Categories

اعلان

Loading…

افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان تروریستي ضد ډله جوړه کړه

تاند- افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د چین په ارومچي کې د تروریزم پر ضد د څلور اړخیزې همکارۍ او همږغۍ میکانیزم جوړ کړ.

دا پرېکړه د چین د شین جین د ایغور مېشتې کورواک ایالت په مرکز ارومچي ګې د څلورو هیوادونو په غونډه کې وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهین، د چین لوی درستیز جنرال فانګ فینګوۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د تاجکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزارت لومړي مرستیال برید جنرال کوبیدزاده ګډون کړی وو.

د غونډې برخوالو په یوه خوله سلا وکړه چې تروریزم او سختدریځي د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی او دوی په بشپړ ډول د څلورو هیوادونو د ځواکونو له لوري د ترهګرو او سختدریځو پر ضد د اقداماتو ستاینه کوي.

سره له دې چې هم په چین او هم په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي او له هماغه ځایه مالي او تسلیحاتي ملاتړ ترلاسه کوي د څلورو هیوادونو د پوځونو مشرانو د تروریزم د سرچینې په اړه څه ونه ویل.

دوی یوازې په دې بسنه وکړه چې د سیمې امن او ثبات ته د ګواښونګو پر ضد به په خپل منځ کې همکاري کوي او د دې هدف لپاره د همکارۍ او همږغۍ څلور اړخیزه ډله جوړوي.

732 total views, no views today

3 comments

  1. kamal Reply

    Pakistan is un loyale to this agreement,beacacause they train oighore in pakistan to fight in region.pakistan earn a lot of money from western country and some muslim countries.pakistan is un loyale to china too.

  2. ولي Reply

    سلام دوستانو تاسي فکر وکي چي دي خلکو سومري يو احمق فکر کړي د بيا مهيم کسان دي دوي بيا ملکونه اداري کوي رانک مو ورک شه د سخت دريزو بلارمو له زان سر کينولي دي او بيا پلان هم جوړوي راحيل شريف خو ددي خلکو کمپني لري په پاکستان کي افغا نستان تاجکستان او چين بايد دکار کړي وي د ي پاکستان په مقابل کي تر هغه چي پاکستان ختم نشي داسي پلانونه به ډير جوړشي ولي فايدي صفر

  3. حسن Reply

    چین هم خپله غوښه په پشو ( فکیستان ) ساتی.

Leave a Reply to ولي Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2