Categories

اعلان

Loading…

تشويش/ ګل رحمن رحماني

موبایل پلورنځي ته په ستړې ساه راننوت، له سلام کلام يې څرګندېده چې د پلورنځي له مالک سره مخکينۍ پېژندګلوي لري، لاس يې ټينګ کړ او ورته وويل:
زما کار دې څنګه کړ؟
موبایل پلورونکي له المارۍ يو نوى ماډل موبایل ورکړ
واخله، خو په کې نه شته، ١٢ ميګاپيکسله کمره لري، کوالېټي يې له ټولو کمرو اوچته ده، يوازې نټ په کې خپله فعال کړه او…
راغلي کس يې خبره ورپرې کړه
سمه ده، بس چې کمره يې ښه وي نور پسې مه ګرځه، وخت نه لرم ، سبا وختي مو له خيره پرواز دى، پيسې دې هم در واخله، خو يو څه کمې دي.
د پلورنځي مالک وخندل
ولې به کمې وي؟
په اوږده يې ټپ ورکړ
د خداى بنده ! دا کيسې پرېږده، د حج سفر دى، فېسبوک کې به مې په مفته هره شېبه په مقدسو اماکنو کې ښکلي عسکونه ګورې، يو ځاى هم نه پرېږدم، په ټولو دعاګانو کې به دې هم ياد ساتم، نور څه غواړې؟
موبایل يې جيب ته کړ او خبرې يې وغځولې.
هر څه تيار دي، يوازې د خپل زاړه موبایل کمرې ته مې سخت په تشويش کې وم چې هلته څه ټکه مکه پرې را ونه لوېږي، ځکه مې نوى کړ.

بيا يې په پلورنځي کې ولاړو مشتريانو ته وکتل
وبښى! ستاسې وخت مې وينو، خداى دې تاسې ټول حاجيان کړي، په دعاګانو کې مو نه هېروم.
خداى پامان
له پلورنځي په منډه ووت او د ښيښه يي المارۍ شاته د ولاړ کس پر شونډو خوره موسکا هم ورپسې ورکه شوه.


د ښاغلي رحملني نورې لیکنې

4 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *