Categories

اعلان

Loading…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل.
له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ د یوې داسې خپلواکۍ له‌پاره په جګړو کې تېره کړې چې بشپړه مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې او نه خپلواکي، خو هر څه مو پرې ژوبل کړي دي.
د وطن ابادي، پرمختګ، پوهنه او ان ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی، نه خپلواک یوو، نه ښکېل، بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېره شول. زما له دې جملو سره به د قدرمنو لوستونکیو غبرګون څو ډوله وي، خو راځئ دا دوه درې اشارې په پام کې ولرو؛
۱ـ خپلواکي هغه ده چې یو ملت په خپله اراده خپل سیاسي حاکمیت وټاکي او دغه سیاسي حاکمیت د بهرنیو له فشار پرته د خپل هېواد او ولس د پرمختګ له‌پاره ریښتينی کار وکړي، اوس نو پوښتنه کېږي چې له پردي غرض و مرضه خالي، له بهرنیو جاسوسانو پاک او له راتپل شویو ایډیولوژیو بې‌اغیزې داسې ملي حاکمیت مو څومره درلوده؟
یو څو واکمنان لکه غازي امان الله خان، محمد داوود یا بل مه درګڼه، ځکه هغوی هم چا کار ته پرې نه ښول او کودتاګانو یې سرونه وروخوړل.
۲ـ سیاسي خپلواکي له ملي رفاه، لوړ عامه شعور او ټینګ ملي یووالي پرته نه شي راتلای، هغه ملتونه چې وږي وي، هغه ولسونه چې ډېر ځله په کډوالۍ کې ژوند بهتر ګڼي، هغه خلک چې ځوان نسل یې د اروپا او امریکا په ژوند پسې د ارمان لرغو سرویي، هغوی ډېر ژر د ښکېلاک په جال کې پرېوځي او د استخباراتو کوډې یې سیاستوال له خپل هېواده پردي کولای شي.
۳ـ موږ ټول عمر ازادي غوښتې، خو ابادي مو هېره کړې ده. خپلواک خو بې‌ډوډۍ، وران، بې‌ښوونځي او بې‌مدنیته هېواده، د یوې خپلواکې هدیرې په شان ده.
ازادی او ابادي د یوه ملت د سوکالۍ دوه وزرونه دي، له دې دوه وزرونو که یو هم نه وي، ولسونه د نېمکمرغۍ اسمان ته نه شي ورلوړېدای. زه غواړم همدلته د افغان ولس هغو اتلانو ته د درناوي او مرحبا لاسونه پورته کړم چې له شاه زمانه تر دې زمانه یې د افغانستان د ازادۍ وزر رپولی دی او د هېواد د ازادۍ له‌پاره یې قربانۍ ورکړې دي، رحمت دې وي پر ټولو.
مګر دا بل وزر چېرې دی؟
ولس پر سینه پروت دی، افغانستان لکه نیم ژواندی مرغه په خاورو کې څښېږي او هر یار و اغیار یې تر پښو لاندې کوي. دغه نیم بسمله مرغه یوازې یو وزر لري، د ازادۍ وزر، هغه هر چاته ښوروي، خو د ابادۍ وزر یې نه شته، نو ځکه الوتلای نه شي.
نو ځکه له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ همداسې په خاورو کې پراته یوو او لوڅې پوڅې کوو، د ازادۍ وزر لرو، خو ازاد نه یوو، ځکه ابادي نه لرو چې له ښکېلاکه وتښتو او د سوکالۍ هسک ته ځان ورسوو.
په حقیقت کې موږ د هغې ورانۍ، بې‌تعلیمۍ او بې‌اقتصادۍ مستعمره یوو چې په‌خپله مو پر ځان رواستې ده.
د داسې ښکېل کېدل د بل هېواد تر مخامخ، ښکاره او سیاسي استعماره ډېره خطرناکه ده، ځکه چې ښکاري نه، خو پېړۍ پېړۍ یو ملت په توره بدمرغۍ کې ساتي.
دا ستونزه ولې داسې ده؟
موږ له شاه زمانه تر دې زمانه، خپلواکي سمه نه ده تعریف کړې، زموږ زړور، پاک زړه او صادق ولس زموږ مشرانو ته غوږ ایښی او هر کله یې له مخامخ ښکېلاکه دخلاصون له‌پاره وسله پورته کړې ده، خو هر کله چې بهرني ښکېلاکګر مات شوي دي، د مشرانو په اوړو کې شګه پیدا شوې، د سیاسي قدرت د ګټلو په سیالۍ بوخت شوي، ملت یې هېر کړی دی او ان کله کله یې بېرته پر ملت توره راایستلې او د ولس پر وینو یې لاسونه سره کړي دي، همدا ده چې ولس ناهیلی شوی دی او له سیاسي مشرانو څخه یې ځان لېرې کړی دی، بیا نو د دښمن استخباراتي او شیطاني ماشین چالانه شوی او له مشر څخه يې بېرته هر څه اخیستي دي. هغه د چا خبره «موږ په را تاوېدو کې خراب شوي یوو.»
پاچا خان، سید جمال الدین افغان، ګاندي، نېلسن منډیلا او نورو یوازې تشه ازادي نه غوښته، بلکې لومړی یې ولسونه راویښول، پر تعلیم یې پسولل، په نس یې مړول، اقتصادي بنسټونه یې ورته جوړول او بیا یې ازادي ته رسول، خو زموږ په برخه داسې مشران نه وو چې لومړی د تلپاتې خپلواکي د ساتلو بنسټونه راته جوړ کړي. د ابادۍ وزر راپورې وګنډي او بیا مو د خپلواکۍ الوتلو ته وهڅوي.
درېیمه لاره
راځئ! تر هر څه وړاندې خپلواکي سمه تعریف کړو، ولس ته پیغام ورکړو چې ازادي له ابادۍ پرته ناشونې ده.
غریب، ډوډۍ ته اړ، او بې‌ښوونځي ولسونه پر ټيکنالوجي او کمپیوټر سمبال ښکېلاک ځواکونو څخه ازادي نه شي اخیستلای، ځکه اوس د ښکېل کولو وسایل تورې او توپک نه دي، کمپیوټر او کتاب دی، که جنګ کوئ، نو نوې وسله به پیدا کوئ، اوس نو د ازادي جنګ په سوټیو نه کېږي.
د خپلواکي لومړی ګام له سنګر څخه نه، بلکې له ښوونځي څخه پورته کېږي.
بشپړې خپلواکي ته لاره د ویښتیا او روښانتیا له پړاوونو څخه تېرېږي، یوازې ویښ او روښانه ملتونه بشپړې ازادي ته رسېدلای شي، موږ ښايي نور هغه مشران هم د مشرتوب له تخت څخه راکوز کړو چې یوازې د خپلواکي پوځي شعارونه ورکوي، د خپلواکي جګړه د خپل سیاسي قدرت ګټلو له‌پاره پر مخ بیايي او تر هغو پورې د خپلواکي چیغې وهي چې د قدرت پر څوکۍ تکیه ووهي.
دوی د خپلواکي نارې وهي، خو په زړه کې سیاسي قدرت غواړي. راځئ رښتيني مشران رامنځ ته کړو، هغوی چی د هېواد د خپلواکي او ابادۍ له‌پاره فکر کوي او په دې پوهېږي چې څنګه یو ودان افغانستان تر خپلواکي پورې ورسوي، هغوی چې هم پوهه لري او هم مېړانه.
موږ باید د راتلونکې خپلواکي ټول اتلان ښوونځیو ته ولېږو او یو وخت دېرش میلیونه ډاکټران، ماسټران او لږ تر لږه پوهنتون لوستي پر کتاب او کمپیوټر سمبال سرتېري ولرو چې پر لوی خدای (ج) د ایمان او توکل ځواک ورسره وي، پر ملي ارزښتونو متکي او پر افغاني منل شویو فرهنګي ارزښتونو ولاړ وي، داسې سرتېرې څوک نه شي ماتولای او داسې ولس هيڅوک نه شي ښکېل کولای.
زموږ د خپلواکۍ حماس وزر تل ژوندی او ځواکمن دی، د ویښتیا او روښانتیا په پړاو کې به پر دا بل وزره کار کوو، د ابادۍ، پوهې او پرمختګ وزر، که دا مو په دې دوو پړاوونو کې جوړ کړ، نو بیا خو افغانان یوو، تر هر چا به هسک الوزو او ایله به د خپلواکۍ په مانا او خوند وپوهېږو.
بدلون اوونیزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/ ۱۳۹۵

72 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *