Categories

اعلان

Loading…

د لاهور د هیرا منډیي کارکوونکي وایي چې نوې ټکنالوجۍ یې کاروبار خراب کړی دی

تاند – د پاکستان په لاهور ښار کې د هیرا منډیي کارکوونکې ښځې او سړي وایي چې د نوې ټکنالوجۍ په راتګ سره د هغوی په کاروبار باندې بد اثر پرېوتی دی.

د فرانسې خبري اژانس (ای اېف پي) وایي چې د فحاشۍ کاروبار په دغه ښار کې د مغولو له وخت راهیسې روان دی،‌ خو اوسنیو ټکنالوجیکو پرمختګونو په دغه کار باندې منفي تاثیر کړی دی.

اژانس د هیرا منډیي د یوې فاحشې ریما له قوله وایي چې، سېکس د هغوی کورنی کاروبار دی چې تر دې مخکې د هغې مور او نیا هم کاوه.‌ ریما وایی،‌ «ما ته له وړوکتوب نه دا درس راکول شوی دی چې کله چې یو څوک راځي مونږ باید ورسره په ادب خبرې وکړو. مونږ ته دا روزنه راکول شوې ده چې دا زمونږ کاروبار دی،‌ او مونږ باید له خلکو سره ښه چلند وکړو، خو هغه فاحشې چې له بهر څخه دې منډيي ته راځي هغوی بیا دا اخلاق نه لري.»

د سوان په نامه د هیرا منډيي یوه بل کارکوونکي ای اېف پي ته ویلي چې،‌ پخوا به موزیک په ۶ کسانو لوبول کېده خو اوس دغه کار یوازې یو کس په یوه لپټاپ سره کوي، نو پاتې ۵ کسان به څه کوي.‌ سوان وایي چې زما په شمول ګڼ خلک اوس بې کاره دي.‌

کاسمیټیک سرجنه او عصري دلاله مهک

کاسمیټیک سرجنه او عصري دلاله مهک

ای اېف پي د هیرا منډيي د کار د کمزورتیا یو بل سبب دا ښیي چې دغه کاروبار د ښار یوې عصري سیمې ته لېږدېدلی دی چې هلته ترې دلالان لا ډېره ګټه پورته کوي.‌ اژانس د مهک په نامه د کاسمیټیک سرجنې (د ښکلا جراحه) خبره کوي چې وایي د ورځې له مخې خپله کاسمیټیک یا د ښکلا جراحي کوي او د شپې له خوا نجونې او هلکان د نڅا او فحاشۍ له پاره لوبوي او کار یې ښه روان دی.‌

ویل کیږي چې،‌ هیرا منډيي په ۱۶مه میلادي پېړۍ کې د مغولو د واکمنۍ په وخت کې د هنرونو د یوه مرکز په توګه رامنځته شوی وو، چې په سیمه کې د انګرېزانو د واکمنۍ په ټینګېدلو سره د نڅا او فحاشۍ په مرکز باندې واوښت او تر اوسه پورې د فحاشۍ مینه والو ته خدمتونه وړاندې کوي او د پاکستان حکومت پرې مالیه ترلاسه کوي، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا حمایه کېدونکې افراطي ډلې په افغانستان کې د نجونو تعلیمي مرکزونه او ښوونځي په بمونو الوځوي.‌

1,569 total views, 3 views today

11 comments

  1. طالب Reply

    اې کاش چې دا زمونږ خړسري په دې پوه شوي وای چې اصلي جهاد په افغانستان کې نه په پاکستان کې دی

  2. اسماعیل صاخب زاده دکندهار ولایت ذاکر شریف سخه Reply

    وایی ملا بل ته مصلی کوی خپله پری خملی کوی پاکستان خپله رنډی خانی چلوی او مونز افغانو باندی دجهاد دعوی کوی دی ته وایی سیاست ولاکه چی هغه افغانان چی دپاکستان په خاطر په افغانستان کی جنګیزی هغه بی عقلان او جهلان به سه وخت پوهیزی بی ادبی معاف وایی طالبانو شزی په هیرامنډی کی کوس ورکوی او افغانانو ته نصیخت کوی

  3. kabuliwala Reply

    زما په خیال چی ملا سمیع الحق لاره جوړه کړی او
    پتوا ورکړی

  4. اميد سمكني Reply

    طالبان اوس بايد په دي پوه شي چه جهاد په پاكستان كي دير ضرور ده نسبت په افغانستان كي

  5. kuchi Reply

    مخکی به هیرا منډی ځکه د فاحشی لپاره ښه جای چی نورو ښارونو به د یادی سیمی په څیر جایونه نه لرل لینکن په اوس وخت کی په زور دی ملاصایبانو او مفتیانو د دهغه هیواد په هرکلی پارک د سړک غاړی او هوټلنو کی ښه پریمانی ده او بی له کوم ترځ نه کاروبار پکی روان ده
    نو ځکه ی د هیرامنډی د کاروبار په بازار اثر پروت

  6. سید عبدالله Reply

    هر څه چې دي خو افغانان یې پخپلو کې د حیواناتو په څېر وجنګول. یوه ورځ یوه پنجابي را ته وویل چې ستاسو له تاریخ نه خبر یم، ما ویل څنګه ویل یې ستاسو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ تاریخ په هکله!

  7. Sabir Reply

    زه هم پخپل وار سره خپل قدرمند خلکو څخه غواړم چی لږ وطن دوستی ځان کی پيداکړی

  8. س Reply

    یوازی هیرامنډیی نه ده ددوی هرزای همدا حال ده

  9. سعیدی Reply

    پاکستان د نړی پرمخ هغه هیواد ده چی خپله پررنډی خانو هم ټکس اخلی او د هغو رنډی خانو ثمره بیا د خپل خلاف جنګوی

  10. abu dajana Reply

    THAT’S a nice news
    now decided about pakistan hypocratncy

Leave a Reply to اسماعیل صاخب زاده دکندهار ولایت ذاکر شریف سخه Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2