Categories

اعلان

Loading…

زموږ ژوند هم یوه عجبه تماشه ده! / اسم هجران

که ووایو زموږ ژوند هم یوه عجبه ننداره ده، نو دا به سمه نه وي، ځکه ننداره د مهذبیت نښه ده او یو منظم او پلان شوي چاري ته ویل کیږي. همدا وجه ده چې دلته سینما ته ننداره، او که صنعتي توکې د نورو د لیدلو لپاره نمایش ته کیښودل کیږي، هغه ته نندارتون وايي. خو تماشه بیا د خپلسرو ناندريو نوم وي چې نورو ته د تعجب او حیرانتیا سره د خندا وړهم وي، ښکیل پکې سرګردانه او سیلانیانو لپاره د په زړه پوري میلې بڼه لري. د همدي ادعا د ثبوت لپاره که د ټولنو ترمینځ د هغوي د فزیکې حالتونو د څرنګوالي په هکله پرتله سره وکړو نو توپيرونه یې له ورایه جوتیږي. ځکه د پرمختللو ټولنو فعالانو د خپلو شاهکاریو په درشل کې هرڅه اسانه کړي او په پخپلو غوره ابتکاراتو سره یې د ژوند ټولي چاري نوري هم رنګینې او له ولولو ټکې څپاندي کړي دي چې دا هرڅه یې د اتباعو د نوو هیلو د راټوکیدو لامل هم کیږي. یعنې د دوي د ژوند په ټولو برخو کې سوکالي او د ښکلا ننداري لیدل کیږي. خو له بده شامته د وروسته پاتو ټولنو تقدیري ماهیت ته که ځیر شو نو ځکه تماشایي بڼې لري چې نه کاري وړتیاوي پکې شته او نه د کوم مثبت بدلون نښې پکې څرګندیږي. بلکې د بشري پرګنیو په شمول یې هرڅه لکه د نباتاتو او جمادانو په شان د قدرتي حکم تابع وي او د ژوند په چارو کې یې له ناخوالو، کړاونو او ترنګلتیاوو پرته بل څه نه لیدل کیږي. دلته نو سیل هم سیل او سرګرداني هم بیا سیل وي، او په رښتیاهم چې په هرلید لوري یې د ناهیلي او ناکامي سايي خوري وي، چې له بدمرغه زموږ ټولنیز رواني حالت هم دي ته ورته او همداسي نیمګړیتاوي لري.

د موضوع د سپناوي په موخه له تاسو سره د خواله په توګه خپل عرئض شریک وو او بیا پدي هکله د روڼ اندو وعدل او انصاف ته هم سترګې په لاره یؤ، او هغه دا چې څه موده وړاندي مو یوه ناروغه د درملنې لپاره بهرته استوله.

د پاسپورت لپاره ملي هویت پاڼې ته اړتیا وه، د دوستانو په ملتیا مو په پلارنې ټاټوبې کې جوړه او بیا ترلاسه کړه. د مرکزي اړوندو ادارو له لوري د تذکري او ورته اسنادو د تصدیق غوښتنه وشوه. د ټولو بختیاوو سره مې اراده وکړه چې دا چاره به زه پخپله ترسره کوم. لومړي د کورنیو چارو وزارت د احوال نفوس لوی ریاست ته ورغلم، ومی لیدل چې په سلګونه کسان د اداري په اړوندو برخو کې د خپلو کارونو د ترسره کیدو لپاره منتظر ولاړ وو او یا هم سرګردانه کښته پورته کیدل. په شعباتو کې په هر مامور لسګونه کسان چاپیر وو، ښځو او سړو د خپلو موخو د ترسره کیدو لپاره له یو بل ځان مخکي کولو.

په شعباتو او دهلیزونو کې د زیاتي ګڼې ګوڼې په وجه مرګوني تپغلن بويونو هوا او فضا دومره کړکیچنه کړي وه چې د لوي ناورین د را مینځ ته کیدو ویره یې خوروله. په انګیړ کې یې ډیر بیوزله له سیوري پرته و لمر ته ولاړ وو، او د ګرمې سختې یې ګاللي. حالاتو ته په لیدو سره ډیر خپه شوم او په ذهین کې مې دا راګرځیدو چې د افغان مظلوم ولس په برخه دا څه ستونزمن حالت او ناخوالي مسلط دي، چې هم په بهر کې او هم د کور په دننه له محرومیتونو او ابتر حالت سره مخامخ دي او د خپلو مدنې حقونو د ترلاسه کولو لپاره داسي ناچاره او بې بسه دي. لنډه داچې د زیاتو هڅو وروسته مې تذکره تصدیق کړه. له ژباړي وروسته، اوس نو د دولتي قضاياوو اداري و تثبت او مهر ته اړتیا وه. د کابل ولایت په محوطه کې یې اداره شتون لري، د ځای ځایګې له موندلو وروسته بیرته کنډوالو ته ننوتم چې د کابل والي له دفتر سل متره واټن نه لري، هلته دعدليې وزارت دا قضايي څانګه فعاله وه.

په کنډرونو کې د غځلو ډګ انبارونو د خوسا بويونه ډه ډوزي خوره ولي، ښځې او سړي له سیوري او ځای نستي پرته لمر ته ګډ سره ولاړ وو، او دماتو اوسپنیزو خونو په مینځ کې د اړوندي اداري دولتي کارکوونکو د مهرونو په ټاپه کولو سره ګرمي خولي تویولي او دندې یې ترسره کولي، چې کار مې ترسره شو، نو په منډه له دې ځایه ووتم.  بیا د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي څانګې تصدیق ته اړتیا شوه. په سبا له کاري وزګارتیا وروسته هلته ولاړم، د قونسلي ریاست په لاندي (تهکاوي) کې په سلګونه کسان مي ولیدل چې په څو کتارونو کې ولاړ وو، تعارفی به یې اخستلي او بیا به یې فیسونه جمع کول.

په ساعتونو دي چاره دوام درلود. ډیرو خلکو ته کري ورځ دا چانس هم په لاس نه ورځي چې خپل کار ترسره کړي. هر څوک د خپل بخت او طالع په انتظار دي. علاوه پردې په تم ځای کې د ګرمي تپت د ځښلو اوبو او حاجت ځایونو نه شتون، نوري هغه نیمګړتیاوي وي چې د مظلومو هیوادوالو په ذهنیتونو یې د ناهیلې پټي نورهم ورسیوا کولو، او هر څوک باید له سخت ناکام سره هرڅه و زغمي. زما د څو شیبو اټکلی انتظار و اوږدو ساعتونو ته واوښت، او د حل لپاره یې کومه لاره هم نه لیدل کیده.  د ولاړو کسانو په قطار کې یو ځوان زما اسناد له خپلو سره مل کړل او په اړوند ځای کې یې جمع کړل. جوته نه شوه، چې پر ما دده دا پیرزوینه د کومي همدردي په اساس وه؟! همداسي په پاسپورټ ریاست او نورو اړوند اداره کې هم ورته پیچلتیاوي وي که یې تفصیل بیانوو، نوحجم به زیات او سردردي به مو سیوا شي.

په هر صورت، دا هغه ستونزي دي چې زما په شان په زرګونه افغانان ور سره مخامخ دي، خو انګیرني دادي چې ولي داسي بې توپيره یو، او په هرڅه کې ناکامه شیبې غنمت ګڼو؟! د بهرنیو چارو وزارت په انتظار ځاي کې د یو مسوول د خولي وینا وه چې له څو میاشتو را پدیخوا هره ورځ  په زرګونه افغانان دلته خپل اسناد تصدیق وي، او بهر ته ځي.

پوښتنه داده چې د ولسي پرګنېو د کړاونو لامل څه شي دی چې د ژغورني په موخه بهر تلو ته لیوالتیا ښيې او له خپل ټاټوبي لري د ژوند سوکالي لټوي؟! حال داچې ځناور او حشري هم په خپلو ځالو او مغارو کې ځانونه محفوظ ګڼې، خو افغان ولس یې په پردیسي او اجنبیت کې دا راز ویني، دا ولې او د څه لپاره ؟!

همداراز په پلازمینه د کورنیو چارو وزارت د نفوسو د احوال په ریاست کې، د عدلیې وزارت د دولتي قضایاوو په اداره او د بهرنې چارو وزارت د قونسلې په ودانې کې دومره فزیکې نیمګړتیاوي ولي شتون لري، چې ولسي خلک خپل حقونه په داسي سختې سره ترلاسه کوي، او اړوند مسوول کارکوونکې یې هم سخت کاري زیارونه ګالي، ولي په یو مناسب میکانیزم غور نه کیږي او ابتکار شتون نه لري؟!  که د اړوندو وزارتونو د وزیرانو و لیږد ته د درجنونو کروزینونو موټرو شتون اړین بلل کیږي، نو یو مظلوم او بیوزلي افغان وګړي ته په ښایسته سلاري ډول د هغه د مدنې حق ورکول ولي مناسب نه ګڼل کیږي؟!

داسي په لسګونه نوري ورته پوښتنې به د بیان لپاره وي، خو د مشت نمونه خروار په توګه پدې بسینه کوي اوغوښتنه مې داده چې راځې د ستونزو د حل په موخه لاس په کار شو، او د الله (ج) په هغه ارشاد چې پخپل کلام کې یې په تکرار سره بیان کړی او مکلف یې ګرځولي یؤ، فرمايې«زه نه بدلوم د هغه چا حال تر څو دوي خپل حال پخپله بدل نه کړي» د یو مثبت بدلون لپاره ځانونه چمتو کړو، ځکه پدې سره به مو هم د مسلم امت په توګه د مبارک ذات الهې حکم ترسره کړي وي، او هم به دا چاره زمونږ د نجات سبب شي.

علاوه پردي که له سیال سره د جوګه کیدو لیوالتیا لرو، نو لومړي باید دا نیمګړتیاوي لري کړو او هرڅه د عصر په نوو غوښتنو سره سمبال کړو، چې له دې سره به موهم ولسې پرګنیو ته نوي روحیات وربښلې وي، اوهم به د هغه هدف د ترلاسه کیدو نوي پيلامه وي. دریمه دا چې په ټولنه کې د هر څه پوره امکانات شتون لري اما دې لوري ته هیڅ پاملرنه نه کیږي. د بیلګې په توګه د کورنیو چارو وزارت نوی کامپلیکس جوړ اوګټې اخستنې ته چمتو شوی، خو کار نه تري اخیستل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ودانې احاطه کې په لسګونه جریبه ځمکه شتون لري، خو یوعام وګړی یې له اسانتیاوو ګټه نشي اخیستلي او هرڅه ته د افراط تفریط او خاص و عام  په اساس کتل کیږي. نو پکار ده چې دا ډول چلند ته د پاي ټکې کیښودل شي، او پخپلو کې د لوروینې احساسات پیاوړي کړو. ځکه وايي چې په تنګ شي نو په جنګ شي، او له بده مرغه یو ورخ به دا تماشه په المیه او بیا په تراجیډي بدله شي، چې جبیره او روغونه به یې په اساني سره ممکنه هم نه وي. نو د ناخوالو دا لړې چې په ټولنه وار تر بله د مخکې کیدو په سیالي کې دي، باید له وړاندې یې دفعه وشي، او هرڅه په منظمه توګه د نوو غوښتنو سره سم عیار او نورو ته عرضه شي، چې پدې سره به هم د افغاني ټولنې د انفرادیت روحیه په سوکالي کې وي او هم به د راتلونکې بساینې او نیګمرغي ترلاسه کړو.

26 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *