Categories

اعلان

Loading…

د هېلمند د وروستیو جګړو په اړه د ودان افغانستان ګوند اندېښنه

په هېلمند ولایت کې د ودان افغانستان ګوند د ولایتي کومیټې د اطلاعاتو پربنسټ، په دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی او ګڼې سیمې د وسلوالو مخالفینو له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه ولایت مدني او فرهنګي پرمختګونه ، ثبات،  دملي حاکمیت استازندویه بنسټونه او تر ټولومهم د دې ستر ولایت  اوسېدونکې پرګنې خوندي نه دي.

دجګړې کرښې د لښکرګاه ښار ته، چې په تېرو څوکلونو کې یې ورو ورو د یوه مدني او پرمختللي ښار څېره اخیستې وه، ورنږدې کیږي.

په ټوله کې هېلمند ولایت چې د افغانستان د ملي اقتصاد تر ټولو ستر ې سرچینې په کې دي، له دې ویرې سره هم مخامخ دی، چې اقتصادي څرخ به یې  ـ خدای مه کړه ـ   زیان وویني او یوځل بیا به د ترور، وحشت او مخدراتو په ټاپو واوړي.

ودان افغانستان ګوند چې د ټول هېواد حالات له نږدې څخه څاري، په ټینګار سره پر حکومت غږ کوي، چې د خپلو دفاعي ـ امنیتي ځواکونو سیمه ییزې هماهنګۍ ، ګډ عمل او د هڅو ګډون (تشریک مساعي)  ته کلکه پاملرنه وکړي. له مرکز څخه باید په جدي پاملرنې او هراړخیزو تماسونو سره د هغو ملي ځواکونو د قربانیو درناوی وکړي، چې په لومړیو کرښو کې د هېواد زمکنۍ بشپړتیا ساتي او سرونه یې په لاسونو کې نیولي دي.

ګوند پرټولو ښکېلو غاړو غږ کوي، چې د مُلکي خلکو، ښځو ، ماشومانو، بې وسلو وګړیو ژوند اوملي ـ  اقتصادي بنسټونو خوندیتوب ته پام وکړي.

ګوند باور لري، چې هېڅ سیاسي سیالي د دې ارزښت نه لري، چې له امله یې د یوه هېلمندي او  بل هر افغان ماشوم یو څاڅکی وینه وبهول شي.

پرهېلمندي ولس غږ کوو، چې تر بل هر  وخت ډېر د یووالي او ولسي  پیوستون  اړتیا وپېژني او د هېلمند د ژغورلو لپاره سره یو شي.

له بده مرغه  د هېلمند پېښې په دغه ولایت کې د مافیايي کړیو په  ګټو او د یوشمېر شخصیتونو او ډلو په قومي او سکتاریستي سیالیو کې هم ريښې لري، نو که ولس له دوی سره خپلې اړیکې پرې کړي او د سیمه ییزو ـ  قومي ناندریو پرځای د ټول هېلمند او افغانستان د خوندي کولو لپاره سره نږدې شي،  خپل ملي او تاریخي مسئولیت به یې ادا کړی وي.

ګوند د خپلو خلکو په منځ کې ژوند کوي او د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دی. له همدې دریځه ، د افغانستان حکومت ته په ټینګه سپارښتنه کوي، چې د هېلمند په وړاندې کوشنۍ بې تفاوتي او ناغېړي به یوه ستره تاریخي تېروتنه وي، چې جبران به نه شي.

په دې برخه کې د ګوند ولایتي کومیټه او په لوی سر کې ټول تشکیلات له خپل ولس سره د هر راز ملاتړ او هر اړخېزې ملګرتیا ژمنه بیا ځلې څرګندوي.

په ویاړلي او تاریخي  هېلمند او ټول افغانستان کې د سولې، ثبات او ورورولۍ د ټېنګښت په هیله .

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کومیټه

فرهنګي څانګه

کابل

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *