Categories

اعلان

Loading…

کابل پولیس: جرمي پیښې ډیرې شوي، کرار نه یو ناست

میرویس جلالزی-  افغان حکومت وایي په پلازمینه کې د جنایي جرمونو کچه د تیرو میاشتو په پرتله ختلې ده .

په دغو جرمونو کې طالبان نه بلکې هغه تباه کوونکي او جنایتکاره ډلې ښکیلې بلل کیږي چې د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره شوکې کوي، خلګ تښتوي او وژني يې.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې په پلازمینه کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.

د  کورنیو چارو وزارت وايي هره ورځ تر لسو پوري جنایي پیښي د کابل په بیلا بیلو سیمو کې رامنځ ته کیږي.

د وزارت نطاق  صدیق صدیقي وايي دا چې پلازمینه کې جرمي کچه ختلي ده لوی لامل یي له طالبانو سره په جګړه کې د پولیسو بي حده بوختیا ده  .

د صدیقي په خبره، پولیس له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه دي او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د دوي حضور کم شوی دی.

په همدې حال کې د کابل پولیسو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې تښتونکي ډلي د دړې وړي کولو خبر ورکړ.

کابل پولیس مشر جنرال عبدالرحمان رحیمي وویل چې دوي هغه ۶ کلنه نجلۍ له تښتونکو خلاصه کړي کومه چې یې له پغمان څخه تښتولي وه.

رحیمي وویل یو تن تښتونکی نیول شوی او د نورو ملګرو لټون یي د جنایي پولیسو له لوري روان دی.

دغه نجلۍ له تفریحي پغمان ولسوالۍ څخه کله چې له کوره مدرسې ته روانه وه تښتول شوي وه.

39 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *