Categories

اعلان

Loading…

د امیرشېرعلي خان او سیدجمال الدین افغاني دریځونه/ عبدالباري جهاني

  د انګریزي استعمار او روسي امپراطوري په مقابل کي د امیر  شیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه:

 لومړۍ برخه

« د افغانستان په څېر نیم وحشي دولتونو سره موږ د هغو بین المللي قوانینو او مقرراتو رعایت کولو ته مجبور نه یو چي په نړۍ کي د متمدنو هیوادونو ترمنځ موجود دي » سر جیمز سټیفن د لندن تایمز ورځپاڼي ته.

له دې یوې جملې څخه موږ قضاوت کولای سو چي غربي، یا په اصطلاح، متمدن هیوادونه د دریمي نړۍ خلکو ته په څه سترګه ګوري. دا د برټانیې د مستعمراتو لپاره د خارجه وزیر د مرستیال نظر دی چي د نولسمي پېړۍ په نیمايي کي یې ورکړی او جورج ډاګلاس کیمبل، چي په ډوک آف ارګایل مشهور وو، د شرق مسأله، په نوم خپل کتاب ۲۷۵ پاڼه کي راوړی دی.

کله چي د انګلستان په پارلمان کي دا خبره طرح سوه چي ایا برټانیې دا حق درلود چي د افغانستان په څېر یوه مستقل هیواد د امیر په مقابل کي جنګ اعلان کړي او په زور یې وپرزوي نو د پارلمان یوه غړي په زغرده وویل چي بین المللي قوانین د شېرعلي په څېر یوه اسیایی واکمن په حق کي نه تطبیقېږي. هغه دافغانستان یو قانوني واکمن وو… مګر زموږ لپاره علمي سرحد په کار وو، او داسي فیصله وسوه چي د شېرعلي پاچهي ښايي تباه سي، ځکه چي هغه صرف یو اسیایی واکمن وو او موږ یو مسیحي متمدن هیواد. اسلام یورپ اینډ ایمپایر ص ۳۷۵ ( ګواکي مسیحي متمدن هیواد د اسیایی هیوادونو او حکومتونو د ورانولو او تباه کولو شرعي او قانوني جواز یا په اصطلاح لایسنس لري)

 ما( جهاني) په کال ۱۹۸۲ کي په چارسده کي د خان عبدالغفار خان په کور کي د پښتنو له هغه ستر مشر سره د محمد حسن اولسمل د اخبار افغان مجاهد د شپږمي ګڼي لپاره مرکه کوله او هغه د مرکې په ترڅ کي راته وویل چي بچو! لوبه د سوپر پاور ده او پښتانه پکي دل شول.

له هغې نېټې تر اوسه پوري څلور دیرش کاله تېر سوي دي او لوبه هغسي روانه ده. طبیعي خبره ده چي دا لوبه نه افغانانو پیل کړې، نه یې روانه کړې او نه یې ختمولای سي. لوبه پردۍ ده، خو میدان یې، د دوی د خوښي او ارادې په خلاف، د دوی انګړ انتخاب سوی دی. په حقیقت کي، لویو غربي هیوادونو او قدرتونو هیڅ وخت شخصي دښمني نه سره درلوده او که جګړې ته سره وتلي دي نو هغه به د کمزورو هیوادونو د خاورو او منابعو د ویشلو پر سر وه. روسیه او برټانیه په نولسمه پېړۍ کي، په اسیا کي، دوه لوی رقیب هیوادونه ګڼل کېدل. دواړه په خپلو سیمو کي په فتوحاتو او د مظلومو اولسونو په قتلولو او لوټلو لګیاول. دواړه په دې پوهیدل چي هیڅ وخت به مخامخ جنګ ته سره ونه درېږي خو د خپلو خلکو او د سیمي د اولسونو د غولولو لپاره یې له یوه بل څخه بلاوي جوړي کړي وې. میخایل ګریګورویوف، چي شل کاله په غربي سایبیریا کي ګورنر وو، د نولسمي پېړۍ د نیمايي په کلونو کي ماسکو ګزیت مجلې ته لیکلي وه چي « انګلینډ یوازینی هیواد دی چي د روسانو په مقابل کي له بخارایانو سره جنګي مرستي کولای سي. نو دا ډیر احتمال لري چي د بخارا امیر به په یوه فرصت کي، زموږ په مقابل کي، له انګریزانو څخه مرسته وغواړي. زموږ وروستني اطلاعات ښيي چي د بخارا امیر خپل استازي کلکتې ته لیږلي دي او له انګریزانو څخه یې د مرستي غوښتنه کړې ده او ژمنه یې ورسره کړې ده چي د دې مرستي په بدل کي د هر څه ورکولو ته تیار دي…دا اممکنه ده چي انګریزان به د بخارا امیر ته د پټو مرستو وعده ورکړي، خو که احتمالاً دا کار وکړي نو بیا موږ هم کولای سو چي د هند په سر حدي سیمو کي ستونزي ورته جوړي کړو… خو دا خبره ده چي که چیري برټانیه د بخارا سره د مرستي لپاره خپلي قواوي را لیږي نو دا خو به د افغانستان د لاري ورته را استوي او زه ګومان نه کوم چي برټانیې به په افغانستان کي د کال ۱۸۴۲ د ماتي ترخه درسونه هیر کړي وي او بیا به افغانستان ته  د خپلو قواوو لیږلو ته زړه ښه کړي. که چیري بیا دا اقدام کوي نو زه خو وایم چي اووه ځله به غور ورباندي کوي. مګر که بخارا د خیوا او خوقند سره لاس یو کړي او د روسي قواوو پر ضد اسلامي جنګ پیل کړي نو پرته له دې چي خپل ښارونه به تباه کي او خپل استقلال به له لاسه ورکړي او د روسیې امپراطوري به یې له ستوني تېرکړي نورهیڅ ګټه نه ورته کوي»  England and Russia in the East PP 270-271

البته دا لیکنه د برټانیې داسي سیاستمدار را نقلوي چي په وچ زور په خپل اولس کي پر برټانوي هند باندي د روسیې د امپراطوری د حملې وېره خلقوي او د خپل پورتني کتاب په مقدمه کي لیکي چي « زما پخپله عقیده، چي په ایران، افغانستان او هند کي د څلویښتو کالو خدمت په نتیجه کي ورته رسیدلی یم، او دا عقیده مي څو څو ځله اظهار کړې او د خلکو تر غوږونو مي رسولې ده، او سر جوسټین شیل چي لس کاله په تهران کي وو، زما د عقیدې ملاتړ کوي، چي که روسیه د هرات پر لور پرمختګ کوي  نو برټانیه د هند د خوندي کولو لپاره بیا د لویدیځ افغانستان اشغالولو ته مجبوره ده. مګر زه ګومان نه کوم چي یا په هند او یا په اینګلینډ کي دي مسول پوځي مقامات زما دغه عقیده را سره ومني»  هغه کتاب مقدمه

روسیې په نولسمه پېړۍ کي هیڅ وخت د برټانوي هند د اشغالولو او په اصطلاح تودو اوبو ته د ځان رسولو خیال نه درلود او که یې درلود نو دا وس او پوځي او مالي قدرت ورسره نه وو؛ او برټانیې دوه ځله په لوی لاس د افغانستان مظلوم او سوله غوښتونکي اولسونه د برټانیې پر ضد د روسیې سره په دوستی تورن کړل او د افغانستان د لاري یې پر هند باندي د روسیې د یرغل او تودو اوبو ته د ځان رسولو د وهمونو قرباني کړل.

په روسي ترکستان کي د روسي قواوو یوه لوی قوماندان جنرال سکوبیلوف د برټانیې د خارجه وزارت د مامور او ژورنالیسټ چارلس ماروین د دې سوال په جواب کي چي آیا روسیې پر هند باندي د حملې خیال درلود کنه وویل چي « زه فکر نه کوم دا به د روسیې لپاره ممکنه وه. زه نه پوهیږم چي د برټانیې پوځي مقامات د پوځي او بحریه قوې په مجلو کي دا خبره څرنګه خپروي. زه به هیڅ وخت د داسي قواوو قومانداني غوره نه کړم. دا عملیات ډیر زیات مشکلات لري. موږ د اخال د لاندي کولو لپاره یوازي پنځه زره پوځیان درلودل او د هغوی لپاره مو شلو زرو اوښانو ته ضرورت وو. موږ د دې اوښانو د برابرولو لپاره اورینبرګ، خیوا، بخارا او منګیشلاک ته سړي واستول، او ډیري سختي ستونزي مو وګاللې. موږ پر هند باندي د حملې لپاره یو سل او پنځوس زرو عسکرو ته ضرورت لرو. شپیته زره قوه باید هند ته ننوزي او نیوي زره باید ارتباطات وساتي. اوس نو که پنځه زره عسکر شل زرو اوښانو ته ضرورت لري د یو سل او پنځوس زرو عسکرو په باره کي پخپله فکر وکړه او موږ به د دې قوې د حمل و نقل لپاره اوښان او څاروي له کومه کوو؟ موږ به ډیرو زیاتو اکمالاتو ته اړتیا ولرو؛ ځکه چي افغانستان یو غریب هیواد دی. هغوی زموږ شپیته زره عسکر نه سي اکمالولای؛ نو موږ به هم ستاسي او هم له افغانانو سره جګړه کوو»

کله چي ماروین جنرال سکوبیلوف ته وویل چي تاسي ښايي افغانانو ته رشوتونه او پیسې ورکړی او زموږ پر ضد یې را وپاروی نو هغه وویل چي« روسان به چا ته رشوت ورکړي. که روسان یوه سردار ته رشوت ورکړي تاسي به یې بل سردار ته ورکړی. که روسان یو روبل مصرف کړي تاسي به دوه مصرف کړی او که روسان دوه روبله ولګوي تاسي به پنځه ولګوی، او موږ ته به په دې کار کي شکست راکړی. افغانان به زموږ سره په هغه شکل جګړه وکړي لکه ستاسي سره چي یې وکړه»Marvin ص ص ۱۰۳-۱۰۴

تر څو چي په نړۍ کي زور او زورور موجود وي عدالت نه سي ټینګېدلای او د کمزورو هیوادونو پر حقوقو او خاوره به تېری کېږي؛ خو هغه دوه ځله، ظالمانه او په مطلق ډول بې دلیله، تیری به چي انګریزانو پر افغانستان باندي وکړ په نړۍ کي ډېر لږ مثال ولري. انګرېزانو ظاهراً په دې پلمه چي روسان د ایران، یا د افغانستان د لاري او یا د دواړو هیوادونو سره یو ځای د هرات د لاري پر هند باندي حمله کوي، د افغانستان اشغال ته مخه کړه، البته دواړه ځله په تور مخ ووتل. ډوک آف ارګایل په خپل کتاب کي لیکي: « موږ د داسي خلکو په خپلواکي کي مداخله وکړه چي د مداخلې کولو هیڅ حق مو نه درلود، او لا د هغوی د خپلواکی ساتل زموږ په ګټه وه. زموږ د مداخلې هدف په هغه اندازه چي غیرعادلانه وو په هغه اندازه احمقانه وو. موږ له یوه زړه ور او لایق امیر( امیر دوست محمدخان) سره مخالفت وکړ او د هغه پر ځای مو یو کمزوری سړی( شاه شجاع)  کښېناوه چي موږ په دې پوهېدلو چي د خپلو خلکو او هیواد سره خیانت کوي. موږ د دغه ناوړه هدف د ترلاسه کولو لپاره د هند د خلکو شته مني ولګوله. د هند د شته منی څخه څه باندي شل میلیونه روپۍ لومړی د جنګ په پیل کولو او بیا له هغې فاجعې څخه په راوتلو ولګېدې. دا ممکنه ده چي که مو پر خپلي سرزوری باندي ټینګار کړی وای او ډیر زیات پوځي عملیات مو کړي وای نو افغانستان به مو فتح کړی وای. مګر نو هغه لګښتونه چي زموږ په خپل سرحد کي د یوه هیواد په نیولو لګېدل او هغه پرله پسې ماتي چي موږ یې په شرمونو شرمولو هم په هند او هم په انګلینډ کي هر سیاستوال ته څرګندي وې. موږ په بشپړ بري پر خپلي غلطی او اشتباه باندي اعتراف وکړ او نړی زموږ پر اعتراف آفرین ووایه.موږ ژر په دې پوه سوو چي د هغه زړه ور سړي سره دوستي پیل کړو چي د یو څه وخت لپاره مو له تخته محروم کړی او د هیواده ایستلی وو او هغه د خپل ژوند تر پایه پوري زموږ ټینګ او وفادار ملګری سو» The Eastern Question ص ص ۲۲۱-۲۲۲

د افغان او انګلیس دوهم جنګ، یا بهتر ووایو پر افغانستان باندي د انګریزانو دوهم بې دلیله او ظالمانه یرغل، د همدغو بې انصافیو او بې عدالتیو ادامه ده؛ البته په لومړي جنګ کي مقصر، تر ډیره ځایه،  یوازي برټانیه او په دوهم جنګ کي تزاري روسیې او برټانیې دواړو برخه درلوده.

لارډ رابرټس لیکي دا یو عجیب تصادف دی چي د افغان او انګلیس په دواړو جنګونو کي په کابل کي د روسي افسرانو حضور د دواړو هیوادونو ( برتانیې او افغانستان) د جنګ سبب سو. Forty One Years in India ص ۳۳۹

بل ځای لیکي « زه ویلای سم چي امیرشېرعلي سره له هغه چي د خپلي پاچهی په سر کي یې زموږ څخه ډیري زیاتي ګیلې درلودلي، له هغو مرستو څخه ډیر راضی او منندوی وو چي وروسته لارډ لارنس ورسره وکړې، او وروسته بیا لارډ مایو د یوه پاچا په حیث هرکلی ورته ویلی وو. وروسته په کال ۱۸۷۳ کي دې ته حاضر وو چي زموږ سره د دوستی یو تړون لاسلیک کړي خو په دې شرط چي د ده کشر زوی سردار عبدالله جان مو د ولیعهد په حیث منلی او د روسانو د یرغل په صورت کي مو د مستقیمي مرستي وعده ورکړې وای. څرنګه چي موږ د هغه دا شرایط ورسره ونه منل او په سیستان کي د سرحد د ټاکلو په مسله کي مو د هغه د آرزو خلاف عمل وکړ نو له امیرشېرعلي خان څخه مو په لوی لاس دښمن جوړ کړ او ده هم د خپل پلار په څېر زموږ څخه مخ واړاوه او د روسانو دوستی ته یې مخه کړه» Forty One Years ص ص ۳۴۰-۳۴۱

امیر دوست محمد خان په جلال آباد کي وو چي پر فراه باندي د هرات د حاکم سلطان احمد خان( د امیر دوست محمدخان زوم او وراره)  له حملې او د فراه د ښار د نیولو څخه خبر سو. امیر خپل زوی شیرعلي خان د یوه قوي پوځ سره د فراه خواته واستاوه. شیرعلي خان فراه ونیوله او امیر دوست محمد خان د ۱۸۶۱ کال د مارچ په میاشت کي پخپله د هرات پر لور وخوځید. د هرات ښار یې د هماغه کال د اګست په میاشت کي محاصره کړ. د هرات د ښار محاصرې لس میاشتي دوام وکړ. د محاصرې په جریان کي د امیردوست محمد خان لور، چي د سردار سلطان احمد خان میرمن وه، وفات سوه، دوې میاشتي وروسته پخپله سلطان احمدخان هم وفات سو. د هغه زامنو شهنواز خان او سکندرخان د وې میاشتي نور هم مقاومت وکړ او بالاخره د هرات ښارد ۱۸۶۲ کال د مې پر اووه ویشتمه تسلیم سو. امیردوست محمد خان دیارلس ورځي وروسته، د جون پر نهمه، د هرات په ښار کي، وفات سو، او د خواجه عبدالله انصاري په زیارت کي خاورو ته وسپارل سو.

 د امیر دوست محمد خان د وصیت سره سم، د هغه ولیعهد شیرعلي خان، څلور ورځي وروسته، په هرات کي خپل سلطنت په داسي حال کي اعلان کړ چي تقریبا ټول وروڼه، په تیره بیا د هغه مشران وروڼه، محمداعظم خان او محمدافضل خان یې مخالف ول. لکه څرنګه چي مخکي یې پیش بیني کیدله، د امیر دوست محمد خان له وفات څخه وروسته د وروڼو ترمنځ داخلي جنګونه پیل سول. د دې جنګونو په نتیجه کي د امیر شیرعلي خان سکه ورورمحمدامین خان او د امیر مشر زوی محمدعلي خان د قلات په جنګ کي ووژل سول. لږ وروسته محمداعظم خان او د محمدافضل خان زوی سردار عبدالرحمن خان کابل ونیوی. څه باندي دوه کاله وروسته امیرشیرعلي خان، د خپل زوی سردار محمدیعقوب خان په مرسته، لومړی کندهار او وروسته کابل ونیوی. سردارعبدالرحمن خان روسیې ته وتښتیدی، امیرمحمداعظم خان په نیشاپور کي د هیضه په مرض وفات سو او په دې توګه د امیر شیرعلي خان د امارت دوهمه دوره پیل سوه.

   په کال ۱۸۶۷ کي، چي امیرشیرعلي خان په قلات کي د سردار عبدالرحمن خان په مقابل کي ماته وخوړه او قدرت د امیرمحمدافضل خان لاس ته ولوېدی نو د برټانوي هند ویسرا سر جان لارنس هغه، د کابل د امیر په حیث، په رسمیت وپېژاند او نور یې د هیڅ ډول مرستي ژمنه ورسره ونه کړه. امیرمحمد افضل خان هم د سوات هغو ملکانو ته چي ده ته د امارت د مبارکی ویلو لپاره کابل ته راغلي ول د انګریزانو په مقابل کي د جهاد بلنه ورکړه او له هغوی سره یې د هر ډول مرستي ژمنه وکړه. کله چي امیرشیرعلي خان، د غزني په جنګ کي، د سردار عبدالرحمن خان په مقابل کي بله ماته وخوړه؛ او په نتیجه کي کندهار هم د امیرمحمدافضل خان لاسته ورغی بیا هم د هند ویسرا هغه د ټول افغانستان د امیر په حیث نه بلکه د کابل او کندهار د امیر په حیث په رسمیت وپیژاند؛ او د مرستو ژمنه یې هم ورسره ونه کړه. امیرمحمد افضل خان د انګریزانو  له مرستي څخه زړه ماتی سو او خپل یو هیات یې په ترکستان کي د روسانو کمپ ته واستاوه او له هغوی سره یې د سیاسي او تجارتي اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه؛ خو عمر وفا ورسره ونه کړه او تقریبا دوې میاشتي وروسته وفات سو. Forty One Years ص ۳۰۶ـ۳۰۷

دغه راز، کله چي امیرشیرعلي خان، د خپلو وروڼو سره د جنګونو په وخت کي، له انګریزانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه، برټانوي هند د هغه غوښتنه ونه منله او د افغانستان په داخلي جنګونو کي یې د بېطرفی اظهار وکړ.  هغه مجبور سو چي د ایران څخه مرسته وغواړي او خپل زوی سردار محمد یعقوب خان یې د همدغه مقصد لپاره د ایران پاچا ته واستاوه خو هغه هم د انګریزانو له وېري د شیرعلي خان سره مرسته ونه کړه او شیرعلي خان، سره له هغه چي د دوهم ځل پاچا کیدلو څخه وروسته یې د برټانوي هند سره دوستانه اړیکي ساتل، د تل لپاره پر انګریزانو باندي بې اعتماده سو. که څه هم چي په کال ۱۸۶۸ کي یې، د برټانوي هند سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره، هند ته سفر وکړ مګر د برټانوي هند له حکومت څخه یې خپل نفرت په څرګنده ښکاره کاوه« انګریزان پرته له خپلو ګټو بل په هیڅ شي کي ری نه وهي. هر څوک چي په هر وخت کي زیات قدرت ولري دوی د هغه ملګري کېږي. زه به هیڅکله د انګرېزانو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو او پر هغوی باندي د اعتماد کولو لپاره خپل ارزښتناک عمر ضایع نه کړم، او له نورو حکومتونو سره به دوستي ټینګه کړم»England and Russia in the East ص   ۲۹۵

البته، امیرشیرعلي خان د خپل ختیځ ګاونډي په زورزیاتي او د دسیسو په قوت ښه خبر وو او نه یې غوښتل چي خپل ځان ورسره مقابل کړي. د قدرت د نیولو سره سم یې د اصلاحاتو د پیل کولو تر څنګ د برټانوي هند سره د اړېکو د بهترولو خواته توجه واړوله او په کال ۱۸۶۸ کي یې په امباله کي د هند له ویسرا لارډ مایو سره وکتل. د هند وایسرا د امیر ښه عزت وکړ خو کله چي امیر له هغه څخه غوښتل چي برټانوي هند دي امیر او د هغه وارثان د افغانستان د قانوني پاچاهانو په حیث په رسمیت وپېژني، برتانوي هند دي له افغانستان سره دفاعي تړون لاسلیک کړي چي د هغه په اساس به امیر د انګریزانو د دوستانو دوست او د دښمنانو دښمن وي او دغه راز باید د برټانوي هند حکومت د کابل حکومت ته، په منظم ډول، کلنۍ سبسیډي( مالي مرسته) ورکوي؛ نو د برټانوي هند حکومت د هغه یوه غوښتنه هم ونه ومنله او هغه ته یې وویل چي د هند حکومت دې ته تیار دی چي د امیر دښمنان له مخالفتونو او حملو څخه را وګرځوي او د ده تود ملاتړ وکړي او په تجارتي چارو کي مرسته ورسره وکړي. امیر شېرعلي خان په دې سفر کي له هند څخه شپېته زره پونډه مرسته ترلاسه کړه.      Forty One Years in India  ص ص ۳۰۷-۳۰۸

امیر شیرعلی خان او د هغه وزیر سید نور محمد شاه تر پایه پر دې خبري ټینګارکاوه چي برټانیه دي د ده او د ده د کورنۍ قدرت تضمین کړي او د افغانستان د مشروع واکدارانو په حیث دي هغوی په رسمیت وپېژني. امیر د خارجي یرغل په باب هیڅ اندېښنه نه درلوده. جورج کیمبل لیکي چي لارډ مایو په خپل خصوصي لیک کي ماته ولیکل چي « امیر د امبالې په کنفرانس کي د روسیې نامه ته بېخي اشاره قدر هم ونه کړه؛ نو یا خو دی په خپلو داخلي مشکلاتو کي سخت ډوب دی او یا د هغوی په پرمختګونو او یرغلونو خبر نه دی او کله چي موږ د خپلو خبرو په ترڅ کي روسیې ته اشاره کړې ده دی معمولا وايي چي تاسي به تر بېخي ډیره وخته پوري په افغانستان کي د روسانو په باب څه وانه وری»  The Eastern Question ص ص ۲۶۱-۲۶۲

لارډ مایو د امبالې په کنفرانس کي یوه څرګنده ژمنه وکړه او هغه دا چي د امیر په ښارونو کي به هیڅ وخت اروپایی مامورین د استازو په حیث نه ټاکل کیږي. هغه کتاب ص ۲۶۴

له بلي خوا د افغانستان شمالي ګاونډي روسیې هم، چي پخپله یې پر خپلو ظلمونو او قتل عامونو باندي اعتراف کاوه، د مرکزي اسیا هیوادونه او ښارونه یو په بل پسې لاندي کول او ځان یې د آمو د سیند غاړي ته رسولی وو. د ترکمنستان په سیمه کي د روسیې د قواوو عمومي قوماندان جنرال سکو بیلوف د برټانیې د خارجه وزارت مامور او ژورنالیسټ چارلس ماروین  ته په یوه مرکه کي ویلي وه « ته پوهېږې ښاغلی ماروین، او دا زما خبري باید خپرې نه کړې ځکه چي د سولي ټولنه به ما وحشي وبولي، هغه دا چي زه په آسیایي هیوادونو کي یو پرنسیپ لرم چي په آسیا کي چي هر څونه زیات خلک قتل کړې هغوی زیات وېرېږي او تر ډیره وخته پوري آرام پاتیږي. موږ په ګوک تیپه کي شل زر ترکمنان قتل کړل او د هغو حملو څخه ژوندي پاته سوي کسان به تر ډیره وخته پوري دا پېښي له یاده ونه باسي»Marvin ص ص ۹۸-۹۹

 د ترکمنستان ګورنرجنرال کوفمان امیرشیرعلي خان ته د ۱۸۷۰ د اپریل په میاشت کي خپل لومړی لیک واستاوه، او وروسته یې خپله د لیکونو هغه سلسله پیل کړه چي د سر پرسي سایکس په قول یې د امیر شیرعلي خان د سقوط لپاره زمینه برابره کړه. جنرال کوفمان ، غوښتل د خپلو دغو پرله پسې لیکونو په وسیله، که نور هیڅ نه وي نو، د برټانوي هند او امیر شیر علي خان د حکومت ترمنځ بدبیني ایجاد کړي، او کوښښ وکړي چي د افغانستان په څیر یوه حساس ځای کي د پښې د ایښودلو ځای پیدا کړي. هغه په خپل لومړي لیک کي امیر ته اطلاع ورکړه چي سردار عبدالرحمن خان بخاراته رسیدلی دی، او د روسیې حکومت یوازي د میلمه پالني له مخي د هغه هرکلی کړی دی او روسیه هیڅ وخت د افغانستان په داخلي چارو کي د مداخلې کولو نیت نه لري. شیرعلي خان دې لیک وارخطا کړ. د روسیې د ګورنر جنرال په هدف پوه نه سو او د هغه لیک یې کټ مټ وایسرا ته واستاوه. وایسرا امیر شیرعلي خان ته مشوره ورکړه چي د کوفمان د لیک جواب ورکړي او د هغه د ښه نیت او اطمینان له کبله مننه ورڅخه ورکړي. امیر کوفمان ته لیک واستاوه او دا یې هم ورته ولیکل چي وایسرا یې له موضوع څخه خبر کړی دی. دوې میاشتي وروسته جنرال کوفمان امیر ته بل لیک واستاوه او د دې لیکونو سلسلې دوه درې کاله دوام وکړ.      Sir Percy Sykes ص  ص ۹۷-۹۸

امیر، د خپل قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه، د پاڼ او پړانګ ترمنځ وو. له برټانیې څخه چي یې د مرستو غوښتنه کړې وه او بیا بیا یې هیله ورڅخه کړې وه، هغوی مناسب جواب نه ورکاوه. د روسیې څخه، چي پرله پسې یې د مسلمانانو مځکي لاندي کولې او د وحشیانه قتل عامونو خبرونه یې د امیر تر غوږه رسېدل، د دوستی لاسونه ورته راغځېدل. البته امیر د دواړو ګاونډیانو ترمنځ برټانوي هند ته ترجیح ورکوله خو هغه حکومت د ده غوښتنو ته هیڅ وخت مثبت جواب ورنه کړ. سرپرسي سایکس لیکي چي که چیري د امیرشیرعلي حان په برخه کي د ویسرالارډ نارت بروک پالیسي منل سوې وای او هغه په دې پوه سوی وای چي موږ ریښتونې مرسته ورسره کوو نو موږ به د افغانستان دوستي له لاسه نه وای ورکړې. په حقیقت کي موږ هغه مجبور کړ چي د روسيې پر ملاتړ تکیه وکړي.                             هغه کتاب  ص ۱۰۰

جنرال رابرټس لیکي« ما له یعقوب خان سره څو په زړه پوري مجلسونه وکړل او کله چي مي زموږ سره د امیرشیرعلي خان د اړیکو د شلولو د علت په باب پوښتنه ورڅخه وکړه نو هغه را ته وویل چي که څه هم چي ویسرالارډ مایو له امیر سره هغه څه ونه کړل چي امیر یې هیله درلوده مګر سره له هغه هم په لاسته راوړو مرستو قانع وو؛ خو کله چي په کال ۱۸۷۳ کي سید نور محمدشاه له سیملې څخه راستون سو نو امیر له انګریزانو څخه سخت خپه او زړه ماتی سو او روسانو ته یې مخ ور واړاوه او له هغوی سره یې مکاتبو ته دوام ورکړ… او کله چي مي د امیراو روسانو ترمنځ د لیکونو په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه ده را ته وویل چي، کله یې د انګریزي هیات سره د کتلو لپاره، د ګندمک پر لور حرکت وکړ، هغه لیکونه یې ټول وسوځول» Forty One Years in India  ص ۴۲۱

برټانوي استعمار او روسي امپراطوری دواړو، له افغانستان سره، په یوه سویه، نامردي وکړه او د افغانستان بې ګناه، مظلوم او له هر څه بیخبره اولسونه یې، په لوی لاس، د جنګ اورته وغورځول. برټانوي استعمار، د افغان او انګلیس د لومړي جنګ په څېر، له وچي سرزوری څخه کار واخیست او روسي امپراطوری د جنګ د پیل کیدلو تر پولي پوري له افغانستان سره، د برټانیې د یرغل په صورت کي، د مرستو ژمني کولې او د انګریزانو او افغانستان تر منځ د جنګ پر سر حد باندي له خپلو ټولو ژمنو څخه پر شا سوه.

د برټانوي هند ګورنرجنرال لارډ مایو د ۱۸۷۲ کال د فبروري په میاشت کي د انډیمان په ټاپوګانو کي، چي د هند او برما ترمنځ پراته دي، او د برټانوي هند مقاماتو زیاتره سیاسي بندیان ن هلته ساتل، یوه پښتانه بندي په چاړه وواهه او مړ یې کړ. د لارډ مایو پر ځای لارډ نارت بروک وټاکل سو چي د افغانستان په برخه کی یې نسبتاً نرم دریځ درلود. د لارډ نارت بروک د حکومت په لومړیو شپو ورځو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د سیستان پوله، د امیرشیرعلي خان د تولو اعتراضونو او نارضایت سره سره، وټاکله ه سوه. نارت بروک امیر ته ولیکل چي د پولي د کارونو د ختمېدلو سره سم به د کابل حکومت ته پنځه لکه کلداري ورکړي؛ او ضمنا یې غوښتنه ورڅخه وکړه چي د برټانیې یو استازی به کابل ته د خبرو لپاره ورسي. امیر په کابل کي د برټانوي استازي پر ځای د کابل څخه د خپل استازي لیږل غوره وبلل او خپل وزیر سید نورمحمدشاه یې د مذاکراتو لپاره سیملې ته واستاوه.

د سید نورمحمدشاه مذاکرات تر ډیره ځایه بریالي وه. د هند حکومت ژمنه وکړه چي د افغانستان د داخلي ازادی درناوی به کوي. که څه هم چي د روسیې د لوري کوم جدي خطر نه لیده کیږي، خو که د هغه پر خاوره باندي تیری وسي نو برټانیه به مرسته ورسره کوي؛ خو په دې شرط چي امیر، د برتانیې له حکومت سره د مشورې پرته، له هیڅ خارجي هیواد سره اړیکي ټینګ نه کړي. لارډ نارت بروک پیشنهاد وکړ چي د افغانستان په ځینو ښارونو کي به د برټانیې استازي مقرریږي خو سید نور محمدشاه ورته وویل چي په دې برخه کي یې د امیر څخه هدایت نه دی اخیستی. هغه ته وویل سول چي پر هغو پنځو لکو روپیو برسیره به چي تیر کال ژمنه ورسره سوې وه نوري پنځه لکه روپۍ په هم په سیستان کي د خاوري د لاسه ورکولو په بدل کي ورکړي.

امیر شېرعلی خان د سیملې د مذاکراتو نتیجې خواشینی کړ. وایسرا ته یې داسي جواب واستاوه چي د هغه ناخوښي ورڅخه څرګندېدله. امیر که څه هم چي وسلې ومنلې خو هغه لس لکه روپۍ یې چي د سیستان د پولي د ټاکل کېدلو په بدل کي ورکړه سوي وې وانه خیستلې او د پېښور په خزانه کي یې پرېښودلې. کرنل ولنټین بېکر ته یې، چي د مرکزي اسیا له لاري یې هند ته سفر کاوه، په افغانستان کي د تېرېدلو اجازه ورنه کړه؛ او څو میاشتي وروسته یې سرډاګلاس فورسیت او ورسره هیات ته هم اجازه ورنه کړه چي د افغانستان د لاري هند ته سفر وکړي.  Forty One Years in India ص ۳۲۳

د ۱۸۷۵ کال د جنوري پر دوهمه د هند دپاره د برټانیې د دولت وزیر لارډ سالیزبوري صدراعظم ډیزراییلی ته پېشنهاد وکړ چي د افغانستان څخه د سمو اطلاعاتو د نه رسېدلو له امله ستونزي لري او چي په سیمه کي څه پېښېږي نو یوازي په کابل کي د یوه مسلمان نماینده له لاري اطلاعات ترلاسه کوي؛ او هغه هم هغه څه لیکي چي امیر ورته وايي. لارډ سالیزبوري په دې عقیده وو چي په افغانستان کي باید حتما انګریزی هیات موجود وي. Sykes ص ۱۰۱

سالیزبوري په دې عقیده وو چي روسان بالاخره د افغانستان د نیولو او پر هند باندي د یرغل کولو خیال لري او برټانیه باید د هغوی ټولو حرکتونو ته متوجه او پېش بینه وي. خو وایسرا نارت بروک په دې باب هر ډول اطلاعات راغونډ کړي ول او د خپلو تولو مهمو سلاکارانو او افسرانو سر ه تر سلامشورو وروسته یې د ۱۸۷۵ کال د جون پر اوومه د برټانیې حکومت ته یو لیک واستاوه او په هغه کي یې د خپلو ټولو اطلاعاتو نتیجه ولیکله. نارت بروک ولیکل چي دا په هیڅ توګه هوښیاره پالیسي نه ده چي پر امیر باندي انګرېزی هیات تحمیل کړو. نارت بروک او د هغه مشورتي هیات دا خبره رد کړه چي د امیر له خوا د انګرېزي هیات نه منل دي د هغه د وفاداری نه درلودلو دلیل وګڼل سي. دوی ورته ولیکل چي سرریچارډ پالک، چي هم له سیدنورمحمد شاه سره ډیر نيژدې وو او هم د امیر او هم د افغانستان په باب بشپړ معلومات لري وايي چي داسی هیڅ شواهد نسته چي امیر شیرعلي خان دي د اروپايي حکومتونو څخه د مرستو ترلاسه کولو تلاښ کړی وي. دوی زیاته کړه چي که څه هم چي امیر په کال ۱۸۷۳ کي هغه څه چي غوښتل یې ترلاسه نه کړل خو مخالفت یې نه دی ښودلی او د سیستان په مسله کي یې د برټانیې د حکمیت نتیجه له ټول نارضاییت سره قبوله کړه. دوی وویل چي لارډ مایو د امبالې په کنفرانس کي امیرشیرعلي ته  اطمینان ورکړی وو چي په افغانستان کي به انګرېزي استازي نه مقرروي؛ او که موږ اوس پر هغه باندي په دې مسله کي فشار واچوو هغه به مو په وچ زور د روسانو لمني ته غورځولی وي. دوی ولیکل چي په هرات کي د برټانیې د استازي مقررول دلیل او منطق لري او که چیري روسانو مرو اشغال کړه او د ترکمنانو ټوله سیمه یې ونیوله نو بیا به امیر ته اطمینان ورکړي چي د هغه د هیواد د ساتني لپاره هر راز مرستي ورسره کوي؛ خو په دې برخه کي هم باید یو نوی تړون لاسلیک سي. دوی دا هم ولیکل چي د افغانستان په برخه کي باید د صبر او زغم څخه کار واخیستل سي؛ ډیره نرمه پالیسي دي غوره سي او د امیر د ستونزو د حلولو لپاره دي پوره مالي مرستي ورسره وسي. The Eastern Question ص ص ۳۸۱-۳۸۲

د برټانیې حکومت لارډ نارت بروک ته ولیکل چي هغه باید له امیر سره په دوستانه لهجه خبري وکړي، خو پر امیر باندي به فشار اچوي چي که د هغه اقدام مخه ونیسي چي د برټانیې حکومت یې د ده د خپلواکی لپاره لازم بولي نو د خرابو عواقبو مسول به وي… لارډ نارت بروک په دې عقیده وو چي له امیر سره باید غولونکي خبري ونه سي او حقیقت ورته وویل سي. دوی ویل چي که چیري امیر د برټانیې غوښتني مني نو په عوض کي باید داسي امتیازات ورکړل سي چي هغه هم په دې پوه او قانع سي چي د برټانیې د ګټو د ساتلو په مقابل کي یې یو څه ترلاسه کړي هم دي. د برټانیې حکومت فکر کاوه چي وایسرا باید امیر ته ووايي چي د مرکزي اسیا روانو حالاتو دا لازمه کړې ده چي د برټانیې او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړېکي تر اوسني حال زیاتره ټینګ او مستحکم سي… د ۱۸۷۶ کال د جنوري پر اته ویشتمه د برتانیې حکومت لارډ نارت بروک ته ولیکل چي د امیرشېرعلي خان سره داسي مذاکرات وکړي چي هغه وغولوي؛ خو نارت بروک وویل چي که موږ د کابل سره خبري کوو نو باید چي هر څه روښانه او سپین وي او د کابل حکومت زموږ د ماموریت په هدف سم پوه سي. لارډ نارت بروک یو ځل بیا ولیکل چي موږ باید په کال ۱۸۶۹ کي د کابل د امیر او لارډ مایو ترمنځ د امبالې موافقتنامه په نظر کي ونیسو. ده دغه راز وویل چي په دې باب هیڅ ډول اطلاع نه لري چي روسیه دي په افغانستان کي د مداخلې خیال ولري. ده دې خبري ته اشاره کړې وه چي امیر د ۱۸۷۵ کال تر سپټامبر پوري ټول کارونه د برټانیې د حکومت د غوښتنو سره سم کړي دي او حتی خپل خلک یې د روسیې په مقابل کي د خوقند د اولسونو د قیام سره د خواخوږی ښودلو څخه منع کړي دي. The Eastern Question  ص ص ۳۹۰-۳۹۱

وایسرا نارت بروک پرامیر باندي فشار اچول نامناسب او د برټانیې د امپراطوری د ګټو خلاف وبلل. خو سالیزبوري پر خپلي خبري ټینګ ولاړ وو او نارت بروک په جواب کي ورته وویل چي که له امیر څخه وغوښتل سي چي په هرات کي د انګریزانو دفتر ته اجازه ورکړي نو هغه به سمسدتي دا سوال وکړي چي برټانیه باید پر افغانستان باندي د خارجي یرغل په صورت کي د بې قید او شرطه مرستي ژمنه وکړي. نارت بروک وویل حتی که په افغانستان کي برټانوي هیات ته اجازه ورکړه سي هغه به د امیر د جاسوسانو له خوا داسي محاصره وي چي له هیچا سره به تماس نه سي ټینګولای. کله چي سالیزبوري پر خپله خبره باندي نور هم ټینګار وکړ نو نارت بروک استعفی وکړه او سالیزبوري ته یې ولیکل: زه یقین لرم چي که دا ابتکار وکړې نو خپل ځان به په لوی لاس کمزوری کړې او په راتلونکي کي به د سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ سې. Sykes ص ص ۱۰۱-۱۰۲

د لارډنارت بروک پر ځای باندي لارډ لیټن، چي د افغانستان په برخه کي د سالیزبوري د توندروي پالیسی طرفدار وو، وټاکل سو. مخکي له هغه چي لارډ لیټن د هند پر لور حرکت وکړي، په برټانیه کي د رسیې سفیر کنټ شووالوف هغه ته د یوه غیر رسمي ملاقات او ساده لیدني کتني بلنه ورکړه. کنټ شووالوف په دغه ملاقات کي لارډ لیټن ته په روسي ترکستان کي د روسیې د ګورنرجنرال وان کوفمان یو لیک، چي په روسي لیکل سوی وو، په فرانسوي ترجمه کړ، چي د مرکزي اسیا په برخه کي د روسیې د امپراطوری نیتونه پکښي بیان سوي ول. په لیک کي راغلي وه، په داسي حال کي چي روسیې په مرکزي اسیا کي هیڅ داسي کار نه دی کړی چي د برټانیې ګټو ته کوم خطر پېښ کړي خو د برټانوي هند حکومت په مرکزي اسیا کي د روسیې د حکومت پر ضد مسلمانان لمسوي او یعقوب بیګ ته وسلې او مهمات لېږي. جنرال کوفمان وروسته لیکلي وه چي روسیه او برټانیه په مرکزي اسیا کي مشترکي ګټي او مشترک دښمن لري. هغه لیکلي وه چي« زموږ علاقه له تمدن سره ده او تمدن مو په ګټه دی او دښمن مو اسلام دی. یوازینی ریښتونی دښمن چي په هند کي د انګریزانو ګټي تهدیدوي هغه اسلام دی او نوري ستونزي هسي خیالي بلاوي دي؛ خو اسلام به تر ابده پوري د یوه غښتلي ریښتوني دښمن په حیث پاته وي. نو هوښیاره پالیسي به د اینګیلیند او روسیې ترمنځ اتحاد وي. د برټانوي هند حکومت باید له روسیې سره د افغانستان او مرکزي اسیا د مسلمانانو د بې وسلو کولو او د دواړو قدرتونو ترمنځ د دغو سیمو د وېشلو په لاره کي مرسته وکړي. که دغه پالیسي غوره سي نو موږ به د مسلمانانو د بغاوتونو د ځپلو لپاره هر وخت یوه متحده مسیحي امپراطوري لرو. له بده مرغه چي برټانیې د دغه راز یوې ګټوري پالیسی د غوره کولو پر ځای د روسیې په قلمرو کي د مخالفو مسلمانانو د ملاتړ پالیسي غوره کړې او د روسیې د یرغل وېره یې په زړونو کي اچولې ده. که د کلکتې او تاشکند ترمنځ مستقیم تماس موجود وي نو دغه راز غلط فهمی به نه پېښېږي»

لارد لیټن د سفیر شووالوف د خبرو او جنرال کوفمان د لیک په جواب کي وویل « لکه څرنګه چي تا د سپینو خبرو غوښتنه وکړه نو زه به هم په زغرده درته ووایم چي برټانیه به په هیڅ صورت په افغانستان او خپلو سرحدي سیمو کي د جنرال کوفمان نفوذ ونه مني؛ او نه به د مسلمانانو په مقابل کي د صلیبي جګړې ملاتړ وکړي. ده  زیاته کړه چي موږ افغانستان او بلوچستان ته د برټانوي هند د برنډو یا دالانونو په سترګه ګورو. موږ به، د هر خارجي هیواد د یرغل په مقابل کي، له هغوی څخه، په خپل ټول قوت، دفاع وکړو. موږ به روسیې ته هیڅ وخت اجازه ورنه کړو چي د دغو سیمو په واکمنانو کي نفوذ وکړي»Lord Litton ص ص ۳۷-۳۸

لارډ لیټن له کونټ شووالوف سره تر دغي کتني وروسته سمدستي ولیکل چي« د روسیې حکومت له امیرشیرعلي سره داسی مستقیم تماسونه تینګ کړي دي چي هغه نه موږ ته اجازه راکړې او نه یې موږ حتی له وېري ورته پېشنهادولای سو؛ په داسي حال کي چي موږ هغه ته هر کال پیسې او وسلې ورکوو. د روسیې جنرال مخامخ وايي چي افغانستان باید بې وسلو سي په داسي حال کي چي پخپله یې له امیرشیرعلي سره داسي تماسونه ټینګ کړي دي چي هر وخت یې زړه وغواړي له هغه سره لیده کاته کولای سي او د امیر پر اطاعت باندي بشپړ باور لري. اینګلینډ په زغرده وايي چي هدف یې د افغانستان نیکمرغي او خپلواکي ده او د دغه هدف لپاره د هغه هیواد واکمن ته مالي مرستي ورکوي. خو بیا هم په افغانستان کي دونه نفوذ نه لري چي د هغه هیواد واکمن په دې قانع کړي چي په خپله خاوره کي د برټانیې استازو ته اجازه ورکړي او یا په خپله خاوره کي د برټانیې د افسرانو تېرېدل وزغمي. زه فکر نه کوم چي وضع  تر دې هم مهمه او خطرناکه کېدلای سي»     ibid ص ص ۳۹-۴۰

لارډ لیټن هند ته د رسېدلو څخه لږ وروسته د پېښور کمیشنر سرریچارډ پالک سره وکتل او هغه ته یې هغه لیک ورکړ چي باید د وایسرا د یاور میجرخانان خان په لاس د کابل امیر ته واستول سي. په مکتوب کي راغلي وه چي لارډ لیټن د هند د وایسرا په حیث مقرر سوی دی، د امیر او ولیعهد عبدالله جان د روغتیا پوښتنه یې کړې وه او دا یې ورته لیکلي وه چي وایسرا په خیال کي لري چي ډیر ژر سرلیویس پیلي د خاص استازي په توګه کابل ته ولېږي؛ له هغه سره به ډاکټر بیلیو او میجر سینټ جان هم ملګري وي او تاسي ته به شخصا یو مکتوب در کړي چي په هغه کي به په هند کي زما د مقرری او د ملکې له خوا د هند د امپراطوري د لقب د غوره کولو اطلاع شامله وي. ibid ص ۵۳

امیر ته په دغه وخت کي رپوټ رسیدلی وو چي د انګریزانو یو پوځ د بولان په دره کي را تیرسوی او غواړي چي کندهار ونیسی. که څه هم چي امیر پخپله دا رپوټونه بې اساسه بللي ول مګر څرنګه چي انګریزانو په کویټه کي دایمي نمایندګي پرانیستلې او هغه ښار یې په ریشتیا هم اشغال کړی وو نو له امیر سره دا اندېښنه پیدا سوه چي د کوټي د ښار اشغال د کندهار او هرات د ښارونو د اشغال پیلامه ده. British India ص ۳۳۵

امیر شېرعلي خان د وایسرالارد لیټن سره د خبرو او هغه ته د افغانستان په باب د اطلاعاتو ورکولو لپاره په کابل کي د انګریزانو خپل استازی نواب عطامحمدخان سیملې ته واستاوه. نواب عطامحمدخان د امیر ټولي غوښتني او شکایتونه لارډ لیټن ته ورسول خو په هیڅ مورد کي یې د هغه قناعت حاصل نه کړ او د دې خبري اصلي علت دا وو چي لارډ لیټن له لومړي سره له دې نیت سره هند ته راغلی وو چي په هره توګه کېږي په امیر به دا مني چي په خپله خاوره کي، په تېره بیا، کندهار، هرات، بلخ او کابل کي د برټانیې انګریزي استازو ته د ټاکل کېدلو اجازه ورکړي. لارډ لیټن له دې څخه وروسته په زغرده له امیر څخه وغوښتل چي هغه غواړي د افغانستان په خاوره کي انګریزي استازي ولري او چي په هر صورت کېږي دا هدف باید تر سره سي.

ډوک آف ارګایل لیکي: لارد لیټن وروسته عطامحمدخان ته وویل چي امیر په دې خبري کي په غلطه دی چی وايي موږ تر هغه وخته پوري له چا سره مرسته نه کوو چي خپلي ګټي پکښي ونه وینو. که امیر نه غواړي چي موږ خوشاله وساتي نو هغه مرستي به چي له ده سره یې کوو د هغه دښمنانو ته ورکړو او هغوی به یې په ورین تندي ومني. ده وروسته عطامحمدخان ته وویل هره شېبه چي موږ په دې پوه سو چي افغانستان نور زموږ دوست او متحد هیواد نه دی موږ له روسیې سره تفاهم کوو او افغانستان به د مځکي له مخ څخه محو کړو. البته دا ډیره تهدیدونکي لهجه وه او وایسرا تر دې هم سخت کلمات استعمال کړل. هغه امیر ته اخطار ورکړ چي برټانیه کولای سي پر هغه باندي د اوسپني کړۍ را وګرځوي او یا یې لکه وچ لرګی میده میده کړي؛ او امیر د دوو اوسپنیزو لوښو په منځ کي یو وړوکی خاورین لوښی دی. تر دې بد لا بل هغه اعلان وو چي په هیڅ توګه توجیه کېدلای نه سي او هغه دا چي وایسرا تهدید وکړ چي که امیر زموږ سره سمدستي تفاهم ته رسېدل نه غواړي نو روسان زموږ سره د افغانستان پر سر تفاهم ته تیار دي. The Eastern Question

ص ۴۲۵

امیر د لارد لیټن د لیک په باب د سلا مشورې لپاره خپل خاص او نیژدې مقامات را وبلل. البته په سردارانو او مشرانو کي یوازي د هغه صدراعظم سیدنورمحمدشاه د سمي مشورې ورکولو توان او صلاحیت درلود او امیر ته یې وویل چي تر څو پوري د انګریزانو سره د تماس ټینګولو څخه پرهیز وسي ترهغه وخته پوري به روسان، د آمو د سیند پر هغه غاړه او په هند کي انګریزان د امیر د دوستی په ترلاسه کولو پسي ستړی وي. ده وویل چي هند ته په څوسفرونو کي د انګریزانو په مقاصدو ښه پوه سوی دی او خاطرات به یې هیڅکله هیر نه کړي. د لارډ لیټن لور میرمن بیټي بالفور لیکي « په دې کي هیڅ شک نسته چي په دې خبره کي د امیر د وزیر عقیده په صحیح توګه څرګنده سوې وه. هغه په ۱۸۷۳ کي هند ته د سفر په وخت کی د لارډ نارت بروک سره کتلي او سفر یې بې نتیجې پای ته رسېدلی وو. هغه کابل ته له ډیري بدي خاطرې سره ستون سوی وو او تل به یې ویل چي له روسانو او انګریزانو دواړو څخه وېره په کار ده، خو روسان تر انګریزانو لا خطرناک دي. هغه یو لایق سړی وو، ډیرد نفوذ خاوند وو، د انګریزانو سر یې ډیره سخته دښمني درلوده او پر امیر باندي یې، چي هسي یې هم له انګریزانو څخه ښه زړه نه درلود، په دې برخه کي ډیر زیات تاثیر درلود»Lord Litton ص ص ۵۵-۵۶

لارد لیټن، له لومړي سره، افغانستان ته د ډیرو بدو نیتونو سره راغلی وو. هغه په ژوند کي د امیر شیرعلي خان سره لیدلي نه وه، او نه یې د هغه کوم خصمانه عمل لیدلی وو، مګر هغه یې د انګریزانو دښمن، د روسانو دوست او حتی وحشي باله. لارډ لیټن لارډ ګرین بروک ته په یوه لیک کي وايي چي         « د امیر پالیسي هر وخت دا ده چي، تر څو په وس یې پوره وي، دوه لوی قدرتونه د یوه بل پر ضد استعمال کړي؛ او یوه ته هم په خپله خاوره کي د پښې د ایښودلو قدر امتیاز هم ورنه کړي. مګر زموږ په مقابل کي د هغه بېطرفي د ښه زړه نه ده او ښايي ډیر دوام هم ونه کړي. دی وايی ما بیخي ډیر کوښښ وکړ چي د کابل له امیر سره اړېکي بهتر کړم مګر ناکام سوم. افغانستان د تیرو شپږو اوو کالو په څیر پاته دی او هیڅ تغیر نه دی راغلی؛ زموږ پر مخ یې ټولي دروازې تړلي او له روسانو سره تل په تماس کي وي. موږ باید په دې پوه سو چي که چیري د روسیې او برټانیې ترمنځ کوم جنګ پېښېږي په هغه صورت کي به افغانستان زموږ ملګری نه وي. لارډ لیټن لیکي چي امیر شیرعلي یوازي وحشي نه دی بلکه د وحشي توب سره یو څه لیونتوب هم لري، ځکه یې فیصله آني او عمل یې ناڅاپي وي. که څه هم چي روسان یې نه خوښېږي او پر هغوی باندي هم بې باوره دی، خو زموږ سره ډیره سخته شخصي دښمني لري. ده موږ هیڅ وخت په سیستان کي زموږ د حکمیت له امله نه یو بخښلي. په دې وروستیو دوولسو میاشتو کي یې ځان ښه په وسلو سمبال کړی دی او له روسانو سره تل په تماس کي وي. سره له هغه چي موږ د ده په برخه کي له احتیاط او پر هیز څخه کار اخیستی دی مګر دی هر وخت وايی چي زموږ پالیسی دې ته مجبور کړی دی چي ځان په وسلو سمبال کړي. ده د روسیې او ترکیې د جنګ په پیل کي، د دې پر ځای چي د روسانو پر ضد یې جهاد اعلان کړی وای، زموږ پر ضد یې جهاد اعلان کړ او اوس هم وايي چي شرایط ورته برابر سي بیا به جهاد اعلانوي»  ibid ص ص ۲۴۴-۲۴۵

نور بیا…

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *