Categories

اعلان

Loading…

شاه امان الله او انګلیس ملا / حکمت الله رښتین

له هیڅ شک او شبهی پرته ټول پدی باور یو چی د برتانیا د امپراتوری د زوال ټکی له افغانستانه پیل شوی. کله چی انګریزانو په افغانستان کی دری ځلی ماته وخوړه او همدی ماتی ورته د مالی او بشری تاوان ترڅنګ د دوی د مغروری امپراتوری سیاسی حیثیت هم له خاورو سره خاوری کړ. چی دی ماتی هغه هیوادونه چی د انګلیس د امپراتوری تر واک لاندی وو٬ وهڅول ترڅو یی ملتونه پر وړاندی راپورته شي. چی زموږ په تاریخ کی دغه زرینه کرښه ور اضافه شوه چی موږ د نورو ملتونو د خپلواکی اخیستلو د فکر موسسین یو.

سمه ده چی د امیر امان خان د حکومت  په راپرځولو کی ټولنیزو او کلتوری اړخونو زیات رول درلود خو د اماني دولت د پرځولو د پیل فکر برتانیویانو پیل کړ.

د جنګ د متارکی څخه وروسته د افغانستان دولت د انګلیس لخوا په رسمیت و پیژندل شو خو انګلیسانو چی په افغانستان کی یی سیاسی هویت خاوری شوی وو ٬ کرار پاتی نه شول.دوی د برتانیوی هند ترڅنګ ګاونډی هیواد افغانستان کی د شاه امان الله خان په شان څیری شتون ورته خطرناک ښکاریده. غوښتل یی په برتانیوی هند کی د خپلی امپراطوری د پایښت لپاره د شاه امان الله خان حکومت له منځه یوسی.

د امان الله خان د حکومت ړنګول انګلیسانو ته کومه آسانه خبره نه وه . ځکه هغوی په افغانانو کی حساسیت درلود دلته یی دری ځلی ماتی خوړلی وه کومه ماتی چی د انګلیس امپراتوری مالی ٬ بشري  او سیاسی ستنی یی ورکږی کړی. دا ځل یی ونه غوښتل بیا پر افغانستان نظامی یرغل وکړي بلکه له خپل استخباراتی جال Mi6  او Mi5 څخه یی کار واخیست . د همدی استخباراتی چتر لاندی د انګلیستان د استخباراتو غړي د ملا ٬ پیر او داسی نورو مذهبی څیرو په نوم افغانستان ته راولیږل شول تر څو د کافر انګلیس ملا په خوله مسلمان شاه امان الله کافر او د ممبر له سره پری د جهاد فتوا ورکړي.

چی لمړی ځل یی خپل روزل شوی اجنټ سید حسین چی په نقیب مشهور وو د امیر حبیب الله  خان په وخت کی د برتانیوی هند له خوا نه د جلال آباد د چارباغ سیمی ته راغی چی خلک یی خرافاتو ته رابلل او د چرسو بوټی ته یی د فقیری د بوټی نوم ورکړ تر څو بی روزګاره ځوانان پری اخته کړي. چی ډیری باور لري نوموړی ملا د شاه امان الله خان پرضد د شینوارو به شورش کی هم رول درلود.

د انګلیسانو بله سیاسی څیره توماس ادورا لارنس چی په افغانستان کی په حاجی پیر کرم شاه مشهور وو په ملایی چلونو به یی خلکو ته کرامات ښوول او له دی لاری به یی خلک د شاه امان الله خان د حکومت پر ضد هڅول همدغه لارنس چی په حاجی پیر کرم شاه مشهور وو د ملکی ثریا په زرګونو لوڅ عکسونه چی لاس وهل شوی وو ٬ د خلکو په منځ کی نشر کړل. چی د افغانستان په مشهور جومات پل خشتی کی یی هم لمونځ ورکړی دی.

داسی نور په مستعارو نومونو بی شمیره د انګلیس د استخباراتو مامورانو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی ځای پر ځای شوی وو چی حتی  د خلکو په منځ کی په نور المشایخ ٬ شمس المشایخ او داسی نورو لقبونو مشهور وو. دوی نه یوازی خلک د اماني حکومت پر ضد هڅول بلکی غوښتل یی امانی حکومت په کورنیو جنجالو لکه د قومونو او مذهبونو تر منځ د شخړو په رامنځ ته کولو تورن او کمزوری کړي.

انګلیس استخبارتو په پټ ډول وکولای شو چی د خپلی ماتی غچ واخلي او دا کار یی د هغه چا په لاس وکړ کوم چا چی د شاه امان خان پر ملاتړ له انګلیسانو سره د جنګ ملا تړلی وه . د خلکو عامه افکار یی وپاشل او د امیر امان الله خان مډرنه حکومت یی د ازادی پر لاسته راوړونکو له منځه یوړ.

ربه ته مو سیاسی شعور لوړ کړې

امین

464 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2