Categories

اعلان

Loading…

خوشالۍ ته په تمه مه پاتې کېږئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېری کسان شپې او ورځې په دې تمه تېروي چې کور ته به یې خوشالي راځي، له ځان سره وایي، که شتمن وای نو خوشاله ژوند به مې درلودی یا که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای او یا هم… تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟ خوښ اوسېدل ډېر ساده او اسانه رازونه لري؛ له نن وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ چې خوشاله به یاست، دا هم ممکنه نه ده چې انسان دې تل خوشاله او خوښ ژوند ولري، معلومه خبره ده چې ژوند د خوښیو او خپګان ټولګه ده، خو تر ډېره هڅه وکړئ چې روښانه کړی څنګه کولای شئ خپل ژوند ته خوشالي راوړئ.

یوازې یو کس کولای شي چې تاسو خوشاله کړي، پوهېږئ هغه څوک دی؟ هغه تاسو خپله یاست، غواړم له تاسو سره یو راز شریک کړم، هغه دا چې تر اوسه شتمني، ښکلا او حتا تر ټولو ښه دنده درلودل هم نه شي کولای انسان خوشال وساتي، که غواړئ چې خوشاله ژوند وکړئ پر خپل ځان باید کار وکړئ. په دې لیکنه کې د خوشاله کسانو د څوارلسو عادتونو یادونه شوې ده چې پر هر یو عادت باید څو ورځې کار وکړئ څو پر یوه خوشاله کس بدل شئ:

۱- خپل ځان له کینې پاک کړئ

د خوښ اوسېدو یو راز بښنه ده چې کله له چا سره کینه کوئ، په اصل کې تاسو په خپل وجود کې منفي احساساتو ته، لکه غوسې ته روزنه ورکوئ. هڅه وکړئ زړه مو له کینې څخه پاک کړئ. مهرباني کولای شي د هغې بدمرغه کینې ځای ونیسي چې په پایله کې دا کړنه ستاسو د خوشالۍ لامل کرځي.

۲: مهربانه و اوسئ

مهرباني نه یوازې یو ښه عادت دی، بلکې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي؛ کله چې تاسو پر نورو خلکو رحم او مهرباني کوئ، ستاسو مغز د “سروتوینین” په نوم هورمونونه تولیدوي چې په وسیله یې کولای شئ له نورو سره ښه فکري اړیکه ټینګه کړئ او په خپله شاوخوا کې د خوښۍ انرژي خپره کړئ او ستاسو په څنګ کې چې کوم کسان دي هم خوښي احساس کړي.

۳- ستونزې د ځان د ځواکمنتیا لپاره د ننګولو په ډول وکاروئ

د ستونزو پیدا کېدو په صورت کې خپله توامندي له لاسه مه ورکوئ؛ کوښښ وکړئ ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې و انګېرئ چې ستونزې مو باید د پیاوړتیا سبب ګرځي، د ستونزې په نوم مو په ذهن کې کوم نامه ته ځای مه ورکوئ.

۴- د خدای ‘ج’ پر نعمتونو شکر وباسئ او قدر یې وکړئ

هغه کسان چې د خدای پاک پر نعمتونو شکر باسي، تل له نورو متفاوت ژوند لري او په ډېره اسانۍ سره کولای شي له ستونزو ځان وباسي، مثبت احساسات لري او ډېر هغه څه ته چې په ذهن کې یې دي، ځان رسولای شي؛ ځکه دوی هره ورځ هغه څه چې لري یې، که هر څومره کم هم وي د خدای پاک شکر باسي، یو وخت به و وینئ چې د خوشالیو سیل درباندې را روان وي، کله مو چې دغه عادت ته په ځان کې روزنه ورکړه، پر یوه خوشاله، مثبت فکره او سالم انسان بدلېږئ.

۵- لوړې هیلې ولرئ

کله چې لوی فکر کوي او هیلې لرئ، ډاډه اوسئ چې ضرور به خپلو موخو ته رسېږئ، د وړو فکرونو پر ځای لوی هغه وکړئ څو مو ذهن پراخ شي او په اسانۍ سره وکولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ.

۶- پر وړو شیانو فکر مه کوئ

که په وړو او بې ارزښته شیانو مو ځان مصروف کړ، انرژي به مو بېځایه لګولې وي، نو اړینه ده چې پوه شئ، د دې پر ځای چې پر کوچنيو مسایلو ځان بوخت کړئ، پر لویو، لوړو او ارزښت لرونکو شیانو فکر وکړئ. خوښ انسانان پر دې ښه پوهېږي چې څنګه له ستونزو څخه ځان وباسي او له ځانه یې لري کړي.

۷- د نورو په اړه ښې خبرې وکړئ

کېدای شي له ځینو کسانو سره دغه فکر وي چې په کار ځای کې یې ور بند کړي او د اوړي په ګرمو ورځو کې یخ کولر روښانه کړي، پر یوه او بل همکار پسې منفي خبرې وکړي، خو ښه ده چې پوه شي په غایبو کسانو پسې خبرې کول داسې معنا لري لکه په منفي فکرونو باندې حمام کول.

بېځایه او بې منطقه خبرې کول د انسان وجود داسې پوښي چې مثبتې هغه بیا نه شي کولای ستاسو ذهن ته د ورتلو اجازه پیدا کړي، د غیبت پر ځای کولای شو ذهن مو له مثبتو خبرو او هیلو ډک کړو، کوښښ وکړئ کله مو چې د یو چا په اړه خبرې کولې، مثبتې ځانګړنې یې یادې کړئ، نه منفي.

52 total views, 2 views today

1 comment

  1. ګلرنګ جان Reply

    ډېر ښکلي معلومات دي. ستایو د لابریالیتوبونو په هیله.
    ګلرنګ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *