Categories

اعلان

Loading…

د ترکیې سینما د شربت ګلې په ژوند فلم جوړوي

میرویس جلالزی –

په پیښور کې د اتیایمي لسیزي پر مهال د کډوالې پیغلي شربت ګلې په نامه د افغان نجلۍ يو انځور چې شاوخوا ۳۰ كاله وړاندې د يو تن امريكايي عكاس سټيو مركوري لخوا اخيستل شوى و، نړيوال شهرت تر ګټلو وروسته حتی د دې سبب شو چې اوس پرې فلم جوړیږي.

د راپورونو له مخې، دا دى اوس  د تركي فلمونو او ډرامو يوه اداكاره د شربت ګلې له كيسې نه په الهام اخيستلو سره وپتيله چې په افغانستان كې فلم جوړ كړي.

شربت ګله

شربت ګله

دا ښكلې اداكاره اويكو كره يل نوميږي چې د `غبار` په نامه يو فلم كې چې په افغانستان كې جوړ شوى دى كار كړى. كره يل په فلم كې د عزرا په نامه د يوې افغانې نجلې رول لوبوي چې د خپل مور د وصيت د پوره كولو لپاره افغانستان ته ځي.

اويكو كره يل ددې فلم د جوړولو په موخه په افغانستان كې يوه مياشت تېره كړې ده.

ټاكل  شوې ده چې دا فلم په كاناډا كې د مونتريال د فلمونو په نړيوال فيستيوال كې د لومړي ځل لپاره په نړيوال سطحه نندارې ته وړاندې شي.

د شربت ګلي د  فلم جوړونكې چې ګوزده كورال نوميږي وايي چې په افغانستان كې د فلم جوړول دده په ژوند كې تر ټولو لويه تجربه وه.

اويكو كره يل چې د `افغانې نجلې` د ژوند كيسې ورباندې اغېزه كړې ده وايي چې “ كله چې په افغانستان كې د فلم د جوړولو په اړه ورته وړانديز وشو نو په لومړي سر كې يې تردد وكړ خو كله چې هلته لاړه نو د افغانانو د تود هركلي سره مخامخ شوه.

د غبار په نامه فلم چې كابل په لارو او كوڅو كې ډك شوى دى په كې د مينې او هجران كيسه د سينما پردې ته لېږدول شوې ده.

96 total views, 1 views today

1 comment

  1. صالح محمد《خاوري》باره خیل شینواری Reply

    دافلم باید افغاني سینما ستورو لخوا جوړ شوی واي اول باید یو افغاني لیکوال ددي دژوند مغصومیت مظلومیت او مهاجرت کیسه په لیکل شوی بڼه لیکلی وای بعد ددی نه دسینمایي لوبغاړو لخوا پري فلمي کار شوی وای نو کیدای شي چي دغه فلم په نړیواله کچه دشربت ګلي ته نور شهرت هم ورکړی وای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *