د ی تشو ککرو کار واخلی پاکستان غواړی څان له انزوا وژغوری غنی صاحب باید نور هم تکړه شی چی ددوی له آدرسه باید سوله را نسی پریږده چی چیغی یی تر آسمانه پورته سی زموږ په ژوند خو د الله ج پاکستان تباه او برباد کړی

  7. babrak Reply

    افغانستان اوس هغه ددروس او انګلیس تر منځ د حایل نقطه نه بلکه اوس د انکریزانو مستعمره ده او څه جی پاکستان د اد انګریز امپریالیزم او عربستان دتوری ارتجاع حرامی زوی او زمونږ. اسلامی استاد ،زمونږ د مهاجرینو انصار او د راشن پاس میکایل دا حق لری چی اوس د مجاهدینو غوږونه دغلامۍ غوږوالۍ سره تاو او د نبیل غوندی په اصطلاح ملحدین هم له چوکۍ لری کړی او هم انتحاری هپسی رالیږی (

  8. sayed.rahman.ziarmal Reply

    ستا ضعیف وجدان او ستا بی دینی ستا پټی دښمنی موږ تباه کړو اوس پر پرهارونو راته ما لګی شیندی
    خیر ده وخت بد لیږی بیا به اور مړ نکړی .

  9. Bashir Reply

    فکي په جنګ کي نرخ معلوموي
    دا دده خبره نه ده دا ئې پلار آنګريز ورته کړيده
    دا ددې معني چه هم دي وژنم هم پړ ئې دا دئ قضاوت .
    ددې منحوسي طايفي سکست زموږ په اتحاد کي دئ بيا نو دده پلار ځان نه سي ټنګولائ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *