Categories

اعلان

Loading…

که غواړئ روغ زړه ولرئ، شین چای وڅښئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن سبا د هغو څښاک په ډله کې چې په ټوله نړۍ کې نوم لري، شین چای دی چې له ښکلي رنګ او خوند سر سره نورې ښېګڼې هم لري.

د شنه او تور چای څښل مو د زړه له ناروغیو ژغوري؛ د تغذیې د برخې متخصص ډاکټر محمدجواد وایي، د شنه چای زیات څښل د زړه د روغتیا او عروقو لپاره ګټور دی او تر ډېره د دې ډول ناروغیو مخه نیسي. د شنه چای په ترکیب کې شته مواد کولی شي د زړه له حملې وروسته د هغو سلولونو مخه ونیسي چې زیانمن شوي دي.

دی وایي، په شنه چای کې شته شیمیایي ماده د پروتیني موادو فعالیت ګړندی کوی چې د زړه له حملې، خپکان او د سلولونو له سکتې وروسته فعالېږي. دغه راز شین چای کولای شي چې د زړه د سلولونو پر وړاندې د هر ډول خطر مخه ونیسي.

ډاکټر جواد زیاتوي چې د زړه د حملې اصلي لامل په وینه کې د کلسترول لوړوالی دی. دا چې چای په خپل ترکیب کې د A او C پر وېټامینونو سربېره انتي اکسیدان هم لري نو په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخنیوی کولی شي چې په پایله کې د زړه او دې ته ورته نورو ناروغیو مخه نیول کېږي.

ځیني کسان لا هم د شنه چای په اړه غلط باور لري؛ کېدای په خواله رسنیو، اعلانونو او تلوېزیونونو کې مو د شنه چای په اړه ډېر اورېدلي وي چې ګواکې شین چای اضافي وزن کموي او وازګې له منځه وړي، ان کېدای شي خپله مو هم تجربه کړی وي، خو په ډاډ سره ویلای شو چې کومه مطلوبه پایله به مو نه وي ترلاسه کړې. خو که په رښتیا سره غواړئ چې د شنه چای څښل مو وزن کم کړي، ځانګړی مهالوېش ورته جوړ کړئ، پرته له مهالوېش څخه یې له زیاتو کارولو ډډه وکړئ. له ډوډۍ خوړلو دوه ساعته وروسته د شنه چای خوړل کولی شي د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي، خو یوازې شین چای هم نه شي کولای په ډنګروالي کې درسره مرسته وکړي، لازمه ده چې ځانګړی سپورت هم ورسره وکړئ.

که په زیاته اندازه شین چای او هغه ټابلېټونه یا کپسولونه چې له دې مادې جوړ شوي وي، وکارول شي جانبي عوارض پیدا کوي. په زیاته اندازه د دې مادې کارول سردرد او د هاضمې په سيستم کې ستونزې پیدا کوي.

63 total views, 6 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *