Categories

اعلان

Loading…

په ځان شاهدي/ سپين روان نورزى

هره ټولنه يو لړ معيارونه، ارزښتونه او ګډې ګټې لري چې په اساس يې انسانان د ګډ ژوند کولو اړتيا حس کوي، کله چې يو څوک په يوه ټولنه کې د ټولنيز ژوند تکل وکړي بيا نو مجبور دى چې په هغه ټولنه کې د هغو اصولو ساتنه او په ځان پلي کونه ومني په کومو چې هغې ټولنې تکيه کړې ده، که چېرې چا له دې اصولو سرغړونه وکړه او مراعت يې نه کړل بيا د ټولنې له خوا ګرم او ملامت پېژندل کېږي په حق يې يې هم همدا ټولنه قضاوت او فيصله کوي.

د ټولنيزو معيارونو او ارزښتونو ټولګه په ډېرى ټولنو کې توپير لري‎، خو ځينې داسې ارزښتونه او معيارونه شته چې هغه جهانشموله بلل کېږي، د بېلګې په توګه د حق پلوي او له باطل سره مخالفت په هره ټولنه کې يو منلى ارزښت دى، که چا د دې ارزښت برعکس کار وکړ په يوه غږ په هره ټولنه کې ملامت بلل کېږي.

تاريخ چې د ټولنې هنداره او د تيرو نسلونو د کړو وړو شاهد دى، موږ ته دا ښيي چې څوک په ټولنه کې د ټولنيزو ارزښتونو تابع پاتې شوى، ودې ستايل شي او چا په دې برخه کې مخالفت کړى، ودې غندل شي.

زموږ ټولنيز تاريخ د دې موضوع شاهد دى چې په افغانستان کې د شلمې ميلادي پېړۍ دويمه لسيزه زرين عصر و، ځکه هغه مهال د غازي امان الله خان د مستقيمې قوماندې لاندې نه يوازې افغانستان خپله خپلواکي بېرته واخيسته، دې سره خوا کې يې په کور د ننه د اصلاحاتو او ولسي هوساينې لپاره اقدامات وکړل او هڅې يې روانې کړې ترڅو دا هېواد د نړۍ له سيالو هېوادونو سره سيال کړي.

خو د همدې پېړۍ په دريمه لسيزه کې د حبيب الله کلکاني ( سقاو زوى) په مشرۍ يو شمېر کسانو په پټو سترګو د نورو د خوشالولو په نيت د حکومت پر ضد را پورته شول او د هغه نظام ورانولو ته يې لستوڼي وربډوهل چې باني يې  ستنې د ولس په ارادې تکيه کړې وې؛ دوى په دې خپل شوم پلان کې کامياب شول او داسې يې وانګيرله لکه غل چې د چا د کور په ماتولو بريالى شوى وي لاس په لاس يې د ملي خزانې په چور لاس پور کړ، د پوهنې څراغ يې مړ کړ، د هېواد کورنى او بهرنى سياست يې برهم درهم کړ لنډه دا چې د هېواد او هېوادوالو هره شيرازه يې له خاورو سره خاورې کړه.

 که چېرې د هېواد د نامتو موريخينو تاريخي لاسوندونه ناليدلي ونيسو او داسې فکر وکړو چې دا يو طرفه ليکل شوي دي، نو مجبور يو چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره يو څه اندازه تجسس وکړو، راځئ هغو سيمو ته ورشو چې د سقاو زوى په خپله او يا يې ملګري په کې اوسېدل، په هغو کليو او اطرافو کې به يا هغه خلک پيدا کړو چې د سقاو زوى په لښکر کې جنګېدل، کنه د هغو کسانو اولادونه خو کم نه دي چې د سقاو زوى ملګرتيا يې کوله او له خپلو پلارونو يې کيسې اورېدلي، کله چې دوى وغږوو نو په ډېر ښکاره انداز به راته ووايي چې د دوى پلارانو او يا دوى په خپله، کله چې کابل ونيولو څه يې وکړل او د حکومتي دربار څه حال شو.

د دواړو ښاغلو کړنې ولسونو د ټولنيز معيار په محک ارزولي او قضاوت يې پرې کړى چې څوک دې تقدير او څوک دې تقصير شي.

د سقاو زوى کړنه د نړۍ په هېڅ ټولنه کې د تائيد وړ نه ده، ځکه ده نه يوازې حکومت نسکور کړى، بلکې ټول ټولنيز او حکومتي تاسيسات يې تخريب کړي، روښانفکره افکار يې وژلي او د پرمختګ هر چانس يې شنډ کړى دى، په دې حقيقت حتا په خپله د حبيب الله کلکاني اولادونه هم پوهېدلي دي.

سره د دې سترې فاجعې يو شمېر هغه کسان چې تعقل د زور تابع ګرځوي، هڅې پيل کړي چې د سقاو زوى هغه کړنې د ټولنيز معيار په تول پوره وښيي چې د هېڅ ټولنې انساني فکر يې نه مني.

خو هغه د دري ژبې متل دى چې وايي ” خربوزه از خربوزه رنګ ميګيرد” دې خلکو چې د سقاو زوى کړنې محترمې ګڼي په اصل کې دوى هم د همدې شلمې پېړۍ په وروستيو کې د دوه ميليونه شهيدانو، ګونډو او يتيمانو په ارمانونو د مقام لپاره سودا وکړه، د هېواد مجهزه ملي اردو يې تار مار کړه، ملي شتمنۍ يې په خپلو کې سره ويش کړې، په رزګونه کورنۍ يې د خپلو کورو پرېښدلو ته مجبورې کړې.

اوس ولس پوهېدلى، نن که دوى زورور دي او اوبه يې په لوړ خېږي او څوک ورته له وېرې د دوى ګړنې نه شي ردولى، خو ” وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري،،، منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري”.

د سقاو زوى پلويانو په دې عصر کې ثابته کړه او په ځان يې شاهدي ورکړه چې دوى د هغه چا ملاتړي او پيروان دي چې د دې هېواد هېڅ وګړى به يې په هېڅ عصر کې ونه بخښي.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *