Categories

اعلان

Loading…

د مونوګراف لارښود/ سید اصغر هاشمي

(شپږمه برخه)

د څېړنېز اثر محتواېيز جوړښت:

د شکلي جوړښت له مخې يوه څېړنېزه موضوع ته چې کوم لوى سرليکونه ضروري دي، هرسرليک د محتوااومنځپانګې له مخې خپل خصوصيات لري. مونوګراف د څېړنې د خاصوډولونو ځینې دی، چې د شکل له مخې پورته راغلي عنوانونه او د محتوا له مخې یې د هرسرلیک لاندې داسې موضوعات راتلای شي:

عنوان:

د تحقيقي اثارو او تخليقي اثارو د ارايې ژبې يوله بله سره توپېر لري، د څېړنې ژبه بېله اود هرڅېړونکي د ارايې  طرز اوسبک بېل وي،  د څېړنېز اثر او تخليقي اثرعنوانونه هم يودبل سره فرق لري.

اکثره منظوم او منثوراثار(تخلیقات)داسې سرليکونه اوعنوانونه لري، چې لفظي اومعنوي صنايع په کې کارېدلي وي.

د تخليقي اثارواکثره عنوانونه د محتوا سره چندان اړيکه نه لري او لوستونکى د اصلي موضوع د ليدلوپرته نه شي معلومولى چې اصلي موضوع به څه وي.

د مونوګراف عنوان بايددقيق، مختصر، واضح، جذاب او په خپلې موضوع باندې پوره دلالت وکړي.

د مونوګراف عنوان بايدد موضوع  سره معنايي رابطه ولري او د عنوان د لوستلوسره بايدلوستونکى دا معلومه کړي، چې د اثر اصلي موضوع د څه شي په اړه ده.

د پښتو نظم تاريخ (لومړۍ اودويمه دوره) د يوڅېړنېز اثر عنوان دى، چې د نظم پرتاريخ باندې د ١٣٩ هـ ق کال نه تر ١٢٥٠ هـ ق کال  پورې بحث  لري. عنوان يې په نسبي ډول د منځپانګې سره معنایي تړاولري، لکه څنګه چې د څېړنې موضوع بايدڅېړونکی په خپله خوښه غوره کړي، دغه شان د عنوان انتخاب هم د څېړونکي خوښه ده.

يو شمېر څېړونکي لوى عنوان د څېړنې لپاره زيان بولي، خو زما په نظر د عنوان ځينې دې اضافي اوتکراري کلمې حذف شي،نورکه عنوان د څېړنې اصولوپه پام کې نيولوسره لوى هم وي،کومه لويه ستونزه نه ده.

محصل دې د مونوګراف عنوان  ټاکنه کې لوستونکى د موضوع باريکيوته متوجه کړي. لوستونکى دې ته لېواله کړي چې ليکنه له سره تر پايه ولولي، د تحقيقي اثرعنوان کې بايددڅېړنې دروح پوره انځور وليدل شي، بېځايه تکلف، تصنع، سجع اوزياته مبالغه په عنوان کې په کارنه ده.

          (۲۴: ۸۶مخ)

 حتمي ده چې عنوان  د اصلي متن د پيل او پاى نقطه وټاکي او ټوله موضوع په عنوان کې انځورشي اوپه عنوان کې ټوله موضوع ښکاره شي.

يوعالم د عنوان په هکله وايي: (د عنوان  مثال داسې دى لکه يو تجار چې وغواړي خپل تجارت ځاى خلکوته په واضحه توګه وښيي، هغه د عام سړک پرسريوه لوحه لګوي او ورباندې  دخپل تجارت ځاى نوم اونور اوصاف ليکي، د لوحې  په اخره کې د خپل تجارت په طرف  غشى ورکوي ترڅوبې تکليفه خلک دې تجارت ځاى ته ورسېږي.

د عنوان مثال  همداسې دى، د څېړنېزې موضوع عنوان بايد رسا، ساده او واضحه وي او بې له ژورفکراوسوچ څخه د عنوان د لوستلوسره سم په دې پوه شي، چې تحقيقي موضوع د څه شي په هکله  ليکل شوې ده. ياعنوان د ښکاري د ښکار د غشې په شان  دى، د ښکار په غشي باندې يو معلوم هدف ويشتل کېږي، دارنګه په عنوان باندې هم يوه معلومه موضوع څېړل کېږي او د موضوع  هينداره اوانځورپه عنوان کې موجود وي.

 خوکه غشى يوطرف او هدف بل طرف وي، نو د مطلوب هدف ويشتل  به ګران او ناممکن شي، همدارنګه که عنوان يوشى او موضوع بل شى وي، نومطلوب هدف ته رسېدل ګران او ناممکن کار دى.) (۱۲: ۳۶ـ ۳۷مخونه)

د منځپانګې اومعنا له مخې هره څېړنېز ه لیکنه که هغه مونوګراف هم وي، عنوان یې بايدپورته خصوصيات ولري، خو د پورته ځانګړنوسربېره د يو ښه مونوګراف اوڅېړنېز اثر عنوان باید لاندې ځانګړنې هم ولري:

١.  عنوان دې نوى او له ابتکاره ډک وي. محصل بايدکوښښ وکړي، چې داسې عنوان خپل مونوګراف لپاره انتخاب کړي، چې مخکې په همدې عنوان څېړنه شوې  نه وي اوکه په يو عنوان څوليکوالوڅېړنې کړې وي، نوضروري خبره داده، چې هره څېړنه  له بلې سره د تحقيق په برخه کې توپېر ولري او څېړونکى دې کوښښ وکړي، چې د نوروڅېړونکيو تېروتنې پيدا او اصلاح کړي او په يونوي څېړنېز ډول او ميتودخپل کار پيل اوپاى ته ورسوي.

په پښتوادبياتوکې څو(ادب تاريخونه) ليکل شوي دي، ياپه پښتوکې څو(خوشحال پېژندنې) ليکل شوي دي، چې ځینوڅېړونکيوخپلې څېړنې په ابتکاري ډول پيل او پاى ته رسولې دي او ځينې يې په کې پاتې راغلي دي.

٢. د مونوګراف عنوان بايدواضح،  دقیق، روان، مختصر او جزاب وي.

هېڅ ډول لفظي اومعنوي صنايع په کې نه وي راغلي. تشبيهات، استعارات، کنايات، تخيل او عاطفه د تحقيقي اثارودسرليکونولپاره مناسب نه دي.

د مونوګراف عنوان  تر ممکن اندازې پورې مختصر او د محتوا څرنګوالى دې وښيي. د تېزس او ډيزرټيشن په برخه کې له زيات لنډيز اويا سمبوليک ادبي نورمونوڅخه کار اخيستل د منلو وړ نه دي.

عنوان دې ډېرلوى نه وي، چې زيات بې ځايه کلمات په کې راغلي وي، اونه ډېرکوچنى وي، چې د محتواسره اړيکه ونه لري اويا يې د منځپانګې سره پوره ارتباط نه وي.

په داستاني ژانرونوکې ډېرځله د داستان لپاره داسې عنوان ټاکل کېږي، چې د هغې له لوستلوڅخه څوک د محتواپه باره کې هېڅ ګمان نه شي وهلى، د مثال په توګه څوک څه پوهېږي چې (ژيړه کوټه) د يوجنايي داستان نوم  دى. د څېړنې عنوان بايد تر زياتې اندازې د قيق او واضحه  وي. (۶: ۹مخ)

٣.  د مونوګراف عنوان دې زړه راښکونکى وي. د عنوان لوستونکى او لېدونکى بايد د تحقيقي موضوع سره دلچسپې پيدا کړي.

٤. د مونوګراف په عنوان کې دې د تخصص کليدلي او اصلي لغات موجود وي، ترڅو چې د عنوان په لوستلو منځپانګه انځور شي.

٥. په تحقیقي موضوع کې عنوان بایدد منځپانګې  سره نېغ په نېغه معنايي اړيکه ولري. په څېړنېزو اثاروکې عنوان دې موضوع او موضوع بايد عنوان تعريف کړي.

مهمه ده چې عنوان  نه ډېرلوى اونه ډېرکوچنى وي، که چېرې د يوې موضوع  عنوان ډېر لوى وي او د اختصار او وړوکي والي امکان يې نه وي، نوپه دې صورت کې عنوان په دوو برخو تقسيموو، د عنوان عامه او مهمه برخه اود عنوان فرعي او کوچنۍ برخه.

په ځينواثاروکې راغلي دي، چې عنوان دې د ١٠-١٢ کلموزيات نه وي، خو زماپه پوهه که عنوان لوى وي، خوبې ځايه کلمات په کې نه وي راغلي او د محتواسره اړيکه ولري هېڅ ستونزه نشته.

د يوڅېړنېز اثر( مونوګراف)عنوان بايدپورته خصوصيات ولري او د ښه عنوان ټاکلو لپاره پورتنۍ خبرې ضروري دي.

پيليزه (د سرخبرې):

 پېليزه، دسرخبرې اود پيل خبرې د تحقيقي اثر په پيل کې راځي، نو ځکه ورته دسرخبرې وايي.

لومړنۍ خبرې اومخکنۍ خبرو ته په درې کې پيشګفتار، اغازين سخن او اردو کې سخنهاى ګفتنی وايي.

په فهرست ياخاکه کې تر ټولودمخه لومړۍ خبرې راځي، چې په هغې کې د څېړنې يا د موضوع د انتخاب انګېزه بيانېږي، ورپسې  دڅېړنې بشپړولواسانتياوو او ستونزو، دڅېړنې د ضرورت  ارزښت او  نوښت په باره کې توضيحات ورکول کېږي او په پاى کې که څېړونکی لازمه وګڼي له هغوکسانوڅخه چې دڅېړنې په کار کې يې مرسته ورسره کړي وي  مننه څرګندوي يا د ځينو  نيمګړتياوو له امله معذرت وړاندې کوي،  د اکثرو تېزسسونو او ډيزرټيشنونو په مخکنيوخبروکې د موضوع د انتخاب انګېزه اودڅېړنې د بشپړولوپه هکله ځينې يادونې لري. (۶: ۹مخ)

مخکنۍ خبرې يادسرخبرې  د څېړنېزې  موضوع د بشپړتابه وروسته ليکل کېږي اود تحقيقي اثرپه پيل  کې راوړل کېږي.

په پيليزه کې څېړونکى بايد د الله تعالى شکراداکړي، چې په کاميابۍ سره يې وشوکولى موضوع پاى ته ورسوي.

څېړونکى بايددلارښود استاد، تقريظ ورکوونکيو، د موادواو منابعوپه برخه کې کومک کوونکيواوخپرندويې ټولنې  نه پيليزه کې مننه وکړي، دغه مننه بايدد چاپلوسۍ په شکل نه وي، بلکې په احترامانه ډول وي.

ځينې څېړونکي په پيليزه کې د والدينو، د پوهنتون د رئيس، د پوهنتون ځينې مسوولين، د پوهنځي رئيس، د پوهنځي  دڅانګو رئيسان او استادان، د موضوع په هکله کومک کوونکي متخصص استادان، د کتابتونومسؤلين او ټول هغه خلک چې د بحث او څېړنې په تکميل کې يې د څېړونکي سره هر ډول کومک کړى وي، يادونه او مننه ترې کوي چې دا د څېړنې او څېړونکي اخلاقي وجيبه ده.

ليکلړ:

لیکلړ د مونوګراف او اکثروڅېړنېزو کالبونولپاره ضروري دی او د پېلېزې، پیل خبرې، سرخبرې او مخکنیوخبرو وروسته راځي.

لیکلړ جوړول په اصل کې د څېړنې نقشه جوړول دي، لکه څنګه چې یو اینجینر بې له نقشې خپل کار پر مخ بیولی نه شي، دغسې یوڅېړونکی له لیکلړپرته خپله تحقیقي کار ښه پرمخ وړلی نشي.

په لیکلړ یا لړلیک کې ټول هغه سرلیکونه چې د کتاب پر بېلابېلو برخوکې راغلي وي، په یو ماده وار لیست کې له شمېرنې اومخ ښودنې سره لیکل کېږي.

ځینې لیکوال لیکلړ د کتاب په پای کې راوړي، دا دود په عربي کتابونوکې زیات ترسترګوکېږي.د پښتوپه چاپي بهیرکې دا کړنې اوس دود موندلی، خو زیات او عام لیکوال یې د کتاب په پیل کې راوړي.

زماپه پوهه په څېړنېزه موضوع کې(که مونوګراف هم وي) د لیکلړ راوړل په پیل کې سم کار دی، د دې ډېرې ګټې دي، یوه ګټه یې دا ده، چې د کتاب لوستونکی په اسانۍ سره په اولو مخونوکې لیکلړ پیداکولای شي اواکثره لوستونکي له دې نه خبر نه وي، چې لیکلړ په پای کې هم راتلای شي.

د لیکلړ اوږدوالی او کوچنیوالی د موضوع پورې اړه لري، کېدای شي ځینې څېړنې د ډېروڅپرکیواو لویواو وړو سرلیکونو درلودونکې وي اوځینې یې نه وي.

د لیکلړ په جوړولوکې څېړونکی بایدلاندې موضوعاتوته پاملرنه وکړي:

۱: د لیکلړ د څپرکیو، لویو او وړو سرلیکونو تر منځ باید منطقي تسلسل موجود وي، د هر فصل لویو او وړو سرلیکونولپاره دې په زړه پورې او جذاب عنوانونه غوره شي. ښه به دا وي چې هرڅپرکی او یا د موضوع هره لویه برخه په ځانګړي مخ کې پیل شي.

۲: په لیکلړ کې د اصلي موضوع لوی عنوان باید د فصلونو له عنوانونو سره معنایي اړیکه ولري، د ټولو لویو او وړو سرلیکونو سره هم معنوي تړاو ولري.

د هرڅپرکي منځپانګه د بل څپرکي منځپانګې سره،د هر څپرکي لوی عنوان د خپلو لویو او وړوسرلیکونوسره، ټول څپرکي له ټولو سرلیکونو سره او ټول سرلیکونه له ټولوڅپرکیوسره د ځنځّیرپه شکل په معناکې سره رابطه ولري.

۳: د هر څپرکي لوی عنوان باید د محتوا سره او هر لوی او وړوکی سرلیک د موضوع د منځپانګې سره متناسبه او علمي اړیکه ولري.

۴: د لیکلړ په لیدلواو لوستلوسره بایدلوستونکی د اصلي موضوع محتوا انځورکړي اوپه دې پوه شي، چې موضوع د څه شي په اړه لیکل شوې ده.

سريزه يا مقدمه:

د تحقيقي اثرلپاره(که مونوګراف هم وي)مقدمه اړينه موضوع ده اولوستونکى دڅېړنېزې موضوع له ټولوځانګړنونه ترې معلومات ترلاسه کولای شي.

ځينې ليکوال دسرخبرې او مقدمې ترمنځ توپېرکې سهوه کېږي، چې د سر خبرې او مقدمه يوله بله توپېرلري.

 دپيل خبروکې اکثره شخصي او فردي موضوعات راځي، چې ډېريې علمي خوانه لري، خود څېړنې اخلاق ايجابوي، چې بايدراوړل شي، په مقدمه کې علمي مطالب راځي او راوړل يې د څېړنې لپاره حتمي دي، سريزه په څېړنه کې د داخلېدو د دروازې حيثيت لري او د څېړنې د موضوع يا محتواسره بايدمستقيماًرابطه ولري، يعنې د سريزې د لوستلوسره بايدداصلي متن انځورمومخې ته راشي او د سريزې د لوستلوسره بايدد ټول متن نه باخبره  شو.

ختيځو اولويديځوڅېړنپوهانود مقدمې په ليکلوکې د فکراونظر اختلاف لري، ځينې وايي چې مقدمه دې، د تحقيقي کار په پيل کې وليکل شي او ځينې بيا وايي چې سريزه دې د علمي کارپه پاى کې وليکل شي، خو زما په پوهه د مقدمې ليکل د څېړنې دکارپه تکميل او پاى کې وليکل شي سمه به وي، ځکه اکثره نوې خبرې او موضوعات د موضوع د ليکلو په پاى کې ذهن ته راځي او د دې خبرو يادول په سريزې کې ضروري دي.

مقدمه د تحقيق لپاره کليدي حيثت لري او اهميت يې د موضوع لپاره زيات دى، د اصلي موضوع  سره بایدمعنوي رابطه ولري اولوستونکى د مقدمې په لوستلو اصلي متن لوستلو ته وهڅوي. (۲۹: ۶۹مخ)

په عمومي ډول مقدمه کې لاندې خبرې راوړل ضروري دي:

١.  څېړونکى ټول هغوپوښتنوته چې د څېړنې د اهميت په هکله د نورو څېړونکيوپه ذهن کې پيدا کېږي،  ځواب وايي او ټول هغه اسباب چې د موضوع د څېړنې په اهميت باندې دلالت کوي، په تفصيلي توګه بيانوي.

٢.  هغه نويو، ژونديو او مبتکرو موضوعاتو ته اشاره کوي، چې په موضوع کې ورباندې بحث شوى وي.

٣. د څېړنې د غټوغټوعنوانونوبيانول، د څپرکيوښوول او د موضوع د غوره افکارويادونه په مقدمې کې ضروري دي.

٤. څېړونکى به په سريزه کې د اصلي ماخذونويادونه کوي اودځينو ماخذونواهميت به بيانوي او دا به څرګندوي، چې ماخذونه يې د کوم ځاى لاس ته راوړي دي.

يوعالم وايي: څېړونکى بايدهغه اساسي ماخذونه په مقدمه کې معرفي کړي او يا يې يادونه وکړي، چې دى پرې اتکا لري، د ټولو اصلي او فرعي ماخذونويادونه په مقدمه کې ناشونې ده، ځکه چې مقدمه اوږدوي، د اصلي او اول لاس ماخذونويادونه بسنه کوي.

٥. د څېړنې مقدمه، د عنوان، خاکه، څپرکيو، لويواو وړوسرليکونو او اصلي  متن سره يې علمي، اساسي او معنايي رابطې ضروري ده، مقدمه د اصلي متن د لارښوونوحيثت لري.

٦. مقدمه بايدزړه راښکوونکې، جزابه اويوډول تلوسه په کې موجوده وي، چې لوستونکى د اصلي متن لوستلوته وهڅوي.

د مقدمې اړوندضروري خبرې دې په سريزه کې راوړل شي، خوله بده مرغه زموږ د هېواد په څېړنوکې که په هر کالب کې وي، هرې برخې ته يې مقدمه ډوله خبرې اچول کېږي، حتى چې په تحقيقي مقالوکې مقدمه اچوي او په هرې برخې کې راساً پراصلي موضوع پيل نه کوي.

دا ډول مقدماتي خبرې د نوي تحقيق اصول نه مني اوکه چېرې دا وړ خبرې ولري، دې ته عيبجنه څېړنه وايو.

څېړونکى بايددمقدمې پرته په نوروځايونوکې له مقدماتي خبرو تېر شي او راساً پر اصلي مطلب او موضوع دې پيل وکړي، دا ځکه چې لوستونکي غواړي چې اصلي موضوع ته ژر داخل شي، له بې ځايه مقدموسره نه دلچسپي لري او نه ورته وخت. (۲۷: ۴مخ)

په عمومي ډول د مقدمې لپاره لاندې سرليکونه  مهم  دي او تر هر عنوان لاندې بېل بحث کېداى شي، لکه:

الف: د څېړنې طرحه:

هرڅېړونکى (که محصل هم وي) دکارله پيل څخه دمخه د موضوع  د انتخاب د موضوع د ليکلو، د ماخذونود پيداکولو، د ماخذونوله استفادې، د خاکې جوړولو، د څېړنې د کار ډول او ميتود، د څېړنې په هکله يوه فرضيه په فکر اوذهن کې لري، د دې موضوعاتو يادونه د څېړنې د طرحې ترسرليک لاندې بحث پرې کېداى شي.

هرمحقق دڅېړنې لاس لاندې موضوع (رساله، کتاب، مونوګراف،  تېزس، ډيزرټيشن  او يا داسې نور) وي. يوه فکري، ذهني او علمي طرحه دليکلوورسره وي، د دې طرحې د ځينوبرخويادونه په مقدمه کې خپل ارزښت لري.

ب: د څېړنې هدف:

هره تحقیقي موضوع بايداساسي او اصلي هدف ولري، بې هدفه څېړنه هېڅ ارزښت نه لري.

د څېړنې هدف هم د مقدمې يوه برخه ده، په دې برخه کې څېړونکى د څېړنې اصلي او بنيادي هدف او هغه اسباب بيانوي، چې څېړونکى يې دې څېړنې او تحقيق ته هڅولى دى.

د هرې څېړنې اهداف يوله بله سره توپېرلري، د ساينسي  علوموڅېړنې اهداف د ديني علومو د څېړنې د اهدافوسره توپېر لري، خو په ځينو  ځايونوکې څېړنې مشترک اهداف لري.

ج:  د څېړنې ارزښت:

څېړونکى بايد په مقدمه کې د څېړنې له طرح  او اهدافو سربېره د څېړنې پر ارزښت باندې هم بحث وکړي.

د څېړنې هره موضوع خپل خپل  ارزښت لري، د طب په برخه کې څېړنه يو ډول ارزښت لري او په ادبياتو کې پرخوشحال خان خټک څېړنه بل ډول ارزښت لري.

هـ:  د څېړنې پوښتنې:

هره څېړنه د يوې طرحې په نظرکې نيولو سره پيل کېږي او ځينې پوښتنې د څېړونکي سره موجودې وي، چې غواړي ځواب ورته پيدا کړي.

څېړونکى بايدپه سريزه کې د هغو پوښتنو يادونه وکړي، چې دى ورسره مخامخ شوى دى.

د څېړنې پوښتنې په دوه برخوويشلى شو.

اصلي او کليدي پوښتنې او فرعي پوښتنې د دې ټولو پوښتنوځواب په څېړنه کې موجود وي، ځکه چې محقق ته پوښتنې پیدا شوي وي او ځوابونه يې په علمي شکل څېړلي وي.

و: د څېړنې شاليد:

په تحقیق کې د موضوع پر تاريخي شاليداو پس منظر باندې هم بحث ضروري دى.

د څېړنې په پس منظرکې پخوانيوڅېړنوته چې همدې  مسالې پورې ارتباط لري، په انتقادي نظرکتل کېږي اوپه همدغه ځاى کې د پخوانيو څېړنود نيمګړتياووپه ښودلوسره د موضوع پرنوښت او ضرورت باندې رڼا اچول کېږي. (۶: ۱۰مخ)

د څېړنې په تاريخي شاليد کې د ټولو هغوکارونو يادونه کېږي، چې په موضوع د تاريخ په اوږدو کې شوې وي.

د مقالې، کتاب، رسالې، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن په کالب کې چې په اړوندې موضوع کارشوى وي، يادونه يې په مقدمه کې د څېړنې شاليدترسرليک لاندې ضروري ده، البته د دې توضيح ملتياچې حاضره پروژه پر همدې موضوع له پخوانيوشويوکارونوڅخه څه ښېګڼې لري ايا د پخوانيو څېړنو نيمګړتياوې يې پوره کړي  او تشي يې ډکې کړي دي او که نه؟ او يا په موضوع کې موجوده تشې ډکولى شي؟ که څېړونکى په مقدمه کې دا کار ونه کړي نو لوستونکى ورته د تکرارپه سترګه  ګوري او نه يې لولي. لوړې خبرې موږ داسې توضيح کولى شو: کله که څېړونکى يوه داسې موضوع د تحقيق لپاره غوره کړي، چې تر ده دمخه نورو هم پرې کار کړى وي، نوڅېړونکي ته په کار دى چې د پخوانيو کارونوحتى په دې برخه کې  د ډېرو وړو علمي کارونويادونه وکړي، نيمګړتياوې او کمبوتۍ يې وښیي او د خپل کار ښېګڼوته اشاره وکړي او لوستونکي په دې  ډاډه کړي، چې د دغه نوي اثر په  متن کې به په دې  ارتباط د پخوانيو شويو کارونوکمبوتۍ او د اوسني کار ښېګڼې  يا زياتونې اونوى والى مطالعه کړي. (۲۷: ۲مخ)

ذ: د څېړنې ميتود:

ميتود يوناني کلمه ده. لاره، روش او طريقې ته وايي، هره څېړنېزه موضوع بايدديوټاکلي ميتود په رڼا کې پيل او پاى ته ورسېږي. د ميتود ګټه څېړنې ته زياته ده او محقق سره د تحقيق په کارونوکې مرسته کوي او څېړنه رهبري کوي.

د څېړنې د ميتود په هکله ډېرې خبرې په مخکنيوڅپرکيوکې شوې دي، هرڅېړونکى بايددڅېړنې د موضوع په نظر کې نيولوسره په ځانګړي  ميتود خپله څېړنه پيل کړي او په موضوع کې تر پايه پورې ټاکلى ميتود عملي کړي. په مقدمه کې د څېړنه طرحه، د څېړنې هدف، د څېړنې ارزښت، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې تاريخي شاليد او د څېړنې ميتود باندې بحث ضروري دى.

له سريزې او مقدمې وروسته په څېړنه کې پراصلي موضوع يا متن بحث پيل کېږي.

موضوع (اصلي متن):

په تحقیق کې د سرخبرې او ليکلړنه وروسته پر اصلي موضوع پيل کېږي.

مقدمه، د سرخبرې، ماخذونه، تعليقات، نومليکونه او بېلابېل عمومي سرليکونه ټول د اصلي متن پر شاوخوا څرخي.

د کتاب په دې برخه کې ټول مطالب په منطقي توګه يو پر بل پسې څېړل کېږي، ليکوال د موضوع د ارزښت له مخې په پيل کې مطالب پر بېلابېلو  څپرکيواوبياد هرمطلب په اړوندوڅپرکيوکې ترلويواووړوسرليکونو لاندې معلومات وړاندې کوي.

دا د يوليکوال په استعداد، د ليکنې په علمي قوت او څېړنېزمهارت پورې اړه لري، چې تر بحث لاندې موضوع څنګه پر بېلابېلوڅپرکيو او په هغوکې پرشاملوسرليکونوکې یې په منظمه توګه څېړي، چې د موضوع له ژورې څېړنې اوپوره سپړنې بريالى راوځي او په ټاکل  شوې موضوع کې داسې مطلوب او ګټور معلومات لوستونکيو ته وړاندې کړي چې مستند او پر واقعيتونو ولاړ وي.

د علمي  او څېړنيزو اثارو په ليکلو کې پر ليکوال لازمه ده، چې د څېړنېزې موضوع په هکله  چې کوم  مطالب پربېلابېلوفصلونوکې وړاندې کوي، هغه داسې ترتيب او تنظيم کړي، چې لومړى په خپلوکې  يوه برخه  د بلې متممه او په مجموع کې د ټولې موضوع د څېړنې بشپړونکى او روښانوونکى وي.

ليکوال يا څېړونکى په دغه برخه کې له بېلابېلو منابعو څخه مطلوب معلومات، نظريات او شواهد راټولوي او د خپل علمي اوفکري استدالي قوت په ملتيا يې تحليل، توضيح او تشريح کوي. هڅه کوي چې په پاى کې يوه جامعه نتيجه ترې راوباسي او په اړونده موضوع کې يې د ګټورو او مطلوبومعلوماتوپه توګه لوستونکيوته وړاندې کړي.(۲۳: ۱۱۸ـ ۱۱۹مخونه)

د څېړنې په اصلي موضوع کې د هرڅپرکي او هرلوى او وړوکی سرليک په پيل کې بايدمقدماتي خبرې نه وي او راساً په موضوع پيل وشي.

د هر څپرکي د هرسرليک تفسيرونه، تحليلونه او تعبيرونه په داسې عملي ډول وشي چې د موضوع منطقي تسلسل په کې مراعات شي.

د هر سرليک پاى بايد د بل سرليک سره رابطه ولري او لوستونکى د يو عنوان د لوستلو وروسته د بل عنوان د لوستلو تلوسه ولري، که چېرې څېړونکى د ليکوالۍ  مهارت او د څېړنې رياضت ولري هر عنوان به يې د بل سره علمي تسلسل لري.

يو عالم وايي: د څېړنې يو باب چې پر کومه نقطه  ختمېږي له همدې نقطې بايد بل باب پيل شي، هر باب بايد په خپل ځاى بشپړ شي، خو د يو داسې تجسس لپاره هڅه په کې پاتې وي چې د وړاندې  مطالعې لپاره د تحريک سبب شي. (۲۷: ۴مخ)

د څېړنې د اصلي موضوع خصوصیات په لاندې ډول دي:

١. د څېړنې اصلي موضوع يا متن بايدساده، روان، څرګنداو په علمي څېړنېزه ژبه وليکل شي.

٢. د څېړنې اصلي موضوع، د څېړنې غوره شوى عنوان، د څپرکيولوىو او وړو سرليکونو ترمنځ بايد علمي وحدت موجود وي.

٣. دا چې څېړنېزه  موضوع او تخليقي  موضوعات سره توپېر لري، بايد ژبې يې هم يوله بل سره توپېر ولري، په تحقیقي موضوع کې بايد ادبي صنايعو نه استفاده  ونه شي.

٤. په موضوع کې بايد له تکراري خبرو ډډه وشي، نامانوس او پېچلي لغات بايدپه کې استعمال نه شي.

٥. د څېړنې په موضوع کې بايد د څېړنې  ډول او ميتود غوره شي. که چېرې د ادب تاريخ په ليکلو کې د کتابتونې څېړنې او تاريخي ميتود نه استفاده  کوو، دڅېړنې له پيله تر پايه بايد موضوع کې ټاکلې څېړنېز  ډول او ميتود تطبيق کړو.

٥. په موضوع کې بايد د مستقيم او غير مستقيم نقل قولونو (اقتباسونو)کې له امانت دارۍ کار واخلو.

٦. څېړونکى بايددموضوع په ليکلو کې د اوږدو او بې ځايه عبارتونو اوجملوراوړلونه استفاده ونه کړي او نه دې له ډېراختصاره کار اخلي چې لوستونکي پرې پوه نه شي، بلکې هر مطلب بايد د تعادل په نظر کې نيولو سره واضح شي.

د اصلي موضوع  په پاى کې پر پايلې بحث کېږي او په ډېرو لنډو  ټکو کې د موضوع يادونه  هم په کې کېږي.

پايله:

د څېړونکي د اصلي متن (موضوع) په پاى کې پايله راځي، پايله د هر څېړنېزفورم (مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن) لپاره اړينه موضوع ده. پايله په ډېرو لږو عباراتوکې ليکل کېږي او د ټولې تحقيقي موضوع استازيتوب کوي.

په پاى کې د موضوع پر اهميت بحث کېږي او د څېړنې  پر پايلې او لاسته راوړنو باندې خبرې په کې وي.

څېړونکى بايد په پايله کې په ډاګه کړي، چې د ټاکل شوې څېړنې ترلاسه  شوې وروستي نتايج او پايله د ټولنې لپاره د پام وړثابت کېداى شي، څېړونکى په دې برخه کې د  څېړنې محدوديتونه، حل لارې چارې، وړانديزونه او سپارښتنې وړاندې کوي.

په پايله کې د څېړنې  پر هدف، د څېړنې د عمومي مطالبولنډيز اود څېړنې پرلاس ته راوړنوپه لنډ ډول بحث کېږي.

هره څېړنه زيات اوکم نيمګړتياوې لري، څېړونکى چې کومې نيمګړتياوې په څېړنه کې ويني او د ځينو ستونزو له امله يې پوره کړې نه وي، د دې نيمګړتياوو د پوره کولو په هکله راتلونکي څېړونکيو ته نصيحت او وصيت کوي،  ترڅو چې راتلونکي څېړونکي پردې  توصيو عمل وکړي او په راتلونکي کې په ټاکل شوې موضوع څېړنه کې نيمګړتياوې رفع کړي. (۱۲: ۷۱مخ)

مناقشه:

مناقشه له پایلې وروسته راځي او په تحقیقي موضوع کې ځانګړى ځاى او خاص اهميت لري.

په مناقشه کې د موضوع لنډه خو هر اړخيزه معرفي راځي او د موضوع تنيجه هم په کې بيانېږي.

په مناقشه کې د هغوستونزمنواوپټوموضوعاتويادونه کېږي چې څېړونکى ورسره مخامخ شوى وي او مثبتې پايلې لاس ته راوړې وي او همدارنګه د هغو نظرياتو او افکارو يادونه، چې د اختلاف موارد او ستونزې په کې موجودې وي، يادونه يې کوي.

په ځينو رسالو، کتابونو او مونوګرافونو کې د مناقشې يادونه نه کېږي، خو په تيزسسونو (پوهنليکونو) او ډيزرټيشونوکې د مناقشې راوړل حتمي او ضروري دي.

نتيجه اخيستنه:

د تحقیقي اکثروخاصواو عامو کالبونو لپاره نتيجه  راوړل ضروري ده.

کله چې څېړونکى د اثر مرکزي برخه بشپړه کړي، نو بيا په نتيجه اخيستنې کې موضوع ته مربوطې  پوښتنې، د څېړنې لنډيز او نيتجه وړاندې کوي، د لنډيز  او نتيجې  وړاندې کول په څېړنېزه ليکنه کې ډېر ارزښت او اهميت لري. ځکه دا کار له يوې خوا له لوستونکي سره په ښه او ژر پوهېدنه کې بشپړه مرسته کوي، هغه څه چې یې په  متن کې خواره واره لوستي وي، دلته په لنډيز سره راټولېږي، هغه يې ژر په ذهن کې کيني، له بلې خوادلوستونکي د ډېر وخت ضايع کېدو مخنيوى هم په کې کېږي.

په نتيجه اخيستنې  کې بايد په دقيق، څرګنده، روښانه او عام فهمه ډول د څېړنې نتيجه وړاندې شي. (۲۳: ۱۳۲مخ)

يو عالم وايي: (لاسته راغلي نتايج ستاسې د څېړنې ډېره مهمه برخه ده، دا برخه بايد ډېره روښانه، څرګنده او په  لنډو جملو کې وړاندې شي، له اوږدو او مغشوشو جملو بايد ډډه وشي، کولى شئ  په لنډ ډول د خپلې (Data) لاس ته راغليو حقايقو او د خپل کار د امتيازي ښېګڼو په باب چې ستاسو پرنتايجو موثريت لري هم څه وليکئ. (۲۷: ۵مخ)

وړانديزونه:

کله چې څېړونکى څېړنه بشپړه  او لاس ته راغلي نتيجې يې وښودې، نو بيا د نتيجود عملي کولواود همدغه موضوع په هکله په راتلونکي کې د پراخو څېړنو په منظور يو لړ عملي  وړانديزونه کوي، دا وړانديزونه بايد ډېر څرګند (واضح) او پر دلايلو ولاړ وي، په همدغه وړانديزونو باندې څېړنه پاى ته رسېږي. (۲۳: ۱۳۲مخ)

هره علمي څېړنه بايد علمي پشنهادونه (وړانديزونه) ولري او د څېړنې د نتايجو د عملي کېدو لارې چارې بايدڅېړونکى پيشنهاد کړي يا که چېرې يومحقق په يوه ځانګړې موضوع  د تحقيق کولو اراده کوي او سره د ډېروکوښښونو يې څېړنه نورو پراخو معلوماتو ته ضرورت ولري، نو په دې صورت کې اينده  ليکوالو اوڅېړونکيوته شخصي وړانديزونه کوي، ترڅوچې اينده ځوان محققين د څېړنې پاتې برخې واضح او وڅېړي  او په تياره برخو يې رڼا واچوي.

ماخذونه:

په تحقيقي عاموکالبونو (مقاله، رساله او کتاب) اوخاصوکالبونو (مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن) کې د ماخذونواومنابعو نه په متن کې استفاده او پاى کې يې راوړل حتمي دي.

په ماخذونوکې هغه چاپ او ناچاپ اثار او سرچينې په ګوته کېږي، چې ليکوال ورڅخه  د ليکنې  پر وخت استفاده کړې  وي.

د ماخذونو له راوړلو سره لوستونکيو ته دا څرګندېږي چې ليکوال  د کومو اصلي او فرعي ماخذونو نه استفاده کړې ده، څومره  مواد او منابع  يې مطالعه کړي  دي، کوم ماخذونه يې ارزيابي کړي دي.

ماخذونه د علمي څېړنې ارزښت لوړوي او د اول لاس ماخذونو نه استفاده لاڅېړنه پياوړې کوي.

د ماخذونوپه راوړلوسره د ليکوال د استفادې  ځايونه څرګندېږي، د سرقت مخه په کې نيول کېږي او د کره او ناکره معلوماتوڅرګندونه ترې کېږي.

 د څېړنې په شکلي او منځپانګېز جوړښت باندې مې بحث وکړ او د محتواله مخې د هرسرليک لاندې چې کوم بحث ته ضرورت و،  د هغه يادونه مې وکړه.

يادونه: مونوګراف د څېړنې او تحقیق له خاصوکالبونوځینې یوډول دی، چې د محصل له خوا د لیسانس دورې په پای کې لیکل کېږي. مونوګراف لیکل بایدد څېړنې پر اساساتو برابر وي او هر مونوګراف بایدتحقیق وي، نوله همدې امله مې د (څېړنې او تحقیق) لفظ د مونوګراف پرځای ډېر کارولی دی.

هر محصل چې مونوګراف لیکي، باید لیکنه یې څېړنه وي او دی محقق او څېړونکی دی،نوله همدې امله مې د محصل پرځای د(محقق او څېړونکي) لفظ کارونې نه زیاته استفاده کړې ده.

نور بیا…………………………

64 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *