Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو ملا معتصم اغا جان ته/ محمد هلال سمسور

ملا صاحب، کلونه کېږي چې په ترکیه کې بې درکه یاست. کله چې لومړی ترکیې ته ورسېدې د سولې په اړه دې اخوا دې خوا لږ غږونه پورته کړل او بیا چې اماراتو ته د سولې د یو پروګرام لپاره لاړئ بس همغه مو شوه او بیا پسې ورک شوئ.

څرنګه چې تاسې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر او یاغړی وئ نو تاسو ته لږ سترګه دراوړېده چې ګوندې وي الله یې په زړه د رحم اوبه تویې کړي او نور د خپل وجدان او ضمیر په تنبه، توجیه او امر د افغانستان د سولې لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې وکړي.

هره ورځ به خلک ستاسې لخوا زیري ته په تمه و، مګر کلونه تېر شول خو ستاسو پته ونه لګېده. یوازې په اخترونو کې د نورو په څېر یو دوه ټکي پیغام ولیکئ او بس.

اوس سوال دا دی چې ستا د غلي کېدو علت څه دی؟ آیا بېرته همغه د کراچۍ پخواني وختونه دریادېږي او په دې پښېمانه یاست چې بد مې وکړل چې د آی اس آی خلاف مې د سولې غږ پورته کړ. غریب سړی وم، خپله شوله به مې خوړه او پرده به مې کوله.

یا که د امریکا زور او ویره درپسې ده، چې که غږ دې پورته کړ نو هسې کانه به دروکړو لکه پاکستان چې ملاضعیف ته په پاکستان کې ور وکړه.

کله چې تاسو په پاکستان کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر وئ او هماغه مهال طالبانو زرګونو بېوزله او بې ګناه افغانان د اوس په شان وژل، ښايي هغه وخت مو د افغانانو وژل د اسلام لپاره بلل مګر اوس به درته ښه پته لګېدلې وي، چې دا وژنې او بې رحمۍ ټول د اسلام لپاره نه بلکې د پردیو لپاره دي. د خپلو تېرو ګناهونو د جبران لپاره باید لاس را بډ وهئ. ښايي ډېر څه ونه شئ کړای مګر یو طالب هم چې د افغانانو له وژلو منع کړئ ښايي ډېر ګناهونه دې الله معاف کړي او یا ډېر ثوابونه ترلاسه کړئ.

ملا صاحب، هره ورځ چې زموږ په کلیو او بانډو کې څه تېرېږي او هره ورځ چې په کندوز، بغلان، ننګرهار او هلمند کې بیګناه او بېوزله افغانان بې کوره کېږي او هره ورځ وژل کېږي دا انسان څه ان کاڼی هم ژړوي.

طالبانو ته وايم چې که تاسې مخالف لوری کافر بولئ، ګوډاګی یې بولئ، د امریکا او غرب غلام یې بولئ ویې بولئ مګر تاسې د دې ولس لپاره څه وکړل؟! په تېرو پنځلسو کلونو کې له وژلو، قتلولو، ډارولو او نیولو، له تعلیم او تحصیل څخه له منع کولو پرته یوه کارنامه را وښایاست چې تاسې طالبانو دې ولس ته وړاندې کړې وي؟. امریکا خو همداسې څوک غواړي چې اخ او ډب جوړ کړي څو دوی ته د پاتې کېدو پلمه پیدا شي.

طالبانو تاسې خو هر څه د اسلام په نامه کوئ. آیا د دې مظلوم ولس دا ناوړه حالت اسلام ته د منلو وړ دی!؟ آیا اسلام همدا وايي چې تاسې د خپلو جګړو لپاره بېوزله مظلوم ولس همداسې وځوروئ او همداسې یې در په در کړئ!؟ له علم او تحصیل څخه منع کړئ. همدا اوس ستاسي تر واک لاندې سیمو کې ۷۰۰ ښوونځي بند دي!! دا ښوونځي نه په پنجشیر او نه هم په بامیان کې دي بلکې په هغو ساحو کې بند دي چې تاسې پرې واک چلوئ.

ملا معتصم صاحب او هر طالب چې په زړه کې یوه ذره ترحم هم ولري باید نور د دې وضعیت دوام ونه زغمي. تاسې چې ځانونه د افغانستان اصلي او حقیقي بچیان بولئ نو په امریکایانو او نورو ملامتي مه اچوئ بلکې په خپله هغه څه وکړئ چې دغه ولس ته یو څه آرامي را وستلی شئ.

308 total views, 2 views today

36 comments

  1. نعمت بهار Reply

    مننه سمسورصیب که رانزدې وای نو مې درته دګوړې تورچي درته تیاره ولو ،خومتاسفانه چی رانه لیرې یاستو…کنا
    اودرته وايم چي نور تمه موله ټولوختلې ده …ځکه چي دوسولې په مفهوم اوګټوپوهیدل هم دعقل کاردی سمسورجانه زنده بادخونه پوهیږم چی اغاصیب چاربیرولی دی اوکه موقع ته ګوري ،خونوراولس له وسله والو ستړی شوی له بهرنیانوستړی شوی دی.
    بایداغاصیب که چرته وي ددې مظلوم ولسي اوددې بې واکه هیواد په اړه دي دقربانۍ قدم کښیږدي

  2. عبدالرقیب شاولیکوټي Reply

    طالبان به کله دجګړې له ډګره مسلمانان راوګرځوی دوی اوس داکاریوه پيشه ګرځېدلې ده …اغاصیب دي یوفکرغوځښت په کارواچوي اویادي د دوی مشران پوی کړی.

  3. شریف زوی Reply

    محترم سمسورصیب او اولیدونکواولوستونکو سلامونه اونیکي هیلي ..
    تاسوښه مهرباني کړې خو دهیواد واګي دبهرنیانوپه لاس کې دي ملااغاجان اخند خو پاکستانيانو په کراچي وویشت همدايي ګنا وه چي نوموړی پوهیدی خو د دوی هسي کسان نه خوښیږي چی مذهبپال وي یاوطنپال وي اویا پوهه ولري.الله ته به زارۍ کوو

  4. مسلمیار Reply

    اغاصیب دالله لپاره دقربانۍ میدان ته راودانګه نورهیواد اوملت دواړه تباشوی دي طالبان هم اوس هغه طالبان نه دی چي موږ یي انتظار وکړو .

  5. راشد ننګرهاری Reply

    موږ نور په مذهبي اوجهادي خلک اعتبارنه شوکولای تاسو فقط طالبان کرار کړی وطن نور ډیردی چي جوړ یی کړی

  6. لیلامیوندۍ Reply

    سمسورصیب ښه ارزونه کړې اوډيرمعقول دلائل اوشخص يې انتخاب کړی الله پاک دی وکړي چي همداسی وشي ،ترڅودهیواد راتلونکی مو روښان مذهبي اوملي ارمانونه موپلی شی.مننه سمسورصیب

  7. Vخشاني Reply

    وروره امارت راتلونکی دی لږ انتظار غواړي هلمند ننګرهار کندز اوځيني نور ولایتونه یوپه بل پسی دسقوط په حال کې دي نوربه جګړه ختم شی دپخواپه ډول به امن او امان وي.

  8. اجمل فضلي Reply

    اسلام څلورسوه کاله مخکې موږته د زده کړې او سوله یز ژوند کولو امرکړی او دعامه پوهاوي په برخه کې هرځوان، عالم اوعام کس مسول دی، چې دسولې له پاره کار وکړي.”

  9. رحمت Reply

    سوله اوثبات په علم اوپوهې پورې اړه لري،که دافغانستان خلګ غواړي دباثباتې ټولنې خاوندان شي نوکوچنيان اولويان دې وهڅويم
    چې علم او پوهې ته مخه کړي.
    سوله او ثبات په علم او پوهې پورې اړه لري، افغانانو ته پکار ده، چې واړه او زاړه ټول په علم او پوهه سمبال شي، ځکه بې له زده
    کړې سوله نه راځي او خارجیا ن هم افغانستان ته سوله نه راولي.
    یعني سوله په فکري ډول غواړو ترڅو خپله توپک کښېږدی

  10. طالب Reply

    خیرنورو ملګرو هم ښې څرګندونې کړې وي خو دومره وايم چي دبهرنیانو په شتون کې سوله له امکان څخه لیري ده اغاصیب دي اول دبهرنیانو حضورممنوع الوطن اعلان کړي اوبیرته راتګ دي ممنع الدخول اعلان کړي

  11. ګلاب منګل Reply

    یوه لنډه غوښتنه که معتصم اغا اوحکمیتارسر ه یوځای شي اویا دابه عقل اواسلام څخه لیري خبره وي ځکه چي دواړه فکري حرکتونه نسبت ترنور ډیرلري.

  12. داود Reply

    دسیمې په کچه ځیني هیوادونه دبرلاسي په موخه ډیرله پخوا څخه په دی هڅه کې دي چې په افغانستان کې دبي ثباتي فضا دخپلو ناوړه پلانونو او اهدافو لپاره جاری وساتي او نه غواړي چې افغانان دسولې او امن په فضا کی سوکاله او ارام ژوند وکړي دوی په دي فکر دکې دي چې دافغانستان دلاری خپلی پراختیا وي دسیسی عملي کړی خوتاریخ په ډاګه کړی ده چی دغه ډول شوم اهداف او دسیسي کومه پایله نه لری او دفغانستان دبی ثباتي سره د ټولي سیمي بی ثباتي مستقیمه اړیکه لری
    داچې زموږ هیواد دنړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو دلاس وهنوله امله د تیرو څه باندی څلورو لسیزو راهیسی دبی ثباتی سره مخ دي بلاخره ددی ستراتیژیکی نقطی بی ثباتئ سیمی اونړی ته هم سرایت وکړ . ځکه وایی چی افغانستن دآسیا زړه دی او ددی هیواد بی ثباتئ سره ټوله قاره بی ثباته کیږی .
    دا بي ثباتې او نا امني دافغانستان نه بلکه دسیمي اونړیوالو مغرضو هیوادونو خپل محسول دی.
    نوټولې اسیاته په کارده چی دا اور راسره مړ کړي اغاصیب څخه مننه کوو چي په دې تکل راپاڅېدلی دی.

  13. امارتي Reply

    موږ دامریکا یانو په شتونکې سوله نه غواړو ځکه چی دادتسلیمي معنی ورکوي هرڅو شهیدا کیږی اوکه هرڅه کیږی بیابه هم له اشغالګروسره جنګیږو.

  14. نصیر Reply

    دوستان دنړی په هر ګوټ کې غوره کیدلای شي خوګاونډیان نشی غوره کیدلاې او نه هم ګاونډیان بد لیدلای شی نو ځکه په سولیزو او ښو اړیکو کې ګاونډیان دعمومي سوکالۍ لور ته ځی او باید دی ټکي ته زیات پاملرنه وکړي.
    څرنګه چی پوهیږو لمړي دشوروی اتحاد ښکیلاکې ځواکونو دتیرو څلورو لسیزو په لومړيو کې زموږ په هیواد لښکر کشي وکړه نورو لری اونژدي ګاونډیانو او نړیوالو زبر ځواکونو ته یي په دي هیواد کې دلاس وهني لپاره لاره خلاصه او زمینه یی ورته مساعده کړه .
    په همدی وخت کې دامریکا ،عربستان سعودی په مالی او دپاکستان دفوج په تخنیکی ، لوژستیکی او بشری همکاری دپردیو استخباراتی کړی دجهادي تنظیمونو دتمویل او تجهیز په جامه کې د دی هیواد پولو ته راداخل شول.
    هماغه وه چی دجهاد دبریا وروسته دګاونډیانو دمداخلو او په داخل کی دهغوی دجاسوسانو په تربیه کولو سره ددی هیواد دبدبختي ورځی پیل شوی دڅلورولسیزو دتیریدو څخه وروسته لاهم دا هیواد ددی ناخوالو سره لاس اوګریوان دی .
    بلاخره روس شکست وخوړ په ظاهر کی مجاهدینو خو حقیقت کی امریکا ( )او دپاکستان ( ) په خپلو پلان شوو اهدافو کي کامیاب او خپلو شومو اهدافو ته یی دخپلو روزل شویو ګوډاګیانو په اساس چی مختلفو تنظیمونوکی یی ځآی پرځآی کړی وه لا پراختیا ورکړه او لاهم ددوی لاس وهنه جریان لری .
    غواړو چي کله اغاصیب په دې هکله کله هم قدم پورته کوي نودې نکتې ته په پام سره .

  15. کاکړ Reply

    لکه څنګه چي جګړه اوږده شوه همداسوله هم دکشمېرمسئله شوه

  16. وطنوال Reply

    افغانان سولی ته اړتیا لری او سوله غواړی خو نړی او ګاوڼدیان بیا ددی سیمی په بی ثباتی کی خپل خیر وینی مګر داسی نه ده ځکه ددی سیمی ثبات څوکالي او په پښو دریدل دنړي لپاره دزیان پر ځای ډیر فوائید درلودلای شی .
    دسوله معنا او مفهوم دجنګ نشتوالی ته سوله وایی یا دفکری او دماغی ارامتیا شته والی چی دژوند دستونزو سره په کلکه مبارزه وکړه داخپله سوله ده
    پوی شواست کنه

  17. افغان Reply

    هغه اشخاص سولی ته لبیک وایی چی دمظلوم ملت مادی او معنوی ګټی ورته مقدمی وی تیری څه باندی یوی لسیزی وخوده چی پاکستان ،امریکا او طالبانو ګټی په سولی سره نشی ترلاسه کیدای که نه دارمریکا یی ځواکونو او ناټو دزیاتو هڅو او مصارفو سره پر مبنا امریکا او برتانیی ته دهغوی دتاریخی لاسپوڅی هیواد پاکستان رام کول کومه مشکله خبره نه ده .
    سوله یو نیک او ښه نوم دی سوله دالله تعالی په ځمکه دبندګانو لپاره دالله له لوری یو بی ساری لوی نعمت دی او دبندګانو ورته هر وخت اشد ضرورت دی سوله لمړی دافغانستان بیادسیمی او بلاخره دنړی ضرورت دی ځکه زموږ هیواد دنوری نړی جز او غړی دی زموږ په هیواد کی متاسفانه زورو او په نوی او عصری تکنالوژی سمبال اړخ جنګ ته ترجیح ورکړی چی دوینو تویلو ،خرابئ پرته بله لاسته راوړنه نه لری دسولی لپاره باید روانه نظامی ستراتیژی په سیاسی ستراتیژی واوړی او روانی کشالۍ ته سیاسی حل لار ولټول شی .
    داچی دافغانستان اقتصاد،زراعت ،مالداری ،برق اوصنایع دډیرو دوامدارو جنګونو په اثر لمینځه تللی اونور دسولی پروسی دکامیابیدو سره سم باید نوموړی بنیادی ضرورتونو ته خاصه پاملرنه وشی او دتیر په څیر بیا همداسی منزوی پری نښودل شی بلکله دسولی ترڅنګ اقتصاد،زراعت ،مالداری،صنایعو او نورو برخو کی باید داهیواد په پښو ودرول شی بی کارۍ ته دپای ټکی کیښودل اودیو په ځآن بسیا هیواد په څیر په سیمه کی تبارز وکړی دلته ده چی بیا به سیمه او نړۍ ددی ستراتیژیکې نقطی څخه هیڅ دخطر احساس ونه لری .
    نوسمسورصیب ښه مهرباني کړې ده اواغاصیب هم ښه په واک کې سړی دی الله دي وکړي چی ستاسوپه چیغه راوپاڅي .

  18. شنونکی Reply

    دپاکستان دملي امنیت متقاعد سلاکار دافغانستان لپاره دملګروملتونوله ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې هیواد یې هڅه کوی څوطالبان د افغانستان دولت سره دسولې خبروته وهڅوي.
    ناصرخان جنجو ویلي چې افغانستان کې سوله دپاکستان لپاره مهمه ده اوپاکستان کې به دسولې اوثبات لامل شي.
    دغه متقاعد پاکستاني چارواکي ویلي چې افغانستان کې دپاکستان ضدتبلیغاتوپه اړه اندېښنه لري اوویلي ېې دي چې دافغانستان خلکواوچارواکولخوا داډول څرګندونې کولی شي ددواړوهیوادونوترمنځ داړیکو دترینګلتیا لامل شي. نوموړي ویلي چې دافغانستان دولت په مشرۍ دسولې بهیر دسولې سیاسي بهیر ، افغانستان کې ددوامداره سولې اوثبات لپاره یوازینۍ ټاکنه ده.
    نوموړي ویلي چې پاکستان په دې برخه کې پرخپلې ژمنې ولاړ دی اوپه دې برخه کې له چین اوامریکاسره هڅوته دوام ورکوي.
    دپاکستان دملي امنیت متقاعدسلاکار ، دافغانستان لپاره دملګروملتونوله ځانګړي استازي په لیدنه کې ویلي چې هیوادیې هڅه کوی څوطالبان دافغانستان دولت سره دسولې خبروته وهڅوي.
    اوس نوته کز پرکښېږده چي دوی څومره څالاک اودلاک خلک دی ،دوی ددې لپاره دسولې بهیرپیلوي چي دسولي غوښتونکي معلوم کړي ،ترڅوبیايي دمعتصم په ډول ترور کړي اویا يي له صحنې لیري کړي اویادسولې په نوم پروسه یوه نمایش ډول ډراماتیکه خدعه کړي .
    عجیب ناډول اشخاص په افغان دولت کې زېږېدلي دي څوځلې خطاشوی بیاهم خطا شي دوی چي دومره کولای شي طالبان خبرو ته راوستلای شي نوجګړه همدوی کوي خودوی سره دي خبرې وشي.

  19. کمال Reply

    په پاکستان کې شپې په هلمند کې جګړې په قطرکې پتاسي
    دمثلث به څوک جوړکړې که یا؟
    پاکستان هلمندقطر
    داعش طالب القاعده
    امریکا ناټواروپا
    چین ایران روسیه
    کرزی غنی عبدالله
    داټول خپلې ګټې وټې لټوي ایاکیدای شي چي سوله راشي او ددوی ګټې دي خوندي وي؟

  20. ګلپاچا Reply

    سمسورصیب ښې خبرې ته دې پام شوي اواغاصیب په لومړي ځل ریښتاهم داسي انګیرل چي بس یوه چیغه غواړی کاربه ټول وسي خوبایدووایوچي سوله ترجنګ ګرانه تمامیدای شي ځکه چي سوله کې سړی ترهدف هم تیري اوترشخصیاتوهم اوس به طالب ترقدرت تیرشی که اشرف غنی خودواړه نه بلکي یوه ملي روغ جوړه به داوي چي طالبانوته دنوروملکرپه ډول یوه فکري مادي ورواغوستل شي چي حدیبه کې هم داسي جګړې اوسوله شوی تاسوسیرت ته مراجعه وکړی تاسو دګټې اوزیان کچه معلومه کړي تاسو دملت ارزومعلومه کړۍخواغاصیب تاسو ضرور یوڅه کولای شي ځکه چي تاسو ته اوس تجریبه شوی اوملت اوطالبان کي ځای لري نوبیایدلاس ترزنې نه کښنۍ.

  21. مولوی عبدالعلیم اسحاقزی Reply

    هههههه سمسورصیب معتصم ته معتصمه چيغه کړې ده خوهغه خدایزده چرته دپیل غوږ کې ویده شوی وی دکهف ملګري یي پیداکړی وي.

  22. مولوی برهان Reply

    محترم سمسورصیب په ۲۰۱۴کې داغاصیب په طالب نیوزویب پاڼه داخبرخپورشوی ؛چین ویلي چې دافغانستان ثبات او په دغه هیواد کې دسولې ټينګښت دچین لپاره ډير مهم او دارزښت وړ دي.
    په کابل کې دچین سفیر ډينګ ژیجون وایې چې دافغانستان ثبات او په دغه هیواد کې دسولې ټينګښت دچین په ګټه او چین ته ډير مهم دي .
    ښه ترچین به زموږ لپاره بل بې طرف ګاوندی اوقدرتمند هیواد وي کنه ولي تاسوله دې لارې کارنه شي کولای همدايي بیا هم لاره ده خونورګاونډیان نه

  23. قاري هاشم Reply

    داسي مالومیږي چې د ښاغلي معتصم خوله هم هغو کړیو وربنده کړه کوم چې په افغانستان کې له سولې سره دښمني لري.
    وروسته له هغه چې نوموړی په اماراتو کې بندی شو هڅې یې ټکنۍ شوې فکرکوم هلته امریکایي یرغلګرو او پاکستاني استخباراتو له خپله اثر او رسوخ څخه کار واخیست .
    خو بیا هم له نوموړي څخه هیله کیږي چې د ده په شمول ټول هغه طالب مشران چې د پاکستان له سیاستونو سره خلاف دي او د آی ایس آی له منافقتونو او پټو دسیسو څخه خبر دي باید پر هیواد او هیوادوالو رحم وکړي او رامیدان ته شي او خپل فرض ادا کړي.

  24. qasam Reply

    معتصم اغا زه ډېر له نږدې پېږنم ، رښتینی، هیوادپال او د ولس په درد دردمن مشر دی.
    باوري یم چې د هیواد او ولس په ګټه به هر رنګه هڅې وکړي داچي نن صبا یې د چوپ روژه نیولې ممکن حالات او شرایطو اړ کړی وي خو په هر صورت باید خپل مسئولیت اداکړي هیواد مو نن صبا د ده په څېر رښتینو او هیوادپالو طالبانو ته اشد ضرورت لري ، همدا دوئ دی چې د پاکستان په منافقتونو او د آی ایس آي په رذالتونو تر هرچا ښه خبر دی او تر هرچا یې په مخنیوي کې ښه رول لوبولای شي.
    الله دې توفیق ورکړي چې خپل ذمه واري وپېږنې او د خپل کړیدلي ولس لپاره د ښه راتلونکې لپاره لاس په کار شي.
    قاسم جان له کندهاره

  25. خیال مومند Reply

    ولی نه سمسورصیب الله پاک دي درته نورهم دښه فکربدله درکړي که همدا وشي طالبانوته به هم په کې ځای پیداشي اودولت به هم په ارامه شي.

  26. محمود Reply

    الله دي وکړي چي همداسي وشي .

  27. ملاعبدالوکیل Reply

    موږ به ترهغو جهاد مبارزه کوو ترڅوبهرنیان او ددوی مزدوران وي تاسو ته دسولې ضورت نه شته خوکه مشران هرڅه وغواړي چي دوی خیربولي نوکیدای شی

  28. لیلامیوندۍ Reply

    یاره تاندخوهسي دي لکه خړې اوبه هرڅه په کې اچوو هغه ورکیږي …داغاصیب په هکله مې تبصره لیکلې وه اوس نشته …بیابه داتانوونه ګورو

  29. کابلی Reply

    دسولې احتمال اوس نشته ځکه چي طالبان په زورکې دي چی پردوی ځمکه تنګه شي بیاخپله سوله کوي بیا دي اغاصیب له هغې موقع استفاده وکړ.

  30. جلال منندوی Reply

    ملګرو په سوله مو هم نه پریږدي شمالي ټلواله د دولت په ټولواداري اوپخي نظام کې منجل شوې کیدای شي چي هلته به بیا سیاسي مشکلات اوسیمزاړدوړ وي.

  31. رازق جلال زی Reply

    یاالله موږ افغانان نه شوپوی کولای چي په جنګ کې زموږ ګټه ده اوکه په سوله کې ته يي پوی کې الله ..څلویښت کاله تیرشوهرمشرراباندښه مشري وکړه خوبیایي موږ په یاد نه شو..

  32. بریدمند Reply

    سمسورصیب تاسوغلط سوچ کړی دی ځکه چي سوله بهرنیان نه غواړۍ هغوی دي وغواړیه هغه ساعت هرڅه کیږي

  33. ګلبدین Reply

    سوله دپاکستان په پراپرټي کې نه شي کیدی خپله دي افغانان سره وویني هرڅه وشي ځکه چي جنګیالي هم نه غواړي چي جګړه وکړي هسي یوه بانه لټوي خوله یوه سره پنا سره .

  34. پاچاپایند Reply

    هره ورځ به خلک ستاسې لخوا زیري ته په تمه و، مګر کلونه تېر شول خو ستاسو پته ونه لګېده. یوازې په اخترونو کې د نورو په څېر یو دوه ټکي پیغام ولیکئ او بس.
    ههههه په اغاصیب يی ناشوني سوال کړی اوپرځای به وي چي نوموړی ولي غلی دی سره له دې خبرې چي همدا دسولې وخت دی چي جګړې زیاتي شوي اومرګ ژوبلې هم.

  35. پاچاپایند Reply

    اغلوراغلوښاغلو
    ستاسوښه نظرونه دي مګربیادرباندې داعتراض کوم چي تاسو ټول ولي سپینې مامدیني نه شی کولای اغاصیب دي یوځل دهیواد په غیږکې واړوي بیادي دې دسولې پروسه پرمخ بوځي دوی که ریشتیاکولای شي نوهمدا به دافغانانودقناعت وړ هم وګرځي اوله ځآيي مشرانوسره همږغی شي.خوزماپه فکرچي لویه جرګه راونه بلل شي دامسئله نه شي حل کیدای همداخلک دي دلويې جرګې غوښټنه وکړي..البته دامې نظر ده راته په قهرنه شي نورکه نه وي دبیان ازادي خوپټه شته

  36. لټون Reply

    الله دي وکړي چي نور یوسولیز اسلامي نظام رامینځ ته شي

Leave a Reply to لټون Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *