Categories

اعلان

Loading…

ملا عبدالروف عارف د ملا محمد رسول اخوند پر ځای د طالبانو مشر وټاکل شو

عکس: ملا محمد رسول اخوند چې طالبان وايي، بې درکه شوی دی.

تاند- د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډلې وویل چې د دوی ۱۲ کسیزې شورا ملا عبدالروف عارف خپل نوی مشر ټاکلی دی.

د طالبانو دې ډلې وروسته له دې ملا عارف خپل نوی مشر ټاکلی چې د پاکستان د حکومت له لوري د دې ډلې د مشر ملا محمد رسول اخوند د نیول کېدو خبرونه خپاره شول.

د دې ډلې ویندوی ملا عبدالمنان نیازي مخکې دا راپور رد کړی و چې ګنې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی خو اوس وايي چې نوموړی بې درکه شوی دی او له همدې خاطره د طالبانو دوولس کسیزې شورا پرېکړه وکړه چې ملا عبدالروف عارف خپل نوی مشر وټاکي.

د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر او د اسلامي امارت د وخت د مالیې وزیر ملا معتصم اغا جان هم ویلي و چې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی دی او ملا عبدالمنان نیازی د نوموړي پر ځای د خپلې ډلې مشري کوي.

ملا عبدالروف عارف، چې د کندهار د سپین بولدک اوسېدونکی دی، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دفاع د مرستیال وزیر او د خوست د والي په توګه دنده درلوده.

د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ، چې د ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته رامنځته شوې، په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.

13 total views, 1 views today

2 comments

  1. dawud Reply

    نه پوهېږم چې طالبان په سرکې ماغزه لري که نه؟

  2. هلال Reply

    طالبانو الله مو پوهه کړه اوکه پوهه نه وي نو بیا دې هم الله در سره پوهه شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *