Categories

اعلان

Loading…

افغان ځواکونه په هلمند کې د طالبانو له کوماندو (سره خطه) سره مخامخ دي

تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، وسله والو طالبانو هلمند ته خپل خاص ځواکونه یا کوماندو لېږلي چې په وروستیو کې یې روزلي دي.

د طالبانو د کوماندو ځواکونو مخونه پټ دي خو د حربي ځواکونو په شان یونیفورم لري.

اژانس وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونه، چې په وروستیو کلونو کې یې جنګي تجربه زیاته شوې ده، اوس په هلمند کې له یوه منظم روزل شوي او په ښو وسلو سمبال ځواک سره مخامخ دي.

اژانس د افغان امنیتي چارواکو په قول وايي، هلمند ته د طالبانو له لوري د استول شویو کومانډو ځواکونو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.

د طالبانو یوه قوماندان هلمند ته د خپلو خاصو ځواکونو لېږل تایید کړل.

د طالبانو دغه قوماندان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل«د دغو ځواکونو شمېر په لومړیو کې ۲۰۰ تنه و خو اوس ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی. د دې ځواک نوم (سره خطه) دی.»

ده همداراز وویل«دغو خاصو ځواکونو ښه نتیجه ورکړې او اوس موږ په دې غور کوو چې د دغه ځواک شمېر زیات کړو.»

طالب قوماندان په جګړه کې د خپل خاص ځواک د تلفاتو شمېر ونه ښود خو ویې ویل چې لږ کسان یې وژل شوي دي. ده د دغه ځواک په اړه د نورو معلوماتو له وړاندې کولو ډډه وکړه خو اسوشیتید پریس په هلمند کې د چارواکو له قوله وايي چې په کندهار او زابل ولایتونو کې د طالبانو پخوانی عملیاتي مشر حاجي نثار د دغو ځواکونو مشري کوي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخوندزاده وايي«د طالبانو دا خاص ځواک د سږ کال په لومړیو کې د سنګین ولسوالیو ځینو سیمو ته راولېږل شو او په جګړه کې د هغه بریالیتوب سبب شو چې اوس یې شمېر ۴۰۰ تنو ته زیات شي.»

اخوندزاده همداراز وايي، د طالبانو دا نوې قطعه د شپې عینکې هم لري.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د ملي اردو قوماندانان هم تاییدوي چې دوی اوس له منظمو او ماهرو طالب جنګیالیو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدارازق وايي«په دې حقیقت سترګې نه شو پټولی. طالبانو خپل تاکتیکونه بدل کړي او دا نوې ډله یې، چې جنګي مهارت او ښې وسلې لري، د دوی نوی تاکتیک دی.»

د طالبانو د سرې قطعې غړي نښه ویشتونکي یا سنایپران دي چې د جګړې په مهال د نورو طالبانو ملاتړ کوي.

د سنګین ولسوالي یوه سپین ږیري کاکو اغا اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د سرې خطې ځواکونه ډېر ماهر دي، یوازې په ۴ تنو یې د ۲۰ پولیسو پوسته ونیوله.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس کریم اتل وايي چې په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره په جګړو کې په سلګونو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

اتل ادعا کوي چې د جولای له وروستیو څخه تراوسه پوري ۵۸۶ پولیس او سرتېري وژل شوي دي.

اتل همداراز وايي چې اوس طالبان د هلمند په ۸۰ ٪ خاوره کنټرول لري خو له دې سره سره امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې یو لاس او همږغي نه دي.

131 total views, 2 views today

6 comments

  1. Ahmad Gul Reply

    که وی د پاکستان شیطان اسلامی کومانډو سره به مخ وی پاکستان غواړی چی د طالبانو لپاره په افغانستان کی پوځی سمی جوړی کړی او پښتون کشی ته د جهاد نوم ورکوی خدای دی دوی هلاک کړی څرخکه یی ښه مثال وو چی په ازره کی یی څه شوم اهداف درلودل خرابه شوی ، بس دی طالبانو نور په دی شیطانی جهاد خلک مه تیرباسی په خدای قسم که ستاسی هیڅ عمل د افغانستان او مسلمانا نو په کټه وی د شیطان روزل شوی خلک یی هغه هم سړی ته په ګناه کولو امر کوی کله چی یی سړی بی ایمانه کړ بیا تری بیزار وی ، مثال یی ژوندی دی د طالبانو مړی خو یی خرڅ کړل کله چی زور پری راشی بیا تری بیزار وی وایی مونږ ستاسی ملګری نشو کولی ، مه منی د شیطان اسلامی خبره مه منی خدای ته وګوری که عقل لری دا تاسی یی چی غریب ملت مو رشوت خورو ته په لوی لاس ورکړی راشی صلحه وکړی که تاسی رښتیا هم اسلام ته ګوری قتل العالم موت العالم سره برابر دی

  2. لونګ Reply

    سره خطه مره خطه نشته، ټول پاکستاني بوځیان دي هسی د طالب پر منحوس نوم جګړه کوي…

  3. توکل Reply

    خو لنډ ئی کړی چي پاکستانی فوځ ده او د ټالیبانو نوم ئی پری ایښی ده خدای مو تباه برباد کړه پښتانه مو تباه کړل د سری خطی سره مو لا مور غی د ای ایس ای مزدورانو

  4. طالب Reply

    کماندو کماندو نشته پنجابي ملېشې دي

  5. خالده خالد Reply

    دا سره خطه(سره کرښه) یا سره قطعه(سره ملیشه) ده؟ په داوړو حالتو سور نوم لري لکه د لینین سره اردو۰

  6. ShahZaman wazir Reply

    داسې لیکنه مو نشر کړې قسم دی چې ولس ته مو دولت د دوو پیسو کړ او پنجابیان او ورسره مو د هغوی غلامان طالبان لکه د اسلام غازیان داسې تعرف کړي . . . خدای مو غرق کړه پدې حقایقو چې تاسو يې نشروئ، نه یوه ژوره تګلاره د نشرولو، نه یوه بیداره پالیسي چې په هر لحاظ د دولت ملاتړ او د مخالف ملا پکښې ماته وښودل شي تر څو ولس روحیه او مورال له لاسه ورنه کړي . . . حقایق او حقایق، صبر وکړئ چې یو ځل بیا دا د پنجاب ښځې (طالبان) راشي نو بیا تاسو مېډیا والاوو باندې هم ژغ وکړم چې له سیره څو پخېژي اوس حقایق باد کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *