Categories

اعلان

Loading…

که ښایسته وېښتان غواړئ مستې مه هېروئ

 ژباړه: حمیدالله حمیدي

له همدې نن څخه باید دا فکر له ذهنه وباسئ چې ولې مستې خورو او کومې ګټې لري؟ دغه ماده مو باید یوازې د وېښتانو د ښایست لپاره معجزه وګڼئ او ګټه ترې واخلئ:

۱- وښته مو قوي او ښکلي کوي

مستې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه مغذي مواد لري چې پر وېښتانو سربېره مو نور بدن هم ورته اړتیا لري. مستې د معدني موادو لکه پر کلیسم، پوتاشیم سربېره ګڼ مغذي مواد لکه ويټامین بي او پروټینونه هم لري، په مستو کې شته طبیعي پروټین د وېښتانو د پیاوړتیا لامل کېږي.

څرنګه چې پروټینونه په استحکام او کلکېدو کې مرسته کوي، دغه راز لاکتیک اسید هم د وېښتانو په چټکه وده کې مرسته کوي.

۲- مستې مو وېښتان تغذیه کوي

مستې وېښتان تغذیه کوي، وده یې چټکوي، ځلا او ښکلا ورکوي، دا چې مستې په خپل ترکیب کې شیمیایي مواد نه لري نو په هېڅ ډول مو وېښتانو ته زیان نه رسوي.

کومې شامپوګانې او نور غوړین مواد چې په مصنوعي ډول د وېښتانو د ښکلا او ودې لپاره جوړېږي په خپل ترکیب کې شیمیایي مواد لري چې د ګټې پر ځای یې زیان ډېر دی. که د یوې ټاکلې مودې لپاره له مستو څخه ګټه واخلی د وېښتانو له تویېدو سره به هم مخه ښه وکړئ.

۳- مستې مو وېښتان نرم ساتي

مستې د وېښتانو له نرموالي سره مرسته کوي او تل یې تازه ساتي، دا چې مستې وېښتان نرم ساتي نو هېڅکله مو هم  وېښتان نه پلته کېږي او تل به تار تار او ښکلي وي.

مستې د سر  پخه ورکوي او هغه بخار چې په سر کې د خولو له کبله پیدا کېږي له منځه وړي. یوه پیاله مستې په یوه پاکه تیکه کې واچوی تر څو اوبه له مستو څخه بېلې شي. ټینګې شوې مستې مو په وېښتانو تر هغه وسولوئ چې ټولو وېښتانو ته په سم ډول ورسېږي، له شلو دقیقو وروسته بیا کولئ شئ وېښتان مو ومینځی.

۴- مستې مو د وېښتانو له ښکلا سره مرسته کوي

مستې که په هر ډول وي د انسان د بدن لپاره ګټورې دي، لامل یې دا دی چې مستې په خپل ترکیب کې پر معدني موادو سربېره ويټامین بي ۱، ويټامین بي ۲، ويټامین بي۶ او ويټامین بي ۱۲ هم لري.

ګټورو باکتریاو او لاکتیک اسیدو مستې په یوې ګټورې مادې باندې تبدیلې کړې دي، کولی شئ مستې له نورو ګڼو غذایي موادو سره ګډې کړئ او د خوړو لپاره ترې ګټه واخلی.

د دې لپاره چې له مستو څخه مو د یوې خوندورې او پوره مغذي غذا په توګه ګټه اخیستې وي کولی شئ له شاتو، هګیو، د مالټو له اوبو او تروشو لیموګانو سره هم ګډې او نوش جان یې کړئ.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *