Categories

اعلان

Loading…

د شپږ کلنې (غریب ګلې) ولور: چای، ګوړه، وریجې او وزه

 حبیب الرحمن تاثیر –

ملا صاحب د خټین جومات په مهراب کې په کتاب کړوپ ناست او د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په مطالعه بوخت وو، سوچ یې کاوه چې څنګه کولای شي د اسلامي دین په رڼا کې خپله (غریب ګله) د خېټې په دوژخ کې لولپه کړي او څنګه کولای شي چې هغه په ارزانه ولور یوه خوله بوټۍ ته واده کړي.

دا د انګریزي ادبیاتو افسانه نه، دا د عربي فولکلور د لیلا مجنون په رنګه کیسه هم نه، بلکې د افغانستان یوه رښتینې کیسه ده، هو! د غور د دشت کهر ولسوالۍ د یوه کلي په جومات کې ملا امام  عبدالقادر خپله شپږ کلنه لور (غریب ګله) په یوه وزه، یوه بوجۍ وریجو، یو څو خرټیو ګوړه او یوه کیلو چایو شپېته کلن عبدالکریم ته واده کړه.

خو کړوپه ملا، شناوۍ ږیره او وچکی نازولی زوم عبدالکریم له دې څخه انکار کوي چې غریب ګله یې په دومره درانه ولور ځان ته نکاح کړې، بلکې وايي د غریب ګلې مور او پلار غریب ګله ورته په نذرانه کې ورکړې.

دا افغانستان دی، دا غور دی، د کابل په پارلمان کې ناست مجاهدین او د مجاهدینو مجاهدین چې د کفري نړۍ په ډالرو ګاټي کوي او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې د کور هره شپږ کلنه نجلۍ غریب ګله وه، د دشت کهر د غریب ګلې کیسه یې له سره الوتې ده، په افتخار وايي موږ جهاد کړی موږ مجاهد ملت یو.

20 total views, 1 views today

2 comments

  1. نبی الله حقمل Reply

    محترما زخو چی وینم ګورم اورم دا مجاهدین هر وخت داسی فکرکوی چی موږ جهاد کړی نور نو هر څه چی مو خوښه وی کوو یی راته روا دی که دوی غله کوی یا قتل کوی یا ځمکی غصب کوی هیڅ ګناه نلری ځکه دوی جهاد کړی / جهاد نه دوی چور کړی دوی بی ګناه افغانان وژلی او زورولی دی………….. افسوس په د ملت چی اوس هم دوی د مجاهد په نوم زورول کیږی/ الله د زر داسی څوک پیدا کړی چی د دوی نه ددغو کارونو حساب واخلی

  2. تاثیر Reply

    نبی الله حقمل

    صاحب! موږ هم په همدې تمه یو، الله پاک مو دي د دوی له شره نور خلاص که.

Leave a Reply to نبی الله حقمل Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *