Categories

اعلان

Loading…

امریکايي چارواکو د کابل له حملې وروسته له راحیل شریف سره وکتل

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي په مشرۍ جګپوړي امریکايي پلاوي د پاکستان له لوی درستیز سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي ریچارد اولسن سره د اسلام اباد په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن هم ملګری دی.

دوی د پاکستان د پوځ له لوري درستیز جنرال راحیل شریف سره له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوښتو، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د منجمینټ او د سیمې د ثبات په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او هندوستان په تړاو د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان د پوځ په کنټرول کې ده.

دا امریکايي پلاوی وروسته له دې پاکستان ته لاړ چې د افغانستان حکومت وویل چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او له هماغه ځایه یې قومانده ترلاسه کوله.

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز ته هغه ۳ ټېلفون شمېرې وسپارلې چې د پاکستان له خاورې څخه یې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د تروریستي برید له حمله کوونکو سره تماس خبرې کېدې.

د امریکا حکومت او پوځ تراوسه پوري پاکستان ته د امریکايی پلاوي د سفر او خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

227 total views, 1 views today

2 comments

  1. مومند Reply

    ډیره شرافتمندانه ده چې نور پاکستان ته په افغانستان کې د ترور د مخنوي په موخه هیڅ یو افغان او یاهم بهرنی چارواکی سفر ونه کړي. ځکه چې د پاکستان نظام یو ترورستي نظام دی او ټوله نړۍ په دی ښه پوهیږي خو له له بده مرغه سترګې پرې پټوي.

  2. حسن Reply

    آخر راحیل شریف او نواز شریف هم د رنجیت سنګهه اولاده ده ، که له رنجیت نه چا خیر لیدلی وی نو له لمسیانو نه به یی هم خیر یوسی او که نه نو هسی وخت مه ضایع کوی. خپل مال ساتی ، ګاونډی غل مه نیسی. که وار یی راغی خوله به یی ورماته کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸