Categories

اعلان

Loading…

د فساد پر سر د خیر او شر جګړه / پوهنمل حاجي محمد نوزادي

  د څو ورځو د پاره یونان ته په سفر تللی وم اود نورو بوختیاوو له امله مي رسنیو ته لاسرسۍ کم وو . د اګسټ د لسمی نیټې ماښام وو ، کمپیوټر مي پرانیست او یو شمیر افغاني بريښناپاڼو ته می سر ورښکاره کړ . د ورځي غټ خبرونه د ښاغلي ډاکتر عبدالله تندي نیوکي وی چي د ښاغلي ډاکتر اشرف غني په ادرس یې باد ته ور کړي وې . د نیوکو غوښینه برخه پر دې خبرو را ګرځیده چي ګویا ده ته د غني لخوا پوره پاملرنه کیږی، د وروستیو چوکیو په ویش کي يې برخه سپکه ده او . . . . ، پدي توګه دی ندی توانیدلي چي خپلو نازولو انډیوالانو ته د دوي د خوښي وړ امتیازونه ورسوي. ځکه نو د هغوي له لوري نیوکي ورباندي کیږي چي د خپلو ژمنو په تر سره کولو کي پاته راغلي دي. ښاغلي  عبدالله پر غني باندي د نیوکو او ګیلو سره جوخت اړین تهدیدونه هم له یاده نه وه ایستلي .

      د څو شیبو د پاره د چرتونو په سیلاب کي لاهو سوم . پداسی حال کي چي د هیواد تر نیمی زیاته برخه د جبهه ای جنګ په اور کي سوزي، د هلمند پشان ستر ستراتیژیک ولایتونه محاصره او دلاسه وتلو د ګواښ سره مخامخ دي ، اولسوالی یو په بل پسی د لاسه وځي او د هیواد پاته نیمه برخه د خطر لومړی کرښه ده . ددې اور ښامار هره ورځ د وطنوالو په سلګونو ککری خوري او په زرګونو هیوادوال له خپلو کورونو څخه بیځایه کیږي . خو د هیواد د سیاسی مشرانو تر منځ بیا جنګ پر سرَه غَله دي . ددغو تپل سوو مشرانو تر منځ سړې جګړې او د ګټورو چوکیو د  تر لاسه کولو پرسر ناندریو چي د ناپاکو امتیازونو سرچینه ده ، په ګرمه جګړه کي د سرتیرو پر مورال خورا ناوړه اغیز ښندلی دي او پایله به یې ډیر ژر برملا سي .

   وایي څښتن تعلي چي خپلو بنده ګانو ته په قهر سي نو بیکاره مشران ور باندی واکمنوي . پاکه ربه ! دا د کومي ګناه له مخي موږ ته دومره درنه او د لسیزو اوږده سزا راکوې ؟ ته خو یوازي قهار نه یې بلکه رحیم اوغفور هم یې ، د رحم او بخښني د دُعا لپي مو درته پورته کړیدي. له کړو ګناهونو مو را تیر سه او له بې کفایته مشرانو څخه مو و ژغوره !

  ځمکه هغه سوزي چي اور پرې بل وي . که څه هم ددغو ناوړو مشرانو، د هغوي د مرستیالانو، سلاکارانو، وزیرانو،والیانو، ویاندانو، د ویاندانو د مرستیالانو او نورو ور سره تړلو کسانو څخه د هیڅ بچی هم نه یوازي داچي د جنګي جبهو د سرتیرو په ډله کي نسته بلکه په بهر کي ارام او بیغمه ژوند لري. خو په دې دي پوه سي هغه ورځ لیري نده چي دا اور به اخر ددوي تر کوره هم ور ورسیږي ، که لمبه ورنغله نو دود به یې خامخا مرۍ ور وسوزوي ، مظلوم لاسونه به یې د ظلم ګریوان څیري او بیا به پښیماني هیڅ ګټه هم ورته ونکړي .

دلته ټول مظلوم لاسونه

هلته ټول ظالم مغزونه

که ظالم پرې نن لاسبر دي

 خو دا جنګ دخیر او شردی

د کوترو سیل به پاڅي

پر ښکاریانو به و ناڅي

اخر وینو کي به رغړي

دا د شر فساد ښاغلي

256 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2