Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د اراضۍ ادارې د نوې ودانۍ د احاطې کار پیل شو

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرلپسې هڅو او تلاشونو او د کابینې په جلسه کې د ولایت مقام له لوري د یو شمېر ټولګټو پروژو د وړاندې، دغه راز په مرکز او ولسوالیو کې د اداري تعمیرونو د جوړولو او د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له لوري له منظورئ وروسته نن د لغمان ولایت د ځمکوالۍ ( اراضۍ ) ادارې د نوي تعمیر د احاطې د جوړولو چارې د ښاغلي نعیمي، د ولایتي شورا د استازي او د بېلا بېلو ادارو دمسولینو  په لاسونو د بنسټ د ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.

دغه احاطه چې درې جریبه ځمکه احطوا کوي د ځمکوالۍ د عمومي ادارې د درې میلیونه او څه دپاسه نهه سوه زره افغانیو په لګښت جوړېږي چې د جوړېدو چارې به یې په څلور میاشتو کې پای ته ورسېږي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یادې ادارې د احاطې د بنسټ ډبرې د ایښودو پر مهال وویل د بیارغونې په برخه کې زموږ هڅه دا ده چې په مرکز او ولسوالیو کې د ادارو لپاره مجهزې ودانۍ جوړې کړو، نوموړي زیاته کړه چې په لومړي قدم کې د لغمان د ځمکوالۍ د ادارې د احاطې کار و چې نن عملا پیل شو او له دې وروسته به د همدې ادارې د اداري تعمیر چارې پیل شي.

ښاغلي نعیمي سربېره پر دې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې په هغو کسانو هم غږ وکړ چې استوګنیزې نمرې ورته ویشل شوي ولې تر اوسه یې پرې کار نه دی شوی، باید ژر تر ژره یې جوړې کړي تر څو دا ښار اباد او ښکلی شي، نوموړي خبرداری ورکړ که چیرې څوک خپلې نمرې ابادې نه کړي نو د قانون سره سم نمرې به یې مسترد او نورو اړمنو کسانو ته به وویشل شي.

لغمان والي زیاته کړه چې ولایت مقام او ولایتي اداره په دې هڅه کې ده تر څو د ولسونو سره د شویو مشورو وروسته هغه وړاندیزونه په دقیقه او پرلپسې توګه په مرکز کې تعقیب کړي کوم چې د ولسونو او ولایتي ادارې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

254 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2