Categories

اعلان

Loading…

ليکوال/ د نبي زيارمل لیکنه

ټولو محصيلينو پېژانده، خوښ یې و او په خاص احترام ورته قايل وو. په پښتو ادبياتوکې دغه دنګ، توربخون، ډنګر ځوان استاد داسې جادو کړی و، چې د هر محصيل توجو یې ځان ته اړولې وه او په ټولو یې ځان د يوه پوه، مينناک، ليکوال، ژباړن او محقيق په توګه پېژندلی و.

        تل به یې په درس کې ټوکې کولې او ددرس زياته برخه به یې د فرويډ له نظره د جنسي خواهېشاتو په اړه لکچر نيوله، خبرې به یې دومره لوڅې وي، چې بيخي پرتوګ به یې هم نه لارو، زه دې ته په فکر کې يم، چې زموږ په ټولنه کې حاکم ذهنيت او ديني اصولو ته په کتو که يوې نجلۍ ته لږ دقيق متوجې شې، نو دستي درته بوټ له پښې وباسي او د ټولو مخلوقاتو په مخ کې دي زلېله اوشرمنده کوي؛ خو دده په لکچر کې به یې پښې يو په بله اړولې او دقيقې به متوجې وې، چې يوڅه زده کړي.

         ډېره عجيبه خو یې لا دا وه، چې په لومړۍ ورځ به یې د معرفي پر مهال له نجونو او هلکانو داسې پوپښتنې کولې: کله دې مينه کړې، ولې یې نه کوې، واده دې شوی، کله به یې کوې، ترهغو به ګوزاره وکړې، ميړه ته خو ډېره اړتياده، چې ویې کړې بيا به پوه شې…

         تاسو په خدای باور وکړئ، په ما ګنهګار یې مه کړئ، دې خبرو یې هم په چا بد تاثير نه کاوو ، ټولو به داړې چينګې نيولې وې او په دې خبرو به یې من ـــ من غوښه اخېسته.

        ياني ښه یې دمحصيلينو د ضعف نکته پېداکړې وه، مجردو پېغلو نجونواو هلکانو ته دا خبرې داسې خوږې ورلګېږي لکه شات، ځکه به ټول همداويل، ډېر مهربان استاد ده، ټولو ته په يوه سترګه ګورې، تر ده لايقه استاد په ټول پوهنتون کې نشته، لس کتابونه یې چاپ کړې دي…

       زه چې په لومړۍ ورځ ورسره مخامخ شوم، نو هماغه پوښتنې یې وکړې لکه له مخکينو محصيلينو، چې یې کولې، ماهم هغه ځوابونه ورکړو، چې ده یې هيله لرله، سخت خوښحاله شواو ډېر یې تشويق کړم.

        چې درسي ساعت یې خلاص شو، زه یې له ځان سره دفتر ته بوتلم، دوه کتابونه یې راکړل او وويل: ته ډېر لايقه یې، زه په تاوياړم، په تا بايد سرمايه ګزاري وشې، ته په راتلونکي کې يوه لويه سرمايه یې…

        که رښتيا ووايم زما هم خوښ شو او تر اوسه مې خوښېږي، ډېر احترام ورته لرم؛ خو ديوه ژباړن ، ليکوال او محقق په حيث نه بلکې ديوه استاد په حيث.

        په هغه ورځ يې د رخصت په وخت له المارۍ څخه يو بل دري کتاب هم راکړ، چې دا وژباړه بيا یې ماته راوړه، په شا اوخوا درې مياشتو کې مې کتاب د ملګرو په مرسته وژباړه او استاد ته مې وسپاره، له سپارلو وروسته یې د ژباړلو له پاره يو بل کتاب راکړ او دا زيری یې هم را باندې وکړ، چې په امتحان کې کې اوونوي نمرې درکړې دي، په داسې حال کې، چې زما خپل حق شپيته شا اوخوا نمرې کېدې.

        يو څو ورځې وروسته یې دفتر ته ورغلم، داستاد يولسم نوی کتاب له چاپه راغلی او په درجنو ـــ درجنو دميز په سر اېيښی ده، چې راپورته مې کړ هغه زما ژباړل شوی کتاب دی، نوم یې راځئ، چې کتابونه وژباړو، ليکوال  علي رضا فارسا او ژباړونکی پوهندوی ….

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *