Categories

اعلان

Loading…

د کندوز ولایت خان اباد ولسوالي طالبانو ونیوله

تاند – د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت خان اباد ولسوالي نن سهار خواوشا ۸ بجې د طالبانو لاس ته ولوېدله.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري تایید کړه چې ولسوالي یې له واکه وتلې ده.‌

ښاغلي امیري وویل چې د خان اباد ولسوالي له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه او هغوی د کندوز له مرکز او تخار ولایت څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو مرسته ور ونه رسېدله او نن سهار ترې ولسوالي طالبانو ونیوله.

خان اباد ولسوالي د تخار او بدخشان په لاره پرته ده او که یاغیان په یاده ولسوالۍ خپله ولکه ټینګه کړي، کولی شي چې تخار ته غزېدلې لاره بنده کړي اوهم بدخشان ولایت ته د ځمکې له لارې د کېدونکیو اکمالاتو مخه ډپ کړي.‌

15 total views, 1 views today

1 comment

  1. sayed.rahman.ziarmal Reply

    ولی ّه وخت کمکونه نه رسی.ږی دا ډیرضعف ددولت ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *