Categories

اعلان

Loading…

میلمه پالنه (خاطره) حبیب رحمن

څو کاله وړاندې اتل په همیشه بهار ننګرهار ولایت کې کاري بوختیا درلوده خو کله به چې خالي موکه په لاس ورغله دا یې د خپلې مینې اولیوالتیا ښه وخت و ترڅو ګټه ورځنې واخلي هغه دا چې مطالعه وکړي؛ د لیکلو هڅه وکړي او د زړه درد پداسې بڼه انځورکړي چې د لوستونکو زړونو کې هم لارې جوړې کړي، پر دې سربیره اړ وو چې جلال اباد ښار ته ولاړشي کتابونه ،مجلې ،ورځپاڼې اونور اړونده  زده کړیز توکي راونیسي  دا چاره د دې لامل شوه چې دکتاب پلورونکو اوکتابلوالوسره کوم چې په ټولنه کې غوره اخلاقو اودښه فکر درلودنکي بلل کیږي اوله نوموړي سره یې د ذوق په سمون زړه راښکونکو دلوست توکو په موندلوکې  مرسته کولی  شوی ،د پردیسۍ درشل یې پرې ګټور اوبوخت تیریده او ذهن ته یې ځورونکوخیالونو اولمسونکو انګیزو لار موندی نشوی دمومند خپرندویه ټولنې دنماینده حاجي مومند سره چې دایم به یې خوله له خندا ،زړه به یې له اخلاص، لاسونه له هر کلي  اوتندی به یې د ښه راغلاست څخه ډک او کارځای یې په میلمه پالنه ښکلی ښکاریده هغه دا چې مخکې له دچې هټۍ ته ننوزې دسړو اوبو پلاستیکي ترموزچې دیخ ټوټې به په کې پرتې وې اوخاورین جام چې داستالف دګنډلیو بڼه یې لرله چې پدې تاوده موسم کې ورځنې داوبوڅښلو ترهرڅه لومړیتوب درلود نه تنها دا دخونې دننه یې دچایو لوی ترموزونه،دمخابراتي کمپنیو په تبلیغاتو رنګینې پيالې اودننګرهار دسیمه ایزو تولیداتو دګوړې څخه ډکې ښښیه ایزې خوږنۍ به مخکې تیارې شوې وي دا ټولې ځانګړتیاوې د دې لامل شوې وې  چې دچایو له دمې سره  د حاجي صاحب سره دخبرو لړۍ وِغځیږي خوحاجي صاحب به هم ډیروخت مجلس په یوه نرمه ټوکه پيلاوه او داخستونکو پاملرنه یې ځانله راکښله دوه اړخیزې اړیکې یې  منځ ته راوړلې  خو دا ډول راشې درشې په اتل هم اغیزه وکړه د مطالعې لیوالتیا زیاته اودلوستلو ځواک یې لاپسې غښتلی شو ،اړیکې یې نه شلیدو پړاو ته ننوتې چې په اونۍ یوځل یا دوه ځله ورته راتلل یې عادت ګرځیدلی وو دا لړۍ له اونیو واوښته  ترمیاشتو اوږده شوه  پدې ورځوکې اتل د کابل دفتر له لوري  دکاري ناستو په موخه وربلل شو  نور یې همیشه بهار شاته پريښود خوکله چې کابل ته لاړ سخت وځورید ځګه  دکابل چاپیریال  دننګرهار غوندې زړه راښکونکی نه وو دیوې اونۍ په تیرولو یې دکال دتیرولو ستړیا احساسوله دکابل خاطرې یې تر د اندازې ښکلې نه وې چې دحاجي صاحب پرې له یاده وباسي غرمه مهال چې کله ننګرهار ته ورسید خپل پلان کې یې لومړۍ د خوړو اولمانځه دمه ونیوله له هغه وروسته دحاجي صاحب پوښتنه ورته تر هرڅه اړینه وه کله چې له مسجد څه راووت  د حاجي صاحب لیدلو ته یې تلوسه لا پسې زیاتیدله ،غړي به یې خبروو چې دتناره تاو ته ورته شمال کې یې ځان دحاجي صاحب تر کوڅې  ورساوه خوکله چې دوکان ته نږدې کیږي بند ورته ښکاري فکر یې وکړ چې لاره یې بدله کړې شاوخواته په کتویې  زړه  ډاډه شو چې ځای خوهمدا ځای دی خوپوښتنه دلته ورته پیدا شوه چې په کاري ورځ ولې دروازه بنده ده زړه یې هم درزیده  په ذهن کې یې ډیرې پوښتنې کولې اوځوابولې تر دچې دوکان ته ورسید مخکې تر دچې له ګاونډیانو څخه دخپل ملګرې دحالت ځای ځایګي په اړوند مالومات واخلي د دروازې شاته لګیدلې سپینې پاڼې ته پام شو په ذهن کې ور وګرځیدل چې  دا به دکوم کورس اعلان وي خو ویې لوست چې عنوان یې دفاتحې خبرتیا لیکل شوی وو ویې ویل خدایه خیرپیښ کړې تراخره یې ولوست ورخطا شو بیا یې هم ولوست ویي ویل ربه موږ تا لره یو او تاته درګرځیدونکي یو سر پرې وګرځید له سترګو یې خاموشه اوښکې روانې شوې کیناست  چې هغه لاتر اوسه ځوان وو ښه جوړ اوروغ ووبیا هم ا ځل دی داځل ګولۍ نه چپیږي په همدې ورځ سپین مسجد ته ولاړ په ډیر اخلاص یې ارواښاد ته  د دعا لاسونه اوچت کړل اودفردوس جنت غوښتنه یي له لویه ربه ورته وکړه اودوستانو ته یې تسلیت تلقین ورکړ اوس یې هم ترننه دبښنې په دعا کې نوم اخلي او له نږدې دوستانویې شمیري اود پاللو مزي یې له اولادنو سره غړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *