Categories

اعلان

Loading…

له مېرمنو سره د ژوند پر ادابو پوه شئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی

ډېری نارینه، کله چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي چې له نېکه مرغه دا یو ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي، خو له بده مرغه، کله چې دغه کسان کور ته ننوځي دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې کړنې او خبرې کوي چې په یوه ډول نه یوه ډول یې د مېرمنې د ازار او خپګان لامل کېږي.

ډېر کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر حده رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وځي چې مخامخ لوری یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.

ولې باید له مېرمنو سره د معاشرت اداب مراعات کړئ؟

هغه څه چې موږ د خپلو مېرمنو پر وړاندې ترسره کوو، له پوره قوت او ارزښته ډک دي؛ ځکه کله چې موږ له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوو دا په دې معنا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه د مېرمنو لپاره تر بل هر عنصره ارزښتناک او د قدر وړ دي؛ په داسې حالت کې مېرمن احساس کوي چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي.

کله چې خپلو مېرمنو ته پر درناوي قایل شئ او درنښت ورکړئ، ښکاره ده چې هغوی درسره دوه چنده ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول محیط کې له خلکو سره ښه چلند وکړئ، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینئ، دا خبره سمه نه ده چې وایي: «ښه مه کوه بد نشته.» بلکې اصلي خبره دا ده چې وایي «انسان د احسان تابع دی.» که مو ښه وکړل په بدل کې به یې ښه وینئ او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړئ، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ.

څېړنو ثابته کړې چې د نارینه وو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانه دي، کېدای شي ځیني وخت د مېرمنو له خوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو تر منځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي. مشهوره خبره ده چې وایي: «که یو کس د بام پر سر یوازې ژوند کوي، بهتره دا ده چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي.»

مېړونو ته هم لازمه ده چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او با وقاره و اوسي د یوه نارینه لپاره لازمه ده چې هر موقعیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې خدای مه کړه داسې نه شي چې د چا د ازار لامل وګرځي.

په کورنۍ کې باید څه ډول د معاشرت اداب پلي کړئ؟

هغه اداب چې له کوره بهر په کاري چاپېریال، پوهنتون، ښوونځي یا کلي کې باید له خلکو سره مراعات شي؛ په کورنۍ کې د کورنۍ د معاشرت له ادابو سره بشپړ توپیر لري او باید تفکیک شي. کېدای شي که کله په کور کې تاسو په غوسه یاست، خو کله چې دروازه ټک ټک کېږي ژر تر ژره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډېره نرمه او له مینې په ډکه لهجه او خلاصه ټنډه له راغلي کس سره خبرې وکړئ. موخه دا ده چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره؛ ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژوند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لرئ، نو مه هېروئ چې له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت خوند نه شئ اخیستی او بالاخره دا څه د دې لامل ګېږي چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډېری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل شي.

د دې لپاره چې پوه شئ تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟ باید لاندې پوښتنو ته ځوابونه و وایاست:

مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟

ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې پر عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟

مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که پر شتون مو شرمېږي؟

دغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي چې تاسې څه ډول کس یاست، که پوه شوئ چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د ادابو له مخې پر مخ نه ځئ، نو لا هم وخت لرئ چې خپل ځان جوړ کړئ، څو له پاتې ژونده خوند واخلئ.

په دې مرحله کې باید څه وکړئ؟

تاسو پر دې پوهېږئ چې مینه ګوستاخي نه، بلکې د ښه ژوند لپاره تر ټولو غوره لاره ده. که په رښتیا هم له مېرمنې سره مینه لرئ، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت اداب هم زده کړئ، د دغه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغو کارونو لاس واخلئ چې د مېرمنې د خپګان او ځور لامل مو ګرځي.

په دې ځای کې درې شیان دي چې له تاسو سره مرسته کوي، څو له مېرمنې سره د معاشرت آداب زده کړئ.

۱- طلايي لاره: له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لرئ.

۲- یو ډول چلند وکړئ: لکه څرنګه چې له کوره بهر، په ټولنه او یا هم کاري محیط کې له ملګرو سره خوشال او خندان چلند کوئ کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک و اوسئ.

۳- سالمې غوښتنې ومنئ: هغه څه چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي او تر اوسه مو نه دي ترسره کړي، همدا نن یې بیا ترې وپوښتئ، که ورته د برابرولو امکان یې وي، ورته وایې خلئ، ګني قناعت ورکړئ چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي چې ستاسو په وس پوره وي، ډاډه یم کله چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړئ، په هر ډول درسره ګوزاره کوي؛ ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده چې خوښ ژوند په ډېرو پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی

حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

84 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *