Categories

اعلان

Loading…

د کابل په چاودنه کې ۳ تنه ژوبل شوي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د دفاع وزارت ته نژدې د کابل ارمان هوټل مخته چاودنه د مقناطیسي بم وه چې په یوه شخصي موټر کې ځای پر ځای شوی و.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې برید کې ۳ تنه ژوبل شوي دي.

د کابل پولیسو ویندوی بصیر مجاهد خبریالانو ته وویل چې د دې چاودنې په اړه، چې سهار ۹ بجې او ۲۵ دقیقې وشوه، څېړنې روانې دي.

شاهدان وايي چې په موټر کې درې تنه سپاره ول او ممکن بم د دولت وسله والو مخالفانو د سپرلیو د وژلو په هدف په موټر پوري نښلولی وي.

د موټر د سپرلیو د هویت په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي.

پرون وسله والو طالبانو د بغلان د دهنه غوري ولسوالي ونیوله. همداراز یې ادعا کړې چې د نورستان وانت وایګل ولسوالي یې نیولې خو د نورستان چارواکي د طالبانو ادعا ردوي، وايي چې پر دې ولسوالي یې د طالبانو برید تمبلولی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ویل کېږي چې لږترلږه ۱۹ پولیس هم ټپیان شوي دي.

xh

 د طالبانو لاس ته د دهنه غوري د لوېدو او جګړې په نتیجه کې د دې ولسوالۍ دوکانونه سوځېدلي او د دهنه غوري اوسېدونکو ته مالي تاوانونه هم اوښتي دي

د طالبانو لاس ته د دهنه غوري د لوېدو او جګړې په نتیجه کې د دې ولسوالۍ دوکانونه سوځېدلي او د دهنه غوري اوسېدونکو ته مالي تاوانونه هم اوښتي دي ـ تېر ځل هم د دهنه غوري په لسګونو زره اوسېدونکي په سره ژمي کې بې ځایه کېدو ته مجبوره شول

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *