Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پوځ وايي، د راحیل شریف خپلوان د غورځېدلېې څرخکې په سپرلیو کې نشته

تاند- د پاکستان پوځ وايي، په افغانستان کې د پاکستانۍ څرخکې په سپرلیو کې د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز هیڅ خپلوان نشته.

bد پاکستان د پوځ ویندوی دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په ځینو راپورونو کې ادعا وشوه چې د ایم آی ۱۷ هیلي کوپټر په ۷ سپرلیو کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د کورنۍ یو غړی هم شامل دی.

د لوګر د ولایتي شورا د یوه غړي له قوله ویل شوی و چې په ازره ولسوالي کې د غورځېدلې څرخکې یوه تن ویلي چې د راحیل شریف زوم دی.

خو د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه دا اوازه په کلکه رد کړه، ویې ویل چې د څرخکې د سپرلیو هیڅ یو له راحیل شریف سره خپلوي نه لري.

يه همدې حال کې افغان طالبانو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دوی په لوګر کې د پاکستانۍ الوتکې د لوېدو په وړاندې هیڅ راز شرط نه دی ایښی.

د طالبانو یوه مشر ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل«پاکستان ته د سپرلیو د سپارلو لپاره د خوندي لارو په لټه کې یوو.»

تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې طالبانو د ایم آی ۱۷ غورځېدلې څرخکې د سپرلیو د خلاصون په بدل کې له پاکستانه د ملا برادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

206 total views, 1 views today

1 comment

  1. الکوزی Reply

    سلام که هر څوک دي د سپی پنجابی اولاد دی او خپلو خرڅ شوو بچیانو ته یعنی طالبانو ته نفقه راوړه ولی په دی کښی زموږ دا خرڅ شوی چارواکی هم لاس لری داسی کم عقل خلک دی والله که اوس د افغانستان ۵ کلن ماشوم ته څوک بازی ورکړی وار خو د لویانو دی. حکومت وایی دی هلیکوپتری ته موږ اجازه ورکړی وه چی د ترمییم لپاره روسیی ته ولاړه سی عجب خرابه طیاره ۶۰۰۰ کیلومتره مزل کولای شی او دوهم داچی بیا د پاکستان دا سپی متقاعد جنرالان د څه شی د ترمییم لپاره روسیی ته تلل ولی مسله داسی نده دا خلک تلل تر څو د سنمت شمال د جنګ قومانده په لاس کښی ونیسی او هم هلته داعش تقویه کړی ولی په ریښتیا خدای دوی وشرمول او طیاری ریښتینی عوارض پید ا کړل او ددوی چی اوس د پاکستان د میری زامن دی( یعنی خرڅ شوی طالب مزدوران) هغی ته په لاس ورغله او څو ورځی وروسته به تاسو ووینی چی ددی په سر بله لوبه وشی. د افغانستان د ا لوړ پوړی چارواکی د سرحدونو ساتنه نسی کولای نو د درواغو بهانی جوړوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸