Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور، عذاب او د ترهګرۍ مرکز دی

تاند – پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی.‌ پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.‌

دا خبرې د پاکستان د یوه مشهور ګوند متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) مشر الطاف حسین د یوې ویډیوي وینا له لارې په کراچۍ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وکړې.‌

ویل کیږي چې،‌ د الطاف حسین تر مشرۍ لاندې اېم کیو اېم په پاکستان کې میلیونونه پلویان لري چې ډېر یې په مشهور صنعتي ښار کراچۍ کې مېشت دي او له کالونو راهیسې له پاکستان څخه د کراچۍ د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي.‌

تېره ورځ د اېم کیو اېم ګوند پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د دغه ګوند د پلویانو د تښتولو، وهلو، او وژلو او د پاکستاني رسنیو له خوا د دغو پېښو د نه پوښښ پر ضد یوه احتجاجي ناسته کړې وه خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د ګوند مشرغونډې ته وینا وکړه، د غونډې برخه والو د ای آر وای د تلوېزیون په سټېشن حمله وکړه او موټرو ته یې اور ورته کړ.‌ ویل کیږي چې، لاریون والو د سما تلوېزیون یو کمره مین وواژه.‌

الطاف حسین خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل،‌ «پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی.‌ پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.‌» نوموړي وویل، پاکستان زنده باد نه بلکه پاکستان مرده باد.‌

د اېم کیو اېم ګوند مشر په خپله وینا کې د پاکستان په پوځ او رینجر ځواکونو لعنت وویل چې د هغه د ګوند غړي تښتوي او وژني.‌

تر دې مخکې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکیو هم په لسګونو ځلې په خپلو مظاهرو کې د پاکستان پوځ او استخبارات په دې رټلي چې بلوچ مبارزین تښتوي، شکنجه کوي او وژني.‌ د پاکستان پوځ په ۲۰۰۶ کال د بلوچ مبارزینو یو سپین ږیری مشر نواب اکبرخان بګټي په هوایي بمبار کې وواژه.‌

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اېم کیو اېم په سلګونو مشران او غړي یې نیولي دي، او د کورنیو چارو وزیر چوډري نثارعلي ویلي دي چې هېواد به یې د الطاف حسین د وینا له امله برتانیا ته شکایت وکړي.‌

اخوا، په کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند پلویانو ویلي دي چې نن مازدیګر به د پاکستان د قایداعظم محمد علي جناح په قبر د پاکستان په درناوي او د الطاف حسین د وینا د غندلو له پاره غونډه وکړي.‌ جماعت اسلامي او د پاکستان یو شمېر نور اسلامي ګوندونه په افغانستان،‌ هند او بنګله دېش کې د دغو هېوادونو د اوسېدونکیو پر ضد جنګ ته جهاد وایي خو د پاکستان ساتنه خپله وجیبه ګڼي.‌

397 total views, 1 views today

7 comments

  1. (محمداحسان ( احسان Reply

    رښتیا چې پاکستان د ټولې دنیا لپاره يو ناسوردی .پاکستان وافعا چې دټولې دنیا لپاره یو عذاب دی.او په رښتیاچې پاکستان د ټولې دنیا لپاره د ترهګرۍ دجپرولو مرکز دي .

  2. (محمداحسان ( احسان Reply

    رښتیا چې پاکستان د ټولې دنیا لپاره يو ناسوردی .پاکستان واقعا چې دټولې دنیا لپاره یو عذاب دی.او په رښتیاچې پاکستان د ټولې دنیا لپاره د ترهګرۍ دخپرولو مرکز دي .

  3. فاروق فاروقى Reply

    ده الطاف حسين ګوند دوهم سکرتر ستارفاروق يي هم نامعلوم ځاى ته وړى ده تاند
    تاسى دى خبرياست ،
    غلام ستار فاروق يي وونيولو

  4. حسن Reply

    پنجاب د ټولې نړۍ لپاره یو عذاب، ناسور او د ترهګرو مرکز دی. د محکوم بلوچستان او محکومې پښتونخوا او د محکوم کشمیر چې د پنجابیانو له خوا اشغال شوی دی هم ښه ورځ نه لری . کرار کرار د پنجاب او د هغوی د مستعمرو ترمنځ اختلاف اوج ته رسیږی او د دې مردار ، حرامی ، د نړې پرمخ د دې بیوخته پیداشوی مصنوعی هیواد د تجزیه کیدو او ورکیدو وخت راغلی دی خو یو منظم او د مستعمرو ترمنځ د یو هم غږي قیام ته ضرورت شته.

  5. babrak Reply

    افرین

  6. ABU DAJANA Reply

    ILTAF is right……………………………..there is no doubt in his speaking.

    PAKISTAN IS THE FACTORY OF TERRORESM

  7. ABU DAJANA Reply

    HE IS RIGHT

    PAKISTAN IS THE FACTORY OF TERRORESM

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2