Categories

اعلان

Loading…

د پښتنو انسجام او د مشر ټاکنه/ فیض محمد ځدراڼ

‎پښتانه د لرغوني تاریخ په درلودو سره د تاریخ په مختلفو دورو کې د شهامت، زړورتیا، غیرت او ریښتونولۍ سر لاري پاتې شوي دي. دغه ستر قوم د لوی افغانستان هستوګن دی او یوه کوچنۍ برخه یې د هندوستان په مختلفو برخو کې ژوند کوي.
‎پښتو په خپل ذات کې یو درنه او پر اصولو ولاړه ژبه ده چې ویونکي یې (پښتانه) خپله ژبه د ټولنیز او سیاسي ژوندانه په برخه کې د اصولو او مقرراتو ستره سرچینه بلي. پښتو د افغانانو تر منځ د نرخ، لوز، مېړانې او تعهد ژبه ده او د پښتنو تر منځ دغه ژبه د جرګو او مرکو ستر اعتبار ګڼل کېږي.
‎د افغانستان په تاریخ کې د افغانستان ټولو مېشتو قومونو د هېواد په ساتنه کې له ځانه وړتیا ښودلې خو د پښتنو مشرانو، غازیانو او اتلانو بیا د افغانستان لرغونی تاریخ له زرینو کرښو ‌‌‌‌‌‌ډک کړی او دې خاورې ته یې د سر په بیه ستر ستر تاریخي ویاړونه ګټلي دي.
‎غلیمانو له پيړیو راپدیخوا د دې ستر او غښتلي قوم د تضعیف هڅه کړې ده او اوس یې هم کوي خو د پښتو په فطرت کې بل ته د تعظیم او غلامۍ ټکی مردود دی او د مرګ تر پولې هم دې ټکي ته غاړه اېښودنه یې فطرت نه مني.  ښایي ځينې لوستونکي راباندې نیوکه وکړي چې اوس خو دا جوهر په پښتنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر کم رنګه دی؟ او دا به وایي چې نن پښتانه د ترهګر لباس پر تن کړی، د پردیو کلتورونو پيرو شوی، د بل لپاره خپلې خاورې ته خیانت کوي‌، د دښمن په دسترخوان ناست دی، د پردیو حجرو ته اړ دی او …
‎د دوی ځواب غواړم په څو برخو کې ورکړم، لمړی دا چې پښتون خپل هغه غیرت او پښتونولي یې چې پخوا د نورو پر وړاندې کوله نن یې په خپلو کې راخیستې ده.
‎دویم دا چې یو شمیر پښتانه د حقیقي لارې څخه منحرف شول او انحرافي دریځ یې خپل کړ.
‎دریم دا چې پښتنو کې د سر خلک یو د بل پر وړاندې مقابل شول او وجنګېدل.
‎څلورم دا چې د پښتو ارزښتونو ته د پردیو لخوا بدیلونه وړاندې شول.
‎پنځم دا چې د پښتنو تر منځ د حساسیتونو وده را وپارېدله، او دې ته ورته نور عوامل.
‎د دې ټولو عواملو تر شا ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی لوی لاسونه وکارېدل، د نړۍ سترو متخصصینو په دې برخه کې شپې او ورځې زحمت وګاله، په ملیاردونو پيسې ولګول شوې او ‌‌‌‌‌‌ډېرو دولتونو د پښتنو ټوټه ټوټه کېدل د خپلو سیاستونو لمړۍ کرښې وګڼلې او تر یو ځایه په خپلو اهدافو کې بریالي هم شول.
‎بریالي په دې شول چې هغه پښتون چې یو وخت یې دلته لمړۍ د تمدن او حقانیت خبره کوله اوس ورته ترهګر ویل کېږي، هغه پښتون چې د استقلال او آزادۍ سرلاری وه اوس یې د استقلال د بیرغ غورځوونکي ته اتل ویل کېږي، هغه پښتون چې د افغان بیرغ به یې د ‌‌‌‌‌‌ډهلي پر تخت ځړاوه اوس د افغانیت له حقه محروم ګڼل کېږي، هغه پښتون چې غلامي یې پېغور ګڼله او د دنیا سره په جګړه کې وه اوس د غلامۍ حلقه افتخار ګڼي، هغه پښتون چې د ورور په نوم یې ځان قربانوه اوس خپل ورور وژني او بلاخره هغه پښتون چې ځان یې د غیرت او مېړانې سرلاری بللو اوس د بې غیرتۍ په جامه کې خپل کلی او کور په بمونو الوزوي او دې ته ورته نورې ناوړې سر ته رسوي.
‎مګر ټول پښتانه بیا داسې ندي، شته داسې پښتانه چې تمدن غواړي، شته داسې پښتانه چې اوس هم توره په لاس د مېړانې آوازونه کوي، شته داسې پښتانه چې دنګه غړۍ ګرځي، شته داسې پښتانه چې د افغان په نوم ننګ کوي، شته داسې پښتانه چې غلامانو ته په جهر د آزادۍ پيغور ورکوي، شته داسې پښتانه چې ځان پر وطن قربانوي، شته داسې پښتانه چې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال دي او شته داسې پښتانه چې اوس هم د احمد شاه بابا او میرویس نیکه غرور په سر کې ګرځوي. خو نشته هغه سر چې ټول سره راټول کړي او په یوه منظمه لیکه کې یې سره ودروي.
‎ په آسانۍ سره د سر پیدا کول نا شونې ده ځکه چې د پښتنو د ټوټه ټوټه کېدلو لوبه له سلهاوو کلونو راپدېخوا روانه ده او په کافي اندازه سره ویشل شوي دي او یو له بله ورک دي، دا چې څنګه یې سر یو ځای کړو او څنګه پکې سر پيداکړو ستونزمن کار دې مګر ناشونی ندې.
څنګه کولای شو چې په پښتنو کې سر پيدا کړو
‎په پښتنو کې شته داسې ځوان او علمي کدرونه چې سره راټول شي او د بېرته منسجم کېدو لپاره یوه بنسټیزه طرحه جوړه کړي او له مخې یې داسې یو سیستم ترتیب کړي چې د انسجام اساسي ټکي پکې نغښتي وي، داسې یو سیستم چې د ملي ګټو پر بنسټ د هېواد د نافظه قوانینو په رڼا کې د پښتنو د انسجام تګلاره پکې ترسیم او له مخې یې یو مدبر، وړ، د ښه شهرت درلودونکی، د علمیت په ګاڼه سمبال او د قوي مدیریت خاوند پښتون د خپل مشر په توګه وټاکي او د مشرۍ پټکی ور په سر کړي. مشر باید د ټاکنو پر بنسټ وټاکل شي او د نورو غړو بشپړ ملاتړ ورسره شي.
‎تګلاره به د رهبرۍ د شورا لخوا د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د قانون په رڼا کې د رهبرۍ د شورا لخوا ترتیب شي او مشر به د نورو غړو په مرسته د تګلارې د پلي کېدو دنده پر غاړه ولري.
‎د تګلارې په پلي کېدو سره به سیستم تشکیل شي او د وخت په تېرېدو سره به د پښتنو غوڅ اکثریت سیستم ته را دننه شي او هغې موخې ته به ورسېږو چې نن سبا یې ټول پښتانه په لټه کې دي. ددې سره به د پښتنو یوه واحده کتله جوړه شي او د تېر په څېر به پښتانه یو ځل بیا هغه خپل پخوانی قوت او قدرت تر لاسه کړي.
‎نه به بیا د ترهګر خطاب راته کېږي او نه به د حق غوښتلو پر وخت د فاشیست ټاپه راباندې لګول کېږي.
چې سوال د پاچاهۍ کوو خصلت مو د ګدا دی
پاچا به شو موږ هله چې خصلت مو د پاچا شي
‎له توجه او حوصله مندۍ نه مو یوه نړۍ مننه، د یو آباد او سرلوړي افغانستان په هیله.
‎په درناوۍ

11 total views, 1 views today

5 comments

  1. sayed.rahman.ziarmal Reply

    ځدران صیب !لیکنه خو دډیره ښه ده حو چا ته دلیکلی دی؟ کوم با درده با اخساسه پښتون ته دلیکلی ؟ میدان کی څوک شته ؟ او که شته خساب ور باندی کولی شی؟ وروره ننی پښتانه یو او بل خوری څوک چه لږ لږ لږ سر را پورته کړی سبا ورته رنګا رنګ معملی مخته رازی حتی پلار ورته یادوی چه دفلانی زوی وګوری پښتانه جاهل دتعصب ډک البته خپلو منځوکی نو ته فکر کوی چه داوړی به شړی شی ؟

  2. حسن Reply

    ښکلی نظر دی ، هیله ده چې ټول په ګران افغانستان مین پښتانه ستاسو وړاندیزونه ولولی او عمل پرې وکړي.

  3. موسی زی Reply

    ځدراڼه ورور، په ځوانۍ دې برکت شه ستاسو له غوره څرګندونو او نېک احساس څخه په مننې په رښتیا هم که مونږ نور د خپل خصلت بدل نه کړو راویښ نه شوو نو؛ غلیمان به خپلو موخو ته ورسیږي خو زه بیا وایم چې نه، هیڅکله به هغوی ونه رسي ځکه پښتانه ډير صادقه او اخلاصمنده دي خدای ورسره دی، له دې سره سره مونږ او تاسو په شان ځوانانو ته پکار ده چې د غفلت له خوبه راویښ شو او خپل پښتانه پر پښو ودروو ځکه مونږ ډیر وزورل شوو او ډیر ویجاړ شوو.

  4. فیض محمد ځدراڼ Reply

    له نظریاتو مو منندوی یم.
    زیارمل وروره! ستاسو په ځواب کې باید ووایم چې پښتانه تر ټولو نورو قومونو په تېرو څلورو لسیزو کې د پردیو توطیو ښکار ګرځېدلي او په مختلفو اهدافو کې د بهرنیو کړیو لخوا په انحرافي ‌‌‌‌‌‌ډول کارول شوي دي. خو په ځوانه طبقه کې بیا شته داسې هوښیار او په شرایطو پوه کسان چې کولای شي د پښتنو بیا انسجام په برخه کې موثر واقع شي.
    هېڅ کار په خپل سر نکېږي، هره ستره موخه کارکولو، زحمت او تحرک ته ضرورت لري او موږ هڅه کوو چې دا تحرک په خلکو کې پیدا کړو.
    زما توصیه تاسو او نورو درنو لوستونکو ته دا ده چې له تېرو نه عبرت واخلئ او راتلونکې ته بیدار شئ.

  5. محمد یوسف سلیم Reply

    ځډران صاحب اوس پدی فکر پکار دی چی پښتانه څنګه د یو بل له وژلو راوګرځوو، د یو بل له تخریب او سپکاوۍ نه یی راوکرځوو. دځانځانۍ ددی مهلک مرض دوا یی څه ده. د پښتون رقابت له پښتون سره دی، د پښتون لوی دښمن هغه پښتون دی چی له ده مخکی دی. د پښتنو انسجام که ناشونی نه خو وروسته خبره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *