Categories

اعلان

Loading…

څنګه ډېر ملګري پیدا کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له شک پرته چې “یوازېتوب” خوند لري؛ ځکه کولای شئ د خپلې خوښې چارې لکه فکر کول، کتاب لوستل، شعر لیکل او دې ته ورته نور کارونه په یوازېتوب کې ترسره کړئ.

که غواړئ خپلو موخو کې نوښت راولئ او د ځان لپاره بالقوه ملګري پیدا کړئ، په شاوخوا کې مو په میلیونونو کسان شته چې ستاسو په څېر موخې لري. نو که غواړئ د ځان لپاره د خپلې خوښې او دایمي ګڼ ملګري ولرئ، نو لاندې ټکي په پام کې ولرئ:

۱- د خلکو په منځ کې وخت تېر کړئ

که غواړئ چې ملګري پيدا کړئ، نو یوازېتوب پرېږدئ او له کوره ووځئ؛ ځکه تر دې چې په کور کې د تلوېزیون تر شا ناست یاست او په دې تمه یاست چې ملګري به پیدا کړئ، دا ناشونې نه ده.

د بېلګې په توګه، په ورزشي کلپ کې نوم لیکنه وکړئ، کېدای شي هلته داسې کسان پيدا کړئ چې ګډ او مشترک ټکي ولرئ. په اصل کې له هغو کسانو سره ملګري تر ډېره دوام پیدا کوي چې ډېرې مشترکې وجې ولرئ؛ ځکه که ګډ ټکي مو له یو بل سره زیات وي، کېدای شي چې په ځینو مسایلو کې سره ټکر شئ.

په خپله خوښه خيريه کارونه ترسره کول هم د ملګرو او دوستانو د پیدا کولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده چې په دې چاره کې له ګڼو کسانو سره مخ کېږئ. د دې ډول ګډو کارونو په ترسره کولو سره کولای شئ له زیاتو خلکو سره اړیکه ونیسئ او خپل نظرونه ورسره شریک کړئ.

۲- خپل ځان ور وپېژنئ

د لومړنیو خبرو په پای کې خپل ځان ور معرفي کړئ او په ساده ګۍ سره و وایاست: “رښتیا زما نوم … دی” کله چې تاسو خپل ځان معرفي کړ، بې له شکه چې مقابل کس به هم خپل ځان درته معرفي کړي او په دې سره به ستاسو دواړو تر منځ د دوستۍ یوه خښته کېښودل شي.

۳- وخت پېژندونکي و اوسئ

له وعدې سره سم پر ټاکلي وخت ځان ورسوئ او که مو کله ناوخته کړه، په بد خلقۍ سره ځواب مه ورکوئ. هېڅکله هم څوک په تمه مه پرېږدئ، دا یوه بې ادبي ده او د یوې نوې دوستۍ لپاره ښه پيل نه شي کېدای.

هره کله چې له یو چا سره د یوه کار د کولو وعده کوئ، نو وعده خلافي مه ورسره کوئ.

۴- ښه اورېدونکي و اوسئ

د نورو خبرو ته غوږ نیول، د خوښې وړ لوبو پوښتنه کول تاسو ته اجازه درکوي چې مقابل کس پوره وپېژنئ.

هڅه وکړئ داسې وښیئ چې ژوند مو له هر ډول ستونزو پاک او ښه پر مخ ځي.

د خبرو کولو پر مهال یو دم موضوع مه بدلوئ، دا هم مه هېروئ چې د خبرو اهنګ او ریتم مو یو ډول وي، معنا دا چې د خبرو کولو اواز مو ټيټ او جګ نه شي.

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *