Categories

اعلان

Loading…

آره کره بڼه/ پوهاند دوکتور زيار

   اکسفورډ،اگست ۱۶

سبکپوهنه  [Stylistics]

دا د ژبپوهنې يوه څانگه ده، لومړی ژبه اوهله ادب رانغاړي

يوه- کره ليکلار د هر ژبني اوادبي سبک بنسټ رغوي

پښتو کوم  ٌناپېيلیٌ  ليکنی ياادبي سبک او ستايل نه لري

ځکه  چې لا تراوسه يې له  گړدودي پړاوه،

يوه – يوازېني کره ليکني- ژبني پړاو ته

لوړتيا نه ده موندلې!

او هره ادبي او څېړنيزه ليکنه يې له عربي، پارسي او اردو ژبوڅخه راکاپي کېږي:

مودي کابل ته راغی، (ترڅو) د سلماد بند پرانېسته وکړي

] مودي کابل  ته راغی (چې) د سلمابند پرانېسته وکړي[

په پکتيکا (کې) په وروستيو (کې) په عملياتو (کې) تر سلو ډېر طالبان وژل شوي دي.

]د پکتيکا په روستيو عملياتو (کې) تر سلو ډېر طالبان وژل شوي دي[

په رښتينه  مانا، يوازې هماغو ژبو بېلابېل ليکني، ادبي، هنري، څېړنيز… اوټولنيز سبکونه رازېږولي د ي ، چې وار له مخه يې د اړوندو ټولمنلو(کلاسيکو) ليکوالو له خوا څه ناڅه ناگا هانه، اوبياورپسې په نومهالي پېرکې په سم سهي تخنيکي جاج (مفهوم) په اگاهانه او تړو ني توگه د اړوندو ژبپوهانو په  پرلغښتو (سېستېماتيکو) هاندوهڅو له گړدودي- رغاونيزو رنگارنگيو څخه  ٌ يوه کره  ژبني- ليکني ٌ ، په نورو ټکو، له ً گړدوديٌ پړاوه، ً ليکني- ژبني ٌ پړاو ته له آرې درېگوني وييپانگې سره  رسېدلې دي.

په دې لړ کې، پښتو د  ٌ درېيمې ٌ  يا  ٌپرمختيايي ٌ  نړۍ  له هغو ژبو څخه گڼل کېږي چې زماني جبر، بې ليکني- ژبني يووالي او کره والي، د پوهې او فرهنگ  او ان خبرتيايي- الکترونيکي ډگرته ورڅکولې ده. مانايې داچې د بې شمېرو گړدودونو  په استازۍ له څلورگونو، يا يې په دوديزه نومونه (اصطلاح)، له دوه گونو  ٌپستوٌ  او ٌ زيږوٌ گړودي  ډلو څخه  ٌيوه – يوازېني کره ليکني- ژبنيٌ پړاو ته لوړتيا نه ده موندلې.

دابه ومنو چې ليکنۍ پښتو له ٌ رسميت ٌ راهيسې دا اتيا، او بيا ۴۵۴۶ کاله د نوې ژبپوهنې په رڼا کې دغه پړاو ته د لوړولو لپاره  لږوډېر څه شوي دي.  آره خبره پر دې ده چې زموږ ليکو ال د خپل ټبريز او سيمييز گړدود پرځای د  ٌسراسري يوې يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتوٌ  زدکړې او کارونې ته څومره ارز ښت ورکوي اود  دغو نورو ژبود پښوييز- رغاونيز او بېخرته وييپا نگيز اغېزه ځان را ژغورلای شي؟

هو، که د انگرېزانو د گړنې پر بنسټ،  (جام نيم تش) نه، بلکې ٌ نيم ډکٌ  وښيو، او هغه داچې  له گردو ټبريزو- سيمييزو لنډانديو سره سره  بياهم  د اړوندو لارښوونو او لار ښودونو  پرله پسې اغېزواو پايلو ښايسته ډېر ليکوال، شا عران، څېړنوال او رسنوال تر سيو ري او ولکې لاندې را وستي دي. په دغه ترڅ کې په پرتليز (نسبي) توگه، لکه د تېر په څېر د ٌ سراسري يوې کره ليکني- پښتو ٌ د اډانې  دننه په دې او هغه نامه  يوگوتشمېرادبي سبکونه مخ پر راټوکېدا دي ، او دا ډاډ رابښي چې  دا غورځنگ پرشا تلونکی نه دی، که نه، د زمان نيلی  زموږ لپاره  تمېدای نه شي!

سبک او سبکپوهنه (style & stylistics)

داچې د ستايل  د عربي انډول  ٌسبکٌ وييزه (لغوي)  مانا  ٌ د سپينو زرو ويلول او کالبول ٌ يا بل هرڅه ده، په دوديز څېړندود اړه لري، خو موږ ته يې د جاج (مفهوم) پوهاوی اړين دی، او په دې لړ کې يې  راسره بېلابېل همما نيزونه مرسته کولای شي، د ساري په توگه :

عربي هممانيزونه يې (طرز، طريقه، نحو، سليقه…)، پارسي هغه (راه، روش، روال، منوال…) او پښتو دا يې  لوښه، لېله، لاره ، رَوده ، توگه، نول، راز ، ډول، خورمنځ،.. .(پق)؛

ويکيپېديا(انسايکلوپيدا) سبک يا ستايل (style) د يوڅه کړنې يا وړاندېينې (عرضې) چم يا توگې (طرز) ته وايي او په دې لړ کې تر هرڅه له مخه ژبپوهنه او ادبپوهنه او بيا  گرد انځور يز،اوريز او وينيز هنرونه تر  موسقۍ، نندارې او فيلم، فېشن و سينگاره رانغاړي؛ سبکپوهنه  بياد کړنيزې (تطبيقي) ژبپوهنې يوه داسې څانگه راپېژني چې د متنونو له څېړلو او مانا کولو،  په نورو ټکو، له څېړنې سپړنې او ارزونې سره کار لري او له ژبپوهنيز، او په څېرمه توگه، له ادبي سبک  او همداراز له مو سيقي تول وتال سره اړاو تړاو پيداکوي.

* کولينز سيند د سبک (style)

ستايل (style) له زړې لاتيني بڼو (stylus, stilus)  سره  د وييونو په مټ د څرگندونې يوه ځانگړې يا نومېرلې (مشخصه)  لاره لېله رامانا کوي او تر څنگ يې لږوډېر ٌ method ٌ  د هممانيز په توگه  هم کاروي، او موږ يې لنډ پښتوانډول ( کره ليکلار) يا يوازې ليکلار

تر بلې هر انډوله غوره بولو؛ لکه څنگه مو چې اړوند اثر په لومړي چاپ (۱۳۶۰ل)

کې تش ٌ ليکلارٌ  نومولی وو او په دويم (۱۳۸۶ل) کې ٌ ليکلارښودٌ.

* اکسفورډ سيند  سبک له لويه سره د هر کارکړن  د پرځايکړې (اجرأ) لارې لېلې او څرنگوا لي په توگه راپېژني؛  په يو څه ځانگړي جاج يې د انځورگرۍ ډول ،  ليکلارې، موسيقي اوډ (تصنيف)، ودانيز (ساختماني)  ډول و ډال … رانغاړي.

سبکپوهنه (stylistics )  بيادادب په تړاو د هغو نومېرلو (مشخصو) سبکونو څېړنه راښيي چې په بېلابېلو ادبي ځېلونو (ژانرونو) او د بېلابېلو ليکوالو په پنځونو يا اٍثارو کې مخې ته راځي.

په زړه پورې داوه،چې د ٌپښتوليکلار ٌ ( لومړی چاپ ۱۳۶۰ل) لاتين انډول (style)  هم ، استاد مېکنزي  پر ( stylistics) راکره کړی وو، نو  بېځايه به نه وي،  په درېيم  چاپ کې يې  همدا اوسنۍ ليکنه (سبک او سبکپوهنه) له لاتين انډول سره د  ورته رغندې  برخې، په نورو ټکو، د يوه  غوره څپرکی په توگه  ورسرباري کړو. ] د دويم  غځولي ځېل- پښتو ليکلار ښود (۱۳۸۶ل) لاتين انډول: A Guide of Standard Pashto [

هرگوره، په ټوليز ډول سبک و ستايل د ژبې، ادب، موسيقۍ، انځورگرۍ او نورو هنرونو تر څنگ د ډېرو ښکارندو او څيزونو په برخه کې کارول کېږي،لکه:

د ژوند سبک، د خوراک  سبک، د پوښاک سبک، دکاليو د سکڼ وسکښت او اغوستنې سبک،  ودانيز (ساختماني) سبک او داسې نور. خو په ځانگړې توگه،  لومړی د ژبې، بيا ادب او هنر په تخنيکي نومَونو (ترمونو، اصطلاحا تو) پورې اړه پيداکوي. او له دې سره  ژبني، ليکني، ادبي،  شعري، هنري او دا سې ورته ستاينومونه رانغاړي. موږ  په دې لړ کې سم له لاسه له پښتو ٌ کره ليکني سبک ٌ سره کار لرو.

 دغلته د ژبني سبک د ښه ترا پېژندنې په موخه غواړو، پر اړونده  پوهنه  ٌسبکپوهنهٌ    رڼا واچوو:

سبکپوهنه (stylistics) له آره د ژبپوهنې يوه څېرمه څانگه ده چې د ٌ کرهٌ  ژبنيو توکو: غږونو (فونيمونو)، گړونو (مورفيمونو) يا وييونو (لېکزيمونو) د بېلابېلو ليکوالو يا ټولنيزو ډلو ټپلو له خوا د بېلابېلو کارونډولونو (طُرق استعمال) نومېرلي (مشخص) غوراوي (choices) تر څېړنې لاندې نيسي. د ٌ ليکنۍ-ٌ ٌ ترڅنگ ٌ کره ٌ ستاينومٌ  دانگرېزي ←(formal) جاج و مانا ښندي،  په بله وينا، ٌ غوره او کرهٌ  ژبني توکي او کارونگ، د (و) گړني يا شډل (slang) ضد هغه (Collins Dic.)؛ هرگوره،  د ژبني هنر ٌ ادب ٌ  په غبرگو ټوليو يا مقولو(ژب-ښکلاييز+ ژب – انديز) کې د ورته ٌادبي ژبې ٌ  گډون  هم راڅرگندېږي.

په هر راز ، د پاسني جاج (مفهوم) پر بنسټ، يوازې هغه ليکوال يو سبک رامنځته کولای شي چې د اړوندې ژبې  دکره ليکنۍ بڼې په چوکاټ کې  پر رغنده توکو پوره لاسبری ولري او په دې توگه يې له خپلې خوښې او خورمنځ سره سم  پکې يو غوراوی، غورچاڼ  يا رنگارنگي را وستای شي. نو چې خبره پر پښتو کاروونکي يا ليکوال راوڅرخوو، ځواب به مو، که صفر نه وي، ټکنی خو به هرو مرو وي. ټکنی په دې چې د داسې ليکوالو سلنه به همدومره ټيټه وي، لکه د ٌيوې -کره ليکنۍ پښتوٌ د پوهېدونکو اوکاروونکو هغه.

د الماني  نوميالي شاعر گويته (۱۷۴۹-۱۸۳۲) د ليکني- ادبي سبک له ځانگړ تياوو يوه داوه چې د نورو توکو په لړکې يې د غږونو (فونيمونو) رنگارنگي او ورسره ورسره د هموتوځو (هممخرجو) هغو کارونه وه او له دې کارونې سره يې  په ځانگړي ډول، شعري سندريزوالي (موسقيت) تر پاموړ کچې لوړاوه.

دلته د وييونو او وييکو (اداتو په تړاو بيا هممانيزونه ليکوال ته د غوراوي او غورچاڼ  ښه ترا لار هوارولای شي. همداراز د ورته گړونو (نومونو، کړونو…) غونډونو او غونډلو په بېلا بېلو ډولو او گرداني بـڼو ځېلونو لاسبری درواخله؛  او تر ټولو روسته، دا وړتيا چې څنگه وکړای شي، يوه موخه په څو څو ډوله څرگنده کاندې.

د پېيلې پرځای  ٌناپېيلېٌ  ژبه

هسې خو له ښايسته ډېر مهال راهيسې ٌپېيلیٌ او ٌناپېيلیٌ  د عربي (منظوم) او (منثور) رادود شوي پښتو انډولونه دي، خو موږ په دې راپيل کړې ليکنه کې   ٌ ناپېيلي ٌ  ترم  په دوو ماناوو کاروو:  (۱) د (منثور prose written in) په مانا په دې موخه چې دغه رامخته کړې سکالو ((سبک)) له آره پر ناپېلې (منثورې) ليکنۍ پښتو راڅرخي، نه پر پېيلې (منظومېversified ) هغې، او(۲) له(سياسي) نومونپوهنې  سره سم  د ناتړلي ( نامنسلک non-aligned ) په مانا.

له دې مو موخه  داده چې د سلېمان ماکو د کوشنۍ نثري بېلگې په استثنأ دکلاسيک يا منځني ادبي پېر پښتو نثر، لکه د بايزيد روښان او دروېزه مسجع نثر پارسي آری سبک دی. په نورو ټکو، د پارسې پېښې دي او د خپلې پښتو په تړاو، ددغو ليکوالو کوم نوښت نه بلل کېږي، که نه، بيا به مو هم په اوسني جاج د ٌناپېلي شعرٌ پيلامه گڼلې وای-کټ مټ، لکه دگرد منځني ادبي پېر پېيلی شعر چې له لويه سره د درو واړو (خراساني، عراقي او هندي) پارسي سبکونو ټکي پرټکي راړونه (leteralism) يې بللای شو.

 له همدې لامَله  دغه اوسنۍ څېړنه کې د شعرواددب په تړاو سبک، پېژندنه  اوځانگړتيا وې نه رانغاړي، لکه څنگه چې گران او هڅاندفهيم بهير (تاند، ۸-۸-۲۰۱۶) تر څېړنې لاندې نيو لي دي؛ همداراز يې د۵جون۱۶نېټې: ٌد ساده او هنري نثر تر منځ د بېلوالي او نژدېوالي کرښېٌ  ليکنه هم درواخله.

 په هر ډول پښتو نثر  له روښاني تر خوشال او پليونو، او بيا له  محمد هوتک مهاله  رانيولې تر وسمها ليو نورمحمد نوري افغان، برهان الدين، مولوي احمد (۱۲۶۱۱۳۰۱ق)، عبدا لمجيد افغا ني (۱۸۸۲۱۹۴۷ز)، ميراحمدشاه رضواني (۱۲۷۹ق-۱۳۵۳ل)، منشي احمدجان (۱۳۳۰–  ۱۳ ۷۰ق) اوراحت زاخيلی (۱۳۰۴ق-۱۳۴۲ش) پورې پښتو نثر ته ښايسته ډېر خپل رنگ وجوله وربښلي دي. دا بېله خبره ده چې  سنگروال (۳۲۷) څلور واړه د پښتو هنري نثر بنسټوال بللي او هېوادمل (۶۷۴-۷۲۹)  يې هممهاله د ساده او سليس نثر د  نو ښتگرو  په توگه  راپېژني.

په نوموړومخکښانوکې  بيا ارواښاد منشي د استاد مورگنستيرن د ارزونو له مخې  چې  پښتو يې ځنې زده کړې وه، دا لاسوند پر لاس راکوي چې  هغه د ٌ زږې پښتوٌ  په استازۍ  تر بل هرچا د ٌ يوې- کره ليکنۍ پښتوٌ يو پياوړی پيلامگر وبولو او پر وړاندې يې ارواښاد صا لح محمد کندهاری د ٌ پستې پښتوٌ  او هممهاله د ٌ يوې- کره پښتو ليکلارې ٌ هغه، او بيا دو اړه په پرتليزه (نسبي)  توگه د نوي مهالپېر د دوه گونو پښتو لار و لېلو (سبک وستايل) سر لاري  (همداراز استاد حبيبي، پخ۲۶۶۲۷۱).  

هېښنده داچې کلونه کلونه راروسته په اماني پېرکې ٌ مرکه دپښتو ٌ د يوې- کره ليکنۍ پښتوٌ  پر وييپانگيز اړخ  ډېر زور اچوي اود خپل نامه غوندې رغاونيز- پښوييز اړخ له پامه غور ځوي، په دغه لړ کې  يې د غونډ او غونډلې اوډون تر ډېره تر پارسي او عربي اغېز لاندې ټيکاو لرلی دی د  بېلگې په توگه يې د مرکې د پرانستنې خبرتيا په لاندې ډول راپيلوي: 

ٌزيری پر پښتانه، د پښتانه په خټه کښې که هرڅو ښې ښې د مېړانې بولې اخښليدي (اخښلې دي) چې په هر وخت کښې په هغو لوبو ښکاره دي بياهم هغه ټوله په ښونه، زده کړه اړه نه لري هر چاچې څه زده کړي يا ښولي دي له پردي ځايه په پردۍ ژبه له پردي سړي څخه دي. نو ښکا ره ده چې پوهه ټولې ټولنې ته نه رسيږي او پر دې هيڅ وخت نه خپلېږي (خپل خپل دي، پردي په ډېرو نارو خپل دي) نن ورځ چې سيوری د ښيگڼې د څښتن تعالی  پر پښتانه ولويده او د ستر بادار د پښتانه الغازي اميرامان الله خان پاچاهي ئې د پاره د لوړېدو د خپلې ټولنې يوه ډله پښتنو په نامه د (مرکه د پښتو) په برج شمالي ماڼۍ کښې د خپل ارگ کېښوله…ٌ  (هماغه ليکوال ۳۲۵ ).

په دې کې اړنگ بړنگ نشته، له  ٌظاهريٌ  واکپېر سره چې پښتو د افغانستان د يوازېنۍ ٌ ملي- رسمي ٌ ژبې په توگه او بيا د ٌانجمن ادبی کابلٌ  پرځای د  ٌ پښتو ټولنې ٌ  له رامنځته کېدو سره د ودې وش يو پرلغښتي پړاو ته راگډه شوه، په نومهالي جاج ومانا، د  ٌ يوې-کره ليکنۍ پښتوٌ  پيلامه راونښته، هم له پښوييز- رغاونيز، او هم د څلورگوني وييپانگيز انډ ول له پلوه.  هرگوره، کومې پرتليزې ليکلارې (سبکونه) که رامنځته هم شول، تر هرڅه له مخه يې د همدغه ژبني، په نو مېرلې (مشخصه) توگه، لغوي انډول  پر بنسټ وېشنه وموندله.

لکه  ٌ دوکتورمصطفی نژدې ٌ چې ورته  د کابل مجلې له لارې   پر ۱۳۷۰ل. کال  د خپل څېړندويي اثر په يوه اړونده ليکنه کې هم  نغوته کړې، له (مومند بابا رانيولې تر زمر يا لي،کشککي، الفت، بېنوا … يې (په پرتليز جاج) د سوچه ليکلارې لارويان ښوولي ول، خا دم، رشاد… يې د عر بېزم پليوني، حبيبي، رښتين…  يې هم له دغه پلوه منځلاري، که څه هم د نويو رغاونو په تړاو تر دغو نورو روسته پاتې نه ول.  

هر گوره، هماغه لږکۍ ليکدودي- پښوييزې پرېکړې هم چې د پښتو ټولنې په چوکاټ کې د لرو برو ليکوالو له خوا په  ٌ لاس جگونه ٌ لاسليک شوې وې، له استاد بېنوا پرته يې نورو سو ېل لوېديزو ليکوالو تر پايه پليوني و نه کړه. کوزه خوا يې هم د هماغه لاسليکوالو په گډون  تر ننه پورې نورو پسې دومره سر نه دی گرځولی او ان  د ٌ باړه گلۍ ٌ د څه ناڅه ورته  دوديزو پرېکړو خيال يې هم نه دی ساتلی  او ورځ تر بلې تر اردو- انگرېزي اغېز لا ندې له ولسه د پردي کېدنې پر لور چټک گامونه اخلي؛ خو بياهم د همدغو دوو ژبو په پېښو د بېلا بېلو ليکوالو ٌ اد بي ٌ  ليکلارو او سبکونو  خبرې کوي!

په هره توگه، په دې کې څه شک و شوپيان نشته چې پښتنو د  ٌپښتو مرکېٌ  او ٌپښتوټولنې ٌ  له لارې د نورو پر مختيايي ټولنو په څېر له نژدې يوې پېړۍ را هيسې د نومهالي ژوند وژو اک د غوښتنو او اړتياوو، او په دې لړکې له نورو  ژبو سره د سيالۍ په موخه انگېزه د خپلې پښتو ژبې د ژبپوهنيزې  (لېنگوېستيکي) ، ادبي، فرهنگي او علمي سر څڼې او ودې وش  لپا ره هاندوهڅې سره را نښلولې او پرمخ درومي.  د هغو په ترڅ کې يې ژبپوهنيز  پرمختيايي بهير د لمريز نېټه ليک د څلورمې لسيزې، او په  نومېرلي ډول، د پېنځمې په لومړيو کې  هغه مهال يوه نوي پړاو ته راگډ شو چې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې  يې د  ٌ يوې-کره ليکنۍ پښتوٌ   يو پرلپېيلی اوپر لغښتی غورځنگ رامنځته شو.

دغه  غورځنگ دا ۴۶کاله، څه   په رسمي او څه په نارسمي چوکاټ کې دومره پر مخ ولاړ چې   نن سبا يې هېڅ  يو زدکړوال او قلموال ، نه يوازې  له برياوو سترگې پټولای نه شي، بلکې  سيده او ناسيده يې   په کارونگ او دودو نگ کې  لږو ډېره ونډه اخلي؛ ان سوگند خوړلي سيمه پال او گړدود پال نور دېته اړوځي چې که  له پښوييز و رغاونيز (گرامري او ساختاري)  او ان  ليکدودي يو والي سره لا هغسې ناباندې دي، خو، لکه وار له مخه چې وويل شو، له وييپانگيز پلوه ورو ورو د  بېخر ته پارسي، عربي او بيا اروپايي پوروييونو (مستعاروکلمو)   پرځای يونيم نوی او زوړ پښتو هغه کاروي؛ گوندې يو وخت نه يو وخت يې سول و هوښ سر ته راشي او پوه شي چې بې له خيبره بله لار نشته، يا د پاچاخان خبره  ٌليا به يو کېږو، ليا به ورکېږوٌ !

بياهم  زازو خپله خبره راغبرگوو، ترڅو چې د پښوييزې- رغاو نيزې يورنگۍ او وييپانگيزې رنگا رنگۍ پر بنسټ ٌ  يوې يوازېنۍ کره  ليکنۍ پښتوٌ رښتيا ينه نه وي موندلې، هر راز اد بي،  څېړنيز، رسنيږ،  ټولنيز… سبک و ستايل، له لويه سره د دغې  ژبې  نه ، بلکې د دغه يا هغه سيمييز- ټبريز گړدود، او ياهم  گړسره د پارسي، اردو- انگليسي يابلې کومې پردۍ ژبې استازي کوي. د ساري په توگه (د مملکتينو ذات البيني روابط او حسن تفاهم…) ډېر ښکلي ادبي غونډونه (عبارتونه) دي، خو د پارسي ادبي ژبې او سبک لوړ بيايي ، نه د پښتو  دا،

تر څو چې يي خپله جامه ور وانه غوندي، (د دواړو هېوادو خپلمنځي اړيکي او ښه پوهاوی)!

 په دې  راز هره ليکلار يا سبک    تر ډېره د ٌ يوې کره  ليکنۍ ژبېٌ  دويم نوم دی، په همدومره توپير،  چې دلته  ٌ يووالیٌ  اړين نه دی او د نورو ژبو په څېر پښتو هم خپل ورته  بېلابېل ډولو نه  او بيا هممانيزونه راخپلولای شي، په نورو ټکو، سبک  تر هرڅه له مخه د څلورگونې ويي پا نگې او څرگندډولونو (بياني طرزونو) پر غوراوي او رنگارنگۍ   لاسبری موندلای شي، بې له دې چې پر پرديو هغو ته دومره اړتيا پيداکاندې.

پر يوه ارته بيرته وييپانگيزه زېرمه لاسبری، ليکوال ته دا کابو برابروي چې هر ليکنی سبک ته لار هواروي او رنگيني او خوږلنی وربښي، په تېره د ادبي او ټولنيز سبک په تړاو چې تر بل هر ډوله، د وييو نو ، وييکو او تړښتي (ترکيبي) رنگارنگيواوغوراويو ته زياته اړتيا لري، او پر وړاندې يې د ورته وييونواوڅرگندډولونو ( بياني طرزونو) د بيا بياکارونې د کليشه والي مخنيوی کولای شي.

په دغه لړ کې  بيا هممانيزونه،  پردې سر بېره د شډلو او يالو هغو تر منځ غوراوی هم راشونی کوي، لکه واخلې د ساري په توگه، د ٌ هد هدٌ د گڼو هممانيزو انډو لونو ترمنځ: ( ملا چرگک، ملاگک، چرگک،  گوډی چرگ، چړچړک، کوېله، کلۍ، سرپو ټکه، توتوپښ، کوکوپښ، ککوی، اليگډی…  د شمشتۍٌ او بيا د ٌشاکوپيٌ هغه  ان تر ۲۵ هم وراوړي ( د زياتو بېلگو لپاره: د هممانيزونو سيندگی او←د ماناپوهنې اړوند څپرکی).

چار ناچار، بياهم بويه هېره نه کړو چې  ٌيو – يوازېنی کره ليکنی-  ژبنیٌ   پړاو يوازې د اړوندو گړدودونو  ٌپښوييز- رغاونيز يورنگيٌ نه، بلکې ٌوييپانگيزه رنگارنگيٌ هم رانغاړي، په نورو ټکو، دغه دواړې ټولۍ  يا مقولې(کتېگورۍ) د يوې کاغذپاڼې يا يېکۍ نه بېلېدونکي او يو له بله بشپړوونکي مخو نه دي. وييپانگيزه رنگارنگي پرخپل وار د څلورگونو برخو پر انډول راچور لي؛ درې برخې د ژبې آره برخه راخلي: (۱)گړوييزونه (دايلکتېزمونه) يا هغه پا نگه چې په بېلا بېلو گړدودو کې لږوډېر ژوندی يا نيمژواندی دود لري (۲) زړوييزونه  يا زاړه وييونه (ارکاييز مونه) چې په  زړو متنونو کې راپاتې دي او (۳) نويزونه يا نوي رغولي او رغېدونکي وييونه (نيولوجېزمونه).

په هره توگه، د پښتو په تړاو بايددې منښتې ته زازو غاړه کښېږدو چې له سلېمان ماکو را نيولې تر دې دمه پورې دغه دوه اړخيز ٌ کره ليکنی ٌ  بشپړتيايي بهير د نورو يادو ژبو اوبيا لاس پر لستوڼي پارسۍ  په پرتله پړاوونه پړاوونه روسته پاتې دی.

له ٌ رسميت۱۹۳۶ ٌ راهيسې، دادرې اتياکاله، نه په زاړه پښت او نه  په نوي کې داسې يو گو تشمېر هومره ليکوال سهي کولای شو چې دواړه اړخه يې اوږه پراوږه پر مخ بيولي وي او بيايي يې!

همدوره خبره ده چې که زاړه پښت  هغو پر پښوييزه همرنگۍ زوراچاوه، نوي دا يې بيا تر ډېره پر وييپانگيږه رنگارنگۍ اچوي، هغه هم زياتره پر نويزونو، او ورسره ورسره پر ناپښتو پښو ييزو رغښتونو، لکه واخلې، د دوه کوشنيو پارسي توکوياوييکو(سربلو): د ٌ تاٌ د بيانيه او علتيه نقش په ړندو پېښو(څو، ترڅو)   او د (از) د منشايي نقش په پېښو (له- څخه کتنه، ملا تړ…) د پښتو ملا راماتوي. د پښتو ژبپوهنې پېښاووان بيا دوو پارسي وييکو يا سربلونو پر  بېځايه پېښو نه پوهېږي چې پخپله ترې ډډه وکړي او نورو ته يې هم په سترگو کې ور ننه با سي؛ په پخوانيو استادانو کې  يوازې لوی استاد حبيبي وو چې لږ تر لږه مو د ٌ څو، تر څو ٌ ته ور ځير کړ او بېځايه کارونه يې په روستي کتابگوټي   پښتو نثر ته کره کتنهٌ   کې راو نغښته!

لکه پاس يې چې يوه بېلگه وړاندې شوه، يو شمېر دوديزو پوهانو بيا د خپلې مورنۍ پښتو پانگې پرځای  پر عربي او پارسي پورپانگې دومره زوراچولی، چې پښوييزه- رغاونيزه جو له يې هم  ورسره ور ژوبله کړې او هغه دا چې په دغه لړ کې يې په راز راز (کړولي، بشپړني) پورغونډونو او بيا کړنو- څرگندنو، پښتو غونډلې د دغو ژبو پر بېلگه رغولې او  کارولې دي؛ د نوي، په تېره ړومبني اکادېميک پښت والاوو، هم لږوډېر د دوديز هغو پر پله پل اخېستی، چې يوه ښنديزه (افراطي) بېلگه يې (پو هاند تږی) دی چې درې سره عربي اړ يکو ييکي (معمولاٌ،غالباٌ، بنأ) يې  يوځای کارولي دي (← پښتانه).

نورې ناپښتو بېلگې، لکه:

علی ای تقدير (په هر ډول- توگه-راز)، بنأ عليه (نو-له دې کبله- لامَله)، د دې اصل په بنيا(د دې آر له مخې)، له دې لحاظه- له دې  نقطۀ نگاه نه (له دې پلوه-ليده)، په دې ملحوظ (په دې ډول -اړه)، د اجتما عي معضلاتو په ملاحظې سره (ټولنيزو ربړو ته په پام سره)، په دې ار تباط- را بطه ( په دې اړه- تړاو)، د وقت له تقاضا سره په مطابقت کې(د وخت- مهال له غو ښتنې سره سم)، د موجوده عواملو په متعلق (د شتو لاملو په تړاو)، د جانبينو د ذات البينی مخاصمتو نو په نتيجه کې (د دواړو خواوو د خپلمنځي دښمنيو په پايله کې) … .

هسې خو، په نوې پښت کې هم داسې ٌزوړ پالٌ هم کم نه دي  چې د ناڅانگوالۍ اوکمکينۍ د ولولې او گروم (عقدې) له مخې يې د زړو استادانو ليکوالي ځانته مخبېلگه کړې، هغه هم له عربېزم او پارسييزم له پلوه، نه له پښوييز پلوه. په دې راز،د هغوی په څېر دوی هم يواړخيزه، ه، هغه هم نيم نيمگورې لاره پر مخ اخېستې ده. نوکه په رښتيا يې پر جهاني او هېوادني کچ  د خپلې مورنۍ پښتو د سرڅڼې،  سيالۍ او ننگونې ولوله درلودای، دواړه آرونه به يې د يوې کاغذپاڼې يا ييکۍ غوندې د  ٌ يوې کره ليکلارېٌ  دوه نه بېلېدونکي  او بشپړوونکي مخونه بللای!

 په تېره د ژبپوهانو دا ننگونه (خبرداری) چې پر نړيوال کچ گردې ليکنۍ ژبې ورځ تر بلې د نويونويو علمي، فرهنگي او تخنيکي جاجونو(مفاهيمو)  له څپان (سمندري توپان) سره لاس وگرېو ان دي او بيايې دا سپارښتنه چې  په دغه ژوندجگړه کې يو لړ ناړين   پښوييز ارکاييز مونه ، نه د گړدودي يووالي د لارې خنډ شي او نه د وييپا نگيز پراخوالي! نو که د دغې ننگو نې او سيالۍ پر وړاندې يې پوهان، فرهنگيالان ليکوال او سياستوال بې توپيره پاتې شي، مانا به يې داوي چې د ژغور او پايښت پرځای يې، په لوی لاس د نېستۍ گړنگ ته ورڅکوي او ځنې لاس پرسرکېږي!

 هو، داچې هم د زاړه پښت تر وييپانگيزې ناغېړۍ نيمگړتيا او د نوي پښت پښوييزې، او لا په  ترڅ کې  يې وييزې دې د  پښتو لارې لېلې (سبک و سټايل) شتون له پوښتنې سره مخامخ کړی، نو په دې توگه، هر هغه پښتو ليکوال او څېړنوال يا کره کتونکی  چې ځان  يا بل د يوه ادبي يا څېړ نيز سبک نو ښتگر يا پليونی گڼي، بايد د لارښوونو او لارښودونو له لارې، پر ٌ يوه- کره  پښتو ليکلار ٌ  له څلورگوني وييپانگيز انډول سره يو پر تليز (نسبي) هومره لاسبری په کړن کې رازبادکړای شي؛ که نه، د ٌ کره سراسري پښتوٌ  پرځای به، د دغه يا هغه لنډتنگ

 ٌ گړدود ٌ ، او  ورسره د پارسي- عربي  او اردو- انگرېزي دلارې لېلې  پليوني او کاپي وي!

د لرې پښتونخوا د ملکنډ تکړه ليکوال او شاعر گوهر رحمان  چې د تېرې پېړۍ،  تر دې پېړۍ څه نا څه دوې لسيزې د پښتو بي بي سي وياند پاتې شوی، زموږ د غورځنگ او بيا

خپلو ډېرو نويزونو په کارونگ او دودونگ کې کمسارې ونډه پرځای کړه ، خو له بده مرغه، تر پايه يې د نورو رغاونيزو- پښوييزو (گرامري) آرونو معيارونو په لړ کې د (د-له)، (په-پر) او ورته کوشنيو کوشنيو وييکو توپير يې ونه شو کړای. بياهم دٌ سوچه پښتو ٌ او ان  کره سبک او ليکلا رې د سرلاري نوم يې راخپل کړ!

هسې خو،  د ښاغلي  گوهر ليکوال تر څنگ  يو شمېر نور يوٌاړخيز معياريٌ  ليکوال هم  په  دې يا هغه ستاينوم  ستايل کېږي، لکه: پلانی يو په زړه پورې يا خوندور ليکنی يا ادبي سبک لري او هغه  داچې  يوه سوچه ولسي گړنۍ (محاوروي) پښتو کاروي، خو دا نه وايي، د خپل لنډ تنگ  ټبريز- سيمييزگړدود د اړو ند ولس پښتو، که د سراسري  پښتون ولس (يوه- کره)  پښتو؟

د پښتو ٌيوه يوازېنۍ  پښويه ياگرامر ٌ  تر هرڅه له مخه، لکه يو ٌاساسي قانونٌ د هر سبک و ستايل لومړنی آرومعيار او بيا ٌ سبک ٌ دی او هله يې څلورگونی وييپانگيز انډول!

د  ٌاسانې پښتو! ٌ  څېړنغونډه (سېمينار)

د ۲۰۱۰ز.  د سېتېمبر روستۍ نيمايې  وه  چې په لره بره پښتونخوا کې د ايشياسافټ  د ړو مبني استازي او دودوونکي ښاغلي نورحمان لېوال په بلنه د يوه ځانگړي پښتو- انگرېزي سيندکښنې لپاره کابل ته ورسېدم. په دوتر کې  ورسره  د ٌ خوشال فرهنگي ټولنېٌ  سروال ٌډا کټر خوشال روهي ٌ ناست وو او پر رامخته کړې  ٌ اسانې پښتوٌ  د څېړنغونډې (سېمينار) په اړه ورسره غږېده. ماته يې له بړگړ ندي  سره سم له سمونې  داسې راوښووله چې  ٌ پر اسمان يې غوښتم او خدای پر ځمکه ورکړم  ٌ.

پر همغه سبا يې په ميرويس مېنه (ده بوري) کې د بل فرهنگي (غفور) لېوال دوست دوتر ته ور وبللم  او د چمتووالي په روستنۍ ناسته کې مې ورته تر هرڅه وړاندې پر ٌ يوه- کره کوټلې او اسانه ليکنۍ پښتوٌ  د غونډې د نوم بدلون  وړانديز وکړ، خو ټولو داپلمه رامخته کړه چې  اوس کار تر کاره تېر دی، ځکه  په تېرو څو ناستو کې يې همدانوم راټينگ کړی او بلنليکونه يې هم تر کوټې او پېښوره  ليکوالو، او څانگوخرانگو ته وراستولي دي. سره له هغې يې دا راسره ومنله چې د څېړنغونډې پر ورځ  پر نوم او سکالو څانگپوهيزه رڼاواچوم او پر شرعه يې ور برابرکړم.

تر غونډې ورځ دوې روسته مې په نوي ښار کې د بي بي سي ٌ  زدکړيزېٌ  څانگې ته سر ورښکا ره کړ چې هماغه اورولې وينا د هغوی تر غوږه هم ورسوم.  خوتر هغې وړاندې چې زه يې را پيل کړم، د ٌ شعرونو او دېگونوٌ ښاغلي ليکوال کاتب پاڅون راباندې رامخکې شو او بې له دې چې د نورو همکارانو په څېر هغه سېمينار ته راغلی وي او په ترڅ کې  يې بيا زما خبرو ته هم غوږ نيولی اوسي، راته کړل:

ٌ زه کلونه کلونه روسته دې  نتيجې ته رسېدلی يم، يوه ساده لنډه روانه او اسانه پښتو وکار

وم چې  هر اورېدونکی پرې پوه شي ! ٌ

 ما ورته پاسنۍ پوښتنه ورغبرگه کړه:  له کندهاره تر اټکه هراورېدونکی، که نه، تش ستا کليوال او سيمه وال ؟

د  ټوکو ټکالو او طنزونو ٌ کاتب ٌ  به پر ځای پرېږدو چې زموږ د پوهنځي د ادبياتو استاد تږي چې تر پوهاندۍ روسته يې د سپړنيزې ژبپوهنې ډاکتري له امريکا راوړه،کټ مټ ورته  ليد توگه را خپله کړې وه. هغه هم د يوه امريکايي ليکوال  د دې  خبرې په ړندو پېښو او پليونۍ چې دا سې يو څه يې ويلي ول:  ليکوال دې  ازاد پرېښوول شي  چې په پښويې (گرامر) پسې هېڅ سر ونه گرځوي… .

نو، که د پاڅون او بيا تږي دا خبره، لوېديځوال لا څه، چې  راسره وره پر وره  همهېوادی پار سيوان وکړي، حق لري،ځکه له گړدودي پړاوه، ٌيوه يوازېني ليکني- ژبني ٌ پړاو ته  څو پېړۍ مخکې رسېدلي، خپله (گړدودي او زړه ) پانگه يې  په سيندونو (قاموسونو) کې راخوندي کړې او هر زدکړوال او ليکوال ورسره دومره روږدی شوی چې که هرڅومره له ساده، روا نې او اسانې ليکلارې کارواخلي، په ټوله کې له ټاکلي پښوييز، ليکدودي او ان، وييپا نگيز او ليکدودي چوکاټه تېری نه کوي؛

 ان تر دې چې نيملوستو ښاريانو او نالوستو کليوا لو يې ورسره خپلې گړنۍ ژبې هم د اور يزو او وينيزو رسنيو له لارې لږوډېرې همغږې کړې دي.  دابه پرځای پرېږدو چې په ښوونځيو او ان پوهنځيو کې  ورته ((کره اکادېميکه ژبه)) څه د نصاب دننه او څه د کورسو او تيوشن له لارې ورښوول کېږي او د آرو زدکړيز څانگو (رشتو) په څېر ازموينې، کاميابۍ او ناکامۍ

لري؛ تردې پورې چې  يوه ليکدودي (spelling) تېروتنه يې د ازموينې پاڼه او تېزس له پو ښتنې سره مخامخولای شي.

لويديځوال د  ٌتږيٌ غوندې پوهانو ته د خپلې پوهنڅانگې ٌبادساری، گنگس ٌ  وايي، المانان يې  ٌProfessor zerstreutٌ  بولي چې د ستاينوم انگرېزي انډول يې ٌ  absent- minded ٌ  راځي او فرانسي  يې  ٌ  idiot ٌ . استادالهام راته (د پښتو او پښتانه… په سريزه کې) دا منښته کړې چې تږي هم د ده  په څېر له ارتې بيرتې ژبپوهنې څخه يوازې او يوازې د سپڼيزې (تشريحي)، هغه هم  د هممهالې سېنکر ونيکي) څانگې پرته ،  نه يې نامهالې (دياکرونيکي) هغه زده وه او نه (تاريخي- پرتليزه)، نه جغرافيايي ژبپوهنه اوگړدود پوهنه،او بيا تر ټولو اړينه ژب-ټو لنپوهنه (socio-linguistics. تږی له دې هم ناخبره چې خپله مورنۍ او پلرنۍ پښتو يې د بلې هرې ژبې  په څېر يو ناپايه پټتوان او کړتوان (بالقوه او بالفعل ظرفيت) لري او بايد راميدان ته کړي او هله بيا پورونې ته مخه وکاندې!

 داچې تر ډاکترۍ مخکې يې  په (نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل ۱۳۴۴)  رساله کې  د نورو  ربړو تر څنگ د پښتو د معياري ربړې هواری هم  له  سوسيو لېنگوېستيکي نه، بلکې له خپلې مارکسېستي مخينې راخوندي کړې او کارولې  ٌ اجتماعي- اقتصادي  ٌ ټولۍ (مقولې) گو ټپېره ، د يوه  ٌ گړدودٌ پرځای ٌ گړدودي غورچاڼ ٌ  پرگوته کړی وو.خو راروسته يې پر هغو ټولو رامخته کړو ربړو، په تېره د غورچاڼ پر بنسټ پر  ٌ يوه- يوازېنۍ کره  ليکلاره  ٌ هم  گړ سره ځان ناگاره واچا وه او ان تېزس يې پر خپل لنډ تنگ ٌشيوه کيوالٌ گړدود وکښه، او تر استاد مېکنزي پورې  تر نيوکو لاندې راغی.

که  تږي، جغرافيايي، تار يخي اوپرتليزه (مقايسي) ژبپوهنه په  هر ډول، خو له ژب- ټولنپو هنې څخه  يوڅه خبرتيا لرلای، لږه تر لږه به دېته ځيرشوی وو چې پښتو د يوه ډېري- بومي ټبر ژبې په توگه پر هېوادني کچ، بلوڅو، براهويانو، پشه يانو او هندوانو پرته، هغه هم له جغرا فيايي او لېنگوېستيکي نژدېوالي له مخې، له نورو لږکيو ژبتوکميزو ډلو ټپلو  تر منځ دا يو يونيم زرکاله يو پاموړ ټولنيز منښت او ارزښت نه دی تر لا سه کړی او لا لس- پېنځلس سلنه يې د ويونکيو د پرسنازېشن بلهاري شوې او لاکېږي؛ ايا له دغه پلوه يې د يوه څانگپوه په توگه د خپل ولس د کمکينۍ او نهيلۍ دگرومونو پر وړا ندې  يوه بې توپيري او ناغېړي نه بلل کېږي؟

له پوهاند تږي سره د  هېوادمل د ٌ ملتيا-پليونۍٌ  يوه نښه او لامل د بېکچه ٌعربېزم- پارسيېزمٌ کارونه ده چې ما د ارواښاد د مړينې په نمانځغونډه (لندن)، او  ٌپښتو او پښتانه  ۷ څپرکی-۵پړوکي  ٌ  کې د دغه کار انگېزه ور پر ډا گه کړې ده.   تر گناه بتر  وزر يې دا چې خپله عربي –  پارسي ځپلې ليکلار يې  له  ٌدودې ټوليزېٌ  پښتو سره همغږې بللې ده. اړوندې بېلگې يې ٌپښتانهٌ  او بيا پسمرگی کتابگوټی ٌ د مشرق په اسمان کې د مغرب ستوريٌ  دي چې پېښا وو او پليو ني يې ورسره هم د  تخنيکي او منځپانگيز اوډون او سمون په پلمه د پښتو په مسخ والي او کړکېچوالي کې لا زياته  ونډه پرځای کړې ده.

هرگوره، که هغه ارواښاد د امريکايي ليکوال  په ړندو پېښو دغې شيروشکر لاره راخپله کړې، نو لاسکوسی يې ورسره بيا  زموږ د تاريخي- ژبپوهنيز غورځنگ پر وړاندې له هماغو لومړيو راهيسې د يوه  ٌ گومارلي بړېڅيٌ  او بيا گرومجن (عقده يي) په توگه اوږه ورکړې ده. خو له دې ناخبره چې  نه يوازې د  ٌ يوې- کره ليکلارېٌ  غورځاوڼ او پليوني، بلکې په ټوله کې يې نوی کمپيوټري پښت څلورگونی ټولمنلی انډول ورځ تربلې راخپلوي او پر وړاندې يې يو اړخيزه پردۍ پانگه له دود و موده وتلې او تاريخوهلې انگېري؛ ان ډېر ناباندې (مخالفان) يې هم نور په کارونگ شرمېږي او هڅه کوي، يو نيم نوی رادود شوی ويي او ترم، لږترلږه  د ليند يو دننه يا بهر وکاروي.

د امريکاغږ يوه وياند راته د يوې مرکې  په ترڅ کې داراډاگيزه کړه چې تږي موږ ټولو ته گوا ښلي چې د بي بي سي په پېښو نوي  وييونه و نه کاروو. هغه مهال لکه چې د ښاغلي جلا لي ځايناستی شوی وو او دغه سانسور يې پر ټولووياندانو، ژباړونکواو شنونکو لگولی وو.  ان تردې چې زموږ تر غورځنگ له مخه، له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې  ښايسته ډېر رادود شوي گړ ويزونه،زړوييزونه او نويزونه يې هم پر زړه نه ځايېدل، لکه په لاندې پاراگراف کې:

هېواد، نړۍ، برم، پرتم، وياړ، وياړل، وياړلی، وياړنه، ښوونه روزنه، ليکنه څېړنه، کارول- کارونه- کارونگ، ژغورل، ژغورنه، زېر مه، پاسره، سپمول، سپما، مهال، روغتون، در

ملتون، وړکتون، زېږنتون، الوتکه، توغندی، خپلو اک، خپلواکي، پوهنځی،  پخلنځی، لمباځی، ختيځ، لو ېديځ، سوېل، اغېزه، اغېز، اغېز من، اغېزمني، اغېزمنول، اغېزمنېدل، برم، پرتم، وياړ، سوبه، بری، يون، لاريون، پاڅون، غورځنگ،  ، بهير، بريليک، بريا لی، لرغونی، نړيوال، ليد، ليدتوگه، د- په توگه، په پای کې، کټ مټ، مننه، پوښتنه، غو ښتنه، نمانځنه، خپرونه، درناوی، سپکاوی، خدای بښلی،ارواښاد، وير، ويرژلی، ويرژ ړلی ( ما   تمزده، سوگوار، به سوگ نشسته)، ځواک، ځواکمن، واک، وا کمن، واکمني، د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام… .

هرگوره، زموږ د معياري غورځنگ  په  لومړي پېرکې د څوبرابره دود شويوگړدودي زړو، او  نويو وييونو کارونگ خو ورته، لکه سورکفر نازغموړ وو، لکه: اند،اتل،اتلولي، اکر،اکر بکر،تړاو، اړاو تړاو، اړه، تړه (بندوبست)، اړوند،اړين، اړوند، اړ يکه-اړيکې (تماس- تما سونه)،اړيکی-اړيکي (ربط، ارتباط- تعلقات، مناسبات)، موخه، ربړه، ستونزه، ستونزمن، مخينه، ښکېلاک، زبېښاک، نيواک، زورواک، بلواک، همغږی، همغږي، تاوتريخوا لی، نيوکه، گو تڅنډنه وسمهال، لنډمهال، اوږدمهال، منځمهال، مهالپېر؛ تش د برابرۍ له مخې يې زما له پښو ييزو نومونو څخه (تېرمهال او ناتېرمهال)، را خېستې  دي!

 يا څه ناڅه  تازه دود شوې زړه، گړدودي او رغولې پانگه:

 او ترهگر، ترهگري، ځانمرگی (بريد-بريدگر)، ځانوژله، بلوژله، ډبروژله، ټولوژله، ناتار، ناورين، گروم، نهيل، غورځنگ، غورځاوڼ، پاڅون، پاڅونيان، لاريون، لاريونيان، پېر، مهالپېر، لامَل، لاسوند، لاسرسی، از اديپال، پرديپال، خپلپال، بنسټپال، اسلامپال، زاړه پال، لرغونپال (قدامت پسند)، لرغو نپو هنه، ټولنپوهنه، ستورپوهنه، ويی، وييپوهنه، وييپانگه، وييز ېرمه، پښويه، پښوييز، گړدود، گړدودي، گړدودپوهنه، لېوال،لېوالتيا، مينه وال، برخوال، پوهيال، پانگوال، ځمکوال، وياند، ځلاند، لالهاند، هڅه، هاند… .

او لا  ښايي تر مړينې راروسته به  يې نوره غځېدلې او پرلپسې غځېدونکې علمي، فرهنگي او تخنيکي پانگه  په گورکې هم  ارام پرېنږدي او د امريکا غږ والاوو ته به په خوب کې گوا ښي چې نه چېرې يې خولې لغتې وخوري او د بي بي سي پېښې  وکړي ،لکه دا څو بېلگې  يې:

 لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله، پايلوبه، نيم پايلوبه،اورلوبه،وزلوبه، زړه غټاوی، خبراوی، خپراوی، څرگنداوی، ناسته، پرانېسته، پرانېست غونډه، څېړنغونډه، نمانځغو نډه، ياد غونډه، ستاينغونډه، ستاينليک، پرېکړه ليک، هوکړه ليک، ځمکنی، هوايي، سمندري، سمندرغاړه، سمندرېږده (څونامي)، تشيال، تشياليونی يا ستورمزلی، خپلمنځي اړ يکي، غندنه، گواښنه، پيلنۍ، يونۍ، دونۍ…؛

د خبرتيايي تخنيکپوهې او  څه ناڅه نورې تازه بيلگې:

 برېښناليک (برېښليک)، برېښنايي يا الکترونيکي ښکارندې، رسنۍ، خواله رسنۍ يا ټولنيزې رسنۍ، رسنوال، رسنيز، هوکړه ليک،گوا ښليک،گواښنه، پانگونه ، ننگونه، شننه، شنونکی، شتون، شونتيا، شونی)، نو مهالی، وسمهالی، هممهالی، لنډمهالی، اوږد مهالی، منځمها لی، نوماند، ټولپوښتنه، ټو لټاکنې، ټا کنيز بهير، ټاکنيزې هلې ځلې شپېپا ڼه، ووبپاڼه يا وېبپاڼه، خبرپاڼه، مخپاڼه، سرپاڼه، کورپاڼه، گورتپاڼه، نړيجال، تړ يا تړونی (لېنک)، غږمل (موبايل تېلېفون: صميم)… .

په هره توگه، نن سبا، په نومېرلي ډول بره خوا((عربي- پارسي)) وزمه ليکلار تر ډېره له دوده لوېدلې او ورځ تر بلې لوېږي او يوازې هماغو دوديزو پاتوړو او پاتشونو را ټينگه کړې ده. ان د اکادېميک پښت استازي چې بېلابېلې اروپايي(انگرېزي، فرانسي، جرمني، روسي…)  ژبې يې زده کړې او ور سره سروکار لري، د ((يوې پښتو- کره پښتو)) د بهير تر اغېزلاندې تر وسې وسې له پردۍ پا نگې او ليکلارې څخه خپله دا غوره انگېري او کاروي يې؛ ان تر دې چې خپلې څانگپوهيزې نومونپوهنې (ترمينالوجۍ) له ماسره شريکوي. خو، لره خوا د اردو- انگرېزي پانگې اوسبک پېښې نورې هم ډېرې شوې او ورځ تر بلې مخ پر بره درو مي.

 هرگوره،  پر دې هم  سترگې پټې او غوږونه کاڼه نه کړو چې بره خوا په ځوان پښت کې څه نا څه له وييپانگيزې سيالۍ سره سره،لکه بيا بيايې چې يادونه شوې تر  پارسي]  ٌ از- له… څخهٌ   په تېره  ٌ تا- ترڅو ٌ [ پمنه ( ساري) ناروغي  تر کوزنۍ  اردو- انگرېزۍ (کوم چې، څوک چې،چا چې، چېرې چې…)  هغې، کمه خواشينوونکې نه ده  او گړسره دغونډلو ماناوې مسخ کوي، لکه: ( له کابل  څخه کتنه- ننگه- ملاتړ- هرکلی، يادونه- ستاينه- مخنيوی- دفاع،… کوم؛  هېواد ته خدمت وکړه، څو_ يا ترڅو اباد شي…)!

له دې غورځنگ سره،  نن سباټول پلويان او ناپلويان په غړولو سترگوگوري او په وازو غو ږونو اوري چې دچا خبره، د پېړيو پېړيواوږده واټن مو په څلورنيمو لسيزوکې ووهلای شو!

دادی، په دې لړکې  يې وار له مخه، له  ٌ کره – ژبني سبکه ٌ راپيلوو، هغه هم، د    ٌ ← يوې- کره ليکلارېٌ  د هغو آرونواو دويونو (اصو لو او قواعدو)  په رڼا کې  چې دکره سبک له  هغو سره  تر ډېره سيده او ناسيده  همغږي لري؛ په دې لړ کې ښايي، (← غورچاڼ ٌ  او  يوڅه (←کليشه يي مخنيوی) له پرتليزو (نسبي) ځانتنيو (منحصر بفرد) سبکي آرونو  څخه وگڼل شي.

يو- هغه  ستايلېستيکي آرونه چې له ٌ کره ليکلارې سره اورگانيک اړاو تړاو لري:

(۱) لنډون او سپما، په دې مانا چې تر روستي بريده د ژبنيو توکو له سپما او کېښکلتيا (فشرده گی)کار واخېستل شي يا په عربي ٌ قلٌ و دل کثيراٌ ٌ نومَونه ، په  لږو توکو کې يوه موخه (مر ام، مطلب)  را و نغښتل شي، (۲) د وينگ او ليکنگ رواني او اساني، (۳) خوږ غږي، (۴)  د شډلتيا، يا د استاد حبيبي په خبره، د ٌ کراهت او رکاکتٌ  مخنيوی  په دې مانا، د دا سې توکو له کارونې ډډه وشي چې ډېر شاړ شډل يا کرغېړن او کرکجن وي او له پښتني- افغا ني او ديني ادابو او ارزښتونو سره په ټکر کې را ځي (← ادبي فورمونه)؛

دوه- هغه    سبکي آرونه چې له ٌ کره ليکلارې سره برخيز اړاو تړاو لري:

(۱) کليشه والیٌ  د يوه ستر ويار(عيب) په  توگه دا مانا لري چې له وييو او وييکو نيولې، تر غونډو،غونډلو، پاراگرافونو، لنډو اوږدو متنونو يا ليکنو اوکتا بونو پورې د ژبنيو توکو لنډ پر لنډه يا پرلپسې کارول  د کره ليکلارې او بيا بېلابېلو لارو لېلو( سبکو سټايلو) په تړاو له هره پلوه، نه پر سترگو ښه لگېږي او نه پر غوږونو.  داسې چې ليکوال يو  ټاکلی اړيکو ييکی (ادات ربط)، څه د ملو غونډلو او څه د پاراگرافو په سرکې پر وار وار کاروي.

بېلگې يې، لکه:

ٌچېٌ  يايې ناکره ځېل (څو، ترڅو )، خو ، هو ، هوکې همداسې، دغسې، (لکه څنگه چې)، (داسې چې)، (لنډه داچې)، (په دې ډول- توگه)، هرگوره، هسې خو، بياهم..؛ بشپړنونه (متممونه)،لکه: ( په لنډ ډول-توگه)، (په پای کې)، (په پای پای کې – ترټولو روسته= بالا خره)، تر هرڅه له مخه-مخکې- وړاندې، په يومهال کې (= په عين زمان کې)، (په ټوليز ډول- له لويه سره = عموماٌ)، (په ځانگړي ډول=  خصوصاٌ)، (په دې روستيو کې)، (په لو مړيوکې= په اوايلو کې)، (په نن سباکې= په دې ورځو کې):

څانگه به (نن سباکې) گل شي- ما يې په سرکې سرې غوټۍ ليدلې دينه)… .

 وينا واښتي (تکيه کلامونه)  چې زياتره پېښوري ليکوال او رسنوال يې چې  له وړکينې  راهيسې  ورسره روږدی شوي، په گړنيو مرکو ، بلکې په  رسمي ويناوو او بيا ليکنوکې  پرلپسې را غبرگوي، له هېڅ ژبني- سبکي آرومعيار سره اړخ نه لگوي: لکه: (چې دی)، (کوم چې دی)؛ د ٌ چې دیٌ  په تړاو راته له لومړني ښوونځي څخه د يوه ښوونکي يا پلټونکي دا سندره پرياد را پاتې ده:

ٌچې دی – چې دیٌ   به وايم يا به سر په  ٌچې ديٌ  کېږدمه ، خدايکه ٌ چې دیٌ  پرېږدمه… .

(۶)  غوراوی يا غورچاڼ (انتخاب)، لکه چې وار له مخه يې← اړوند پېژند (تعريف) وړاندې شو، د سبک آر و  بنسټ  بلل کېږي . په دې توگه   ليکوال  د اړوندې ژبې له جوليزې او ما نيزې رنگارنگۍ کار واخلي، نه يوازې د ادبي سبک، بلکې د څېړنيز او بيا ټولنيز سبک په تړاو هم. دغه غورچاڼ او ورسره تړلې رنگارنگي يوازې هغه ليکوال او وينال  سمبالولای شي چې وار له مخه د اړوندو معياري لارښودونو پر پليونۍ پر  ژبنيو توکو او پښوييزو رغښتو نو او ادبي نورمونو پوره لاسبری ولري.

 (۷) سوچوالی، په دې مانا چې تر وسې وسې له درېگونې نږه پښتو پانگې (گړويزونو- زړ ويزونو- نويزونو) گټه واخلو او په دې ډول مو  د پورويزونو کچه له ۲۵٪ څخه تېری ونه کړي.

په پوروييونو (مستعارو کلمو) کې، لکه پاس يې چې د پخوانو استادانو له خوا کارېدلې  او سولېدلې بېلگې وړاندې شوې، يوازې عربي او پارسي هغه نه، بلکې له نوي دود و مود سره سم  په ټوليزه توگه، اروپايي، په تېره انگرېزي دا هم راځي؛  په نورو ټکو،که دوديزو ليکوا لو په  عربي  ٌ فضل فروشۍٌ  کوله (او پليوني دايې لا تراوسه کوي)، دغسي يې اوسني په غر بي ٌ  دغو کوي!

په دې لړ کې، کله ناکله ټولنيز سبک تر ټولو گران پرېوځي.  هغه دا چې ارېستوکراتان له وړ کينې نه يوه ښوونکي ته گونډه وهي  لکه د برتانيي  شا هي کور نۍ غړي، په تېره  هغه چې د ځايناستۍ د نوملړ په سر سر کې ټيکاو مومي، همدا سې يې سلاکاران وينا ليکوال (speech writer) او نور درباريان درواخله. اوباما او ورته ليکوال چې د ټولټاکنو له لا رې سپينې ما ڼۍ ته لار مومي، ښايي، د لوړ کچ  ليکلې او ناليکلې ويناوې په هماغه لومړيو کې راخپلې کړې. پر وړا ندې يې پرمخيني هېواد مشر ٌ بوش ٌ  خپلو او پردو خندل چې  بې کا غزه ډېر شډل ٌ  informalٌ  ٌ غږېږي؛  په دې لړ کې د امريکاد سږني  جمهوري نوماندرونالد ترمپ د مېرمنې پر وينا بيا د ٌ ادبي غلا   palgiarizing ٌ تور ولگول شو چې هغې پخپله نه، بلکې ليکوال يې د له مېرمن اوباما څخه راغلا کړې وه!

(۸) مخاوی (contrast)، که څه هم دشعروادب په گډون د گردو هنري ځېلونو بېخ و بنسټ رغوي، خو د کره ليکلارې او بيا  ژبني- ادبي سبک په  رنگارنگۍ او رنگينۍ، زړه راکښون او خوږلنۍ کې پوره نقش لوبوای شي، که هغه د وييونو او بيا←جوړه تړنگونو (مرگ و ژوند ښېگڼه بد گڼه، هسک و ځمکه… ) پر کچ وي، د وييکو(څنگه- هسې، داسې- لکه …) او همدا راز د غونډونو يا غونډلو پر کچ ] بدلمېچ۲۴۲؛ مينه د زړه په ۱۷-۱۸وينه[

هر گوره، د سکالو د ښه ترا رڼاوي او پوهاوي په  موخه زازو دېته  اړوځو چې پاسني آرونه او دويونه  په بېلا بېلو پښوييزو- رغاونيزو برخو بنډو کې  پرلپسې تر  يوې ځغلندې څېړنې او سپړنې لاندې ونيسو:

لومړی- په اوازپوهه (فونيميکس) کې

۱- لنډون او سپما:  په دغه تړاو، تر هرڅه له مخه يو لړ پوروييونه له خپل غږپوهيز او بيا اواز پوهيز رغښت و وينگ سره سم رالنډولای او ليکلای شو چې دغه دود راته له پخوانيو نومو تو شاعرانو راپاتې دی. درې څپيزعربي دوه څپيزول، لکه: اختيار، د رحمان بابا د دېوان په لومړي بيت کې (… چې صاحب د کل اختيار دی رب زما)، پارسي، لکه بيابان؛ دوه څپيز يو څپيزول، لکه: سوال و ځواب، پياز، نياز، … شناخت، لکه د ستر خوشال په شعرکې:

 که دې شناخت وشه د ځان    شناخت دې وشه د سبحان

    که دې شناخت نشته د ځان    شناخت نشته د سبحان

درې کانسوننټه يو څپيز عربي او پارسي پور وييونه، يا له پښتو سره گډ هغه ، لکه شعر، نظم، نثر، علم، عزم، جزم، نذر، قدر، صبر، فصل، فضل، فقر، رحم، جرم؛ شرم، رزم، بزم، ببر… په سرچپه ډول، ځکه دوه څپيزوو چې که اوږدېږي هم، خو اسان يې ادا کولای شو، لکه د ستر خوشال  په شعر کې:

 پس له بنده دی دا عزم  د خوشال د خاطر جزم/

  يا نيولی مخ مکې ته                 يا مغولو سره رزم… .

 په دې لړ کې د اروپايي ليکدود او بيا عربي او پارسي وينگ او ليکدود دواړو تر اغېز لا ندې روسي ٌ څ-ٌ  پر(ts=تس) راړول، لکه ٌ څارٌ پر ٌ تزارٌ  ،څرابکين پر تسراپکين تېروتنه ده،  په دې لړ کې  هم  با يد، چيني (هېونتسنگ) ، (هېونڅن) او جاپاني (داتسن)، (داڅن) ووايو او وليکو. په دغه لړ کې  بايد  په عربي او پارسي پليونۍ اروپايي يو څپيز (پلان) هم دوه څپيز نه کړو او دوه څپيزه (پروژه) درې څپيزه …  ؛ يو نيم پښتو وياند،ان خپل دوه څپيز (مرستيال) هم تر ورته اغېز لاندې درې څپيزوي!] نورې بېلگې←  ليکلارښود ۵۵[

د پوروييو خجونه هم بايد تر ډېره د پښتو خجپوهنې اړوند (تابع) شي، د آريايي او نورو ډېرو ختيزو ژبو غوندې پښتو د اروپايي وييونو، په تېره وگړنومونو او ځاينومونو لومړي او دويم خج، پای او پايمخ (ماقبل اخر) ته لېږدوي، لکه جرمن، برېتانيا، يوگوسلاويا، امريکا، ارو پا يا يورپ، کانال، ماشين، دېموکراسي…؛ همداراز بايد موږ خپل داهم  د اردو- انگرېزي ځپلو پښتنو د اروپايانو په پېښو پر لومړي يا دويم خج و نه وايو، ډيلی، نيپال، لاهور، افغا نستان، کابل، هېلمند، ايران، مليزيا، اندو نېزيا، ملېشيا…(ليکلار ۵۶)؛ همداسې د ليکد ود او بيا جلا او يوځای ليکلو په تړاو (هماغه اثر۶۰۶۷)

په اوازپوهه کې په کار ده چې د ۳۷ کره منل شويو اوازونو (فونيمونو)  خوندي ساتل او  کار ول، هم د هر سبک و ستايل لپاره اړين بلل کېږي او په دې لړکې  اته (ځ، څ، ژ، ږ، ښ)  هغه چې شمال ختيځ خواته  يې له وينگ سره ليکنگ هم لږو ډېر ادلون بدلون مومي او يا هم سره وبله اخښل کېږي: سترگې- سترږې  ليکي- کېږي-کېگي، زوی- ځوی، ځان- زان، سلگۍ-څلگۍ او څلی- سلی. همداسې غلجايي ځ پر ج اړوي او (ژ- ږ) پر (ز)، لکه (دادېماجی ده)، کېزدۍ کزېزي، (لومړی زده کړه بيا کوزده کړه، د خوارې کونډې زويه، خپلې روټې زويه) اودا سې نور.

د (ټ -ډ )  تر اغېز لاندې چې پښتو له (ړ-ڼ) سره له منځني آريايي ژب-پېر راهيسې له هندي پراکرېټو رانيولې، تر وسمهال پېر راخپل کړې، بايد تر وسې وسې د اروپايي پوروييونو وينگ او ليکنگ آروالی (اصالت) ورسره کړکېچونه کړو. داچې  په برتانيي- هندي  ښکېلاک پېر کې ٌ برېتش- انگلېشٌ  د نيمې وچې استوگنو  دپښتنو غوندې دواړه اوازونه غبرگژبي کړي او د امريکايي انگرېزۍ په گډون يې پر نورو ټولو اروپايي ژبو هم سيوری ور غځولی، نو گاونډو پښتنو يې هم پليو ني کړې ده.  په داسې ترڅ کې چې پخپله برتانيان يې د دغو دوو فونيمونو په تړاو ډېر لږ اغېز من شوي دي، بې له دې چې  فونيميک رغښت يې وربدل کړای شي- د يوه فونيم دغه سرسري  بدلون ته غځن (length) وايي. (ليکلار، ۵۵۵۶ او د  غږپوهنې اړوند ليکنې).

– (ر- ړ- ل) درې سره غږونه د زېږډول له مخې اوبلن بلل کېږي ، لومړي دوه رپند او درېيم اړ خيز،او د زېږځای له مخې (ر-ل) اووريز او(ړ) بيا غبرگژبيزه ده  خو په يوه ويي کې يې پتليز والی  گران پرېوځي، په تېره چې پزيزه ڼې (ڼ-) ورسره هم مله شي، له دې لامَله يې تر وسې وسې د دغه پتليزوالي يا نژدېوالي مخنيوی په کار دی، هغه هم د (و) گړنۍ پښتو پر پليونۍ. له دغه پلوه کره او ناکره بېلگې په دې لاندې نوملړکې  وړاندې کوو:

ناکره                         کره

لوړرتبه – لوړپوړی              جگپوړی

په بشپړ ډول(دوه غبرگژبي ړ+ډ)           په بشپړه توگه

راکړل شو(ل)- ورکړل شو(ل)…            را- در- ورکړشو…           

راوړل شو(ل)- وروړل شو(ل)…            راوړشو-وروړشو…

رااړول شو(ل)-ورواړول شو(ل)…      راړول شو يا راوړشو

  راولړل- ورولړل…                راولړۀ- ورولړۀ

اړه – تړاو لرل                     اړه درلودل- تړاو درلودل

رالړۍ کول- ورلړۍ کول…            لړۍ کول

زما لور يوه خورلڼه لري             زما لور يوه خورينگه لري       

ډېر تلل راتلل                      تگ راتگ

له وره لرې شه!                     له وره بيرته شه

ورلره ورشه!                    (ورته) ورشه!

له لړمه مه ډارېږه              له لړمه مه وېرېږه

د وريو رمې ولاړې دي             لېري درېدلي دي  

لاسرسی لرل                      لاسرسی درلودل…

په دې لړ کې د (جرړه- پرېړ) غوندې وييونو پرځای ساده گړځېلونه ياگړدودي وارينتونه 

(جړه- پېړ) غوره او کره راځي.

د نوروهمرنگو او هموتوځو (هممخرجو)، په تېره د غبرگژبيزوغږونو د نژدېوالې او همهاله  ٌژبماتېٌ او طنزيه بېلگې درواخله، چې  په (و) گړني ادب کې يې هم ډېرې  موندلای شو، هغه هم د ځوانانو ترمنځ د سيالۍ له مخې بيا بيا او تېز تېز ويل کېږي، لکه:

پلن لرگی پر پلنه پوله پلن پروت دی، دا چيټ څنگه ټينگ چيټ دی، په تير تلم، تير مې پرېښووه…] ۳– پښويه ۲۶۶۹اوليکلارښود۵۲۵۹[

دويم- د گړپوهې (صرف  morphology) له پلوه:

الف-د نوماوړون (اسمي گردان) په برخه کې:

۱-  د سبک په تړاو  له څلورگونو نومډولونو( څيزنوم- ستاينوم- شمېرنومونو او نومځرو) اوړون (گردان)

۲- د نومځرو په لړ کې د ټولو ډولونو په پام سره غښتلي ( زه- موږ، ته-تاسې، دی-دا-دوی) اوکمزوري (مې- مو، دې- مو، يې)؛ تولنوځري ( زما- زموږ، ستا-ستاسې، د ده-د دې-دوی ) او اشاري (دا، دغه، هغه، هوغه) …

خو ترڅنک يې پلوي ( سمتي) ] را – در – ور [، وييکنومځري (اداتي)، يا يې له سربلو او وستربلو (په-، -کې، -ته-، -سره، -څخه، ځنې،-پسې، باندې،تر-، -لاندې، – باندې، -هيسې، روسته…) سره تړښتي (ترکيبي) ] پکې- راکې-درکې- ورکې، راته- درته- ورته… [ بڼې ډېر کارول، لنډون، اساني او رواني رامنځته کوي، ساده لکه په دې بېلگو کې:

 ناکره                         کره

څوک پرما باندې خبر نه شول      څوک راخبر نه شول (همداسې:… در- ور خبر نه شول  )

ياپه دې  لاندې  شعري لړونو (رديفونو)کې:

 څومره زغمم ناورينونه، خو جهان راخبر نه شو

 په دادومره سترگو ستورو، روڼ اسمان راخبر نه شو

که مې څه هم ورکاوي کې، ناغېړي يو هم ونه کړه

نصارا، يهود، هندو  او مسلمان راخبر نه شو…

له (را) او وستربل (ځنې= څخه)  يوه تړښتي بېلگه، لکه:

  ناکره               کره

له  ما- موږ ځنې       راځنې

له تا- تاسې ځنې       درځنې

له ده-دې- دوی ځنې     ورځنې

په شعري بېلگو کې:

بياڅه غچ نيلي اسمان راځنې اخلي

             چې د لمر پر لور ارمان راځنې اخلي…

رارژي مې د تاريخ زرينې پاڼې

             نن پرون او نوم نښان راځنې اخلي…

څنگه نه اوسي نارام د زړه هېواد مې

    چې ٌننگيالٌ  پسې ٌامانٌ راځنې اخلي

همداراز له (در- ور) ځنې؛ او بيا له نورو وستربلو(-کې،-پورې،- پسې،- لاندې،- باندې…) سره.

 ٌخپلٌ  د نوم او ستاينوم تر څنگ د يوه تولنومځري (ملکي ضمير) چار هم پر غاړه لري. دغلته هم ځينې کم ازمېښته ليکوال او رسنوال، د نورو ژبو، او بيا پارسي (-ش،-اش) تر اغېز لا ندې د (خپل) پرځای (د هغه، د ده) کاروي او موخه مانا کور ټه اړوي، لکه  (ميوند در  خانه اش است)  غونډله  (ميوند د هغه يا د ده په کور کې دی) راړوي.

 سمه پښتو يې:  ( ميوند په ٌخپلٌ کور کې دی).

يو وياند (يک کشتی با سرنشينانش غرق شد) غونډله داسې راپښتو کړه: (بېړۍ د هغه له سپرليو سره ډوبه شوه) او داسې نور.

په دې لړ کې يو تول- ځانگړی نومځری (مِلکي- شخصي ضمير) بيا د يو بېځايه تکرار مخه نيسي چې په انگرېزي يې ستاينوميز نومځری (adjectival pronoun) بولي. داسې چې د يو تولنوم (مضاف اليه)  د اړوند توللي (مضاف)  پرځای يوه  ځانگړي نومځري يا نغوتنومځري (شخصي يااشاري ضمير) راځي، که هغه هرڅومره اوږد هم وي. بېلگې يې :

زما- لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې بدې نه وې.

غبرگون: زما //داٌ // يا // هغه// هم بدې نه وې.

د زلمي // موروپلار، ورونه، خويندې، ترونه، تريندې او نور خپل خپلوان//  په کلي کې اوسېږي.

غبرگون : زما// دا// هم په کلي کې اوسېږي، يا: زما// دا// هم همداسې درواخله.

د ده// ټول کورنی لگښت او روغ رنځور// د ورور پر غاړه دی.

غبرگون : د زمري// دا//  بيا د پلار پرغاړه دي…] ۳- پښويه۱۳۵ – ۱۳۹ [

*  دا هم  يوه گړپوهيزه (صرفي) ←(غلط مشهوره) تېروتنه ده چې د ډېريو پښتو گړدودو او کره پښتو پر خلاف  گڼ شمېر ليکوال د يو لړ نرينه (الف- منځو) نومونو او نوږنومونو (اسمای جنس) اړوند الف په ډېرگړې  (جمع) او اوښتي پېر کې نه غورځوي، د ښه تراپوهاوي په پار يې د کره او ناکره نوملړ په لاندې ډول  وړاندې کوو:

ناکره                     کره

کالونه- دکالونو       کلونه-دکلونو

کچالو-دکچالو     کچلو-د کچلو

سابه-د سابو           د سبو

ساړه- دساړو           د سړو (تاوده- تودو، غارمه- غرمو…)

خواړه- د خواړه        د خوړو

ماڼو- دماڼو           د مڼو (لوگی) او داسې نور.

* د وگړنومځرو په لړکې د رېيم ډېرگړي  اوښتی پېر (مغيًره حالت) دومره گړدودي لاسوندنه لري، لکه: دوی-دويو، دغوی-دغوی، هغوی- هغويو، هوغوی- هوغويو؛ يا يې اشاري انډولونه چې له وگړنومځرو سره يې په (- ی) غورځن او پايخج توپيرېږي، هم پرخپله بڼه پاتېږي، لکه: دا – دغه- هغه، هغوغه.

ب-  په کړاوړون (فعلي گردان) کې کړ پايلې (فعلي خاتمې) لنډول، لکه:

د ننگرهاراو کندهار دا لنډون ، او هممهاله رواني او اساني له پخوا څخه کره ليکنۍ پښتو ته لار موندلې چې د بېچارکړ(مجهول فعل) د تېرمهالکړستاينوم (مفعولي صفت) پايله غور ځول کېږي او پايلې يې د مرستيالکړ په سټې (ياغلط مشهور مصدر) سيده پورې نښلې، خو په يولړ گړدودو او په دغه لړ کې  يې د پېښور خواته بشپړه بڼه له بېلابېلوگرداني ځېلونو سره له پخوا راهيسې په گړنۍ او ليکنۍ  پښتوکې پاتې ده. په دې مانا چې مرستيالکړ ور سره هم هماغسې گردانېږي- يوخوا له تواني کړ سره اخښل کېږي او بلخوا د سپمالنډون او اسا نۍ روانۍ آرونه ويجاړوي .

په لاندې  نو ملړکې يې ښي لاس ته ناکره او کيڼ لاس ته کره ځېلونه وړاندې کېږي:

         ناکره                             کره

ام وخوړلی شو- امونه وخوړلي شو      ام وخوړل شو- امونه وخوړل شو(-ل)

ام خوړلی کېږي- امونه خوړلی کېږي        مڼه خوړلې کېږي- مڼې خوړلې کېږي

 مڼه وخوړلې شوه- مڼې وخوړلې شوې    مڼه وخوړل شوه- مڼې وخوړل شوې

يا:

 پېښور کې بجلي چالو کېدلې شي       په پېښور کې برېښنا چالانېږي

همداسې د لومړي. دويم وگړي او درېيم (متکلم، مخاطب او غايب) لپاره:

 زه وبللې شوم- موږ وبللي شو        زه وبلل شوم- موږ وبلل شو

ته وبللې شوې- تاسو وبللي شوئ       ته وبلل شوې- تاسې وبلل شوئ (شواست)

يوه شانداره دستوره جوړه کړې شوه        يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه يا راوبلل شوه

همداسې  د شمال ختيځ، په تېره پېښور خواته د مرستيالکړ کېدل د درېيم وگړي وسمهال (کېږي) هم لږوډېر  پر (شي) اړوي چې که څه هم لنډون راولي، خو ډېر کارونگ يې نابومه برېښي:

ام خوړلی شي- امونه خوړلي کېږي (شي) ام خوړل کېږي- امونه خوړل کېږي

مڼه خوړلې شي- مڼې خوړلې (شي)   مڼه خوړل کېږي- مڼې خوړل کېږي…

د مزاردرې  يو متل دی: لېونۍ ته به  چې چاوويل: نن دې واده دی!

هغې به ځواب ورکړ: باور مې نه شي.(نورې بېلگې انگرېزي- پښتو سيندگی اووم-نهم)

ج- په  کړاوړون کې د اسانۍ و روانۍ په موخه (-ل-)، په تېره چې تر (ړ-)  روسته شي، غورځولای شو، لکه:

را-در-ور کړل شو       – ورکړشو

را-در- وروړل شو       -وروړشو

کړلای شم…            کړای شم…

راوړلای شم             راوړای شم… (← ر-ړ-ل)

څښلای شم          څښای شم

تللای شم          تلای شم

راغللم                راغلم

* کندهاري اخم-اخو، اخې-اخئ، اخي …  يا ننگرهاري الم-الو،الې-الئ، الي… دومره ټوليز وا لی نه لري، خو شاعران د تول وتال له اړتياسره کارولای شي، همداسې د (راغلل) له اوړو ني (گرداني)  بڼو څخه (راغی) يو څه زيات دود لري، خو راغم- راغو…)  بياهم شاعرانو ته پرېږدو.

– (پرې-، پورې-، اړ- تېر- کښ- ننه-…) او (را-در-ور) مخکړونه له آرو کړونو سره د منځتاړي خپلواک (ا، زور، زورکی) او(-ل-) په غورځونه پتليز لوستل او ليکل، لکه په دغه روسته نو ملړ کې:

(پرېستل) پرې اېستلی       پرېستی

(پرېوتل) پرې وتلی         پرېوتی

(پرېولل) پرېوللی          پرېولی (پرېمينځلی بيا پرېمينځی  نه راځي)

(پورېستل) پورې اېستلی     پورېستی

(پورېوتل) پورې وتلی            پورېوتی

(پورې وهل) پورې وهلی      پورېوهلی

( پرېستل)-پرې اېستلی      پرېستی

 (اړېستل) اړ اېستلی            اړېستی

(اړوتل) اړوتلی            اړوتی (مجبور)، پرتلويی يې: آړوتی (شرطي، مشروط)

(تېروتل) تېروتلی          تېروتی

(را اخېستل) رااخلي             (راخېستل) راخلي] ← ليکلارښود ۴۸۵۲ [

يادښت: ٌښوول ٌ  له دوه گونو (پرې-، کې-) مختاړو (مخکړو) سره موپه تېرمهال کې د ٌ شما لختيز ٌښودلٌ او سوېلختيز ٌ ښودلٌ  اوکرلاڼي ٌ ښيل ٌ پر وړاندې کره بللی، لکه( ماښووه…) او په ناتېرکې کرلاڼی(ښيل)، لکه (زه ښيم…)؛ پرېښوول او کېښوول بيا پر(پرېږدل اوکېږدل) اوړي،  نو کره تېرمهالکړستاينوم يې (پرېښوولی) کره راځي او لنډه  بڼه يې (پرېښی)، نه (پرېښلی)؛ کونړيان يې لا پرېښودی او پرېښوستی وايي!

* ارماني کړ (تمنايي)، تواني کړ (امکاني فعل)، او نور ناخبري (انشائيه) آرکړونه که مرستيا لکړ(معاون فعل)  ونه لري (-آی) خوندي ساتلای شي، خو که مرستيال هغه ورپسې راشي، نو د لنډون او روانۍ په پار بايد همدغه مرستيال ته راولېږدېږي. آرکړ، لکه : ماکاشکې پيسې و گټلای، گوندې ته مې و ليدلای…؛ له مرستيالکړ (کېدل- شول، استل- ول) سره، لکه:

کاشکې مې ته وليدلی (وليدی) شوای، گوندې مې ليکنه سرته رسولې وای، ماکه  کارکولی شوای… (کول: دلته آرکړ دي)؛ هر گوره، په سوېل-لوېديزو گړدودو کې آر و مرستيال دواړه کړونه هممهاله (-آی) پايله کاروي چې د بشپړ ډېري ليکوالو ته گران پرېوځي، لکه: کاشکي مي وليدلای سوای، گوندې مې پيسې وگټلای سوای… .

درېيم- دغونډله پوهې(نحوې) له پلوه

 غونډله پوهه  په اوازپوهې اوگړپوهې پسې درېيمه پښوييزه څانگه ده او د ويېنې (بحث)  يوون (واحد) يې  غونډله (جمله) ده چې هممهاله د وينا يو بشپړ او د د وينا يا خبرو ناشننوړ يوون  يا خپلواک وييغونډ (syntagma) هم گڼل کېږي. بلخوا داچې غونډله تر هر څه له مخه پرغونډونو(فقرو) وېشل کېږي او  هله بيا پر لا وړو وړو توکو، نو خپلې خبرې  د غونډلې له همدغو غورو رغنده ژبنيو توکو څخه راپيلوو.

الف-  غونډونه (فقرې، عبارتونه-عباره ها phrases)

غونډونه که  څه هم د سرليکونو او سرليکو (لوحو) او په تېره د ټاکندو اوجوتو نومونو (← وييپوهنه) په توگه، ازادانه کارول کېدای شي، خو له آره د غونډلو (جملو) تر ټولو لوی او  ناشننوړاز اد رغنده تړښتي توکي بلل کېږي، او په دې جاج ورته وييغونډ (syntagma)  هم وايي. پر وړاندې يې يووستوو رغنده توکو، لکه نوم، کړ… ته (constituent).  وييغونډونه چې پر خپل وار له همدغو يووستوو توکو څخه ناپايه جوړښتونه رامنځته کوي او له مانيز پلوه پر ټوليزو او جوتو  نومونو او نومَونو ترمونو وېشنه مومي، نو  د دغه  پښوييز او مانيز ډېرښت او ارزښت له لامله د غونډله پوهې (نحوې) يوه جلا څانگوړې (غونډپوهنه- عباره شنا سی  يا (phraseology) رغوي.] ← وييپوهنه او وييرغاونه،۱- ټولۍ؛اکسفورډ ډېکشنري [

يو غونډ(فقره) له خپلواکو توکو (نومونو،کړونو…)  ناخپلواکو ياوييکو (د- په- پر- تر- له-…) او يا د دواړو ډولو له  ملتيا څخه رغښت مومي او  راز راز تړښتي پښوييز يونونه (واحدونه)، لکه ستاينومونه،کړولونه او بشپړنونه (صفتونه، قيدونه، متممونه)، گړنې او څرگندنې (ايد يمونه اواېکسپرېشنونه)…هم منځته راوړي ؛ غونډونه  د يوه گردان شوي کړ په ملتيا پر لنډ کيو غو نډلو بد لېدای شي، لکه: کورته ځم، په کورکې يم، پر کور يم او (کوريم) يې لا لنډ کۍ بېلگه ده. په دې مانا چې يو نوم هم د غونډ ځايناستی کېدای شي او له کړ سره يوه (لنډ کۍ) غونډله جوړوي، خو گردان شوی کړ بيا ځانته هم غونډله رغولای شي، په نورو ټکو، يو اوړلی کړ (گر دان شوی فعل) په يوازېني ځان کوشنيترينه غونډله گڼل کېږي. (←۳– پښويه ۲۱۸۲۲۶)

په هر ډول موږ کولای شو د يوې کره ليکلارې او په تېره د يوه ادبي سبک په موخه پکې تر کېدونه  د غړراړی، لنډون، اسانۍ، خوږغږۍ… يادشوي آرونه پر  بېلابېلو يوونونو پرکار واچوو.

*  کړولي او بشپړني غونډونه

له ساده او لنډو لنډو غونډونو، لکه د سربلونو په غورځن (حذف)، بدلون ياکمونگ او اړوند سربلونه يا وستربلونه ورلنډول، يا گړسره پر پاخه تړنگ وراړول.

*  له (په-کې) سره تون-او مهال کړولونه او بشپړنونه (متممونه):

په وچه کې راښکېل هېواد         ناکڅوال هېواد؛وچغاړی هېواد (اېمل پسرلی)

په ۱۳۹۵ل. کال کې په هېواد کې…    پر ۱۳۹۵ل.کال په هېواد کې(ترهگري زياته شوه)…

په غرمه کې په کورکې خوب کوم    غرمه په کورکې خوب کوم)

له کلونو څخه را په دېخوا       له کلو راهيسې يا له کلو کلو

په مازيگرکې په گودرکې…       مازيگر پر گودر مېله وي

]  مازيگر ښه دی، ديدن کېږي// بده غرمه ده، ليلا کور کوي خوبونه[

← د  ٌسربلونو کتابٌ  لرې برې بېلگې.

* د (د-) سربل له (درغلي) تړښتي وستربلو سره چې بېلابېل (کړولي، بشپړني، ورتني، څومره ييز، څرنگيز… اواړکيز conjunctional) غونډونه (د-له کبله، د زمري په څېر د- ساري په ډول- توگه، د-له مخې، د- پر بنسټ، د- لپاره، د- په موخه، د- پېړيو په پوړيو کې…) رغوي او د  ← لنډون  اوغور چاڼ په موخه يې ، پر داسې يووستوو انډولونو بدلولای شو چې لږو ډېر ور سره سربل ٌد ٌ هم سپمو ل کېږي.

  * بشپړنونه (متممونه):

    ناکره                          کره

د هېواد دپاره                      د هېواد لپاره، د هېواد په پار

د څېړنې په منظور               د څېړنې په موخه

د شپې له مخې (خوب کوم…)         د شپې (خوب کوم…)

 د قانون په اساس               د قانون پر بنسټ

د وخت  په تېرېدو سره           له مهال تېرېدنې سره

تر ډېرو کالو وروسته                ډېر کلونه پس

تر يوې مياشتې وروسته           مياشت پس

د اوسني وخت ضروريات            وسمهالې اړتياوې

د نوي کلونو په موده کې             په نويکلن پېر کې

د… په -له قوله                   د… له خولې- په خبره- په وينا

* غونډونه پر تړنگونو راړول:

د اړتيا وړ- پام وړ                 اړتياوړ- پاموړ

د خوراک توکي- خوراکي توکي      خوراکتوکي

دکم عمر لرونکي کسان يا خلک     کم منگي وگړي

عمر خوړلي (سالخورده)…            پوخمنگي

په مړوکې دوه  کوچنيان شامل دي      په مړوکې دوه کوشنيان دي… .

مساپر وړونکی بس                سپرلۍ گاډی

*  ورتني(تشبيهي) غونډونه چې له يوه نوم څخه د اضافي سربل ٌ د-  ٌ او تشبيهي وستربل (غوندې،په څېر…) څخه رامنځته کېږي، اوږدې او لنډې يې سره داسې پرتله کېږي:

د برېښنا غوندې (په څېر…)     برېښناوزمه (-ورته، شانته، شانې )

لکه د نورو هېوادونو غوندې      لکه نور هېوادونه

* څومره ييز(مقداري)- کړولي اړيکغونډونه چې د ورتني هغو په  څېر يې وستربل هماغسې لنډ او اوږده ځېلونه لري ، لکه:

 د غره په اندازه – کچه         غرهومره

د پيل په اندازه غټ        پيل هومره غټ-لوی

د سلوکلو په اندازه- کچه   سل کاله هومره، پېړۍ هومره (ژوند…)

د دنيا په سطحه        پر نړيوال کچ، پر جهاني کچ

په  عالي سويه             په لوړه کچه

په عينِ حال کې         په يوه مهال کې يا هممهاله

په داسې حال کې        په داسې اکر يا ترڅ کې

په دې صورت کې         په دې ډول، له دې  سره

په دې مورد کې         په دغه تړاو، په دغه برخه کې

بلاخره                 په (پای) پای کې

مکرراٌ                 بيا بيا

په دې تازه وختو کې        اوس اوس

په دې ورځو کې         نن سبا، وسمهال

تر ممکنه حده پورې     تر کېدونه

حتی الامکان            تر کېدونه

حتی الوسع             تر وسې وسې

تر روستي سرحده        تر روستي بريده

د مساپرو په بس…کې       په سپرلۍ گاډي کې

*   بېلابېل اړيکوييکي هم  له غونډونو څخه ، يووستوو هغو ته رالنډېدای شي، لکه:

( چې، څنگه چې، کله چې،دومره، هومره، هغومره، هسې، داسې، همداسې، همهغسې… ) : بيا دې سهي نه کړم په هغو سترگو – يوځلې همهغسې په مړو سترگو(خاطر)

( څنگه چې) راغلم، ته تللی وې! (چې)  راغلم، ته تللی وې!

(که غر لوړ دی، پر سر يې لار ده) متل هم ، د نورو متلو غوندې د يوې اوږدې بڼې يوه کره کېښکلې بڼه اټکلېدای شي، لکه واخلې:  ٌ که غر (هرڅومره) لوړ دی، (خو بيا) يې هم پر سر (باندې) لاره ده! ٌٌ

* ټاکندويه غونډونه چې د سربل او وستربل او تر ډېره بيا د تول (اضافي) سربل (د-) په غو رځن او پرځای پياوړی خج  ترغونډلو بهر د سر ليکونو او سرلکو (لوحو) تر څنگ، د ټولنو مونو(عامو اسمونو) او ځانگړنومونو(خاصو نومونو) او نومَونو(ترمونو) په توگه ازادانه هم کارول کېږي او ځينې يې پر پخو تړنگونو هم اوړي.

 د لو مړي ډول بېلگې، لکه:

د ښار ټولنيزې ستونزې      ښاري ټولنيزې ستونزې

د ښار بېلابېلې ناحيې            بېلابېلې ښارمېنې

د نفوسو احصيائيه اخېستنه       وگړشمېرنه، سرشمېرنه (پاخه تړنگونه)

عجالتاٌ                سم له لاسه، سملاسي

دستي- سمدستي- بلافاصله     سم له سمونې،سملاسي

فوري- عاجله مرسته         بېړندويه مرسته

*د ټوليزو اوځانگړنومونو او نومَونو(ترمونو)، يا جوتغونډونو(← وييپوهنه) په توگه:

پر مذهب نه ولاړ (دولت)     ازاد دينی (دولت)

د اقتدار پر سر گوند            واکمن گوند

مخ پر ودې هېواد           پرمختيايي هېواد

د( له) گڼې گوڼې  په ډک ښارکې   په گڼمېشتی ښار کې

په لوېديځ کې مېشت افغان        لوېديځ مېشتی افغان

 په بهرکې خپرېدونکې رسنۍ  بهرمېشتې رسنۍ

د يوه سړي په سر دکال گټه        سړي سرکال گټه

دکابل پوهنتون- ښار-ښاروال…   کابل پوهنتون…

د افغانستان طالبان             افغان طالبان

عربي ياد عربو ليگ         عرب ټولنه

عربي ياد عربو امارات      عرب امارتونه-امارات

د اروپا اتحاديه          اروپا ټولنه

د نړۍ ټولنه               نړيوله ټولنه

د تورکو او مغولو نژاد          تورک- مغولي توکم

د عربي هېوادونو ليگ       عرب ليگ يا ټولنه

زموږ او نورو بندونه، کانالونه، غرونه او سيندونه…:

د ننگرهار کانال           ننگرهارکانال

د سوېز کانال              سوېز کانال

د پانامې کانال            پانامه کانال

د سلما بند                سلمابند

د سلطان بند               سلطان بند

د مچلغو بند               مچلغو بند

د سردې بند                سرده بند

د سالار وياله              سالار وياله

د کونړ سيند               کونړ سيند

د کابل سيند               کابل سيند

د هېلمند سيند             هېلمند سيند…

د نور-مزار- پېچ دره            نور- مزار-پېچ دره…

د بابا- هندوکښ- پامير غر…        بابا غر- هندوکښ- پاميرغر…

د ليلي- بکوا دښته         ليلي- بکوا دښته…

همداسې خيبر-، الينگار-،اليشنگ-، تگاو- نجراو- پغمان- او نورې درې، غرونه، دښتې او بېلابېل ځاينومونه او کړنومونه (د) سربل ته دومره اړتيا نه لري.

]

* (په) سربل، او (ته) وستربل هم ناکره غونډونه رامنځته کوي:

په خټه مصری               مصري توکمی- آری

 زرتشت  ته منسوب کتاب     زرتشتي کتاب

د اسلام د پيغمبر(ص) ته منسوب عکسونه ]د اسلام پيغمبر(ص) اړوند انځورونه[

د بي بي سي د ناسمو وييرغاونو په لړکې: پاکستانی الاصله (پاکستان آری)،افريقايي الاصله

(افريقايي آری-توکمی)، جاپانی الاصله (جاپاني آری-توکمی)…له عربي وييرغاونې سره هم همغږي نه لري!

۳– گړنې- څرگندنې (محاورې- اصطلاحات) چې د غونډپوهنې (phraseology) د يوې ځا نگړې برخې په توگه

گړنې له داسې کېښکليو(فشرده) ژبنيو توکو څخه گڼل کېږي چې د نورو توکو په توپير، لکه شعري انځورونه  له اوښتو (ماناوو) سره په لنډه تنګه جوله کې ډېر څه را نغښتلای شي. دا تو کي، هرگوره د کېښکلتيا له اړخه له ورمو وراشو، غورو ويناوو، او بيا متلونو سره په يوه ډله کې ټيکاو مومي، لکه پاس چې  وويل شول،له عربي((قلّه و دلّه کثيرا)) جاج سره سم په ٌلنډو او پخو ويناووٌ ، يا په پار سي نومونه ((سخنان قصار و بليغ)) کې راځي.

*  گړنې يا يې ساده ځېل (څرگندنې ) هغه څه دي چې د يوې کره ليکنۍ ژبې په چوکاټ کې د  بل  هر سبک و سټايل، په تېره  د ادبي او ټولنيز هغه لپاره او بيا د ← ٌغوراوي  او رنگار نگۍٌ  له پلوه په زړه پورې لاره هوارولای شي، لکه واخلې په اروپايي او څه ناڅه په عر بي او پارسي او ځينو نورو ختيزو ژبو کې. له بده مرغه په پښتو کې نه دومره له گړدودونو را خو ندي  شوې او نه يې ليکوال له کارونگ سره دومره روږدتيا او لېوالتيا لري.

ويل کېږي چې امريکايي انگرېزي، د برتانيي دې په پرتله گړنې (idioms) او څرگندنې (ex-) pressions ) ډېرې کاروي، چې که څه هم له دغه پلوه يو څه گرانه او پېچلې برېښي، خو  ور سره لوړ ليکنی ستايل يې د ستا ينې وړ کړی دی.

۴– ادبي فورمونه (literary forms) هغه ځانکړي ژبني توکي دي چې د يوې ژبې زدکړوال  غږ ېدونکي او ليکونکي، په نورو ټکو، ويناوال، ليکوال، پوهان، جگپوړي دولتي چارواک (او ←وينا ليکوال speech writer) او نور ورته ټولنيزې ډلې ټپلې له نورو هغو څخه برجسته کوي او ممتا زوي. په دغو ځا نگړو ژبتوکو کې گړنې- څرگندنې، وييونه، غونډونه (عبارتو نه) او غونډلې (جملې)،  او بيا د گړنو او څرگندنو ورته زړه راکښونکي رغاونې راځي چې لکه نويزونه (نيو لوجېزمونه) د ليکوالو او شاعرانو له خوا په اړونده ژبه کې  وخت پر وخت را منځته کېږي او  دود مومي؛ هرگوره، ادبي فورمونه د ادبي يا شعري انځورونو(ايماژونو) سره يوراز نه  دي.

* انگرېزي داسې توکو او بيا يې کارونگ ته فورمالformal  ٌ  نومَونه کاروي او پر وړاندې يې (informal) هغه. که څه هم دغه ستاينوم، لکه ستايل، له کاليو او خوړو نيولې، د وېښتو تر سينگاراو هر دود و دستوره پو رې رانغاړي، خو د ژبې او سبک په تړاو مثبت (formal) دا له  ٌ کره ٌ او ٌادبيٌ  ستاينومو سره اړخ لگوي او منفي نافورمال (informal) يې له (slang) سره؛ په ټوليزه ور ځنۍ گړنۍ انگرېزۍ کې يې مثبت دا د کره (standard) او منفي يې د (slang, slangy)  پر ځای کارول کېږي  چې سيده مانا يې (و) گړنۍ وييونه (واژه های  زبان عاميانۀ گفتاری) ده. (Collins Dic.)

موږ  بيا، لکه وار له مخه ورته نغوته وشوه، داسې وييونو ته د موخې اوجاج (مفهوم) له مخې  سره سم سهي پښتو انډول (شډل) يا (شاړو شډل) کارو لای شو، ځکه د ټوليزې (و)گړنۍ يا ولسي ژبې  ټول وييونه نه، بلکې يوازې يوه  ډېره سپکه ورکه  ٌنامؤدبانهٌ   برخه يې رانغاړي، او نوې رغاونه يې هم د لوچه گانو او ټوکمارو کار دی چې په  اروپايي او امريکايي ښوو نځيو، په تېره، پوهنتونونو کې يې وخت پر وخت سيندکښان راټولوي او د لويو لويو سيندونو او سمندرونو په نويو چاپونو( اېډ ېشنونو) کې يې ورسرباري کوي.

* په دغه لړ کې د  فورمالې ٌ کره ليکنۍ ٌ  ژبې کارونځايونه او ډولونه په لاندې ډول دي:  په ادبي  ډگر کې دا ځېلونه را نغښتای شي: داستان، ليکنه (مقا له)، تکل، طنز، ياده (خاطره)، يونليک، ادبي راپورتاژ، ادبي ليک، ويرنه، اغېزه (story of effect)… ؛ نورکارونځايونه او ډولونه  يې د لوړو ټولنيزو پاړکو، او بيا د لوړپوړو رسمي- سياسي ليکنې او ويناوې دي؛

ادبي څېړونکی اجمل ښکلي بيا پر خپل وار په  ٌليکنه او کيسهٌ  (تاند ووبپاڼه: ۷-۸-۲۰۱۶) کې  فورمال  يا زموږ  ٌ کره ٌ انډول دا  ٌرسميٌ  نثر نومولی او پر وړاندې يې ادبي ٌ نارسمي ٌ  او د ليکنې څېړنې دا يې هم  ساده يا ٌ مرسل ٌ !

په داسې اکر کې چې يو خوا، د ادبي ټوټو په نامه  ادبي يا هنري نثر، بې له هغې نن سبا تر ازاد و سپين شعر روسته د نا پېيلي (منثور)  تر نامه لاندې درېيم  ډول نوی نوی شعر يا شعري فورم  بلل کېږي.  بلخوا دا هم  د يادولو ده چې نن سبا ډېری رسنيز نثرونه، په تېره د پر مختللې نړۍ دا، له چاپي تر الکترونيکي پورې  په فورمال او کره  نثرونوکې شمېرلای شو او همداسې د ډېری پوهنو، په تېره  د ټولنپوهنو، لکه ژبپو هنې، ادبپوهنې، څه ناڅه  د تاريخ او داسې نورو نثر ونه درواخله، لکه واخلې د ستر تايخپوهاند جوزف ټاينبي، يا زموږ د اد بپو هنځي د مهال استاد شهيد ميوندي او بيا د ارواښادغني خان د تاريخ ٌ پټانز ٌ انگرېزي نثر.

 *

* په هرډول،  زموږ ليکوالو او شاعرانو  د دغو نورو نږه ولسي توکو(گړنو،څرگندنو، وييو نو، غو نډونو، غونډلو…) د  کمې يا نه کارونې تر څنگ د خپلې ژبې د رغاونيز چوکاټ دننه د داسې فورمونو په رغاونه او کارونه کې هم روسته پاتې دي ، او د پور وييونو غوندې په پرديو هغو شخوند وهي، نو ځکه وايو چې پښتو تر اوسه خپل کوم  ځانته خپلواک  ليکنی- ادبي سبک و ستايل نه دی رامنځته کړی، او يوڅه  يې چې بيا راخپل کړی، دگړدودي- سيمه ييز هغه استا زي يې کوي، نه د ٌ يوې- کره ليکنۍ پښتوٌ . نو دا ترخه رښتيا بويه ومنو چې تر زدکړوالو او ليکوالو او بيا ښاريانو په پرتله، د ناليکلوستو کليوالو (و) گړنۍ پښتو په لرو برو کې ډېره آره او نږه  پاتې ده!

د ساري په ډول د پارسي (په عمل راوړل، صورت نيول، …تشکيلول، له ځانه شهامت يا مېړانه ښوول…) ، يا اردو- انگر ېزي (په اعتماد کې اخېستل، پاتېدل= اوسېدل…) ټکي پر ټکي يا هوبهو راړونه  (literalization) خو له پښتو رغاونې سره هېڅ اړخ نه لگوي.

هرگوره، د(رامنځته کول- کېدل، تر غور-کتنې- څېړنې- فشار… لاندې نيول…) د برابرۍ له مخې له پارسي انډولونو سره يو شان راځي او پښتو نه زيانمنوي: (لکه په لاندې ډول)  بيا له پارسي (به گونۀ زېر) يا عربي (ذيلاٌ) بېخي نړيوال بلل کېږي، انگرېزي انډول يې (to follow, as follows,following)او الماني (wie folgt, wie folgende) او داسې نور.

* په دې لړ کې پښتو يوشمېر  پور بېلگې بيا ، د ځينوپوروييونو په څېر راخپل  کړي، لکه عربي (جعلَ)، پارسي (گرديدن)، په دې غونډله کې: ٌ دا زما يو خوی  گرځېدلی دی- نه د پار سي، او بيا اردو-  انگرېزي ځپلو ليکوالو هومره چې د ٌ جوړېدل ٌ تر څنگ يې هر هر چېرې کاروي نورې ورته  پار سي بېلگې په دې   روسته ليکلړ کې ليدای شئ:

    پارسي                          پښتو

چشم به جهان کشود               سترگې يې نړۍ ته  وغړولې يا پرانېستې

چشم از جهان پوشيد              سترگې يې له نړۍ پټې کړې

مرده- جنازه را به خاک سپردند       مړی يې خاورو ته وسپاره

يادښت: ځينې انگرېزي او نورو اروپايي څرگندنو هم له پښتو سره اړخ لگوي، لکه:

راخپلول (to own)، له- سره شريکول (to share)… .

 * له څو کلو راهيسې د پارسي  د ټکي پر ټکي يا هوبهو راړونې (literalization) پرځای زموږ خپلې رادود کړې نږه پښتو ادبي څرگندنې (اصطلاگانې)، لکه:

…په بر کې نيسي، په -کې  شامل دي. …رانغاړي، راخلي، په- کې راځي.

دکاميابۍ راز په کارکې پټ (مضمر) دی د بري راز په دې کې نغښتې دی

د يوه کار له عهدې وتل          د يوه کار له توغه يا توغ و توانه وتل (زرمل)

اوس داهيلې پيداشوې چې…           – راټوکېدلې چې…

د دولت  اقدامات پر امنيت متمرکز دي     د دولت هڅې پر امنيت راټولې دي

زماپانگه ۴ جريبه ځمکه تشکيلوي      زما پانگه ۴جريبه ځمکه کېږي يا رانغاړي.

له چا څخه مرسته نه درېغ کول        له چامرسته نه سپمول

د بل له ازاره خودداري کول          – ځان ژغورل يا ډډه کول

درې ومړل چې عبارت دي له…     درې کسه ومړل:…

د هغوی له جملې څخه…          له هغوی څخه …

په هغو کې درې ښځې هم شاملې دي      په هغو کې درې ښځې هم  راځي

هېواد په بد حالت کې قرار لري       هېواد په بدانکړ دی يا په بد اکرکې ټيکاو لري.

لس مېلمانه لرو: (هريو) زمری، بری…         لس مېلمانه لرو: زمری، بری…

* کره او ناکره يا شډلې او دوديالې گړنې:

زړه خولې ته راتلل     پزې يا سپږمو ته رسېدل

خره پر خره کېدل       سمسمکي کېدل (په غېږه کې)

خوله چينگول           خوله ويتول

خوله ورمردارول        خوله ورخوږول (بډې ورکول)

مردار خولی            سپک خولی

چوخې سترگې،چوخ سترگی کوغې سترگې،کوغ سترگی(په کولکيو کې ننوتې سترگې)

غول وغو شايي    خاورې ايرې

کونه تريوول           ټنډه تريول (تروول)

کونه اېستل            ځان اېستل

پر کونه تلل           پرشاتلل

کونډې ته… ښوول      هيلۍ ته لامبو ښوول

د پارسي گړنو او څرگندنو (expressions) له بې شمېرو  بېلگو څخه:

 (۱) پارسي:              کره پښتو:

استيضاح (ته) غوښتل        څرگنداوی پوښتل يا غوښتل

د استيضاح جلسه            د څرگنداوي غونډه

د باور- نه باور رايه ورکول     باوررايه- د نه باور رايې ورکول (موسی شفيق)

صورت نيول                 (ترسره) کېدل

په (پر) عمل راوړل         تر سره کول (دوديز طب: عمل= نس ناسته)

يوه کار ته اقدام کول           – هڅه کول

 اقدامات په لاره اچول      هڅې پيلول

تصميم نيول               پتېيل

قيمته… تمامېدل          گران… پرېوتل (له کوټې تر پېښوره دود لري)

تعاطي افکار،دافکاروتبادله      داندونو راکړه ورکړه (اندونج)

 پر چا باندې يوڅه تحميلول          پر چا يوڅه تپل

 په بر(غېږ)کې نيول- احتواکول   رانغښتل- راخېستل                  

له ځانه شهامت ښودل            خپله مېړانه ښوول

(نه)چندان- چندانې         دومره (نه)

د بحران په صورت کې        د کړکېچ په ترڅ کې

ستا په موجوديت کې         ستا په شتون يا سوَبتيا کې

حضور درلودل               سوَب ول، سوبتيا لرل

ستا په حضور-غياب کې       ستا په سوَبتيا- ناسوبتيا کې

په ادب کې مطرح کس         پاموړ  ادبي کس

د پلاني په قول يا له قوله       د – په خبره يا په وينا

حقايق مطرح کول            رښتيا- رښتياوې را مخې ته کول

په واقعيت کې- واقعاٌ            په رښتيا- په رښتينه

په عمل کې- عملاٌ ثابتول     په کړن کې زبادول

ونه- ور- غمی کښېنول       … اېښوول  

همسايه کښېنول             همسايه اچول

په خيرخانه کې کښېناستل         په خيرخانه کې اوسېدل

د تجاربو- افکارو تبادله        د ازمېښتو- اندونو راکړه ورکړه

د بااعتباره اسنادو پر بنأ      د باوري لاسوندو له مخېپر بنسټ

ازادي غوښتونکی- خوښوونکی  ازاديپال

 د تسليت مراتب په عرض رسول خواخوږي څرگندول-وړاندې کول

متقابل احترام                  وبله درناوی

(نورې بېلگې انگرېزي- پښتو سيندگی څلورم- شپږم)

 (۲) له اردو– انگرېزي را کاپي کړې بېلگې:  

په ښارکې پاتې کېدل             په ښار کې اوسېدل (to stay in the city)     

 په اعتماد کې اخېستل      پرې باورکول- څرگندول

اعتماد سلبول              بې باوره کول

د چاخبرې… تسليمول            د چا… ته غاړه اېښوول- منل

لادرکه،لاپته                تری تم- ورک راورک

حالانکې چې…          اکرداچې- په داسې ترڅ کې چې

چونکې                 څنگه چې

(نه)چندانې                دومره (نه)

د غمرازۍ اظهارکول         خواخوږي کول- څرگندول

د جدت غمازي کول           د نوښت ښکارندويي کوي

 په  محبت آمېزانداز (کې)           په  مينه ناک ډول-توگه

 په گڼ تعداد يا شمېرکې کسان    گڼ  کسان، گڼ شمېر يا  ډېر کسان

د – په مشرۍ يا صدارت کې        د- په مشرۍ (دٌ کېٌ مخنيوی)

خودکشه دماکه          ځانمرگي چاودنه

توجه-ردعمل- سهولت ورکول   پام-پاملرنه کول؛ غبرگون ښوول؛ اسانتيا برابرول

انتهأ پسند                بنسټپال

حريت پسند                 ازاديپال

ازاد خياله                ازاداندی

متأثره کېدل               اغېزمنېدل؛ اندېښمنېدل

امېدواره نااهله گرځول     نومانده ناقانونول

د دستاويزاتوباوجود            له لاسوندونو سره سره

نظرانداز کول              له پامه غورځول

(نورې بېلگې انگرېزي- پښتو سيندگی اووم- نهم)

* نړېوالو متلونه او گړنې- څرگندنې، چې  کېدای شي، د هوبهو ژباړې پرځای يې کره کوټلي پښتو انډولونه ځايناستي کړو، لکه:

تفرقه واچوه، حکومت و کړه       بېل يې کړه، اېل يې کړه

ياد عربي ٌ قوتو لايموتو ٌ او پارسي ٌبخورو نميرٌ  پر وړاندې (و) گړنی پښتو انډول:

و خورئ او مه مړ کېږئ   وخوره- مه مره

ب- غونډلې (جملې) او رغنده توکي يې

هماغسې  چې وييغونډ (syntagma) د (constituint) تر څنگ  غونډلې ستر خپلواک يوون  (واحد) دی، دغسې غونډله د (کړنيزې) ژبې يو بشپړ يوون دی، په نورو ټکو،  خبرې يا وينا د غونډلو په مټ ترسره کېږي. رغنده توکي يې يوشمېر زنځيري (وييونه، وييکي) او نا زنځيري (خج، اهنگ، غاړه، بېلتون او پيوستون…) دي؛ يا: د وييونو او(خج، اهنگ،لارغه، غاړې…)  د ژبې يو داسې  بشپړ خپلواک ټول، غونډ (کُل) دی چې يو څرگنداوی (بيان)، پو ښتنه، غو ښتنه، ارمان، هېښتيا، بلنه يا بولۍ (امر) يوه ويونکي اورېدونکي ته لېږدولای شي. ..] ۳– پښويه ۲۱۶۲۲۵[.

* د  يوې غونډلې (←زنځيري) توکي  چې پرآرو او مرستيالو توکو وېشل کېږي. (۱) آر، لکه: نومونه (څيزنومونه-ستاينومونه- شمېرنومونه او نومځري)، کړونه،کړولونه  او بشپړنونه، او  (۲)  مر ستيال، لکه: وييکي (ادوات  ياحروف) راخلي چې دا بيا پر ازادو(اړيکوييکو، تړو ييکو، سربلونو، وستربلونواو غبرگبلونو) او تړليو (مختاړو، منځتاړو او روستاړو) وېشنه مومي، هرگوره، تړلي دا د گرداني، په نورو ټکو، د(نوماوړون او کړاوړون) له پلوه، نه د وييرغاونېله گو ټپېره]د پوره پوهاوي لپاره: ۳- پښويه ۲۰۱- ۲۱۳؛ وييپوهنه او وييرغاونه ۲ پړوکی او ۷څپرکی [

۱ اوډون (ترتيب)  په دې مانا چې د پښتو غونډلې رغنده (غونډونه) سره څنگه اوډل کېږي. د غونډلې دننه کوم  توکي او بياغونډونه ، لومړی دريځ لري، کوم دويم، درېيم او پسې نور.

* د پښتو غونډلې بېلابېلې رغښتي مخبېلگې (مودلونه)

۱- د اوړوني ( تصريفي) ژبو، لکه هندواروپايي او سامي (عربي، عبري) په لړ کې د نورو نژدې خپلوانو آرياني ژبو (پارسي، بلوڅي، کوردي، پاميري…) ژبو په څېر د پښتوغونډلې ټوليزه مخبېلگه ياماډل (کړند-کړی-کړ ) دی. د دې مانا داده چې لومړی کړند (فاعل) راځي، بيا کړی (مفعول) او ورپسې کړ (فعل)، لکه: زه – ډوډۍ – خورم؛ او عربي مودل هم د اروپايي هغه غوندې : کړند- کړ- کړی (فاعل- فعل- مفعول) راځي. په بېچاره (مجهوله) کې که کړی (مفعول) راځي، بياهم د کړند (فاعل) غوندې د اېښي (مسندعليه)، په نورو ټکو، د کړند ځا يناستی کېږي، له همدې لامله يې دوديز(عربي) پښويې پوهان يې ٌ نايب فاعلٌ بولي، لکه:

*  په دغه لړ کې لېږندې او نالېږندې (متعدي او لازمي فعل)، خبري، ناخبري (انشايي) ټولو کې مخبېلگه يامودل  له لويه سره پر خپل اکر پاتېږي. امريه، پوښتني (استفها ميه)، غوښتني (دعائيه)، گو ماني (شکيه)، ارماني (تمنايي)، تواني (امکاني)… هم يوازې د نا زنځيري فونيمونو (اهنگ، غاړه، بېلتون و پيوستون…) له ادلون بدلون سره توپيرېږي. بېلگې:  لېږنده (متعدي) ، لکه:

زمري خټکی و خوړ، زرين هېندواڼه وخوړه؛ نالېږنده له (کړند-کړ) مودل سره، لکه: زلمی راغی، تور ولاړ، نجلۍ ځي او داسې يې نور ډولونه هم درواخله.

کړوالې، نومواله غونډله چې له پښوييز پلوه د کړوالې په توپير د آرکړ (اصلي فعل) او مر ستيالکړ (معاون فعل) پرځای، د انگرېزي (to be)  وزمه مرستيالکړ (استل- ول) انډول لرو او له مانيز پلوه ٌ اکرښوده= حالت نما ٌ بلل کېږي، لکه: ښه -ښه دي، بد- بد دي، خپل- خپل دي، پردي- په ډېرو نارو خپل دي…او  تېرمهاله بڼه يې: زه ناروغ وم، دی ويده وو، نور کورغړي هم نه ول… . په دې توگه يې مودل تر ټوليز مودله يوڅه لنډ(کړند- کړ) راځي،کټ مټ لکه نا لېږنده (لازمي)  غونډله چې کړي (مفعول) ته اړتيا نه لري.

او که د کړند پرځای ځايناستی (نايب فاعل) راشې، په نورو ټکو، اړوند کړ يې بېچار يا پسيف (مجهول)  وي، نو مخبېلگه يې: (کړی- کړ) راځي، لکه: ور- ټکول کېږي، مڼه خوړل کېږي او داسې نور.

هو، يوازېنۍ بېدودي (استثنأ)  چې کړی تر کړند روسته کېږي او مودل هم (کړی-کړند-کړ) راځي، هغه د کمزورو نومځرو (مې-مو، دې-مو، يې)  شتون دی چې دنومونو اوغښتليو نومځرو (زه-ما،موږ، ته-تا، دی-ده، دا-دې يا دوی) ځايناستي کېږي ، لکه:

ناک مې وخوړ…،

د کمزو رو نومځرو (weak pronouns) د، او هغه هم په پښتو، پار سي او نورو ارياني ژبو او بيا عربي کې شتون لري او دوديزوال يې ٌ منفصل شخصي او اضا في ضماير ٌ بولي، لکه: مې- مو، دې- مو، يې. د وگړنومځرو بېلگه له تېرمهال کړسره، لکه: ناک مې-مو (دې – مو، يې) وخوړ ؛ په (ويې وهله) کې هرگوره (کړی) غورځېدلی او يوازې يې کړپايله (personal ending-a) کوي. په وسمهال کې  بيا، لکه وگړنومځري ٌ ما-تا ٌ دکړي چار (مفعولي نقش) راخپلوي: زمر مې ځوروي، دی مې وهي، هغه مې کنځي، دی دې وهي، دوی موږ ټول له کوره باسي؛ په (ويې ځوروله) کې بيا،  لکه (ويې وهله) پېښه شوې ده .

* داچې دغه راز نومځري  دکمزورو وگړنومځرو)  ( personal pronouns)  تر څنگ هممهاله د توليزو (اضافي- ملکي) هغو(weak possessive pronouns ) په توگه هم کارول کېږي،  هغه هم د تولنوم (مضاف) په چار کې، نو توللی (مضاف اليه) ترې مخکې راځي ، لکه:

قلم مې ورک شو، ورورمې راغی،  کتاب مې چا غلا کړ، پلار مو راغی، ورور يې ووهله،

له چايې سترگه نه سوځي… .

د امريه، پوښتني، غوښتني، ارماني…  غونډلو مخبېلگو لپاره 🙁۳- پښويه ۱۸-۲۳

همداراز د آرو، ملو او نورو غونډلو د پوره پوهاوي په موخه: (۲- پښويه ۱۵۲- ۱۶۱)

۲– د يوې غونډلې دوه گونی وېش

غونډله تر هر څه مخکې پر دوه ستروغونډو ويشل کېږي: په آر ډول ړومبی نوموالغونډ او بيا (زه) کړوالغونډ، لکه: زمر- ډوډۍ خوري، دی- کورته ځي. په لومړي کې نوم(فاعل يا نائب فاعل) له اړوندو ټاکندو ملگرو (پېژند، ستاينوم، شمېر نوم…) سره او په کړوال کې کړی (مفعول) له ورته اړو ندانو سره؛ نوموال هغه ته اېښی (مبتدأيا مسند اليه) اوکړوال غونډ ته اېښونی (خبر يا مسند) هم وايي. کړول او بشپړن (قيد و متمم) دواړو خواوو ته راتلای شي.

بېلگې، لکه: زه- نن ځانته گاډی اخلم ؛ زه –  پرون کابل ته راغلم؛ ما- وړمه ورځ پرکارپيل وکړ- واوره ووريزه او ورور مې- له پروسږ راهيسې په غزني کې اوسو. په (نن  پر سالنگ واوره وشوه) او داسې ورته غونډلو کې چې د يوې پاموړ پېښې يا کړن له لامَله کړول، لکه (نن) او بشپړن، لکه (پرسا لنگ) تر کړند نوم (واوره) رامخته کېږي.

*  په دغه پاس غونډلو کې (نن، پرون، وړمه ورځ، له پروسږ راهيسې) مهالکړولونه (زماني قيدونه) دي او (ځانته، کابل ته، پر سالنگ، په غزني کې) ، بشپړنونه (متممونه).

 په (برايي په کابل کې بم وچول شو) کې (بم) د کړند ځاينستي په توگه،  ترکړول (برايي) او بشپړن (په کابل کې) روسته راغلی دی او داسې نورې راز راز غونډلې درواخله.

۳– نااوډوني:

د وييکنومځري (اداتي ضمير)   ٌ راباندې ٌ  په دې روسته غونډله کې له دويم دريځه پايته لېږدول شوی دی:

] ښاغلي…د( ۱۳۷۶) کال په اوړي کښې د دغه کتاب… د بشپړېدو او چاپ ته د اماده کېدو زېری (راباندې) وکړ[.

کره شوې بڼه: ]ښاغلي... راباندې  د۱۳۷۶ کال په اوړي کې د دغه کتاب د بشپړېدو او چاپ چمتووالي زېری وکړ د استاد صميم پر گړنو دهېوادمل د سريزې سرغونډله[

* (راباندې) د (پرماباندې) وييکنومځري (اداتي ضمېر) په توگه، کټ مټ لکه وگړنومځری يا غښتلي (منفصل ضمير) او پلوي نومځري (سمتي ضمير) د لرکړي چار (مفعول باوا سطه) پر غاړه لري، او په غونډله کې تر کړند روسته دويم دريځ  راخپلوي، حال داچې ليکوال له گردو کړولونو، بشپړنونو او لنډ کړي (زيری) روسته راوړی دی! د داسې غونډلو د اوډون کره مخ بېلگه يا ماډل (کړند-لرکړی- لنډ کړی- کړ) راځي او سمبا لتيا يې اړينه ده.

۳– سمون (مطابقت): د نوموالغونډ يااېښي (مبتدأ، مسنداله)، او کړوالغونډ يا اېښوني (خبر، مسند) تر منځ  د گرداني اړخونو (تصريفي وجوهو)، لکه نوږي (جنس)، گڼې (عدد) او پېر (حالت)  سمون په دې مانا چې که د غونډلې په لومړي (نوموالغونډ) کې کړند (فاعل) نر ينه- يوگړی- آر پېر لرونکی (اصلي حالت لرونکی) وي، بايددويم (کړوالغونډ) کې اړوند کړ (او کړول) هم د هماغو اړخونو  استازي وکاندې، لکه په غونډلوکې: زمری- راغی، زمری او ببری- راغلل، زمري- وخندل، هلکانو وځغاستل…؛ زرينه- راغله، زرينه او زرمينه- راغلې، زرينې ونڅل…؛ همداسې په دواړه غونډونو کې له راغلو نومونو سره داړوندو ستاينومونو، شمېرنومونو …سمون، لکه:

مشر هلک، يو هلک، دوه هلکان…؛ سپينه نجلۍ، يوه نجلۍ، دوې  نجونې او داسې نور. (هاغه اخځ)

۴– ناسموني (عدم مطابقت):

زمری- راغلی ده (غلجي)، زرينه راغلې دي (ځاځي)، زمري او زرينې وخندلو (غلجي)…

بشپړن (متمم) پخوا توني کړول (مکاني قيد)  او څرنگيزکړول (کيفي قيد) بلل کېده، خو اوسنيو گرامرېستانو په دې دک و دليل چې د مهالکړول په څېر کړ(فعل)  نېغ پر نېغه نه اغېزمنوي، بلکې نا سيده يې يوڅه برجسته کوي، په نورو ټکو، د کړ او اړوندې غونډلې په بشپړتابه کې يوه ناسيده برخه اخلي، نو له همدې لامله يې د کړول پرځای بشپړن (متمم ) نومولی دی.

۵– له کړول (قيد)سره د بشپړن (متمم) توپير

  د دې لپاره چې بشپړن (متمم) مو له کړول (قيد) سره ښه ترا توپير کړی اوسي، يو شمېر نورې بېلگې يې، هغه هم د څرگندنو او گړنو په رنگ کې، وړاندې کوو:

د زړه له پاسه (په نه زړه يا ناخوښۍ)، د سر له پاسه، تر زنې لاندې، تر  توپان مخکې چوپتيا، تر مېړانې رو سته، تر مړينې روسته، تر کتنې وړاندې، تر پښو لاندې، تر ږيرې لاندې(ډېر نژ دې)، په نره، په ټنډه،(که په منډه)، په لکړه،(که) په ککړه،په نرمه، په  سترگو، په لېمو، په سرښندنه، په توره، په  غوټه خوله (مې ورته وويل)،په پټه، په غلا، په کو ډو، په ټوټکو، په زاره چاودۍ، په مات مخ يا په مخماتۍ، په  خواخو ږۍ، په خواشينۍ، په زړه خوړينۍ، په  ټيټال، په هسکه غاړه، په ډاگه ،په.زغرده (په صرا حت)، په ټگۍ برگۍ يا په ټگۍ ټورۍ…؛

*  د نورو بشپړنو بېلگې:

 ( د پېړيو په پوړيو کې)، (په لندن کې مېشت)، په لوېديځ کې مېشت…  چې داراز بشپړنونه نن سبا پر پخوتړنگو اوښتي، لکه: پېړۍ- پېړۍ، لندن مېشتی، گڼمېشتی، لوېديځ مېشتی، اروپا مېشتی…؛ همداراز  (د لنډ – لرې واټن توغندی يا وسله) پر (لنډواټنی، لرواټنی، منځو اټنی…) اوکابل څېرمه،کابل څنگ لوری درواخله چې پر پخو تړنگونو اوښتي دي.

 * يوازې له سترگو او لېمو سره يو گڼ شمېر بشپړنونه ، لکه:

د سترگو تور- دزړه ټکور،له سترگو لرې- زړه ته (را) نژدې ،په ټيټو سترگو، په خړو سترگو، په مړاوو سترگو، په مړو سترگو، په مَړو سترگو، په وږوسترگو، په برندو سترگو، په پټو سترگو، ترسترگو لاندې، سترگه پرسترگه، په جگو سترگو، گو، په غړولو سترگو، په دواړو سترگو، په دواړو لېمو، په هسکه غاړه، په لوی لاس…؛

* همداوړ د ليک او ليکنې په پای کې نوې دود شوي جوړه تړنگونه:

(په) مينه او مننه، (په) مينه او لورېينه…؛

کرښتړنگونه، هم په توني بشپړنونو کې شمېرل کېږي، لکه: کابل- هرات، کابل- کندهار، کابل- ننگرهار (سړک…) يا ميدان- وردگ (ولايت) او داسې نور (← وييپوهنه- ۵ ټولۍ ).

*  له بېلابېلو سربلونو او وستربلونو يا غبرگبلونو( سربلونو+ وستر بلونو) سره نور  راز راز بشپړنونه متممونه)، لکه:

 پر غزني (باندې)، په غزني کې، پر بل اوړي، په بل اوړي کې، د پسرلي په درشل کې، په دې پسرلي ول کې (په نوبهارکې)، د پېړيو په پوړيو کې، په نن سبا کې، کور پر کور(کوراکور)، لور پرلور (لورالور)…، يا د شيخ متي د شعر په دوه بيتو کې چې اته توني او مهالي بشپړنونه پرلپسې راغلي دي:

په لويو غرو، هم په دښتو کې- په لوی سهار، په نيمو شپو کې

په غاړه ږغ او په شپېلکو کې- يا د ويرژلو په شپېلو کې…(پخ ۲۴)

*د (په – کې) غبرگبل (سربل+ وستربل) سپمول چې تر بل هريوه غبرگبل دغونډلې رواني-اسا ني او لنډون- سپما او خوږغږي ويجاړوي او له بده مرغه زموږ برني ليکوال  يې د يووستوي پارسي انډول  ٌ در ٌ  يا  ٌ به ٌ  په  پېښو بيا بيا راغبرگوي. که نه د سپما يوه اسانه  لاره يې داده چې له مهالنومونو او نېټو  سره پر يووستوي وستربل ٌ پر ٌ اړول کېدای  شي.

* دادی په دې تړاو د ليکنې په سرليک کې راوړې  ناکره غونډلې له کره انډول سره وړاندې کوو:

ناکره آره بڼه:

په دې بله پارسي ځپلې غونډله کې درې ځله (په- کې) غبرگبل راغبرگ شوی چې يوه ځل ته يې رالنډولای شو:

ناکره آره بڼه:

په پکتيکا کې په وروستيو کې په عملياتو کې تر سلو ډېر طالبان وژل شوي دي.

کره شوې بڼه:

 ] د پکتيکا په روستيو عملياتو کې تر سلو ډېر طالبان وژل شوي دي[

* د پارسي(در، به) په  پېښو يوه لا اوږده غونډله چې څلور ځله پکې ورته غبرگبل (ambi-position) راغبرگ شوی دی:

ناکره آره بڼه: په ۱۹۱۹ کې د شهيد امير حبيب الله خان په شان د هغه د ورور (د) نايب السلطنه نصرالله خان ژوند هم د ۱۹۲۰په می کې په زندان کې په ۴۶  کلنۍ کې  په نامعلوم ډول پای ته ور سېد. (ډاکتر ځيرکيار: غلواکي…۵ می ۱۶ )

کره شوې بڼه:

  پر ۱۹۱۹(کال)  د شهيد امير حبيب الله خان په شان د هغه د ورور (د) نايب السلطنه نصرالله خان ژوند هم د ۱۹۲۰ (کال) د می پر مياشت د ۴۶ کلنۍ په منگ (عمر) په زندان کې  په نا معلوم (ناڅرگند) ډول پای ته ورسېد.

* ښايي، اړوند  ليکوال او خبريال  خپلې غونډلې د پښتو پښويې (گرامر) له مخې سهي وا نگېري، هغه هم په دې پلمه چې د (په-کې)  پارسي  انډول  ٌ در ٌ  هم همداسې بيا بيا راغبر گېږي. خو  دېته يې پام نه دی چې پارسي انډول يووستوی دی او د پښتو پر خلاف تر درو څلور ځلو پورې بياځلتيا (تکرار) يې نه پر غوږو او سترگو دومره بد لگي او نه د وينگ رواني او اساني خرخشنوي.

 په هر ډول دواړه ښاغلي ليکوال دا رازبادوي چې  په ړندو پېښو يې   پارسي ټکي پر ټکي راژباړلې، د بېلگې په توگه به  د روستۍ غونډلې آره پارسي بڼه هرو مرو داسې وه:

((در اين اواخر در عملياتی در پکتيکا بيش از  صد طالبان کشته شده اند)). همداسې د ډاکتر صاحب ځيرکيار غونډله هم درواخله.

لکه چې وويل شول او په کرونه او سمونه کې ځنې گټه واخېستل شوه، يوازې پښتونېټې (سَنې)  نه ،چې  هر مهالنوم د غبرگبل (په- کې)  پرځای  له يووستوي سربل (پر-) سره راتلای شي]انگرېزي او نورې اروپا يي ژبې يې خو زياتره سربل in بېخي غورځوي [.

پښتو له دغو ژبو سره په همغږۍ  ترډېره بې کوم سربل او وستربله د مهالکړولونو(زماني قيدونو)  په توگه راتلای شي، لکه: شېبه، سات، گهيځ، لمرخاته، لمر پرېواته، ماسپښين، مازيگر، ماښام، ماسخوتن، شپه، ورځ، يونۍ، اوونۍ، ميا شت، کال… ؛

بې سربل او وستربله  ساده  او لږو ډېر له له /د/  يا ستاينوم سره کړولونه هم تر ډېره کارولای شو، لکه: غرمه، د غرمې، د شپې، نيمه شپه، تېره شپه ، تېر کال يا پروسږ کال… ؛

يا (سبا، بېگا، گهيځ ) په دې بدله کې:

 ( ليلا څه شوه ليلا- ليلا ناروغه وه بېگا- ما گهيځ وليده- د گل په شانې ځلېده)

 يا (سهار) د زرغونې په راژباړلي شعر کې: (د اختر پر ورځ سهار- بايزيد چې وو رويدار… پخ ۱۹۴)… .

* لږوډېر له پاسنيو يووستوو مهالکړولونو ( زماني قيدونو)  سره هسې  د خوږغږۍ لپاره (پر-)  مختاړی، او (- مهال) روستاړی او ستاينوم، شمېرنوم يا بل موديفاير مختاړی کېږی:  پر ماز يگر، مازيگرمهال، تېر مازيگر… ؛ (-ته) ورسره هرگوره، د راتلونکې (آينده) په موخه رو ستاړی کېږي: ماښام ته، سبا ته، کال ته، راتلونکې ته (په آينده کې) ، را تلونکي پسرلي ته، او داسې نور.يو لړځا ينومونه هم له /د- /  او /پر-/  وستربلوسره  تونکړولونه، يا د اوسنيو پښويپوهانو (دستورشناسانو، گرامرېستانو) په نومَونه، بشپړنونه (متممونه) رغوي، لکه: (د ژمی) (پر کابل) يم او اوړی (پر ننگرهار)، پرکور، پر بېديا، پر دې نړۍ (…لما اتل نشته)… ؛

* اردو ځپلېٌ  پښتو  بيا  ډېر ساده کړولونه او بشپړنونه (قيدونه او متممونه) بېځايه له غبر گبل (په-کې) او يايووستوي وستربل (کې،کښې)  سره بدرگه کوي، لکه : هلته کې، دلته کې ، چرته کې…؛  په نشترهال پېښور کې د نشنل پارټۍ پاکستان  صوبايي سربراه په صدارت کې  يوه شانداره جلسه جوړه کړی شوې وه  چرته کې  چې  په ډېر تعداد(شمېر) کې د پارټۍ کارکنانو او ممبرانو گډون کړی وو]  د پېښور په نشتر هال کې د (پاکستان) د ملي گوند ايا لتي مشر په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوې وه چې يو گڼ شمېر گوندي کارندويانو (فعالانو) او غړو پکې گډون کړی وو[

*د ( په-کې) غبرگبل(سربل+وستربل) هغه مهال نور هم پسې ستونزمنېدای شي چې اړونده ښځينه نوم زور-پايله پر (-ې) واړول شي. اکر داچې ( په) د ( پر-) ترڅنگه له هغو سربلو څخه بلل کېږي چې د نورو  پر خلاف له (-کې) وستربل سره په منځ کې رانغښتي زورپای يوگړي  ښځينه نومونه نه اغېز منوي او کوم بدلون پکې نه راو لي، په نورو ټکو، له اوښتي پېر (مغيره حالت) سره يې نه مخامخوي. خو ډېری ليکوال  په تېره نوي پښت يې دو مره خيال نه ساتي. استاد رښتين  ٌ په ٌ بې کومې څرگندونې تش  يو بې زوره (حرف ربط) باله او دايې نه ويل چې يوازې له (ظرفي) وستربل ٌ-کې  ٌ  سره زورپای  ښځينه نومونه نه بدلوي.

 بېلگې يې، لکه:

 (په کوټه کې)،( په توده کوټه کې)، يا (په يوه ډېره سړه کوټه کې ) او داسې نور.  همداراز ما بيا د اويا اتيا گړدودونو د څېړنې په ترڅ کې داهم رابرسېره کړه چې ٌ په-ٌ د لوښن (آلي) سربل په توگه بې له اړوند وستربل (-سره) څخه هم زورپای نوم  يا نومونه نه بدلوي، لکه:

په کاشوغه ډوډۍ خورم، په خوښه، په مينه، په مننه… ؛ خو د (-سره) په ملتيا زورپايله پر (-ې-) اړوي، لکه: په کاشوغې سره، په خوښې سره په مينې سره او داسې نور.

*  د  ٌ په  کوټه کې ٌ پر بېلگه د حميد مومند د يوه نامتو غزل قافيي وييونه څومره خوندور او سندريز راغلې دي:  په هاله کې، په ژاله کې، په بنگاله کې، په سبزه دوشاله کې…  او که ( په هالې کې، په ژالې کې) ، په بنگالې کې، په سبزې دوشالې کې… پر پښوييز ناکره والي سر بېره ، هغه خوږغږي او سندريز اهنگ انگا زه، خوند و راکښوېن خرخشنوي چې د استاد ناشناس له طلايي حنجرې څخه را پورته کېږي او د اورېدونکو زړونو ته لارکوي!

* همداسې استعلايي سربل  ٌپر-ٌ  چې د پارسي (بر- به) د جولې له مخې له سوېل لوېديځ پرته نور هر چېرې له ٌ پهٌ سره همرنگ شوی، هم زورپای نومونه، ان له اړوند وستربل (باندې) سره سره نه بدلوي، لکه: زه پرليکنه- څېړنه-کره کتنه (باندې) بوخت يم، د چاپر ښه او بده نه يم… .

غلجي کوچيان وايي: موږ اوړی په (پر) سرده يواو ژمی پر چارسده!

د ٌ (په) کوټه کې  ٌ بېلگې چې پايله (فتحه) پرخپل اکر پاتېږي، شمال لوېديځ خواته ډېرې مومو، لکه: په زغرده،په خوله، په خوښه، په څپېړه، په مېړانه، په لکړه، په ککړه… .

* او شمال ختيځ خواته له همدغې ٌاستعلاييٌ  دندې سره پر ٌپهٌ اوښتی، لکه. د يونۍ په (پر) يوه نيمه بجه په (پر) غره وختم، په (پر) يوه سپينه تيږه کېناستم.  دغلته له خپلو زړو ليکنو څخه دا دوې ځانتنۍ (تېپيکې) بېلگې يوځل بيا راوړو، لکه:

(زه پر پښتو ليکنه کوم) دامانا چې د پښتو په باره کې ليکنه کوم، خو که ووايم: (په پښتو ليکنه کوم)، په دې مانا چې په پښتو، نه په بله ژبه.

*  په کره پښتو کې (پر) يو  برنی(استعلايي) سربل دی او (په) يو لوښن يا الي سربل (instru

 mental preposition)؛ دلته د (پر) انگرېزي انډول (on)  دی او د (په) دا(in)، خو  له لويه سره په نورو چاپېريالو کې (by) راځي.

پېښوريان دغلته (in) ټکی پر ټکی(په پښتو کې ليکل)  راژباړي اوهمداسې  له (ژباړل )  سره هم  د (پر)  پرځای د (into) په پېښو (په – کې) وايي او ليکي!

* له بده مرغه، لکه بيا بيا مو چې ورته  گوته نيولې، زموږ له  ٌ باختر اژانسهٌ تر بي بي سي پښتو خپرونې پورې هرڅه لومړی په پارسي ژبه چمتو کېږي او هله يې ٌ پښتانه تيارخواره ٌ ټکي پر ټکي پښتو ته راړوي. د غه ترخه رښتيا، د نوموړي اژانس په تړاو په هر ډول، خو د بي بي سي پښتو خپرونې  په تړاو راته پخوانۍ وياندې او بيا مشرې اغلې صفيې حليم  له دې سرټکولی وو چې ډېری پښتانه وياندان او خبريالان يو خبر، گوزارش، شننه… له آرې انگر ېزي يا بلې ژبې څخه سيده نه، بلکې له پارسي ژباړې څخه پښتو ته راړوي!

*د (له… روسته) غبرگبل يووستوی ځېل:

د (په-کې) غبرگبل د بياځلتيا د مخنيوي بله لار د نگښي (،) ورځايناستی کول دي، لکه په دې روسته غونډلو کې:

آره  دوده غونډله: …د نارينه وو فاتحه د سرورِ کائنات په جومات کې او د ښځو فاتحه په  پروان مېنه کې د دوی په کورکې اخېستل کېږي

کره بڼه يې:…د نارينه وو فاتحه د سرور کائنات په جومات، او د ښځينه وو هغه د ارواښاد په کور، پروان مېنه کې اخېستل کېږي .

*د (له- روسته) يا (تر- روسته) غبرگبلونه د (-روسته)  او لا لنډ همچاري وستربل  (- پس) ته له اړتيا سره سم (لکه په شعر، داستان، طنز، تکل، ياده، نندارمه … کې) رالنډولای شو، لکه په دې لاندې کړولونو کې:

کال روسته – کال پس، کلونه(نه کالونه) روسته- کلونه پس، کلونه کلونه روسته- کلونه کلونه پس، پېړۍ روسته- پېړۍ پس، پېړۍ پېړۍ روسته- پېړۍ پېړۍ پس…؛

* همداسې  (مخکې-وړاندې- پخوا) وستربلونو څخه(تر- له) سربلونه غورځول هم درواخله، لکه:

کال مخکې، کلونه مخکې- وړاندې- پخوا… ؛ دغلته (-پخوا) وستربل يوازې له ډېرگړو مها لنومونو سره راځي، او دغه نور دوه  يوگړي او ډېرگړي مهالنومونه دواړې  بڼې تر ځان مخکې کولای شي، لکه: (شېبه-شېبې،گړۍ، ورځ- ورځې،اونۍ، مياشت-  مياشتې، کال-کلونه، پېړۍ…) .

*د مهالنومونو په تړاو دغو گردو وړاندې شويو بېلگو پرتليز نوملړ په لاندې ډول وړاندې کوو:

تر يوې شېبې څخه روسته     شېبه بس

تر يوې گړۍ څخه روسته      گړۍ پس

تر يوه کاله څخه  روسته          کال پس

له څو کلونو څخه روسته     کلونه پس

تر ډېرو کلونو څخه روسته      کلونه کلونه پس

له پروسږکاله څخه را په دېخوا   له تېر کال راهيسې، له پروسږکاله (تاپېژنم)

تر يوې پېړۍ څخه روسته     پېړۍ پس

تر ډېرو پېړيو څخه روسته      پېړۍ پېړۍ پس يا پېړۍ پس ( پېړۍ دډېرگړي په توگه)

همداراز (ورځ تر بلې) يا ((ورځ پر ورځ)،) د (له يوې ورځې تربلې ورځې پورې) او همداراز (کال و سر) يا (درست کال) د (د کال له سره ترپايه) ساده ځېلونه بلل کېږي اوداسې نور.

* همداسې نور راز راز غبرگبلونه  د  وستربلونو، لکه (-څخه، -باندې،- پورې…) له غورځن سره يووستوي کولای شو، لکه:

پر مېزباندې      پر مېز

له تا څخه        له تا

تر ښار پورې      ترښار (-ه)

په تا پورې خاندم پر تا خاندم

تر تا ځنې زه ښه يم    ترتازه ښه يم…

* هرگوره،د (له – سره)، (تر- لاندې)، (په- پسې…) وستربلونه ځکه نه شو غورځولای چې ،

موخه او پيغام  ورسره بدلېږي: (تر زنې لاندې ) يوه مانا لري او (ترزنې) د (ترزنې پورې)  د لنډون په توگه د اړوندۍ او واټن ماناوې ښندي؛ له سوېل لوېديز (- و) پرته د سربلونو غورځن کره نه بلل کېږي او په دې ډول د شمال ختيز (تاسره، تانه، تاپسې، تاباندې، تا لاندې…) له آرومعيار سره اړخ نه لگوي.

 په چاړه-چړه- څپېړه… بيا له (-سره) وستربل سره خپله جوله اړوي: په چړې سره، په څپېړې سره او داسې نور يووستوي سربلونه په لوی لاس پر غبرگبلونو اړول، که مانا هم نه بدلوي، خو رواني او سپماخرخشنوي.ٌ

 * د  تول (اضافي) سربل  ٌ د ٌ په بيا بيا کارونگ غونډ او غونډله  هم رواني او اساني له لاسه ورکوي چې داهم د پارسي تولوييکي، زېر (کسرۀ اضافت) د انډول د ړندو پېښو تر څنگ پر ( (له، تر…) د  ځايناستۍ پايله ده. خو د تولوييکي په توگه کارونه يې د (په-کې) پرخلاف تر دوه  درو ځلو پورې غونډله ډېره نه پېچلې کوي. خو د زياتون مخنيوی يې هم دومره ستونزمن نه بلل کېږي، لکه په دې لاندې غونډلوکې

* د پارسي (اضافي کسرې) پرځای د انگرېزي ٌ of  ٌ  يايې لنډ انډول (apostrophe ’s) غورځن (حذف) پليوني له پښتو دې سره ښه ترا اړخ لگوي او هغه داچې مانيز- پښوييز تاوان نه پېښوي، داسې چې  په دغه سرليک غونډ کې  د سربل ٌ د ٌ  ځای يا ځايونه پخپله نومونه  پر لپسې د يوڅه پياوړي خج په مټ ډکوي، په نورو ټکو، خجونه يې د ټاکندو (موديفايرونو)  چار پرغاړه اخلي کېږي، لکه (کابل پوهنتون) چې د  ٌ د ٌ  ځای د (کابل) خجنونې (فشار زياتو نې) ډک کړی دی.

* په اروپايي ژبو، په تېره انگرېزۍ کې دغه راز  بې اضافي سربل نومغونډونه هم کم نه دي، لکه:

Europe terror thtreat, Oxford Bus Company Personnel, Blackbirdlis swimming pool…

  او بيا د سږکال (۱۶) اوړې دا نوې بېلگه:

)Orlando gay nightclub  shooting( worst ever in US (or: …worst in US history(

پښتو يې بيا(د) انډول دوه ځله کاروي:  ٌدٌ امريکا په تاريخ کې ٌدٌ اورلاندو همنوږي شپېغاليٌ بدتر ينه ټولوژله… → وييپوهنه ۱- ټولۍ[

(۳) د اړيکوييکو(ارتباطي اداتو)  په برخه کې هم تر کېدونه د روانۍ او اسانۍ خيال ساتل په کار دي. ] ليکلارښود ۲۸-۲۹[ د نورو پېښو بېلگې يې ، ٌ څو-  ترڅوٌ  تل يومهاليز او (شرطي) اړيکوييکي دی ؛   له پارسي ٌتا ٌ  سره يې  يوازې او يوازې  همدغه يوه دنده شريکه ده، نه علتيه يا بيانيه هغه ؛  خو  له  نيمې پېړۍ راهيسې پارسي ځپلو ليکوالوته زما، استاد آصف صميم او … ،  خولې او قلمونه  ستړي شوي  او ان  د خدای  تر پاره مو  ورته وزر زارۍ کړې، بياهم، لکه مزمنه پمنه (ساري)  ناروغي  له منځه تلونکې نه ده، نو څنگه به پرې د ٌ يوې- کره ليکنۍ ٌ او بيا د ٌ سبک و ستايل  دا دومره کتاب کتاب خبرې څه اغېز وښندلای شي ؟

*د پارسي ((تا))  او ((از)) تر اغېز لاندې د پښتو مسخول:

د ډېرې خواشينۍ او نهيلۍ خبره ده چې نژدې نيمه پېړۍ زموږ د معياري غورځنگ له سلگو نو لارښوونو لارښودونو، کره کتنو او نيوکو، سره سره ډېری اوسني زدکړوال او ليکوال پر دغه نابښنوړه گناه سترگې پټوي او غوږونه کڼوي؛ چېرې يو نيم دا پلمه يا منښته رامخته کوي چې   پارسي ژبی ښوونځی او پوهنځی يې لوستی، او چې ورته ووايې، اوس هم ناوخته نه دی  که د ليکوالۍ لپاره دغه وړيا پر وړيا لار ښوونې په پام کې ونيسې، بيانو د چا خبره

خپل څټ گروي او ځان تېروي.

* د ٌ تا ٌ په تړاو مو دا پوره روښانه کړې چې له پښتو سره يې يوازې يو گرامري چار گډ دی او هغه د مهالکړول (زماني قيد) او هممهاله (شرط) چار (فنکشن) دی، لکه په دې  پرتله کې:     ]تا ابر نگريد، نه خندد چمن – تاطفل نگر يد، مادر ندهد لبن (ترڅووريځ و نه ژاړي، چمن نه خاندي يا نه شين کېږي- څو يا ترڅو ماشوم و نه ژاړي، مورشودې نه ورکوي[.

يا: (تر) څو ته را نه شې، زړه به مې نارامه وي، تر څو چې د گاونډيانو لاسوهنې بندې نه شي، هېواد مو نه ارامېږي، که بنسټپال ورک نه شي، همدا اکر بکر او شرغوبل به وي… ؛ د ٌڅو،  ترڅوٌ رېکاردوالا، بي بي سي وال: مصداق، بهزاد، علي ارغنداوی؛ همداراز پالوال او نور.

* لکه وار له مخه چې  پرې وغږېدو، پارسي ((تا)) پر مهالکړول سربېره  ۵-۶چاره نور پرغاړه لري،  نو بايد زموږ پارسي ځپلي ليکوال يې (څو، ترڅو) ته نه، بلکې ((چې))  ته راواړوي، هم په څرگندويه (بيانيه) او هم په علتيه غونډله کې.

په پوره باور وايم چې په دغسې پارسي ځپلو ليکوالو کې به يوه هم تر ليک لوست  يا زدکړې وړاندې هېڅکله له خپلو نا ليکلوستوکورنيو غړيو يا نورو کليوالو پښتنوځنې، داسې  ورته (بيا نيه) غونډله اورېدلي نه وي، بلکې تر هغې روسته  يې چې يو څه زدکړې، هغه هم په کابل کې ، پارسي (تا) د پښتو (څو- ترڅو) انډولوي:

(جومات ته ځم ( څو- ترڅو) لمونځ وکړم)، بياکورته راستنېږم (څو- ترڅو) ډوډۍ وخورم…

ٌبه مسجد می روم ( تا) نماز بخوانم، بعدبه خانه بر ميگردم (تا) نان بخورم ٌ؛

او همداسې(علتيه) غونډله:

ٌ قانون ترا فيکي را رعايت کن تا با خطر مواجه نه شویٌ ، کا رکن تا پول کمايی کنی!

کره پښتو: (د ترافيکي قانون خيال ساته (چې) له خطر سره مخ نه شې) (کار وکړه  ٌ چې ٌ پيسې وگټې)،  ( د دغه پارسي  سربل او هممهاله اړيکوييکي ٌ تا ٌ د نورو دندو په تړاو: يمين، اساسات معناشناسی ۵۰۵۱)

داهم د ليکنې په سرکې راوړې بېلگه:

ناکره آره بڼه:

 مودي کابل ته راغی (ترڅو) د سلماد بند پرانېسته وکړي.

 کره شوې بڼه:

] مودي کابل  ته راغی  (چې) د سلمابند پرانېسته وکړي[

*  دغه رازد پارسي ((از)) دوه  پښوييز (دستوري) چاره پرغاړه لري: داضافت سربل په توگه يې پښتو انډول بې وستربله يووستوی سربل((د-))،او دمنشأ سربل په توگه يې  پښتو انډول ((له- څخه)) غبرگبل دی؛  د اضافي چار بېلگې، لکه په دې پرتله کې: اين کتاب از يما است (دا کتاب د يما دی، دا د يما کتاب دی)، ستاره های آسمان در روز نمی درخشند(د اسمان ستو ري د ورځې نه ځلېږي)، اين قلم از او ست ( داقلم د ده دی)، يما صاحبِ دو دکان است (يما د دوه  دوکانوڅښتن دی.

* له ٌ از ٌ سره د پښتو گډ منشايي چار  بيا له (له- څخه) سره اړخ لگوي، لکه:

از يما پول قرض کردم (له  يماڅخه مې پيسې پور کړې)  چې بې (څخه) هم راتلای شي…

خو نادوده يې داچې  پارسي ترې په  يو لړغونډونو او غونډلو کې يې د پښتو اضافي ٌ د- ٌ  يا صفر سربل پر خلاف، لکه پاس ٌ منشايي ٌ کار هم اخلي، نو زموږ ليکوال يې بېځايه پېښې کوي او(له- څخه) ته يې راړوي،  په نورو ټکو،په ٌ تا ٌ  ورته پليوني پښتو مسخه  کوي، لکه په دې پرتله کې:

 وقتی در بس  سوار می شوی، از دستگير دروازه محکم بگير! ( چې بس ته خېژې، د دروازې موټۍ ټينگه ونيسه!)، خو پېښاوان يې داسې راژباړي: ( کله چې بس ته خېژې، د دروازې له دستگير څخه ټينگ ونيسه !)؛ همدا خبره ده چې ٌ زمالاس ونيسه ٌ او ٌ ما له لاسه ونيسه ٌ پر يوه مانا نه دي!

 

* بترينې بېلگې چې  هم پښتو  کړکيچوي او  هم جاج و مانا بدلوي، دادي:

 له کال څخه کتنه      د کابل کتنه- ليدنه (له کابله د يوه بل ځای کتنه؟)

له  کابل څخه دفاع         د کابل دفاع

له مېلمنو څخه هرکلی           د مېلمنو هرکلی

له  اشرف غني څخه ملاتړ     د اشرف غني ننگه ملاتړ

له غني څخه د ملاتړ دپاره        د غني د ملاتړ لپاره

د سولې له سياست څخه هرکلی د سولې د سياست هرکلی (پلوي، ملاتړ…)

له  ښځو څخه طرفداري اوحمايت    د ښځمنو پلوي او ملاتړ

له زمر څخه ستاينه اوقدرداني    د زمر ستاينه اونمانځنه  يا درناوی

د ليکوال له ابتکارونو(څخه) يادونه د ليکوال د نوښتونو يادونه (ستاينه)

* په غونډونو او غونډلو کې د کليشې مخنيوی

يو لړ بشپړنونه چې دغونډلې او ملو غونډلو دننه د بېلابېلو اړيکوييکو پازه تر سروي، په  متن کې د پاراگرافو ترمنځ اړيکي ټينگوي يا  د متن په سروپای کې. په دې مانا که د يوه پاراگراف په سرکې (د بېلگې په ډول)  راغی، د ورپسې بل پاراگراف په سر کې يې که ورته بيا اړتيا پيداشوه، بايد له بل هممانيز يا همجوليز ٌد بېلگې په توگه ٌ    يې کار واخېستل شي. په درېيم او څلورم کې دې  ٌد ساري په ډولٌ  او ٌد ساري په توگهٌ  وکارول شي.  همداراز   ٌپه دې مانا ٌ ،  ٌپه دې جاجٌ ، ٌپه دې موخه ٌ، ٌپه دې تړاو ٌ، ٌپه دې اړه…؛  ٌ هوٌ، ٌدلته ٌ، ٌدغلته…ٌ   هم همدا سې درواخله.

۴– په غونډلو کې د کړونو،نومونو او نورو توکو سپما

(۱) د ٌ عطف ٌ  له لارې چې د تړوييکي (او)، او ناتړوييکي، په بله نومَونه غوراووييکي يا انتخابي ادات  ٌياٌ په مټ، له ٌ او ٌ سره، لکه: زمر پر درو بجو راغی، خيبر او لمر پر پېنځو، زرمينه پر شپږو او زه پر اتو.  دغلته د کړ (راغلل)  له بېلابېلو گرداني بڼو څخه  يوازې په لومړۍ غونډله کې پر يوه بڼه بسنه شوې او په نورو ورپسې غونډلو کې نگښونه (،،،) د(او) ځايناستي شوي او پخپله  تش يوځل د روستۍملې غونډلې په سرکې راغلی دی او په دې توگه، هم څلور کړبڼې سپمول شوې،  درې ځله (شمېرنومونه) او (بجو) او درې ځله هم پخپله تړوييکی ٌاوٌ .

له ناتړ  ٌ يا ٌ سره، چې له کره پښتو سره سم، لکه ٌ او ٌ تش يو ځل  د روستۍ ملې غونډلې په سرکې راځي او ور له مخه يې نگښونه ځايناستي کېږي او هماغومره سپما رامنځته کوي، لکه: زمر کار کوي، کتاب لولي، يا ورزش ته ځي. مانا يې داچې زمر پر يو ټاکلي مهال  دا يا هغه کار کوي، که څه هم، کېدای شي، د وييو نکي يا ليکونکي  موخه درېواړه کاره اوسي او دا راوښيي چې ورځنۍ يا همېشنۍ بوختيا يې همدا درې سره کاره  ترسره کول دي، خو په پرلپسې ډول، نه هممهاله.

* د آرکړونو(اصلي افعالو) په تړاو:

ورته کړونه په دوو يا زياتو ملو غونډلو کې يوه ځل ته رالنډېدای (عطفېدای) شي، هغه هم زياتره په لومړۍ مله کې راځي او تړوييکی (او) بيا يوځل تر وستي نوم له مخه، لکه :

ما مڼه وخوړه، لور مې انار، زوی مې ام او مېرمنې مې هېندواڼه؛

زمري ته مې قلم ورکړ، ببرک ته کتاب، زرمينې ته کتابچه او سنک ته… .

دغلته تړوييکى ياعطف ادات (او) بيا تش پايته  يوځل راځي او غورځن (حذف) يې  په ليکنه  کې  په نگښ يا کامه (،) ښو ول کېږي او په گړهار کې په لارغه (مکث)؛ که ملې غونډلې ، له  همرنگو او ناهمرنگو کړونو دواړو  سره رغېدلې وي، نو ٌ او ٌ  يې يو وار پايته راځي او نور يې پرځای نگښ (،) ليکل کېږي او په لارغه  ادا کېږي.

که د ملو غونډلو آرکړونه سره ورته  نه وي، نو سره عطفېدای نه شي، او يوازې هماغه تړوييکی (عطف ادات)  او همرنگه مرستيالکړونه (کول-ېدل، شول) د سپما چار پرځای کوي، لکه:  زرمينه لوبې کوي، مور يې پخلی، ورور يې کورنی کار او پلار يې کر کيله.

* په کړوالو (فعلي)  ملو  غونډلو کې د (استل- ول) مرستيالکړونو د بياځلتيا (تکرار) مخنيوی، په نورو ټکو، سپما:

لکه وار له مخه (ب: د غونډلو…→) چې نغوته وشوه  د (استل- ول) گرداني بڼې(دی-ده-دي- ياست، وو-وه-وې-ول- واست) په څوملو غونډلو کې د مخنۍ يا روستۍ هغې پايته راوړل  پرلنډون ،اسانۍ او روانۍ سربېره، نه کليشه والی هم  سمبالوای شي، لکه:

زمراوياکلن دی، مېرمن يې شپېته ، زوی يې اته دېرش، لور يې شپږدېرش، نمسی يې شپا ړس او نمسۍ يې لسکلنه (ده)؛

زما پلار په کلي کې وو، ورور مې په ښار، ترونه په سرو بي او تره زامن په کابل  کې؛ زما دوه کوره په کامه کې ول او يو په  کابل؛  لومړۍ زدکړې مې په ننگرهارکې  کړې وې ، منځنۍ په کابل او لوړې په بهر کې؛ تاسې وړمه ورځ پر زابل ، پرون پرکابل او نن پر لغمان ياست، يا تاسې وړمه ورځ پرزابل واست، پرون پرکابل اونن پرلغمان!

خو  په دې غبرگغونډلو کې  تش يو نومځری (تاسې)سپمېدای شي:  تاسې گهيځ راغلاست او مازيگر بيرته ولاړ ياست، يا: تاسې گهيځ راغلي واست او بيا وخته تللي ياست… .

پارسي ځنډولی خبر (خبرموقوف) چې د  غونډلې خبر له روستي بشپړ آرکړ څخه راڅرگند ېږي، په پښتو کې دود نه لري، بلکې يوازې مرستيالکړ (دی، وو…) تر پای پورې ځنډېدای شي،  لکه: دو تن کشته شده، دو تن نجات يافته  و سه تن ديگر زير آوار(rubble)  دفن گرد يده اند: ناکره ژباړه،ديوه کورناستي بي بي سي وياند (ک.ب.) له يادښتونو څخه: دوه تنه وژل، دوه تنه ژغورل او درې نور تر خاورو لاندې شوي دي؟کره ژباړه: دوه تنه وژل شوي، دوه ژغورل شوي او درې نور تر خاورو خځلو لاندې (ښخ) شوي دي.

څلورم- وييپوهنه او وييرغاونه

۱- تر کېدونه غونډ پر پاخه تړنگ (ترکيب)  او تړنگ پر بېلنگ (مشتق) اړول،لکه:

د اړتياوړ              اړتياوړ

د پام وړ              پاموړ

دباور رای            باور رای

اعتمادنامه              باورليک

د سر ټکی             سرټکی، همدارا منځټکی- اوړونټکی (نقطۀ عطف)…

د خوراک توکي- خوراکي توکي خوراکتوي

افريقايی الاصلی            افريقايي آری

پاکستاني الاصلی            پاکستاني آری

په وييرغاونه کېې غوراوی او غورچاڼ چې  سپما، رواني، خوږغږي… هم رانغاړي:

لوړرتبه، لوړپوړی          جگپوړی

وړاندويينه                مخويينه ( پېښور:پېشنگويي)

مخامخی                مخاوی (تقابل)

مياشتينی              مياشتنی، مياشتنۍ

ورځينی                ورځنی

(شپېنی) بيا د ټکر له کبله (شپنی)  کولای نه شو.

۲– د تړښتي ويييرغاونې په لړ کې  که نوي جوړه تړنگونه (عطفي ترکيبات) د (-و-) يا (-او-) يا صفر منځتاړي سره د ولسي مخبېلگو پر بنسټ  واوډل شي،  يوه سبکي خوږغږي (خوش آهنگی) رامنځته کوي. د ساري په توگه،ولس: مرگ و ژوند، ښه او بد،  لږوډېر، خپل خپلو ان، روغ و رنځور، لاندې باندې، کښته پور ته، لروبر، وړاندې روسته، لوړې  ځوړې، سړې تودې، خو ږې ترخې، لوڅې پوڅې،  راشه در شه، را کړه ورکړه، شپه او ورځ، توروسپين، نوک وسوک (د  نوک پر نوک  د همما نيز په توگه، ښايي د سوک پرځای څوک؟)،  مړی ژو ندی يا مړ و ژوندی،  وږی تږی، لږوډېر،کلی کور، موروپلار، نرو ښځه، خواښې خسر، غوا خوسی، پوله پټی، پيسه ټکه، پيسه ټنگه،… جوړه تړنگونه د همدې خوږغږۍ له مخې  سره اوډ لي او رغولي دي، او په دې پسې نه دي گرځېدلی چې ٌمرگ خو تر ٌ ژوند ٌ روسته راځي.

* له همدې لامله زموږ نوي جوړه تړنگونه، لکه ٌ اند وژوند، خوند و ژوند، ژوند و ژواک، اندو- واند، هاندو هڅه، اورو وينې، اکر بکر(حال احوال، وضع و حالت)،: استاد رفيع)، اکر وکر()  ليکنه او څېړنه، ، غوښتنه وړاندېينه ( عرضه و تقاضأ)، ساندې او سندرې، سوزو نه او ساز ونه، لارې سړکونه، شعروادب، پوهه او فرهنگ، پوهه اوگروهه، ښوونه (او) روز نه، ښوو نځی او پوهنځی، ليک ولوست (ليکلو ست)، مېړه او مېرمن، لاره لېله (راه و روش، سبک وستايل)،  مينه او مننه، خيروښېگڼه- يا يې بشپړ سوچه پښتو انډول (ښمروښېگڼه)، ښېگڼه بدگڼه، توره او قلم، کاروبار، واک و وسه، تلوله تلوسه، نگاسه گنگوسه، واک و ځواک، گران او هڅاند،… (۲- وييپوهنه ۶۱۳-۶۴۱).

* په نورو  ژبو کې هم همداسې  ډېرې ولسي او خپللاسې بېلگې شته او د هغو له مخې رغول کېږي، پارسي، لکه:  بخور ونمير(وخوره مه مره)،مرگ و زنده گي، انديشه و زنده گی (اند وژوند)، انديشه و خيال (اند و واند)…، عربي  ښايي،  په دې لړ کې همسجع او همقافيه بېلگې تر نورو ژبو ډېرې ولري،  يتيم و صغير، ليل و نهار، او په دې لړ کې د لنډو غونډلو د جوړو په بڼه، لکه: قله و دله،  عزَ و جلَ، اهلاٌ و سهلاٌ، قوتوا لايموتوا… چې ستره  سرچينه يې پاک قرآن او حديث دي.

۳- د هرې رغاونې توکي بايدتر روستي بريده ټول نږه  وي، لکه: غږپوهنه (فو نېتېکس)،اواز پوهنه (فونيمېکس)، گړپوهنه (مورفولوژي)، غونډله پوهه (سېنتکس)، وييپوهنه (لېکزيکو لوژي)… نه لکه (فونيم پوهنه)، مورفيم پوهنه، جمله پوهنه، لغت پوهنه…يا توکمپوهنه- نژاد پوهنه،شمېرپوهنه- رياضي پوهنه، مېچپوهنه- هندسه پوهنه، کمپيوټرپوهنه- سولگرپوهنه او داسې نور.

*  داچې ځينې ليکوال دغلته هم د لاتيني (لوژي، لوجي) د پارسي (-شناسي)  په پر (-پېژندنه) راړوي، لکه  هنر پېژندنه، ټولنپېژندنه، لرغونپېژندنه، له کره پښتو او سبک دواړو سره اړخ نه لگوي؛ يوازې د يونيم ټکر له کبله – پېژندنه کارولای شو، لکه د ځمکپوهنه د (جغرافيا) او ځمکپېژندنه د  (جيالوجي) لپاره، همداراز د وگړو يا ولسونو او هېوادونو لپاره هم  وړنده بر ېښي، لکه:

خوشالپېژندنه، افغانپېژندنه، چين پېژندنه (سېنولوجي)، هندپېژندنه (اېندولوجي) ، تورک پېژندنه (تورکولوژي)… .

* غلط مشهورٌ وييونه چې  له پښوييز، مانيز يا ليکدودي پلوه ناسم کارول کېږي، بايد هما غه آره (اصلي) مخينه او پښويي- مانيز يووالی او جلاوالی يې په پام کې ونيول شي، لکه په لاندې ډول:

غلط مشهور                 آروکره

اړيکه- اړيکې     اړيکی- اړيکي (رابطه- روابط)

 اړيکه-اړيکې     تماس- تماسونه

راتلونکی     راتلونکې (آينده، مستقبل)

کوچنی            کوشنی(دکندهار څه ناڅه اود سوېلي پښتونخوا ټول وگړي)

لامِل          لامَل (له عربي عامِل سره يې اخښل په کار نه دي!)

سُوب (sob)          سوَب (swab)، سوَبتيا (غيابت، عدم حضور)

ليکوالان      ليکوال (لکه کليوال، که يو وي که ډېر)

لېرې، ليري، لر   لرې، پېښوريان ٌ لر ٌ د (کوز) تر څنگ د (دور) په مانا هم کاروي.

وړوند            ړوند

وړومبی       ړومبی

وروستی،اوستری    روستی

 وروسته      روسته، روستی، روستنی، روستاړی

اوسمهال      وسمهال

اوستربل      وستربل

اوربل، اوربوی    وربل (کاکل)، (حريم)

اوسپنه           وسپنه

اولس         ولس، ولسوال ،ولسي، ولسي جرگه

ولسمشر       هېواد مشر، ډلمشر، ډلواک

ملکي خلک     ولسي وگړي

کليزه (سالگره)   کاليزه (کليزه يا کليز د تقويم لپاره له کلونوراهيسې دود لري)

اوزگار           وزگار

ارگون، اورگون    ورگون

ارزگان،اورزگان   ورزگان

اوږمکۍ       وږمکۍ،اوږمکه، اوږمۍ (سپوږمۍ، سپوږمکۍ)

معنا. معنی       مانا (مانيز، نه معنوي)

کښې، کښي، کي کې

چه،څې، چي        چې

مِ، مي            مې

دِ، دي            دې…

مزکه،مځکه        ځمکه: ځمکپوهنه،ځمکنی، ځمکلاندې، ځمکتل، ځمکسمون…

بريا             لاسته راوړنه، برياينه (دستآورد) ]نه بری، برياليتوب[

ستورمزلی     تشياليونی

نوماند (کانديد)  په پخوانۍ (مشهور، نامدار) مانا هم بايد وکارول شي!

و            وو(بود)

وو           ول (بودند- مذکر)

معيوب        کمتوان

معلول            بېړا (ښځينه بېړۍ)

يادښت: د يوگړي نرينه لپاره له بې سروبوله پرېکړو له مخې يو (و) د (بود) انډول په توگه هم له غلط مشهورو څخه بلل کې، ځکه له آره  دوه (واوه) دي اوفونيميک ليکدود يې (wo) دی،  په دې توگه ورسره د نرينه ډېرگړی (بودند)  د توپير لپاره بايد،د(وو wu) پرځای (ول w∂l)  رادود کړو؛  همداراز ورسره د لومړي (متکلم) ډېرگړي (وو wu) د توپير په موخه دېته اړوځو چې د منځنۍ (غلجي) گړدودي ډلې په لاسوند يې د نورو کړونو (وتلو- ووتللو، پرځېدلو- وپرځېدلو)غوندې يې سمه گرداني بڼه (ولو) وليکو)، کندهاري ليکدود (وه) يې هم له ښځينه يوگړي سره ټکرېږي… (← د ٌو ٌ اړوند ډولونه).

(نژدې)  تر (نېږدې، نږدي، نېژدې، نېزدې) او (خېژي) تر (خېږي، خېزي) ځکه کره راځي چې له تاريخي پلوه  د پارسي/ز/  پښتو انډول /ژ/ ده.

له اخلاقي پلوه د (معيوب) پرځای (کمتوان،کمتوانه) غوره راځي، لکه څنگه چې لوېديزې ژبو، لکه انگرېزي (handicap)  پرdisabled او او د(معلول) انډول (mongoloid) پر( having down’s syndrome راړولی دی. مخنی ترم له دې لامله دود شوی وو چې همداسې برېښېد او د اړوندويارمني (معلوليت) ترم (mongolism) يې هم syndromeکړ چې د انسان پژني او ذهني ناروغۍ د نښې نښانې مانا ښندي، خو  موږ ورته سم له لاسه  و له -پشه يی ٌ بېړا ٌ  او ٌ بېړۍ ٌ پرته بل انډول  نه لرو!

د يوې کره پښتو ليکلارې اړ وند ليکدود (Orthography)

١- يوه کره ليکنۍ پښتو ٣۶ غږونه(sounds) او کره فونيميکي ابېڅې ورسره يوبرابر يووستوي سېمبولونه، خو راتپلې عربي (الفبې) له دېرشو نښو (توريو) تېری نه کوي. له ٧ خپلواکو (واوېلو) څخه يوازې درې دا ليکنۍ نښې يا توري (وای) لري. د زور (فتحې) او زو رکي لپاره (ه) يا (ء) او يا چرگۍ (هه) او بيا کونډه ګ (گ) کارونگ د ژبپو هنيز قانون توپير (contrast) تر ډېر ځايه زيانمنوي او له لوستونکي لار لودن ورکوي. يوازې د (ی) گانو د څلورگونو ډولونو له رامنځته کولو او لږوډېر کارولو سره يو څه ليکدودي سمون راغلی دی.

* بياهم، پېښوريان  د نوروناکره ليکدودي بېلگو تر څنگ، زموږ تر پښتو ټولنې د ٌباړه گلۍٌ له بترو نيم نيمگورو پر ېکړو سره سره   له اوږدې (ې) لنډه (ي) او زورکيواله ښځينه غبرگغږې يا دېفتانگي (ۍ) پرته، زور واله نرينه غبرگغږې (ی -ay)  پر(ے) بدلوي، لکه سړ ے، پړے ، گرځېدے (گر ځېدای) او نور درې سره غبرگغږې له همزه (ء) سره غاړه غړۍ کوي، لکه، ځائ ياځائې، يوځا ئې، خدائ؛ زوئ، دوئ او خوئي، بوئي ؛ همداراز نيمواکه يا سيمي واوېل (ی) زياتره  له همزه (ء) سره کاږي، لکه: ئې، وائي، وائې…- د زورکي پرځای خو لاڅه کړې څه کړ چې ټول ليکدود يې ورسره انجړ بنجړ کړی دی (د سمندر يوسفزي تېزس، پېښور پوهنتون ۲۰۱۶). 

*  واوېلي (غيرملفوظه)  -ٌه ٌ يا (-a) يوازې د ويي يا څپې پاي لپاره رامنځته شوې. نورحمان لېوال يې، لکه  له هر کمپيوټري فونټ سره د نه سازښت له لامله، (زدهکړه،(زدهکوونکی، زدهکړيال، زدهکول…)  او همداراز پارسي (سادهگي، بندهگي…) ليکل غوره بولي، خو پالوال يې بېخي غورځوي همداسې کاږي؛ مانا يې  داچې،کنسوننټي(ملفوظه) «-ه» ورسره توپيرول په کار دي.

په دې ډول،په (دويم) کې د واوېل (فتحې) په توگه غورځي او په (نهم) کې د کنسوننټ (ملفو ظه- ه) په توگه پاتې کېږي. د (نهم) بنسټ (نه-)دی، مانا دا چې ړومبۍ(ه) کنسوننټ (حرف صحيح) دی او دويمه هغه يو واوېل (حرف علت) دی. (اووه – اووم، پېنځه – پېنځم، يو- يووم…) هم په همدې لړ کې راځي.

* هرگوره، نور واوېل پای ( خپلواکپای) شمېرنومونه دتړتوکي (thematic vowel) په توگه نيمواکه (ی y) غواړي، هغه هم د منځني دريځ له لامله چار ناچار د(-ي-) په بڼه، لکه:

درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛ «څويم» هم تر ورته دوی يا قاعدې لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه خو په هر ډول اړونده پايله (- م) سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:

څلورم، پنځم، شپږم، اتم، لسم… سلم، زرم، ميليونم… . پرکنسوننټي يا معدوله (و) پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه:

يوم(يوسل ويوم)، دوه سوم… .

زور- پای او زورکي -پای هم د دغو واوېلو تر غورځونې روسته تر ورته قانون لاندې راځي.

* په هر ډول، پېښوريان  لږ تر لږه بياهم درې (ې،ي، ۍ) ياگانې پر خپل خپل ځای کاروي او د ٌسراسري کره ليکلارې ٌ  له کوم بنسټيز آرومعيار سره يې نه ټکروي، خود سوېل-لوېديز ليکو ال د يوې ځانتنۍخجپوهنې  (اکسنتولوجی منحصر بفرد) پر بنسټ د واوېلي بدلون  په لړ کې د دغو درو ياوو په دوه دوه رازه کارونگ سره دوې پښوييزې قاعدي راسرباري کوي. په نورو ټکو،خجلاندې /ې/ په کړاوړون او نوماوړون کې پر /ي/ بدلوي، لکه په دې غونډله کې: دوې ښځي تللي  يا راغلي دي، دوې مېرمني ولاړي ياراغلي…  او  خجلاندې زورواله (ی ay)  پرزورکيواله (ئ(әy) اړوي، لکه: يو ښاغلئ سړی راغئ- راغلئ ؛ په دې راز  سوېل لوېد يځوال د درو نورو گړدودي ډلو په پرتله تر اوږدې /ې/  لنډه /ي/ ډېره کاروي  او تر زوروالې (ی) زورکيواله (ئ) !

د ←(غلط مشهور) ليکدودي بېلگې له يوڅه رڼاوي سره:

(۱) اردو-u(پوځ)، لکه: کدو، پټو، بېلرغو، ماڼو، برماڼو،  يابو، ټټو، ډيپو… ټول (لنډ-و) – پاي نومونه په ټولو گړدودو کې نرينه دي، نه ښځينه؛ داچې مغولو په همدغه تورک- مغولي نامه خپللاسي (مسخه کړې هندي) گډوله ژبه هم نومولې ده، د پښتنو لپاره يوه استسنأ ده او چار ناچار اُردو ژبه ،  بايدله نرينه پايلې سره سره ښځينه ادا کاندې،ځکه پښتانه ټول ژبنومو نه پراوږد-و يا (-ي) پای ته رسوي، لکه: پښتو، يدغو، هندکو، پاړسو (کره: پارسي)، هندي، سيندي، بلوڅي، اورمړي، پراچي، واخي، مونجي، شوغني، انگرېزي. فرانسي، اسپانيي، اېټاليي، جرمني… .

 (۲)  هغه ليکدودي بېلگې چې  د پارسي، عربي، اردو، انگليسي درو گونو واوېلي نښو (مد- کسرې- ضمې) په پېښو رامنځته کېږي: پښتو له آره (مدوده الف)،  نه نه لري او بيا د ممدوده ترڅنگ الف هم  د ويي په سرکې پر (فتحه) اوړي نو په استثنايي توگه يې د الف غږ (ā) د نومېرنې لپاره  د ځينو اړينو وييونوپر سر مد اچوو، لکه آر، آره، آريا، آريا نا…؛ همداراز هېڅ پښتون  کسره نه شي ادا کولای، بلکې پر اوږده (ې) اړوي،  په دې ډول با يد هېلمند،اېلبند، دېموکراسي، کاشکې، بلکې… وليکل شي،گيله بيا په  لنډې (ي) د پارسي (گله) سره  تو پير مومي. همداسې د پېښ پر ځای اوږد-و (o) وکاږو، لکه: کونړ، اورزگان يا روزگان،اورگون، گومان، گومارل ، اورگان، رومان، کولچه،غونچه، بوخڅه (بُقچه)، توند، خوم، خورما، تو خم، توکم، کو مک، کونج، پو خلا، رو مان، اورگان… .

(۳) په (- ونکی) رغېدونکي کړنومونه همدا يو «و» غواړي، لکه:

ليکونکی، څېړونکی، ژباړونکی، گنډونکی، خوړونکی، څښونکی، تلونکی، ويونکی، وهونکی… ، خو که له فعلي مصدره (- ل) لرې شي او پاتې بنسټ يو «و» ولري، نو (ونکی) بيا (وونکی) کېږي، لکه:

کاروونکی، خپروونکی، څرگندوونکی، اړوونکی، ټولوونکی…، له (ښوول) او (پوول) څخه چې (-ل) لرې کړې، نو (وو) پاتې کېږي او په کارده، اړوندستاينومونه يې (ښووونکی) او (پوو ونکی) وليکل شي، خو د دود وينگ له مخې ترې يو«و» غورځي .

* لکه په ليکلار او ليکلارښود کې مو هم ورته نغوته کړې، د کړنومونو په لړکې  له(-ونکی)  سره زاړه رغېدلي، په هر ډول په ولس اړه لري، لکه خوړونکې (خوراړه، جزام)…، خو له نويو رغاونو يې، په تېره له دوه غبرگو (واوو) لرونکوسره، تر وسې وسې ځان ژغورل په کار دي، ځکه  د روانۍ (فصاحت) له  آر سره ټکر کوي، لکه په دې نوملړ کې:

لمونځ کوونکی     لمونځغاړی (تره کي)

سوال کوونکی       سوالگر، دروېزگر؛ بسپنغاړی (خروټي)

گاگل کوونکی-کاگلوونکی اخېړمار

ښوونکی ،زده کوونکی    ښوواند؛ زدايند(پالوال!)؛ يا زدکړيال (محصل، دانشجو).

ليکونکی، څېړونکی      ليکوال، څېړنوال

لوستونکی         لوستوال

کارکوونکی، کارکن      (گوندي، سياسي) کارندوی (کارندويان)

جنايت کوونکی          جنايتکار

تجربه لرونکی              ازمېښتکار

ژغورونکی         ژغورند، ژغورندوی، ژغوراند

ژغورونکی تحريک        ژغورنده غورځنگ

نجات ورکوونکی         ژغورنده غورځنگ

سوک وهونکی       سوکمار (بوکسر)

پاڅون کوونکی     پاڅونی (پاڅونيان)

لاريون کوونکی     لاريونی (لاريونيان)

*د بېلتونپال  پر ځای  (بېلتون غوښتونکی او جدايي غوښتونکی) د پارسي (جدايي خواه)

او د (ازاديپال) پرځای يې( ازادي غوښتونکی او خوښوونکی) د پارسي (آزاديخواه) او اُردو د (حريت پسند) ړندې پېښې دي!

* (-ونکی) روستاړی هم پر خپل وار د يو نومکړ (پر کړ اړول شوی نوم: سپينول، ځايول …) له ناسمې رغاونې آره اخلي. د ساري په ډول د دې پرځای چې په بېواکپای (مختوم به حرف صحيح) نومونو پورې کړريښه سيده و نښلول شي، لکه  مخامخول-ېدل، ځايول-ېدل، اغېز منول-ېدل، يرغملول-ېدل… له کول-ېدل  سره اړوند ساده نومکړ پر تړښتي (ترکيبي) اړول کېږي، لکه:  مخامخ کول، ځاي کول، اغېزمن کول… همداسې ورسره نومرغاونې هم دروا خله:  تجربه کوونکی (ازمېښتکار)، جنا يت کوونکی (جنايتکار)،

نوې رغاونې: پاڅون کوونکی (پاڅونی- پاڅونيان)، رسواکوونکی (اشواگر، افشاگر)، اړودوړ اچوونکی ( اشولگر، آشوبگر)…؛ له (- ونکی) روستاړي سره د بي بي سي پښتو وياندانو د شاهکاريو  تازه بېلگې (بايسکل ځغلوونکی) ، منډه وهونکی)، لامبو وهونکی… د خندا او خندۍ وړ دي، چې لنډ، روان او خوږ غږي انډولونه يې (بايسکل ځغلی، ځغلند- ځغلاند، لامبوزن يا لامبوځن…) راځي!

(۴) غبرگژبيز توري (ټ، ډ، ړ، ڼ) چې غږونه يې له غږبوهيز پلوه پښتو ډېر پخوا له هندي (پرا کرېټو) را پور کړي دي، په اروپايي ژبو کې هېڅ نه ويل کېږي او  په کار ده، تر وسې وسې يې له کارونگه ډډه وشي، نه لکه: کاسټرو، او ان په انگرېزي پوروييونو کې ، لکه:

 ډاکټر، ماسټر، تهئټر، ټماټر (معرب: طماطُر )، ډېموکرېټ، ډېماکراسي، ډېکټېټر، ټرېکټر، کمپيوټر، انټرنېټ، ټويټر، سېنېټر،  ټوني بلېر، کلېنټن، ټرمپ، رامسفېلډ… .

* که څه هم بره خوا تر پارسي او بيا لاتين آرې پرانسي اغېز لاندې دغه غبرگژبيزوالی له وينگ او ليکنگ دواړو وتلی وو ،لکه: دوکتور، ماستر، تياتر (نندارې)، سناتور، دېموکر ات، دېموکراسي، دېکتاتور…، خو زموږ د برنيو له کډوالۍ سره د لرنيو غبرگژ بيزوالی پر ټوله پښتو واکمن شو او هغه هم زياتره د انگرېزي پوروييونو په برخه کې نه ، بلکې د نورو اروپايي ژبو(جرمني، پرانسي، اېټاليي، اسپا نيي…) په برخه کې هم، لکه:

فيدل کاسترو- فيډل کاسټرو، شورايدر- شورايډر، شومخر- شومکر، هېلموت- هلموټ، دوگول- ډگل… . مانا داچې دومره ښنده (زياده روی) هېڅ په کار نه ده !

(۵)  پښتو او آرياني يا نا عربي وييونه، ځاينومونه، ټبرنومونه او وگړنومونه يا نور ورځني هغه بايد تر وسې وسې له وينگ سره سم په پښتو تورو او ليکدود و ليکل شي، لکه:

توره باز (طره باز)، تورم (طرم)، تورخم (طورخم)، تورو (طورو)، توتو (طوطو)، توتي، توتا، توتاخېل (طوطي، طوطاخېل)، تاووس (طاوس)، بته (بطه)، تباشير (طباشير)، تبله (طبله)، تنبور (طنبور)،توېله (طبيله)، اوتاک (اطاق)، تشت (طشت)، ستل (سطل)، ګدون (جدون)… .

*اروپايي نومونه تر ٌمُعربوٌ بڼو له پښتو سره ښه ترا اړخ لگوي،لکه: اپلاتون تر افلاطون) ار ستو تر(ارسطو)،سوکرات تر سقراط، بوکرات تر بقراط، تريپولي (درې ښاری) تر طرابلس

(په لبنان او ليبيا کې)، گرېندا تر قرناطه، اناتوليا تر اناطوليه، برېتانيا تر بيطانيه، برېتانيي تر بريطانوی، اېټالياتر ايطاليه، اېټاليي تر ايطالوي، سپانيايا سپانيا تر هسبانيه، سپانيي تر هسبانوی …؛ همدارنگه تهران (طهران)، توپان (طوفان)، (تورکي)کرنتين تر قرنطين، کونستنتين تر قسطنطنيه… .

*همداراز(ف،ع)  په پښتو، آرياني يا پوروييونو، له (قرآن و حديث) پرته پر (پ) ويل او ليکل کره بلل کېږي، لکه:

ساپی (صافی)، اپريدی (آفريدی)، پارسي (فارسي)، پرښته (فرشته)، پيل (فيل)، خپه (خفه)،

خپگان (خفقان) ،الينګار (علينگار)، اليشنگ (عليشنگ)، اليزی (عليزی، لال وسر ځنگل (لعل و سر جنگل)، سېپرس (قبرس)،)، دوتر (دفتر)، اسلام کلا (اسلام قلعه)، کلای نو يا نوې کلا (قًلعۀ نو)، کندهار (قندهار)، کندوز يا کوندوز (قندز يا قندوز)، ساکزی (اسحاق زی)… بيا لا چې د کونړ سيند کڅوال له بريکوټه تراباسينه ان  پښتو (ک) هم  پر (ق )اړوي!

* په ډېرو خپلو او پرديو وييونو کې تر (چ) ،(څ ) د کره ليکلارې او ليکدود ښکارندويي کوي، لکه په:

څښل (چښل) ،څښاک، کوشنی (کوچنی)، څټک، څگ (گوړه)، څوکۍ، څپلۍ، څله (د ژمي يا واده)،  کاشوغه (کاچوغه)، څمڅه، څمڅۍ، څمڅوکۍ (کاشوغه)، خرڅ (خرچ، خرچه)، څڅۍ (ناوه)، څرمه (چرمه)، څرم، څرمن، څرمي، څرمني، (پس) کوڅه، نڅوړ، نڅوړل، سمڅ يا څمڅ، څرمښکۍ، څمڅاره، څوباړی (نه سوباړی)، څېره (نه چېره يا چهره اوڅهره)، څيرل، څيرې، څيرله (ريتاړه، پرزه)، اڅکزی، څخه (غلجي: چخه)،(څنۍ) ته بيا خروټي(سنۍ) وايي چې ښايي آره يې همداسې وي (صديق پسرلی)!

 « چې» د (چه، چي، څې) او «کې» د(کښ، کښې، کښي، کي) پرځای کره منل شوې دي.

ځينې د (بعضې) او ځنې د (څخه، ورڅخه، ترې) په مانا توپيرول په کار دي

* په ټوليز ډول پوروييونه له ژبپوهنيز او نړيوال دود و دوی پر بنسټ ترکېدونه له پښتو و ينگ او لږوډېر مانيز اړونگ سره راخپلول په کار دي، لکه: گاډی (گاړی)، ماشوم (معصوم)، شمه (شمع)، تمه (طمع)، کيسه (قصه)، پوځ (فوج)، سبا (صباح)، ميرات (ميراث) د تباه او بر باد په مانا، کرار (قرار)، سهار (سحر)… . پيل، توپان، اپت، تم، تپوس، پرښته، پراخ (يو څپيز)، خپه، خپگان، کميس يا کميز، مانا، دين، شېر (شعر) او يو لړ نور داسې وييونه د ډېرو آرپو هانو (اېتېمولوجېستانو) د څېړنو له مخې نا عر بي يا عربي شوي (معرب) گڼل شوي او يا هم ټکرويي (تصادفي لغات) زباد شوي دي.

* يوځای ليکل او جلا ليکل هم ورته لږوډېرې  ٌغلط مشهورېٌ بېلگې لري:

 ناخپلواک توکي(نه،د، له، په، ته، نه، مه…) له کړونو او نومونو سره بايد و نه نښلول شي، لکه:  نلرم، نکړم، نخورم، مخوره، لخوا ، ندی، پکورکې…

استثنأ: نشته، نشتون، پخوا، (يوخوا-بلخوا) خدای مکړه، خدای دې نکړي، ستړي مشي، لپاره، پکې، مخکې، پخپله، ځانته، رامخته کول، پايته رسول… (← بي بي سي لارښود او ووبپاڼو کې نورې خپرې شوې ليکنې)

پېنځم- متنپوهنه

عبارتونه  غونډونه په تړنگونو اړول: د کا بل د پوهنتون کتابتون، د کابل ولايت مقامات، د کابل ولايت چارواکي، د خبرونو عمده مطالب/ د خبرونو وييرغاونه سر ټکي همداسې سر ټکى، منځټکى، پاىټکى، اوړونټکى.

*په يوه ټاکلي متن کې د کليشې مخنيوی، لکه د چا د مړينې له کبله د خواخوږۍ دالاندې بېلگه:

ٌ لکه څنگه چې په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړی،… تر اوږدې ناروغۍ روسته د… کلو په عمر له دارالفنانه دارالبقا ته رحلت کړی دی. انٌا لله و اِنا اليه راجعون.

په دې وسيله د پاک خدای له درباره د  هغه خدای بخښلي ته دفردوس جنت  غواړو او کورنۍ ته يې دعظيم اجر، تسليت او همدردۍ لپاره دعا کوو! ] آيت شريف په هره توگه، خو دا نور ې  تکراري يا په ميرزايي نومَونه ٌ متحدالمالېٌ غونډلې د څه لپاره، ايٌا پښتو دومره لنډه تنگه ده؟[

*  پاراگرافي  نوښت

ټوکر يا پاراگراف- يوناني (paragraphos) د يوه  متن يا ليکنې هغه  څوکرښيزه ټوټه ده چې  له مانيزپلوه  د اړوندې ليکنې يو څېرمه  څرگنداوی راخلي، او ياپه خپلواکه توگه ځانته يوه ټاکلی سکالو رانغاړي، لکه، يو رسنيز خبر، لنډکۍ  ادبي پنځونه : کيسه، (ازاد يا سپن ) شعر، طنز، تکل…

 دغه ليکنی نوښت د لويديځوالو پر پليونی په ادبي په تېره داستاني او قافيوالو او ازادو شعري ځېلونو، رسنيزواو نورو ډېرو ليکنو په ليکنۍ ښکلا کې د پاراگرافو ترمنځ يوه ليکه واټن (interliner space) په زړه پورې نقش درلودای شي. همداراز د کرښو د پايلو برابری يا څوکه پرڅوکه والی (justifycation) له پامه غورځول  ورسره، نه يوازې مرسته کوي، چې لا په ښکلاييز چارکې ورسره  هم برخه اخلي. له ښه مرغه په دغه  تړاو،  زموږ د دوديز ليک سېستم مخ ته پرتې تخنيکي ستونزې د ځوان کمپيوټري پښت په مټ ورځ تر بلې هوارېږي.

خو بياهم، لکه چې ليکوال (زيار) په خپل (د څوارلسم پوړ کړکۍ)  نومي ناول، او يو لړ نورو او بيا په دغه اوسنۍ ليکنه کې دا نوښت وازمايه، سم له لاسه، (justification) له پښتو ليکدود سره سم سهي اړخ نه لگوي. ځکه د کرښو په منځ منځ کې د لاتين، سريليک يا هندي ابېڅې سېستم په توپير، بېځا يه وتونه (spaces) اړونده ليکنه يا متن تر ډېره بدرنگوي، نو دا به غوره  وي چې  له پامه وغورځول شي. هرگوره، د کرښو پای ته، په تېره څېړنيزو ليکنو کې، د تړښتي او بېلښتي وييونو، لکه: مېږتون، پوهنتون،  ټولنپونه، توکمپوهنه… د يوڅه زيات وت د ډکون لپاره، اړوځو، د ليکدودي چوکاټ دننه يې پر څپو وويشو، لکه: ټولنپو- هنه، کتا-بو- نه او داسې نور.

_________________________________________________________________

اخځليک

۱- بهير، فهيم: د ساده او هنري نثر تر منځ د بېلوالي او نژدېوالي کرښې. تاند وو بپاڼه،۵جون۱۶او د سبکي ځانگړنو پېزندنه ۸ اگست۱۶.

۲- پخ (پټه خزانه)، دويم چاپ، کابل ۱۳۳۹ل.

۳- پق (پښتو قاموس)، پښتو ټولنه: ۱- ټوک ۱۳۳۰، دويم ټوک ۱۳۳۷ل.

۴تږى، حبيب اله، پښتانه، د پښتني فرهنگ د ودې ټولنه (جرمني)، دانش  خپرندويه ټولنه، پېښور ١٩٩٩.

۵–  د مشرق په اسمان کې د مغرب ستوري . د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه، چاپ: دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۱۳۸۵/۲۰۰۶.

۶- زيار، مجاوراحمد :  پښتو ليکلارښود. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۲۰۰۷.

–  پښتوپښويه (گرامر) د ۱۳۶۰، ۱۳۸۲ ۱۳۸۴ل کلونو خپرونې

– وييپوهنه او وييرغاونه. دانش خپرندويه ټولنه کابل- پېښور ۲۰۱۴ز.

– (د لازياتو بېلگو لپاره: د وييپو هنې او وييرغاونې سر يزه او نورې ليکنې مرکې او ووبپاڼه zyar.net).

  • پشتو، زبان پشتونها، به مثابه عمده ترين زبان آرياناى شرقى (افغانستان) :پژوهش د

فرهنگ باستانى و شناخت اوستا (سومين همايش، هامبورگ ١٩٩٨) جلد دوم،ص ٤٨٩-٥٣٠، انجمن رودکى، اکتوبر، پاريس ١٩٩٨.

– انگرېزي- پښتو سيندگی (سربلونه او وستربلونه). ساپي پښتو مرکز، پېښور۲ ۰۰۰ ز.

– د يوولسم پوړ کړکۍ (ناول) سريزه. دانش خپرندويه ټولنه کابل- پېښور ۲۰۱۴ز.

– پښتو گرامري لارښود، د بي بي سي ژورنالېز پوهنځي ديجيتال خپرونه ۲۰۱۰ز.

۷- سنگروال، شهسوار نيازی:  د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۱۹۹۷ز.

۸- هاشمي، سيد محی الدين: د نثري ادب ډولونه. وحدت څېړندويه ټولنه، ننگرهار۱۳۹۲ل.

۹- هېوادمل، زلمی: فرهنگ زبان وادبيات. وزارت تعليم و تربيه، کابل۱۳۵۶ ل.

– هېوادمل، زلمی: د پښتو نثراته سوه کاله. دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۹۰ل.

10.K.Kasper und D.Wuckel: Grundbegriffe der Literaturanalyse 2. Auflage VEB Bibliographsches Institut, Leipzig 1985.

11.Kieffer, C.M. : “Dialectologie du pachto, Distribution et typologyie des parlers Pashto d’ après les premieres Cartes de Atlas linguistique de I’ Afghanistan CALA”, Colloque sur L’etablissement d’um Center de etude de la langue et de la literature Pashto, Caboul 1975.

12.Mackenzie, D.N.: A Standard Pashto,BSOAS 22, 1959.

Pashto, p.547-565, The Wordon 1987.

-1971: “A Concise Pahlavi Dictienary” Oxfordun press, London.

1989: Pashto, the World’s Major Languages, ed. Bernnard Comrie,London.

  1. edition. Collins, London& Glasgow 1986. Patrick Hanks…:The Collins English Dictionary

Wikipedia, Google (Incyclopedia): Style, Stylistics.

Zyar, M.A: Pashto, eineNordost Iranische Sprache, Geschichte und Normierung. Afghan Wulas, Viena-Austria 2007.

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *