Categories

اعلان

Loading…

د ښه ژوند شل لارې/ سلګۍ

(ژباړه)

۱  – هر ورځ درې کسه وستایئ.

۲  – دې لمر راختل وګورئ .

۳-  لومړی تاسې سلام ورکړئ .

۴- له نور خلکو خپله تمه کمه کړئ.

۵-  څنګه چلند چې له نورو د ځان پر وړاندې غواړي، هغه ډول چلند له نورو سره تاسې هم کوئ.

۶-  له هېچا مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه معجزه ناممکنه نده .

۷- له نورو سره بخيلي مه کوئ .

۸-د مادياتو د لاس ته راوړلو لپاره نه بلکې د علم او شهامت د تر لاسه کولو لپاره دعا وکړئ .

۹- کلک دې وی، خو مهربان .

۱۰-   د هغو کسانو نومونه مه هېروئ چې ناسته ولاړه ورسره لرئ .

۱۱- څنګه چې ښايې دومره مو زړه نرم وساتئ .

۱۲ –  دا مه هېروئ، چې دې انسان تر ټولو لويه عاطفي اړتيا د هغه په قدر پوهېدل دي.

۱۳ – پر خپله وعده وفا وکړئ .

۱۴- هڅه وکړئ چې خپله غوسه کنټرول کړئ. ان دې خواشينۍ په وخت کې .

۱۵- دا مه هېروئ چې بريا په یو وار نه تر لاسه کېږي .

۱۶ – مه هېروئ ګټونکي هغه کارونه کوي چې بايلونکي یې نه کوي .

۱۷ –  هڅه وکړئ د نورو د خوښۍ لامل شئ.

۱۸ –  د نورو خوښي له منځه مه وړئ .

۱۹-  خپلو ملګرو او دوستانو ته مینه ورکړئ.

۲۰- ځينې شيان له ځان سره وساتئ، څو د هغه چا احساساتو ته تاوان ونه رسيږي چې تاسې ته ګران دي .

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *