Categories

اعلان

Loading…

په لوګر کې د لوېدلې پاکستانۍ څرخکې سپرلي خوشي شوه

تاند- د روسیې سپوتنیک نیوز خبري سرچینه وايي، په لوګر کې د پاکستان د ایم آی ۱۷ څرخکې سپرلي خوشي شوې ده.

د سپوتنیک نیوز پر اساس، د پاکستان جیو تلویزیون نن /پنجشنبه/ وویل، ۵ پاکستانیان او یو روسی تخنیکر پاکستان ته سپارل شوي دي.

مخکې ویل شوي و چې په دغه هیلي کوپتر کې، چې د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوې وه، ۷ کسه سپاره دي.

د څرخکې له کښېناستو وروسته طالبان د پېښې ځای ته ورسېدل، او سپرلۍ یې له ځان سره بېوله.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا څرخکه د افغانستان له لارې د ازبکستان بخارا او له هغه ځایه مسکو ته د ترمیم لپاره روانه وه.

د طالبانو یوه قوماندان قاري سیف الله مسود (محسود) پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې د الوتکې سپرلي یې ساتلې وه.

91 total views, 1 views today

5 comments

  1. فاروق فاروقى Reply

    داپه هغه شپه سپارل شوى وو،
    خونن يي دووړو پزه جوړه کړه

  2. نجیب الله علیزی Reply

    طالبانو خپل باداران خوشي کړل، خو افغانان چي پلاس ورسي وژني یې

  3. ع.ع. پ Reply

    طالبان امریکایان روسان او خپل پاکستاني نامشروع پلرونه ژوندي خوشې کوي خو افغانان وژنې، آیا دې ته اسلام ویلی شئ؟

  4. کاوون زرکمر Reply

    دپاکستانیانو بی قیده او بی شرطه خوشی کول دطالبانو لپاره یو تور تاريخي داغ دی
    دوی کولای شوای چې معامله یی کړی وای او خپل طالب مشران یی پری خوشی کړی واي خو وایی چی زور ته قالب نشته

  5. A.SH.R Reply

    ښاغلی مطمن صاحب، دادی طلبانو صاحبانو خپل امتحان په ډیر ښه ډول ورکی،ځکه تاسی په ټول
    افعان کی په یوه لیکنه کی لیکلی د دی پاکستانیانو او هلیکپتر په طالیبان صاحبان تر سخت ازمیښ لاندی دی ازمیښت ورکی کما فی سابق ه

    چ

Leave a Reply to کاوون زرکمر Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *