Categories

اعلان

Loading…

د۱۵۰ کیسو لیکوال/ مرکه کوونکی: عصمت بهیر

ایمل پسرلي لیکوال او ژورنالیست دی. له هیواد څخه دباندې د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي. د ښاغلي پسرلی تر اوسه څو د لنډو کیسو او ناول کتابونه چاپ شوي دي.

یادونه: دا مرکه مې د ۲۰۱۵ کال کې د هیواد تلویزیون او راډیو لپاره ورسره کړې وه، اوس یې په لیکلې بڼه ستاسو سره شریکوم، تمه ده خوښه مو شي.

(بهیر)

پ/ ولي دې کیسه لیکلو ته مخه کړه؟

ج/ کیسه زموږ په کور کې وه، په دې مانا زه چې کله کوچنیوم، زموږ په کور کې به تقریباً هر ماسپښین یو ادبي بنډار و، یو نه، یو چا به په کور کې یو شی لیکلی و، کله به شعر، کله به کیسه او کله به هم مقاله وه. دا به ویل کېده، بیا بهګردو پرې خبرې کولې، زه چون په کور کې تر ټولو کشر وم، د پلار سره مې به څنګ ته ناست وم، یو څه زړور وم، یا سپین سترګی، هر شی مې چې بولې نو ما به هم په‌کې خبرې کولې نو ګومان کوم دغو محافلو پر ما باندې هم اثر وکړ چې زه هم باید یو شی ولیکم.

وروسته- وروسته ما ته کیسه لیکل په دې هم مهم وو او ما د دې خپل وروستي کتاب (تللې نجلۍ) په مقدمه کې هم دا یادونه کړې ده، په کمکي‌توب کې مې یو شی واورېده، راته وویل شوه چې ساینس‌پوهانو داسې یو څه پیدا کړي دي چې وايي په فضا کې د پخوانیو انسانانو ږغونه شته او ساینس‌پوهان هغه کشفولای او اورېدلای شي، د دې او خیالي دنیا سره مې مینه پیدا شوه. غوښتلمې پوه شم چې د پخوانیو زمانو خلکو به څه ویل او بیا په عین حال کې دا فکر راسره پیدا شو چې د اوس ږغونه به په راتلونکي څنګه کېږي نو دې خیالي دنیا او هغه محافلو وهڅولم چې کیسه ولیکلم اوس چې کیسه و‌نه‌لیکم، په غداب یم.

پ/ ستاسو په کورنۍ کې تر ډېره د شعر فضا مسلطه وه، ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي به تر نثر، شعر ډېر لیکه خو تاسو ټول وروڼه بیا نثر لیکلو ته مخه کړه، څنګه او ولي د شعر لیکلو ته مو شا کړه؟

ج/ پلار او مشر ورور ارواښاد امان‌الله ساهو مې شعر لیکه، که څه هم ارواښاد ساهو یو ناول او څو لنډې کیسې هم لیکلې دي او بل پلار مې کیسې او ناولونه هم لیکلي دي. ددغو کومو محافلو کیسې چې ما تاسو ته وکړې،په هغو کې ډېر کله کیسې وې او بله خبره دا وه چې پلار به مې هر کله ویل، څوک دې په هغه ډګر کې هڅه وکړي چې په هغه کې ګواکي څه کولای شي. ضرور نه ده چې هر څوک دې هغه څه وکړي چې هغه بل یې کوي.

زه خپله له شعر خوند اخلم خو ځان ته دا جرئت نه ورکوم چې شعر ولیکم ځکه زه ګمان کوم ښه شعر نه‌شم لیکلی. شاید کیسه مې هم کمزورۍ ولري خو اقلاً په کیسه کې مې لاس رو دی.

پ/ دقیقاً ویلای شې چې څو کلن به وې چې کیسه لیکلو ته دې مخه کړه؟

ج/ لومړۍ کیسه چې مې لیکلې ده، ګمان کوم اوه کلن به وم او لومړۍ کیسه چې مې چاپ شوې ده، شاید څوارلس کلن به وم.

پ/ په افغانستان کې په اوه کلنۍ کې ماشوم نوی ښوونځي ته داخليږي نو ته څنګه وتوانېدې چې کیسه ولیکلې؟

ج/ ګوره! هغه کیسه نه وه، یوازې یې نوم د کیسې و. ښه مې په یادېږي چې د جوالي په نام کیسه وه، غوښتل مې جوالي ترسیم کړم. البته پلار مې ډېر جدي و راسره  او یا ما داسې فکر کاوه، پلار مې دا احساس راکوي چې ګواکې دا کیسه یو لوی بنیادم لیکلې ده خو د کورنۍ نورو غړو راپسې خندل نو هغه زه کیسه نه بولم خو د کیسې لیکلو پیل مې دی.

پ/ څو کیسې دې تر اوسه لیکلې دي؟

ج/ پوره یو سلو پنځوس (۱۵۰)

پ/ څنګه یې داسې دقیقاً حساب درسره دی؟

ج/ زه چې هره کیسه لیکلم، هغې ته نمره یا شماره ورکوم، لکه لومړۍ، دوهمه او درېیمه کیسه… .

پ/ په دغو (۱۵۰) کیسو ژباړلي هم شته؟

ج/ یا- یا دا مې خپلې کیسې دي.

پ/ لندن کې ژوند کوئ،له خپلې ژبې او لیکوالو څخه لیرې اوسئ، په مجازي نړۍ کې به ورسره وصل یاست خو دغه جسمي لیرې‌والي ستاسو پر هنر څه تاثیر کړی دی؟

ج/ یا ولله زه یو عادت لرم، د دنیا هر ملک ته چې تللی یم، هلته مې یوه کیسه لیکلې ده. ګومان کوم دېرش، پنځ دېرش هیوادونه به مې لیدلې وي او ګومان مې نشي چې کوم یوه کې دې ما، کیسه نه وې لیکلې نو ما ته ځای مهم نه دی. زما کیسې عموماً د کرکټر کیسې دي او د انسان رواني حالت څېړي نو انسان هر ځای وي، انسان دی.

پ/ نو کیسې څه وخت لیکې، سهار، غرمه که ماښام؟

ج/ زما یوه کیسه د ژوند په نامه وه، دا کیسه مې په هغه شپې په سبا، چې زما لور شپنه په‌کې پیدا شوې وه، لیکلې ده. شپنه د سهار پر درې بجې او اته دېرش دقیقې وې چې پیدا شوه، د دې شپې په دا سبا باندې ویده وم او د شپې درې او پنځ دیرش دقیقې وې، راکښېنستم ځکه را کښېنستم چې دا کیسې زور راباندې کاوه چې باید ویې‌لیکم، خوب ته یې نه‌پرېښودم نو که داسې ووایم کله چې پر یو شي باندې فکر کوم چې کیسه یې کړم نو دومره ورته په عذاب یم لکه یو څوک چې په روژه‌ماتي کې آذان ته انتظار وي. بېخيبې‌صبر یم نو که هر وخت و، که درې بجې د سهار یا اته بجې د ماخوستن وي، لیکم یې.

یوه کیسه مې څو هفتې مخکې په کابل کې د شپې پر دوې بجې لیکلې ده نو وخت راته مانا نه لري. مقصد چې کیسه راغله او فکر وکړم چې لیکلی یې شم.

پ/ زه چې اوس له دفتر راتللم ستاسو وروستۍ کیسه مې په تاند ویب‌سایټ کې ولوسته (د ښار جنګ) یو ټکي چې زه ورته متوجه شوم ډېر سیاسي اړخ یې درلود، راته ویلای شې عموماً په کیسو کې کوم موضوعات راخلې؟

ج/ دا کیسه سیاسي نه وه، دا کیسه د جنګ کیسه ده.په کیسه کې دا ویل شوي دي چې جنګ له انسان سره څه کوي. دا کیسه په یوه ښار کې د یوه سړي کیسه ده چې هغه په خپله کور کې بند دی، دی بېره لري، هسي نه څوک راشي، ما ووژني نو دی له جنګ په عذاب دی. لیکن دی شرایط خشونت ته اړباسي، مرغۍ ولې، کتاب سوځوي، ونه یا ستاسو په اصطلاح درخته چپه کوي نو بالاخره دی خپله د طبیعت سره په جنګ کيږي نو په حقیقت کې دا کیسه سیاسي نه‌ده بلکې د جنګ رواني اړخ تشریح کوي، زما ډېري کیسې د انسان رواني اړخ ته متوجه دي، عموماً زه د کرکټر کیسې لیکم او ما ته تر ظواهرو، هغه د نننه انسان مهم دی، زه فکر کوم موږ که ټولنه مالوموو، یا انسان مالوموو نو که د نننه انسان وڅېړو ، هغه یاد کړو، ټولنه به هم ښه وپېژنو او فرد به هم ښه وپېژنو.

پ/ په پښتو کیسو کې مرکزي کرکټر همېشه ښه سړی وي، ښه، ښه کارونه کوي یا کرکټر مطلق بد وي خو په ټولنه کې د ښو او بدو سره تر څنګ نبستاً ښه یا بد همشته او تاسو د کرکټر دې اړخ ته متوجه شوي یاست؟

ج/ زه نه یوازې دا چې متوجه شوی یم بلکې دا کار زه نه کوم. دا کیسه چې مخکې تاسو یاده کړه، په دې کې هم دا سړی ډارن دی، حال دا چې زموږ په کیسو کې یا اتل وي یا ګیدړ یعنې منځنی څوک نه لرو، دا سړی ډارن دی خو دی په عین حال کې له فکرههم کار اخلي چې څنګه ځان وساتي. دی خشونت ته هم د مجبوریت له مخي اړوځي نو زه خپله په دې باور یم چې هیڅ انسان نه سل په سلو کې ښه دی او نه هم سل په سلو کې بد.

موږ د تور او سپین تر منځ نه وینو، یوه خړه دنیا هم شته، هر څه تور او سپین نه دي. زه خپله چې کیسه لیکم ما ته د کرکټر دا اړخ ډېر مهم وي. ګمان کوم زموږ په ځینو کیسو چې دا اړخ شته علت یې دا دی چې موږ ډېر ظواهرو ته ګورو، موږ برسېرن لیدل کوو، موږ داسې احساس کوو که ما یو څوک وژړوي یا یوه کونډه وژړوم بیا نو فکر کوم ما حماسه پنځولې ده خو زه وایم که یو نوک د چا وینې شي، دغه هم درد دی، دغه هم کافي دی چې یو څوک پرې ودردېږي نو زما همېشه د تور او سپین تر منځ فاصلې ته پام وي.

ج/ د تللې نجلۍ کتاب په مخکتنه کې مې ستاسو څخه واورېده چې د کیسې لیکلو اصولو ته ډېر پابنده نه‌یې، ولې؟

پ/ هو! دا خبره ما کړې‌ده. د لنډې کیسې اصول ما لوستي خو زه یې پابنده نه‌یم او ما ته په دغه برخه کې بغاوت ښه ښکارېږي. دا په دې مانا، که موږ وکولای‌شو نوې تجربې وکړو، نو ولې یې و‌نه‌کړو، زما د کیسو په باره کې ډېر خلک راته ووايي چې تا داسې ځای یې ختمه کړې چې یعنې څه؟

زه نه‌غواړم په کیسه کې یو څوک د زېږندو څخه بیا تر مرګ پورې ورسوم. ما ته د یوه انسان د ژوند یو ساعت کافي دی چې پر هغه باندې وږغېږم نو دا زما په نظر په هنر کې بغاوت دی او دا ډول بغاوت عالي خبره ده.

پ/ تاسې له هیواد څخه بهر اوسئ یعنې د بهرنیو لیکوالو سره مو تماس زیات وي نو د خارجي لیکوالو او افغاني لیکوالو د کیسو تر منځ څه توپیر احساسوئ؟

ج/ اول به د بهرني او افغاني لیکوالو تر منځ پر توپیر درته وږغیږم، وروسته به یې د کیسو تر منځ پر فرق.

افغاني لیکوال د خپلو کیسو په مټ روزي نه‌ګټي.له لیکوالي څخه پیسې په لاس نه شي راوړلای. موږ لیکنې له ذوقه کوو یا له یوې جذبې، لیکن د نورې نړۍ د لیکوالو لیکنې د هغوی روزي ده یعنې هغوی د لیکنې په مټ ډوډۍ بودوي. د یوه لیکوال کیسه به زه درته وکړم، هغه یو کتاب لیکه، دی له انګلستان څخه پرتګال ته ولاړ، شپږ میاشتې یې هلتهد سمندر پر غاړې یو ځای په کرایه نیولی و. شیږ میاشتې یې یوازې لیکل کول، په سمندر کې به یې لمبل او ډوډۍ به یې خوړله یعنې شپږ میاشتې ده بل څه ونه‌کړ، تر هغو چې کتاب یې بشپړ کړ. کتاب چاپ شو او بیا بېرته انګلستان ته ولاړ. زما د وطن لیکوال دا کار نه‌شي‌کولای.زموږ په وطن کې له یوې خوا ټکا ده، جنګ دی، له بلې خوا  ماشومان ژړي، د بل خوا پوروړی درته ولاړ دی او د بلې خوا یو ځوان درته ولاړ وي چې مجلې مې چاپېږي لیکنه راکړه، نو په دغسې شرایطو کې ته یې او په هغسې شرایطو کې بهرنیان دي نو طبعاً باید ستاسو د لیکنو کیفیت د دوی د لیکنو له کیفیتسره توپیر وکړي.

بل د دوی په ژبه کې پېړۍ، پېړۍ لیکل کيږي او زموږ دومره وخت نه کيږي چې لیکنې کوو.

پ/ ښه د کیسو تر منځ فرق به بیا وروسته راته ووایې، اوس دا راته ووایاست چې ځینې څېړونکي په دې باور دي چې کېدای شي په بحراني ټولنو کې شهکار وپنځول شي خو ستاسو له خبرو څخه داسې مالومه شوه چې په مرفع ټولنو کې هنر ښه پر مختګ کولای شي؟

ج/ یا، داسې نه‌ده. هغه خو د موضوع خبره ده. کېدای شي په بحراني ټولنو کې ښه موضوعات په لاس راشي یا داسې سوژې پیدا شي چې کېدای شي شهکار وي، لیکن زه وایم چې د لیکلو لپاره یې هم یو څه هوساینه په کار ده یعنې که ته هوسا نه‌یې، ښه لیکل نه‌شې‌کولای لکه مخکې چې مې درته وویل، افغاني لیکوال ته د یوې خوا کړاسي ژړي، د بلېخوا کار ته ځي، نه پوهېږم کوم بل مشکل وي نو څه وخت به‌یې‌لیکي او څنګه به‌یې‌لیکي؟

او هغه خلک چې آسوده دي، لیکنې ته جلا وخت ورکوي. هغوی یې باید ښه ولیکي او چون هغوی بیا پیسې په ګټي نو د هغوی لیکنو ته لا ډېر دقت کيږي، لا ډېره د هغوی لیکنې تر چاڼ تېريږي نو ځکه د هغوی لیکنې باید لا ښې وي.

پ/ نو اوس یې د کیسو تر منځ فرق راته ووایاست؟

ج/ د کیسو تر منځ تفاوت باید وي. د پښتو شعر د ډېرو په ګمان د پښتو تر داستاني ادبیاتو ښه دی او علت یې دا دی چې پرشعر لیکلو زر کاله تېرېږي خو پر کیسه باندې سل کاله اوړي، طبعاً یو کوچنی دی، بل لوی.

په غربي نړۍ کې د کیسو پر لیکلو پېړۍ- پېړۍ اوړي نو باید د هغوی لیکنې زموږ تر هغې ښې وي. یو بل څه چې مخکې مې‌وویل، د هغوی لیکوال پیسه په ګټې. هغه څوک چې ورچاپوي‌يې، لا ډېر دقت غواړې، لا ډېر تمرکز غواړي، ایډیټوران ورته لري. موږ داسې لیکوال هم لرو کله چې لیکنه یې کړې‌ده، راساً یې د چاپ لپاره استولې‌ده. شاید خپله یې هم دوباره نه وې لوستې نو دا خو باید فرق سره ولري او باید دوی تر موږ ښه وي.

پ/ پر شعر کره کتنه ډېره شوې ده خو پر نثر ډېره کمه، خصوصاً پر لنډې کیسې، دا هم د دې باعث کېدای شي چې زموږ لنډه کیسه دې د غربي نړۍ تر هغې کمزورې وي؟

ج/ کېدای شي دا یې هم یو علت اوسي. خو زه په دې باور یم چې اصول او قواعد دا لکه د پوهنتون اسناد، هغه زما په ګومان صرف یوه کیلۍ ده، یوه دروازه پرې خلاصوې نور دننه چې څه شی وینې، څه شی پیدا کوئ، دا ستا کمال دی، د لیکنې کمال نه دی. قواعد او اصول به یو څه زده کړې خو که خپله نور ونه‌غوړېږې، په قواعدو کې به بند یې.زه ګومان کوم ښه به وي چې موږ اثار پرې ولرو، ښه به وي که موږ ډېر نقد پرې ولرو او د دې سره تر څنګ لیکوال خپله باید مطالعه وکړي، خپله انسان د خپل ځان تر ټولو لوی کره کتونکی دی. هغه انسان چې فکر وکړي چې پر ما نوره خلاصه ده، په اصل کې دی خپله خلاص دی. انسان باید تر مرګ پورې په دې فکر وکړي چې زه لا باید ښه شم.

زه فکر کوم زموږ ځينې لیکوال کله چې یوه کیسه یا یې کتاب چاپ شي، دی فکر کوي چې زه نور لیکوال شوم، شاعر شوم، ژورنالیست شوم، ګومان کوم دا ډېر لوی علمونه دي ځکه دا زموږ ژورنالیستان، دا زموږ لیکوالان او دا زموږ فرهنګیان، دا لوی- لوی نومونه دي، باید انسان ډېر څه وکړي چې دا حد ته ورسيږي خو موږ نوم ته ډېر خوشحال یو، نسبت کار ته.

پ/ استاد غضنفر یو ځای لیکلي و یو هغو له لیکوالو څخه چې له کیسو څخه یې زمان او مکان مالوميږي، ایمل پسرلی دی، څنګه په دې توانیدلای یاست چې په کیسه کې مو زمان او مکان راشي، آیا دا کار شعوري کوي؟

ج/ هو! شعوري یې کوم او شعوري یې په دې کوم چې زه بل څه کولای نه‌شم. زما په لومړۍ مجموعه (څلورمه لار کې) یوازې یو پاراګراف مقدمه مې پرې لیکلې وه، په هغه کې مې ویلي‌دي، زه چې چیري اوسم، هغه ځای احساسوم، هغه ځای درک کوي، پر هغه باندې زه یو شی لیکم.

ما درته وویل، زه چې هر هیواد ته ولاړ شم، هلته هغه ځای احساسوم. زه دا نه‌شم کولای چې ناست دې په لندن کې یم خو فکر دې مې د کندهار چارسو کې وي. یا دې مې فکر د هلمند په شین کلي کېوي. دا زما لپاره ناممکنه ده. ورغلی به‌یم، هغه ځایونه به مې‌لیدلې‌وي خو درک کولای یې نه‌شم. زه یې احساسولای نه‌شم،تر څو پورې چې یې زه درک نه‌کړم، تر څو پورې یې چې زه احساس نه‌کړم، زه یې نه‌شم‌لیکلای.

 عجیبه ده، په کابل کې مې کلونه ژوند وکړ، هر وارې چې کابل ته راغلی یم،هلته مې کیسه د کابل لیکلې ده. په لندن کې مې د کابل کیسه نه ده لیکلې. که مې په لندن کې د کابل په حصه کې څه لیکلي دي، کیسه او شروع مې د لندن ده، شاید یو ځای په‌کې د کابل ذکر راغلی وي.

زما د «کندهار او لندن» په نامه یوه کیسه وه. غوښتل مې «په کندهار کې» ولیکم خو لیکن لندن ورسره و، نه مې شوای کولای چې په لندن کې زه د کندهار کیسه ولیکم. نو داسې نه‌شي‌کېدای چې انسان دې په یو ځای وي او انځورګري دې د بل ځای وکړي. دا یوازې په ساینس‌فکشن کې دا کار ممکن دی.د ساینس‌فکشن ځينې کیسې ما لیکلې دي، په هغه کې ته د تخیل په زور او مټ باندې زر کاله مخکې او وروسته تللای شې لیکن د نورو کیسو لپاره حد‌اقل زما لپاره ممکنه نه ده.

پ/ هر لیکوال غواړي کامیابه کیسه ولیکي اوس نو تاسو هغه لارې او طریقې وروښیاست چې تاسو څه کړي دي چې په کیسو کې مو زمان او مکان شته؟

ج/ اول خو زه په دې باوري نه یم چې زه دې کامیابه یم. که زه ووایم چې کامیابه یم بیا خو نو کیسه ختمه شوه.

زه په دې فکر یم څوک چې څه شی احساسوي، څه شی درک کوي، پر هغه باندې باوري وي، هغه دې ولیکي. مثلاً که زه په دې باور یم چې د ګلاب ګل ښایسته دی نو په ګلاب ګل څه شی لیکلای هم شم خو که زه په دې باور یم چې ازغی بدرنګه دی، ښه نه دی خو زه کیسه پر دې لیکم چې واه، ازغی څومره ښایسته دی نو په دې کې تصنع ده، زه د زړه خبره نه‌کوم دا نوپخپله خرابيږي. ګومان کوم ډېر کله موږ سطحي ګرځو، موږ چې کله د غم خبره کوو، کرکټر باید داسې وي چې مور یې مړه وي، پلار یې مړ وي، زوی یې ځوانيمرګ وي، نه پوهېږم د دنیا تر ټولو لغړ دی وي او موږ فکر کوو چې دا نو ما یو تراژیدي خلق کړه، حال دا چې لکه مخکې چې مې‌درته‌وویل، که یو نوک یې هم وینې شي، دا هم تراژیدي ده.

موږ کله هغه لوی شی راخلو، هر شی خرابوو، غواړو چې ترحم پیدا کړو، هغه وخت کې نو موږ خرابيږو، زه وایم څه شی چې یو، که هغسې اوسيږو، شاید خراب یې نه کړو.

پ/ سوژه له کومه کوې؟

ج/ زه په سوژو پسې نه ګرځم.ما یو شی هڅوي او یا یو څه مې پاروي. فرض کړه، دا وروستی کیسه مې چې تاسو مخکې یاده کړه، زما ۱۵۰مه کیسه،«په کندز کې جنګ» دی، زما په ذهن کې دا وه، هغه څوک چې په کندز کې په یوه کور کې بند پاته دی، د هغه حال به څنګه وي،هغه به احساس څنګه کوي، د هغه حالت به څنګه وي؟

یا کله- کله زه یو څوک وګورم، په لار روان وي، کوږ ووږ روان ويیا ګنس وي یا نه پوهېږم زړه تنګی وي، یو څه شی وي، یو کرکټر وي، چې زه یې وینم، دا کرکټر نه پوهېږم، څنګه- څنګه وي.

مخکې مې د کندهار او لندن کیسه دریاده کړه، یو سپین ږیری له امریکا څخه لندن ته راغلی و. دی د کندهار دی. هاخوااو دې خوا به شو، بیا به یې وویل چې هلکه! په ښار کې به څه حال وي؟

ما فکر کاوه چې دی د نیویارک او یا لندن خبره کوي خو یا، ده د کندهار خبره کوله ځکه دا کندهاریان یوازې ښار کندهار ته وایي که نیویارک کې هم اوسي، دوی ته ښار کندهار ښکاري.

د دې سړي دا یوه خبره ماته کافي وه، چې کیسه پرې ولیکم. د ده هغه درد ما ته جالبه و چې دی کندهار ته تللای نه‌شي خو ذکر و فکر یې ټول د کندهار دی. نو سوژې زما دا رنګ وي. یوه خبره واورم، یوه څېره ووینم، یو شی مې وځوروي، یو شی مې خوشحاله کړي، هغه زما لپاره سوژه شي.

پ/ په پښتو کې له نېکهبخته کیسه لیکلو ته اوس توجه شوې ده، تاسو یې څنګه ارزوئ؟

ج/ که ما نه لیکلای بیا یې ارزول راته آسانه وو. زه یې لیکم نو ځکه راته سخته ده. زه به د هغو خلکو یادونهوکړم، چې زما یې کیسې خوښيږي. زما د خپلو وروڼو غضنفر او اجمل کیسې ډېرې خوښيږي او تر دغې ور هاخوا د شفیقې خپلواک کیسې مې خوښيږي، هغه یوازې یو پارګراف کیسه لیکلي خو ژورهیې لیکي، اناهیتا روهي ځینې ښې کیسې لیکلې دي، شریفه شریف ډېرې ښې کیسې لیکلې، د نصیراحمد احمدي کیسې ډېرې ښې دي، ډاکتر محب زغم ډېرې عالي کیسې لیکلې دي البته ځینې نور دوستان به هم وي چې زما به له ذهن څخه اوس وتلي وي خو دا کوم کسان چې مې دریاد کړل، د دوی کوم کیسه چې چاپ شي، زه یې حتماً لولم.

پ/ ښه دغه خو دې د خوښې کیسه‌لیکوال وو، اوس نور کیسه‌لیکوال څنګهارزوې؟

ج/ دا ښه کيږي. دا په دې مانا که تاسو د اوس کیسه د لس کاله مخکې له کیسو سره وګورئ، ښې شوي به وې. نو فرق راځي او باید هم راشي، په دې مانا چې موږ کیسه نه لرو، ورو- ورو پکې نوي تجربې کوو او ګومان کوم هغه ورځ به لیرې نه وي چې زموږ کیسې لا ښې شي.

پ/ ښه نو اوس دې وړاندېز څه دی ځکه تاسو خو په کیسه‌لیکلو کې ډېرې تجربې کړې او بل د افغانستان څخه بهر نړۍ مو هم لیدلې ده؟

ج/ پلار به مې په کمکني راته ویل چې لیکل کوه، تل یې کوه. مسلسل لیکل چې دي، ډېره ګټه کوي.له پلار څخه به مې پوښتنه وکړه چې ډېر وخت کيږي شعر دې نه دی لیکلی. هغه به ویل د شعر چینه مېوچه ده. که لیکل و‌نه‌کړې، چینه دې وچيږي. چینه وچېدلو ته مه پرېږدئ، لیکل، لیکل کوئ که نور څه نه وي، خپل خاطرات لیکلئ. هره ورځ خپل خاطرات لیکلئ نو لیکل د انسان سره ډېره مرسته کوي، زه فکر کوم زموږ یو مشکل دا دی چې لوستل نه کوو.موږ ځانمکمل ګڼو، که ځان پوره ونه‌ګڼو او تل لوستل وکړو او تل لیکل هم وکړو، ممکن ده چې ښه لیکل وکړو.

59 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *