Categories

اعلان

Loading…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو
لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته :
استقلال ، خود ارادیت ، ازادي ، عدم وابستګي ….
یو ساده تعریف
خپلواکي دهغو پریکړو د عملي کولو امکان دی ، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده ترسره کوي .
که یو فرد هره پریکړه عملي کړای شي اوهیڅ بل فرد، جوړښت یا سازمان یې کړنې ، وینا او فکر محدود نه شي کړای ، دې ته مطلقه خپلو اکي وايي .
خو انسان ټولنیز موجود دی ، او نه شي کړای مطلقه خپلواکي ولري ، ځکه مطلقه ازادي د ( بل) یا ټولنې دخپلواکۍ پولې ورماتوي ، ځکه نو دافرادو اوټولنو دازادۍ حدود دقوانینو په وسیله ټاکل کیږي ، نو
نو …
ازادي د همدغو قانوني پولو په دننه کې دعمل ، وینا او فکر اختیار او اراده ده چې دبل ( یا نورو) خپلواکي زیانمنه نه کړي
فردي ازادي ګانې هغه دي ، چې قوانین يې دبشري حقونو دنړیوالې اعلامیې پر بنسټ ټاکي :
دبیان ، اقتصادي فعالیت ، مذهب ، مېشتیدا، سیاست …. ازادۍ
سیاسي استقلال
دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده .
دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي .
د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی ، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده .
اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی . استثمار – استعمار ( ښکېلاک ) زبېښاک ( نوی ښکېلاک ، نوی زبېښاک ) .
موږ او خپلواکي
د روایتي تاریخ لیکنې او علمي تاریخلیکنې توپیر په دې کې دی، چې :
روایتي تاریخ لیکنه تاریخي پېښې د مکان او زمان له قید سره بیانوي.
خو علمي تاریخ لیکنه دا راته وايي، چې: یوه تاریخي واقعه ولې وشوه، عوامل، زم
ینه، پایلې ( عواقب) او ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او شعوري بسترونه یې کوم دي؟
موږ ډېر ځله خپلې ملي خپلواکۍ ته د روایتي تاریخ له کړکۍ څخه ورکتلي دي.
او لږ ځله مو د تاریخ له علمي بنسټونو سره څېړلې ده .
د تاریخ د علمي میتود پربنسټ دا په کار دي، چې د خپلواکۍ ګټلو د زمانې ټول شرایط او بېلابېل بسترونه وپېژنو:
• ولې لومړۍ او دوهمه افغان ـ انګریز جګړو، افغانستان خپلواکۍ ته ونه شو رسولای؟
• د مشروطیت او روښانفکرۍ نهضتونو ونډه څه وه؟
• سیمه ییز شرایط څنګه و؟
• نړیوال شرایط څنګه و؟
• د اماني حکومت او تېرو نظامونو توپیر څه و؟
• ولې اصلاحات د خپلواکۍ لپاره مهم دي؟
هغه خپلواکي چې وموګټله، خو ومو نه ساتله
د خپلواکۍ ګټل د خپلواکۍ درلودلو پیلامه او یوه کوشنۍ برخه ده .
تر خپلواکۍ ګټلو د خپلواکۍ ساتنه مهمه ده .
د خپلواکۍ ساتلو عناصر کوم دي؟
د خپلواکۍ د حقیقي مفهوم درک او د ساتنې شعور، ملي یووالی، ولسواک نظام، اقتصادي ځان بسیاینه، ملي پوځي ځواک ( دفاعي سیستم ) او د ې پوښتنې ته ځواب، چې :
موږ ولې خپلواکي غواړو؟
ساده ځواب یې دا دی، چې :
د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند شرایط له یوې ورځې څخه تر بلې ښه شي.
په دې کې د فردي ازادیو او بشري حقونو تأمین، د ژوند پرمختللي شرایط، هوسا ژوند چاپېریال، د هویتي ارزښتونو خوندیتوب، د خپلو سیاسي پریکړو صلاحیت او تر ټولومهم:
د خپلو اقتصادي سرچینه د خپلواکې کارونې توانمندي.
د دې ځواب پر معیار اوس نو بله پوښتنه مخې ته راځي چې آیا موږخپلواک وو او یو ؟
موږ ولې خپلواک نه وو ؟
له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي او امنیتي خپلواکۍ نشته ؟
احتیاج تر ټولو لویه غلامي ده !
دتاریخ په اوږدو کې له خپلواکۍ څخه زموږ تعبیر او پېژاند ناسم و .
موږ فکر کاوه چې دجګړې په میدان کې ددوښمن ماتول دازادۍ په مانا دی ، حال داچې دازادۍ جګړه پخپله ازادي نه ده ، بلکې دخپلواکۍ لپاره دهڅو یوه وړه برخه ده .
نږدې دوه سوه کاله کیږي ، چې موږ دخپلواکۍ لپاره جګړه کوو ، خو هېڅکله خپلواک نه و،
وخت یې دی ، چې خپلواکي وپیژنو او داهڅه په معقوله بڼه پای ته ورسوو .
دخپلواکۍ ابزار باید وپیژنو .
خپلواکي د( ځان ) دماهیت ټاکل دي . دا ځان هم فردي ګڼلای شو او هم ټولیز او ټولنیز. مهمه دا ده چې موږ د خپل ماهیت د ټاکلو اراده او اختیار ولرو، خپلواکي همدا ده.
دا پوښتنه لا پاتې ده:
ګټل شوې خپلواکي څنګه وساتو ؟
خپلواکي په خپله اراده د خپل حاکمیت د ټاکلو توانمندي ده، چې بیا د هغه حاکمیت په مرسته له اقتصادي ښکېلتیا څخه ځان وژغورو.
د ولسي شعور کچ لوړول.
پر سیاسي سالمو تشکلاتو راټولېدل .
او له نړۍ سره د یوه اقتصادي سیال په توګه د تعامل ظرفیت رامنځته کول.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/

1,549 total views, 12 views today

2 comments

  1. zaringul Reply

    زه فکرکوم چې دغه کتابي تعریفونه په خپل وار نورهم زموږ وخت ضایع کوي او نورهم دغه لوی اوانساني خپلواکي او دهغې رښتیی مفهوم مسخ کوو ، زموږ لپاره اوس آزادي یوازې تعریف لري اوهغه داچې څنګه کولای شو چې د وینو توییدو اوپه هرورځ کې ترسلو زیاتو افغانانو وژنه داچې دچا په لاس عملي کیږي پای ته ورسوو ، موږ دخپلواکۍ دغو ډولو ته یوه پیړۍ نورهم وخت لرو ، که په دغه اړه څه عملي امکان وینۍ او یایې لرئ ، پرته له دې چې د حاکم سترګو ته اویاهم خپل مقام او موقف ته وګورئ راوړاندې شئ ، هیله کیږي چې په دغو تعریفو مو نورماغزه مه راخوره ، دا مو ډیراوریدلي ، ترتا سو هوښیارو خلکو دا تشریح کړي ، له هغو اصلو وینو او متونو څخه کاریکاتور مه جوړوئ ، ددغو خاینو او مزدورو حاکمانو چې هر یو یې د فرعون بچی دی عمر په دغو تعرفو چې زموږ ژوند او ټولنه یې اوس تحمل نه لري مه اوږدئ او مه دغه انساني مفاهم چې نورو ډیرپخوا د خپلو ټولنو په جوړښتوکې تعریف کړي مه مسخه کوئ . بس

  2. حسن Reply

    رښتیاهم هر څوک او مسلک یی. که یوه مسلکی موضوع خصوصا په حقوقو او سیاست کې په دومره لوړه سطحه مطرح او بحث پرې وشی ، د ډیرو خلکو به سر هم پرې خلاص نه شی.
    ښاغلی عبدالغفور لیوال زمونږ د هیواد یو دروند پوه او څیړونکی دی، د دوی آثار د هغوی د ژور فکر او انسانی عاطفې نمایندګی کوی. دوی ته لا بریالیتونه غواړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸