Categories

اعلان

Loading…

کابل ادبي بنډار په لنډه کيسه کره کتنه وکړه

راپور: فضل الرحیم نیازمند –

 کابل ادبي بنډار خپله دوه اونیزه ۷۷ مه غونډه د ۱۳۹۵ لمریزکال د زمري د میاشتې په ۸ مه نېټه د جمعې په ورځ، قرغې ته څېرمه د غازي محمد جان خان د ښوونځي په انګړ کې وکړه.

((کټ کټ له خندا شنه شوه او په پیغام کې یې راته ولیکل: اوممممم څه خبره ده؟ نو څه وشول چې مرسل دې ولیده، نه مې درته ویل چې داسې به کیږې، کمالات همداسې وي، څنګه مې په بیړه خپله څېره ستا له ذهن څخه پاکه کړه، ما خو درته ویلي وو چې ګوره مه؟ شکر، شکر، اوس دې له خپلو خیالونو سره ټالونه وهه. بیا یې وویل: زړه مې در باندې بد شو، وی، بېچاره بلال.))

دا د هغې لنډې کیسې یوه برخه وه چې په تیره غونډه کې پرې کره کتنه ترسره شوه.غونډه د تنکي ماشوم محمد فهیم لخوا دالهي کلام د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه چې د یادې غونډې مشر استاد نصیح الله شهزاد،د شفا د لوړو زده کړو استاد او  د غونډې میلمه شفیع الله عمر، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو محصل ورسره مل وو.

دغونډې ویاندويي تنکي ځوان ضیاالرحمن رحمانزي کوله.

وروسته د تېرې غونډې راپورچې د خورشیداحمد فطرت لخوا لیکل شوی و، د ده د غیرحاضرۍ له امله د حبیب وقار لخوا ولوستل شو.

د فطرت صاحب په نه موجودیت کې په راپور کره کتنه ونه شوه او راسآ د ګل اغا احمدي په لنډه کیسه چې په تیره غونډه کې یې د راوړلو ژمنه کړې وه، کره کتنه پیل شوه اود ضیاالرحمن رحمانزي لخوا احمدي صاحب ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د دریځ مخې ته تشریف راوړي او خپله لنډه کیسه اوریدونکو ته واوروي.

کیسه د (دیدار) تر سرلیک لاندې لیکل شوې وه او لنډیز یې داسې دی:

بلال د پیغام له لارې په یوې پیغلې چې مرسل نوميږي، مین کيږي. دوی څو ځلې په موبایل کې هم خبرې کوي. دوی دواړه هر وخت یو بل ته تلیفوني پيغامونه لیږي. بلاخره بلال د مرسل د دیدن ډېر تږی کیږي. مرسل د بلال دفتر ته نشي راتلای او مرسل ورته یو ځای ښيي ترڅو دوی دواړه یو د بل دیدن وکړي بلاخره په هماغه ټاکلي ځای کې د دوی دواړو سترګې په سترګو لګیږي.

د کیسې تر لوستلو وروسته حبیب وقار په کیسې داسې نظر څرګند کړ:

کیسه په یو پيغام شروع شوې ده خو په دوهم پاراګراف کې یې زه چورتي کړم چې چوکۍ د چا لخوا ترتیب شوي دي؟ ده  وویل چې دا پاراګراف د نورو لینکو سره هیڅ ربط او تړاو نه لري او په دغه پاراګراف کې د تلوسې هیڅ څرک نه معلومیږي نو لوستونکي ته کومه تلوسه پکې نشته ده. د کلماتو په برخه کې پهپه بل ډول لیکل شوي دي چې اصل به به دی او بهانه باید پلمه ولیکل شي ځکه موږ یې په پښتو ژبه کې بدیل لرو. (په هماغه ورځ زما زړه بیخي بل ډول وو) دلته باید دوه واوه نه وی ذکرشوي ځکه دوه واوه د جمع لپاره او یو واو د مفرد لپاره استعمالیږي. د هر پاراګراف جملې ډېرې اوږدې شوي دي. وقار وویل چې لنډه کیسه باید ډېره غوڅه کړو او جملې یې باید لنډې وي لکه څنګه چې د نصیراحمد احمدي لنډې کیسي دي.

(له څو لحظو وروسته ټاکلي ځای ته ورسیدم) زما په نظر که دا جمله داسې لیکل شوې وای ښه به وه، له څو لحظو وروسته ځای ته ورسیدم.

وقار زیاته کړه: که چیرې کیسه په اجمل باندې پای ته رسیدلې وای، نو د کیسې تلوسه به زیاته شوې وه.

وروسته مجیب الرحمن محمودي په کیسه باندې خپل نظرداسې څرګند کړو:

اول خو د احمدي صاحب د کیسې ژبه روانه ده او دا د احمدي صاحب د ټولو لیکنو یوه ځانګړتیا ده چې هرڅوک پرې پوهیدلی شي او مشکل لغات نه کاروي.

ده زیاته کړه: زه یوڅو وړاندیزونه لرم: یو داچې که چیرې په کیسه کې اجمل د مرسل عمل ترسره کړی وای نو په کیسه کې به تلوسه زیاته شوې وه.

کله چې په کیسه کې یو څه ذکر شي، هغه باید په عمل کې هم وښودل شي یعنې حرکت ورکړل شي چې دا کار په دې کیسه کې نه دی ترسره شوی.

په مکالمو کې باید د دش(_) علامه وکارول شي ترڅو لوستونکی د دوی ترمنځ په خبرو په اسانه پوه شي چې مکالمه په کوم ځای کې ترسره شوې ده.

محمودي زیاته کړه چې په لنډه کیسه کې پيغام زیات اهمیت لري ځکه هره لنډه کیسه د یوه ځانګړي پیغام په باره کې لیکل کيږي چې هغه پيغام باید واضح وي، خو زما په نظر په دې کیسه کې د پیغام اړخ ډیر کمزوری دی.

له دې وروسته یو ځل بیا احمدي صاحب دريځ ته وبلل شو چې د کیسې  په اړه د غونډې د ګډون والو نظرونه و ارزوي. احمدي وویل:

په کیسه کې پیغام ښکاره دی او هغه زموږ په ټولنه د ښځو حالت کې بیانوي چې  د پردیو نارینه وو او ښځو ترمنځ لیدنه یو ستونزمن کار دی. ده د وقار صاحب په ځواب کې وویل چې بلال او مرسل یو ځل لیدلي دي. بله دا چې هرڅوک نصیراحمد احمدي کیدلای نشي.

احمدي زیاته کړه چې په کیسه کې ټکرونه شته دي چې د تلوسې سبب ګرځیدلي دي.

په پایله کې احمدي صاحب له ټولو اوریدونکو څخه مننه وکړه چې په کیسه یې خپل نظر څرګند کړ.

له کره کتنې وروسته مشاعره پیل شوه، چې ګڼ شمېر شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه والو خپل شعرونه او غزلونه وړاندې کړل.

په اخر کې د غونډې مشر نصیح الله شهزاد دریځ ته راوبلل شو ترڅو په نننۍ غونډه خپل نظر څرګند کړي هغه وویل:

زما په نظر دا ډول غونډې جوړول د ټولنې د ځوان نسل لپاره یو مثبت ګام دی ځکه دلته د دوی فکرونه روزل کیږي او زه په خپله په دغې غونډه کې له دوه کلنۍ غیرحاضرۍ وروسته ګډون کوم. متاسفانه په نننۍ غونډه کې ډېرۍ هغه ځوانان چې مخکې به غوڼده پرې ښایسته  وه، غیرحاضر وینم که چیرې دوی همیشه حاضر شي نو غونډه به لا رنګینه شي. ده د مثال په ډول د مظلومیار یادونه وکړه چې په ښایسته ترنم به یې د غونډې د ګډونوالو په شونډو موسکا خپروله.

په غونډه کې باید وخت ته ارزښت ورکړل شي او په خپل وخت شروع شي. دغونډې ګډونوال باید خپل ملګري هم غونډې ته راوبلي. که په فیسبوک کې د غونډې اعلان یو څو ورځې مخکې وشي نو ډیری مینوال به خبرشي. د شهزاد په ځواب کې وقار سه شنبه د اعلان لپاره مناسبه ورځ وبلله.

د غونډې میلمه شفیع الله عمر دریځ ته راوبلل شو ترڅو په غونډه خپل نظر وړاندې کړي هغه وویل:

دا ډول غونډې جوړول  د ځوانانو لپاره ډېرې موثره دي ځکه په ننګرهار پوهنتون کې ډېرۍ وردګ محلصین په درځ خبرې نشي کولای او عمده علت یې په داسې غونډو کې نه ګډون دی. که ځوانان په داسې ادبي غونډو کې ګډون وکړي نو د دوی د خبرو جرات به زیات شي او هرځای به په خلاص زړه خبرې کوي.عمر زیاته کړه: دا لومړی ځل دی چې په دریځ خبرې کوم.

د غونډې د مشر او مېلمه له خبرو وروسته د راتلونکې غونډې له پاره اجندا وټاکل شوه.راتلونکې غونډه کې به استاد نصیح الله شهزاد خپله کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي.

په پای کې د وردګو پوهنتون د کتابتون لپاره لاندې کسانو کتابونه راوړي وو:

مجیب الرحمن محمودي ۳۰ ټوکه

فضل الرحیم نیازمند   ۵ ټوکه

له هغه ځوانانو څخه چې د یاد کتابتون سره یې د کتابونو راوړلو  ژمنه کړې هیله کيږي ترڅو خپل کتابونه کابل ادبي بنډار ته وسپاري.

غونډه په يوې لنډې دعايې سره پای ته ورسیده.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *