Categories

اعلان

Loading…

بښنه کول د نیکمرغۍ لامل کېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

څلور کاله مخکې مې د “خاوند او مېرمنې تر منځ د بښنې” تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې کاوو، په تالار کې ناستو کسانو زما د چمتو کړي سمینار په اړه بېلابېلې څرګندونې کولې؛ د دوی له منځه یوه راته وویل: “څه دې چې په سمینار کې وړاندې کړل، ډېر په زړه پورې وو، خو زما په اند هر څوک هم د دې وړتیا نه لري چې باید وبښل شي تر کومه به ورته بښنه کوو؟”

کېدای شي ډېر داسې کسان پیدا شي په دې نظر وي. دوی فکر کوي هغه کسان چې یو ځل تېروتنه کوي او یا ستاسو په اړه بد فکر کوي باید وبښل شي، خو که دغه کړنه دوام وکړي نو بیا څوک د بښلو وړ نه دي.

پوره دوه کاله وروسته مې هماغه کس ولید، په تندي کې یې خوښي له ورایه ښکارېده، راته ویې ویل: “د بښنې په اړه اوس زما فکر بدل شوی؛ ځکه ما د بښنې خوند ولید او له دې وروسته نه غواړم بښنه له بل څه سره معامله کړم.”

بې له شکه پر تاسو به هم ډېر کله داسې وخت راغلی وي چې له یوه چا څخه مو ضرر لیدلی وي او يا مو هم خوا ترې بده شوې وي. ډېری کسان دې ډول وړو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او بابېزه یې بولي، خو داسې کسان هم شته چې دغه ډول کارونه یا خبرې یې په ذهن کې بیا بیا راګرځي، په دې ډول سره په خپل ذهن کې منفي زیګنالونه خپروي او خوابدي یې یو پر دوه کېږي.

دوی تل په دې اړه فکر کوي چې مقابل کس یې په حق کې ډېره ستره جفا کړې ده، په دې ډول یې له هغه څخه زړه سوړ شي او په اړه یې منفي فکرونه کوي چې دا کړنه د دې لامل ګرځي، تر څو خپله رواني ارامتیا له لاسه ورکړي.

راځئ دلته د کور یوه مېرمنه بېلګه ورګرځوو:

یوه شپه یې خاوند له کارځایه ناوخته راځي، څه فکر کوئ مېرمنه یې له دې پېښې سره څه ډول چلند کوي؟

۱- ایا فکر کوي چې دا نو یوه وړه خبره ده، کېدای شي کار یې اوږد شوی وي او ناوخته کور ته راغلی وي.

۲- او یا هم کېدای فکر وکړي چې ماشومان یې د دې له لاسه تر اوسه وږي ناست دي او خاوند یي دومره بېغوره دی چې د دوی په اړه فکر نه کوي.

د مثال په ډول، دویم فکر عملي کوي:

په ذهن کې د دې ډول خبرو تکرار مېرمن له یو ډل بل حالت سره مخکې کوي، همدا چې خاوند یې له دروازې را ننوځي، مېرمن یې په یو ډول غوسه پاروونکو خبرو ښه راغلاست کوي، دا چې خاوند یې هم ټوله ورځ د خپل کار په ځای کې ستړی شوی، د مېرمنې په نسبت یې دوه چنده غوسه کېږي او بالاخره کور پر یوه دوزخ بدلېږي.

او یا دا چې مېرمن یې په پوره دقت سره پر دې فکر کوي چې هر څه باید نورمال مخې ته ولاړ شي، د بېلګې په ډول فکر کوي چې “خاوند یې له دې کبله چې کارونه یې زیات دي، نن شپه یې ناوخته کړه، ان دومره مصروف دی چې نه دی توانېدلی ورته یو کوچنی لیکلی پیغام هم واستوي، تر څو ورته د ناوخته راتلو په اړه خبر ورکړي، کله چې خاوند کور ته راځي، په ډېره نرمه لهجه ورته وایي: ګرانه! نن ناوخته راغلې، دغه ډول خبرې په خاوند کې د مثبتې انرژۍ د تولید سبب ګرځي او په ډېره ښه او خوږه لهجه ورته ځواب ورکوي: وبښې! نن مې کارونه یو څه زیات وو او ومې نه شو کولای پر خپل وخت راشم.

خبره روښانه ده، خاوند ناوخته کړې ده او کورنۍ ته یې هم د خپل ناوخته راتلو خبر نه دی ورکړی، کېدای شي هغه وبښل شي چې دغه کار تر ټولو لذت بخش او خوندور دی.

څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې بښنه کوي له هره اړخه سالم دي؛ جالبه ده چې پوه شئ، هغه کسان چې بښنه کوي، ډېر کم د زړه په ناروغیو اخته کېږي، کم خپه کېږي او له رواني اړخه ډېره ارام ښکاري.

خو داسې ولې؟ ځکه زموږ په کلتور کې هم دا څه شته چې وایي، هغه خوند چې په بښنه کې دی، په غچ کې نشته. باید تجربه وکړئ تر څو دا خوند درک کړئ.

ستاسو مېرمن، ستاسو اولادونه او بالاخره ستاسو د کورنۍ ټول غړي د بښنې وړ دي.

مثبته انرژي یوازې د بښنې په وسیله مونده کېدای شي.

80 total views, 1 views today

1 comment

  1. محمد مختار Reply

    دیر په زره پوری مطلب وو مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *