Categories

اعلان

Loading…

افغان مظاهره چیانو د پاکستان د دوستۍ پر دروازې برید وکړ

تاند- زرګونو افغان مظاهره چیانو پرون /جمعه/ په سپین بولدک کې د پاکستان له لوري د دوستۍ باب په نوم پر دروازې هجوم ورووړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا دروازه پرون د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره په یو وخت بنده وه.

د پاکستان (پاک تریبیون) ورځپاڼې لیکلي چې افغان مظاهره چیانو په تورخم کې د دوستۍ دروازه تخریب کړې خو پاکستان ټوډې بیا ویلي چې دا پېښه په سپین بولدک کې شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانانو لاریون، چې له سپین بولدکه پیل شوی و، تر دروازې یې دوام وکړ. لاریونوالو په سپین بولدک کې د دوستۍ باب په نوم پر دروازې د تیږو وارونه وکړل، د هغې کړکۍ او دروازې یې ورماتې کړې.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې قهریدلیو افغانانو د پاکستان بیرغونه هم وسوځول څو په دې توګه له پاکستانه خپله کرکه وښيي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې وخت کې افغان امنیتي ځواکونه حاضر ول خو د خپلو خلکو مخه یې ونه نیوله.

له دې پېښې وروسته پاکستان دروازه بنده کړه او اوس له دې لارې د خلکو او موټرو تګ راتګ بند دی.

60 total views, 1 views today

4 comments

  1. (محمداحسان ( احسان Reply

    اوس چې دروازه جوړه شوه نو ښه شوه !

  2. حکمت الله رښتین Reply

    وروره املایی غلطی درنه شوی تورخم چیری او سپین بولدک چیری
    دغه پیښه د چمن پر پاک افغان دروازه شوی ده

  3. sayed.rahman.ziarmal Reply

    دتل لپاره ددروازه بنده کړی موږ نور ښه منا سبات ساتل له دښمن سره نه غواړو دښمن ته په سوک ګزار ورکوو .

  4. افریدی(زما) Reply

    پښتانه چې څوک په لر او بر کې وېشي
    خدايه لر او بر يې ووېشې چې ورک شي

    چې درنښت مو د يوالي کتی نه شي
    خدايه باد يې کړې بڼه بڼه چې سپک شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *