Categories

اعلان

Loading…

د امریکا پوځ د داعش له لوري په افغانستان کې د خپل پوځي اسارت ردوي

تاند- د امریکا پوځ د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځې ډلې دا ادعا رد کړه چې په افغانستان کې یې په سخته جګړه کې یو امریکايي پوځي نیولی دی.

په داعش پوري اړوند اعماق خبري سرچینې ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی جګړه مارو د امریکا له پوځه وسلې، مهمات، مخابرې او د یوه پوځي رایان لارسن د هویت کارت نیولي دي.

اعماق حبری اژانس نه دي ویلي چې دا وسلې او د رایان کارت کله په لاس ورغلي دي خو داسي اوازه ده چې په تېر جولای میاشت کې په ننګرهار کې د امریکايي پوځیانو او داعشیانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

۲د امریکا د دفاع وزارت ویندوی د داعشیانو ادعا رد کړه، ویې ویل لارسن په خپله دنده بوخت دی خو دوی په دې اړه څېړنه کوي چې د ده د هویت کارت څرنګه د داعش غړیو ته په لاس ورغلی دی.

په جولای میاشت کې د داعش له غړیو سره په جګړه کې لږترلږه ۵ خاص امریکايي پوځیان په ننګرهار ولایت کې په داسي حال کې ژوبل شول چې له افغان ځواکونو سره یوځای یې د داعش پر ضد ګډ عملیات کول.

د امریکا پوځ وايي، پوځیان یې په ساچمو او د سپکو وسلو په مرمیو ټپیان شول.

انترنیشنل بیزنیس ټایمز ورځپاڼه د امریکايي پوځي چارواکو له قوله وايي، داسي ښکاري چې د داعش له لوري د امریکايي پوځي لارنس کارت او عکس اصلي وي خو د امریکا پوځ تاکید کوي چې نوموړی د داعشیانو له لوري اسیر شوی نه دی.

د امریکا د پوځ ویندوی قوماندان ران فلیسفیګ په یوه ایمیل کې، چې ګارډین ورځپاڼې خپور کړی، ویلي«لارنس له جزوتام سره یوځای و چې له افغان ځواکونو سره یوځای یې عملیات کول. په عملیاتو کې له ده څخه د هویت کارت او ځیني وسایل پاتې شول.»

په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ظهور د امریکايي چارواکو په وینا د دې سبب شوی چې ولسمشر اوباما له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مهالوېش وځنډوي.

78 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *