Categories

اعلان

Loading…

د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله ترمنځ کتنه لغوه شوې

تاند- د ولسمشر او اجرايي ريیس په دفترونو پوري اړوندې سرچینې وايي، د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله ترمنځ کتنه لغوه شوې ده.

د ارګ سرچینې وايي، ټاکل شوې نه ده چې ولسمشر غني نن /شنبه/ له عبدالله عبدالله سره وویني.

د عبدالله یوه سلاکار حشمت رادفر په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د دواړو مشرانو کتنه، چې ټاکل شوې وه نن مازدیګر په ارګ کې وشي، لغوه شوې ده.

رادفر ادعا کړې چې ولسمشر غني خپل حضور ته د اجرايی ريیس له منلو انکار کړی دی.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې پر ولسمشر غني د انتخاباتي اصلاحاتو د نه کېدو، د الیکترونیکي تذکرو د نه توزیع او د ده له مشورې پرته د اداري اصلاحاتو د رييس د ټاکلو په خاطر توندې نیوکې وکړې.

ځینو کتونکو د عبدالله دا څرګندونې د جمعیت ګوند د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره بللي او ولسمشر غني بیا ویلي«هرکله چې له فساد سره د مبارزې بحث مطرح شي، یو شمېر کسان جنجالونه جوړوي.»

507 total views, 3 views today

7 comments

  1. ایوب خاورین Reply

    د دی یو څو ورځی بحران دی هیواد وال باید لږ صبر وکړی غنی د خلکو مشر دی عبدالله د یو ورانکاروی ډالی مشر دی نو ځمه په ان عام خلک د غنی ورته کړنی ته په تمه دی نور د خلکو ځغم خطم شوی دی باید چی د غلو مخه ونیوائ شی عبد الله یو غل دی او بص

  2. Zaland Reply

    يو عبدالله غل نه دى تول كروب يي غل دى

  3. Eng Haris Reply

    یواځی غله ندی قاتلان او ډاکه ماران هم دي

  4. shahed Reply

    زما په بل څه سر نه خلا صیږي، خو دو مره په یقین پو هیږم چې دا وړۍ نه شړۍ کیږي، دیوې ښځې دوه میړو نه، دوه پاد شا هان په یوه ملک کې او دوه خدا یان په یوه هستي کې نه ځا ییږي، الله (ج) وایی په ځمکه کې فساد پیدا کیږي.

  5. خالده افغان Reply

    ولسمشرډیر ښه وکړل چې لغوه ئې کړ۰ دا وخت ضایع کول دي۰ د دوی ګیډې مړې دي او کورونه، اولادونه ئې په خارج کې اوسیږي۰ دغو خلکو هیڅکله د افـــغــانــســـتـــان آبادولو ته زیار ندی ایستلئ او نه به ئې وباسي۰

    1. رحیم الله عرفان Reply

      که دا حالت روان وی ډیر ژر به ددی هیواد بڼه بدله شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2