Categories

اعلان

Loading…

له ولسمشره تر ولسکشره؛ هېواد وال په وېره کې دي/نظرمحمد مطمئن

د ولسمشر په کابينه کې داسې وزیر هم شتون درلود چې کله به سهار مهال وزارت ته تلو مصنوعي لويه ږيره به يې په مخ وځړوله او خپل شخصي موټر به يې بدل کړ، په ډېره وېره او بد حالت به يې ځان د خپل کار ځای ته ورساوه.

ولسمشر په ارګ ماڼۍ کې د نا امنۍ او پر خپلو وسله والو د بې باورۍ له امله ځان محفوظ او ارام نه احساسوي، هر وخت يې پر ارواح يو ډول مرئي وېره او ډار اوري.

د ولسمشر مرستيالان چې کله د خپل کار دفتر ته ځي، نو د کابل ښار په هر ۲۰ او ۵۰ متره کې د ملي آمنيت يو کس د دوی د تګ له ځایه بيا د دوی تر دفتره پورې وسله په لاس ولاړ وي، چې دغه ډول کړنو افغان ولس له روحي او فزيکې پلوه له ستونزو سره مخ کړی دی.

خلکو جوړه کړې چې يو ځل د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي ته ځينو مشرانو په کابل ښار کې د موټرو د زياتې ګڼې ګوڼې او ترافيکي ستونزو په اړه شکایت کړی وو، خليلي صاحب ورته ويلي و: وقتيکه ما به دفتر خودم ميروم، هيچ موتر در راه معلوم نميشه، راه بالکل باز می باشه.

هو کله چې ښاغلی خليلي صاحب پر لس بجې او يا له لس بجو وروسته له څلورمې کارتې خپل دفتر (پخواني صدارت عضمی) ته ځي، نو د دارالامان سړک او د کوټه سنګي – د همزنګ سړکونه دواړه چې ډېر زيات ترافيکي رش لري بند او تر هغې د عامه ترافيک پرمخ تړلی وي چې خليلي صاحب دفتر ته رسېږي.

د کابينې وزيران چې خپل د کار ځای وزارتونو ته سهار په مختلفو ناوخته رسمي وختونو کې ځي، د امنيتې ګاډو په بدرګه دومره په وېره او وارخطايۍ روان وي چې ډيری وخت د ترافيکې پېښو لامل ګرځي، خو ممکن نده چې څوک پوښتنه ورڅخه وکړي.

د وزيرانو کورونه چې د کابل په بېلابېلو برخو کې دي، ټوله کوڅه يې د ټوپکوالو له خوا تړل شوي او د کوڅي ولسي وګړي د دوی له دغه ډول کړنو څخه سر ټکوي.

د ولسي جرګې مشر، د مشرانو جرګې مشر، د ولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي، ټول له کوره تر پارلمان ودانۍ ځان په وېره او ډار کې احساسوي، په خپلو کورونو کې هم دومره وېره پرې غالبه وي، چې خپل نږدې ملګری او دوست يې هم له وکیل صاحب سره تر څو ځله ټلیفوني اړيکو پرته ځان ورته نشي رسولای.

دا هېڅ ونه منې چې د وکېل بيچاره کليوال او د هغه د سيمې غريب افغان به له اطراف څخه په کابل کې د خپل کار د خلاصېدو لپاره راغلی وي او وکیل صاحب به په اسانۍ پيدا کړي.

د افغان دولت واليان چې نږدې د ټولو کورونه په کابل کې دي او له ډار او وېرې کورونه خپلو اړوند ولايتونو ته نشي بيولای، هر والي د ولايت تر څنګ ځانګړی کوچنی او لوی ميلمستون لري او د ځان لپاره يې هم ولايت ته څېرمه ځای خوښ وي، خو په خپل دغه محفوظ او ارام استوګن ځای کې هم ځان ارام او هوسا نه احساسوي، له دومره وېرې سره بېرته کابل ته د راتګ شپې او ورځې شماري، چې د هغې وېرې انځورول زموږ له توان لوړ دي.

په ولايتونو کې رئيسان چې ډېر وخت د ډزو قرباني کېږي، دفترونو ته په پوره ډار او ويره ځان رسوي، کله کورته پر لار او کله دفتر ته پر لاره له ستونزو سره مخ کېږي، په کور کې يې حتی د خوب په وخت کې هم تر خپل بالښت لاندې کلاشينکوف او تومانچه اېښې وي، په داسې حال کې چې ساتونکي يې هم د کور په لويه دروازه کې په ډار او وېره کې پر پهره ولاړ وي.

په ولايتونو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي آمنيت مشران ټول وخت پدې فکر کوي چې څه ډول خپل ځانونه له امنيتي ستونز وساتي، د ولس د ساتلو په اړه ډېر کم وخت لري چې فکر وکړي.

په ولايتونو کې ولسوالان او امنيه قومندانان ډېر وخت د پېښو قرباني وي، دا چې کاري تړاو يې په ولايت کې له والي او امنيه قومندان سره وي، له ولسوالۍ څخه بیا تر ولايت د شنه بخت په زور ځان رسوي.

بل خوا طالبان دي چې د هغوی ژوند، په ويښه او خوب په ډار او وېره کې تيرېږي، د طالبانو مشران ټول وخت د آيساف او ملي امنيت د ځانګړو قواوو، ځانګړو څارونکو او جاسوسانو تر څارنې لاندې وي، هغوی شپه او ورځ  ۲۴ ساعتونه د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

طالب قومندانان خپل تليفونونه په خلاص مټ نشي کارولی، چې کله هم څو ځله تليفون وکړي، مجبوره دي چې سيم کارډ بدل او يا خو خپل ټليفون بند وساتي، ځکه سمدستي د ايساف چورلکې هغه سيمې ته  ځان رسوي او پر لايزر رهنمايي شوې مرمۍ پرې اوروي.

اوسني معلومات خو دادي چې پر مرميو د طالب مشرانو نمبرونه ليکل شوي وي او دغه مرمۍ لکه کروز توغندی په هغه سړي پسي ګرځي چې نوموړی نمبر تليفون ورسره وي.

د امريکا د يرغل له پېله بيا تر نن ورځې ډېری طالب مشران د تليفونو د بې ځايه او بې احتياطه کارولو له امله د آیساف او افغان دولت د امنيتي قواوو ښکار شوي دي.

طالب جنګيالي په خپلو ليکو کې د دولت پلوه امنيت کارکوونکو د وېرې له امله بشپړه ورځ او بشپړه شپه په يو ځای کې نشي تېرولای، د ورځې هم د امنيتې ستونزو او ويرې له امله څو ځله خپل ځايونه بدلوي او د شپې له مخې هم د امنيتې ستونزو او ويرې له امله درې څلور ځايه بدلوي.

افغان تجاران په سيمه کې د امنيتې ستونزو او  د طالب په نوم د  تښتونکو له وېرې په خپل کلي او کور کې نشي اوسېدلای، په ښارونو کې د دولت پلوه مجرمينو د لاسه د خپلې شتمنۍ له کبله ورځ او شپه پرې تنګه ده، حتی خپل ماشومان هم د باندې په ډاډه زړه نشي پرېښودلای.

واړه او کوچني سوداګر هغو سيمو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، مجبوره دي د صدقې، خيرات او مرستې په نوم له طالبانو سره مرسته وکړي او دا ډول طالبانو ته وخت نا وخت ډوډۍ هم ورکړي، چې دا ډول کړنې يې د دولت تر څار لاندې وي او ډېر وخت ستونزې ورته جوړېږي، همدغه سوداګر چې بيا په ښارونو کې اوسېږي، د دولت پر مرسته تورن کېږي او بېرته خپلې سيمې ته نشي تللای.

عام بزګر او افغان ولس چې په خپلو لیرو  کليوالو سيمو کې ژوند کوي کله د ناټو او آیساف د بمبارد، کله د شپې چاپو او کله هم په عامه ځايونو کې د ماينونو له کبله په شهادت رسېږي، هغوی هم خپل ورځ او شپه په ډار کې تېروي.

هغه کلي او سيمې چې هلته نه افغان دولت او نه هم وسله وال مقاومت پوره واک او تسلط لري، د يادو سيمو خلک له دواړو لورو کړول کېږي، افغان دولت يې طالب ته په مرسته کولو او طالب يې افغان دولت ته په مرسته کولو تورنوي، وهل ډبول خوري او ځورول کېږي.

په ټوله کې سړی ويلای شي چې له ولسمشره تر ولسکشره! ټول هېوادوال د بېلابېلو لاملونو له امله په ډار او وېره کې شپه او ورځ تېروي او توکل پر خدای ژوند کوي، د هغې ورځې انتظار باسي چې د کومي امنيتي او يا ناوړه پېښې ښکار کېږي.

95 total views, 1 views today

4 comments

  1. ضمیري Reply

    مطمئن صاحب ډیره ښکلې او په حقیقتونو ولاړه لیکنه د کړې ده، اصلي واقعیت همداسې دی.ستاسو د دا ډول نورو لیکنو د نشر په هیله

  2. سروش احمد Reply

    په یوه وطن کې چې په لارو کې ماینونه جهاد بلل کېږي،، چې په جوماتونو کې چاودنې ثواب بلل کېږي، چې د مکتب سوځول او نجونې مکتب ته نه پرېښودل، د خیر چاره حسابېږي، چې د خلکو قاتل انتحاري شهید او د حورو او غیلمانو مستحق ګڼل کېږي، ، هلته به نه یوازې انسانان بلکې څاروي او ونې او بوټي هم په وېره کې ژوند کوي. مطمین صاحب، که دې رشتیا په خلکو خوا بدېږي نو لطفا قلم راواخله او د انسان او افغان د وینو هر تږی نام ګرفته وغنده او د خدای لعنت ورباندې ووایه. او که ځینې ظالمان خپل ګڼې او ځينې پردي، نو همدا حال به وي او پښتانه به د څارویو غوندې حلالېږي.

  3. مبارزمحمدځدراڼ Reply

    ، ظر محمد وروره، تا خو افغانستان بيخي سم ډول قيامت معرفي کړى،زه فکر کوم چې تاسو په بهر کې ژوند کړى او هېڅ وخت مو خپل هېواد او هېوادوال نه ليدلي او نه مو ورسره له نږدې وخت تېر کړى، حالت به کړکېچن وي، ولې ګرانه وروره دومره هم وضعيت خراب ندى، چې هرچا د بالښت لاندې سلاح ايښي وي، موږ افغانان چې څه وايو، څه ليکو او څه اورو، بايد په دقت، اختياط او ژور ملي فکر سره قدم واخلو.داسې څه دخپل قلم په پسته څوکه رواخلو، چې د هېواد عامه نظم او ملي ګټې په کې خوندي وساتو، ويې پالو او د لا بډاينې لپاره يې رغوونکي اقدامات وکړو.زه هيله لرم چې په راتلونکي کې په هره برخه کې رغوونکي وړانديزونه ، نيوکې او مشورې ولرو.ترڅو يو خوندي، آباده او سمسور افغانستان ولرو.مننه کوم

  4. عبدالله خان Reply

    مبارک دی شه اوس خو د مجاور احمد زیار غوندی لغتونه هم جوړوی (ولسکشر) ښه پرمختګ دی کړی دی.دا کومه نوی خبره نه ده چه زموږ لندغر مشران سرکونه بندوی، کوڅی او لاری یی په لویو لویو سمیټی بلاکونو بندی کړی دی او د خدای د بندګانو د ازار سبب ګرزی. خو ددی تولو کارونو تر شا یو مهم علت پروت دی او هغه دا چه دی خلکو ځکه لاری او کوڅی بندی کړی دی چه د سپیو څخه بیریږی ځکه د سپیو او دی لندغرو ازلی دوښمنی ده هغه سپی چه په ځان پوری بمونه تړی او داسی فکر کوی چه جنت روان دی. ځکه سګوانان یی د پولی پر ها غاړه ښه جنګ ته تیار کړی او وروسته یی راوشکری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *