Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ واکمن به څوک سي؟/ پوهنمل حاجي محمد نوزادي

( تحلیلي لیکنه ، دریمه برخه )

        ( په لومړۍ برخه کي مو د سترو امپراتوریو یادوونه وکړه او د شلمي پیړۍ په وروستیو کي د وارسا او ناټو پکتونو پر څرنګوالي وږغیدو او دا مو هم په ګوته کړه چي ناټو نور زیانمنونکی قوت او د نړیوال برم نه لویدلی دی . په دویمه برخه پر دې و ږغیدو چي دامریکا متحده ایالتونه ، اروپایي اتحادیه او د چین اولسي جمهوریت د اوس د پاره په یوازي سر د نړۍ د واکمن کیدو جوګه ندي )

     د روسیې فدرالي جمهوریت :

     د روسیې په اړه لاندي لاملونو ته پام اړول پکار دي:

۱ ـ  داچی روسیه د شوروي اتحاد نه په میراث پاته هیواد دي، هغه خپلسري کړني، ناخوالي او یرغلونه چي د وخت په توتالیتار کرملیني رژیم کي عاقبت نه سنجوونکو مشرانو په تیره د دماغي ناروغ لیونید برژنیف د واکمنۍ پر مهال د خپلي امپراتوري په تر لاس لاندي جمهوریتونو ، د سوسیالستي بلاک په هیوادونو کي لکه هنګري ، چکوسلواکیا او نورو او د پای  په کلونو کي په دوست هیواد افغانستان کي تر سره کړي ، اوسنۍ روسیه هم د نوموړي امپراتوی د میراثخوړونکي په توګه د هغو ناوړتیاوو او ناخوالو د مسئولیت  له ګناه نه ځان په بشپړ ډول نسي پاکولای .

۲ ـ  روسیې لا تر اوسه د یوه صالح میراث خور رول ندی تر سره کړی ، نه یوازي داچي متضررو هیوادونو ته یې د رسیدلو زیانونو تاوان پر غاړه ندی اخیستی ، بلکه ساده بخښنه یې لا هم نده ورڅخه غوښتې . ځکه نو روسیه لا تر اوسه د ډیرو اولسونو د پاره د پوره باور جوګه نه ده .

۳ ـ  روسیه که څه هم د اقتصادي سرچینو خورا لوړ پوټنسیال لري خو مالي فساد او مافیاوي کړۍ یې پدی برخه کي د پیاوړتیا زورور خنډونه دي او روسیې په نړیوال ډګر کي د یوه پیاوړی اقتصادي مرستندویه هیواد رول ندی تر لاسه کړی .

۴ ـ  روسیې ته که څه هم د شوروی د وخت پیاوړی جنګي توان پاته دي خو د نننۍ تکنالوژیکي پرمختیاوو څخه یې ټول هغه څه په لاس راوړي ندي چي د جنګي ماشین څرخونه یې اړتیا ورته لري .

۵ ـ  روسیې تر وروستیو کلونو پوري د نړیوالو سیاسی معادلو څخه ځان لیري ساتلی وو ، د بیلګي په توګه ویلای سو چي د عراق او لیبیا په مسئلو کي یې یوازي د نندارچي رول ولوباوه . که څه هم اوسني اولسمشر پوتین دا ګړی د روسیې بیا مطرح کولو ته لستوڼی را نغښتي دي خو لا تر اوسه یې پیاوړي باوری ملاتړي ندي تر لاسه کړي . له ایرانه سره یې لږ و ډیر نژدیوالي د ځینو لنډمهاله سیاستونو په اړه دی، مثلا د سوریې شخړه .

۶ ـ  روسی سیاستوال د شوروي مشرانو په ډول د باور وړ دوستان پاته کیدلای نه سي او هر ګړۍ سیاسي لوری بدلولای سي چي دا کار په نړیواله کچه یو منفي ټکی دی .

     پدې توګه د لوړو عیني دلایلو له مخي روسیه هم د نړیوالي واکمنۍ د تاج جوګه کیدلای نسي .

     د هند جمهوریت :

۱ ـ  هند چي تازه په نړیواله کچه د مخ په غوړیدو یوه پیاوړي اقتصادي او تخنيکي پوټنشیال سره سیاسي ډګر ته راوتلی دی ، داچي د نفوسو د بې کنتروله زیاتوالی او د بې وزګارۍ د لوړی کچي سره لاس او ګریوان دي ، دغو ناخوالو  په کورني اقتصادي ستونزو کي را شکیل کړی او نړیوال اقتصادي اغیز یې کم کړیدی .

 ۲ ـ  هند لا تر اوسه د  م . م . په امنیت شورا کي خپل غړیتوب چي په یقین سره یې مستحق هم دی ، ندی تر لاسه کړی ، ځکه یې په نړیوال سیاست کي رول او اغیز د پام وړ ندی .

۳ ـ  هند که څه هم پخپله یو زورور اټمي هیواد دی ، خو دداسی ددو اټمي هیوادونو لخوا محاصره دي چي د دواړو سره سرحدی دعوې لری لکه چین او پاکستان او هغوی دواړه بیا د هند سره ددغو ستونزو له مخي د پخوا څخه پخپلو کي د دوستۍ ګډي اړیکي پالي .

۴ ـ  هند سره لدې چي دنړۍ تر ټولو ستره دموکراسی ده ، خو داچي د بیلابیلو مذهبونو او قومونو یو نندارتون دي ، د خپل هیواد په دننه کي د سختو اقتصادي ستونزو بر سیره د سیاسی ، ایتنیکي او مذهبي ستونزو سره هم لاس او ګریوان . ددغو ستونزو حلول د اوس د پاره د هند تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي .

۵ ـ  د هند نظامي توان که څه هم د پام وړ وړتیا لري ، خو لا تر اوسه په نړیوالو معادلو کي مطرح قوت ندی .

۶ ـ  د هند د نظامي توان پیاوړتیا د ګاندي د مسالمت امیزه سیاست او د خپلی مذهبي فلسفی تر تاثیر لاندي یې په جنګي ډګر کي په زیانمنونکي توګه د پرمختګ لوړ چانس کم دی .

      لنډه داچي هند نه د نړیوال تاج جوګه او نه هم دا خیالونه په سر کي لری .

      د لوړو لاملونو پر بنسټ د اوس د پاره د نیکه مرغه هیڅ داسی یو هیواد نسته چي د یکه تازۍ د لاري ځان د نړۍ واکمن وبللای سي . البته دا حالت که د یوې خوا د کمزورو هیوادونو په ګټه دی خو د بل پلو  نه زورور هیوادونه لا هم تر لویه بریده د خپلسريو په وړاندي قوي خنډونه نه ویني . ددې دپاره چي ددغسی خپلسریو مخه ونیول سی ، پکار ده چي د نړۍ د زورورو قوتونو تر منځ یو منطقي انډول منځته راسي .

     ددې خبري مانا داده چي باید زورور قوتونه په خپلو کي یو پر بل د باور له مخي پر دوو اقتصادي ـ نظامي ډلو وویشل سی او د پخوا پشان په نړۍ کي دوه قطبیز سیسټم منځته راولي . البته دا ځل به یې دپخوا څخه توپیر پدې کي وي چي دا ځل به ایډیالوزیکي بنسټ نلري بلکه دخپلو ملي ګټو خوندیتوب او د نورو ملي ګټو ته درناوۍ به یې اصلي موخي وي . دا دوه قطبونه کولای سي په کمزورو هیوادونو کي د اقتصادي مرستو د سیالیو د لاري په نړیوالو معادلو کي هغوي په خپله ګټه و هڅوي .

      زما په آند د اوس د پاره کیدلای سي ددغو دوو قطبونو څخه په یوه اقتصادي ـ نظامي تړون کي همدغه د اوسني ناټو غړي او خواخوږي هیوادونه یې راټول سي او د بل قطب د پاره باید د چین ، روسیې ، شمالي کوریا ، او خواخوږو هیوادونو په ګډون یو بل اقتصادي ـ نظامي تړون منځته راسي .

     که داسي وسي ، زما ګومان دادی چي هند به د اوس د پاره د دواړو قطبونو څخه ځان څنګ ته وساتي او د دواړو سره به دوستانه اړیکي و پالي . پدې توګه کیدلای سي نړۍ په یو قطبي سیسټم کي د زورور واکمن له خپلسریو څخه بیغمه پاته سي او اولسونو به پخپله خوښه د دموکراتیکو لارو څخه خپلي اقتصادي او سیاسي چاري پر مخ بوزي .

    پدې هیله چي نړیوال هر څه ژر د تل لپاره د زورورو لړمانو له شره په امان اوسي .

     پای .

ډنمارک ـ د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *