Categories

اعلان

Loading…

د لوڅو فلمونو پنجابۍ ستورې د حجاب اغوستلو له امله په نړیواله سطحه مشهوره شوه

تاند – نادیه علي ۲۵ کاله عمر لري او له څو کالو راهیسې په لوڅو فلمونو کې کار کوي، خو وروستيو بیانونو یې هغه د نړیوالو رسنیو د بحث موضوع ګرځولې ده.‌

د لوڅو فلمونو دغه پنجابۍ ستورې وایي چې هغه چې له سړیو سره یو ځای کیږي خپل ټول تعاملات په حجاب کې کوي، خو په عین حال کې لمونځ اودس هم کوي چې په کار او ژوند کې یې برکت موجود وي او له خپل کار سره د ارام ساه واخلي.‌

د برتانیا د سن ورځپاڼه د نادیه علي له قوله لیکي چې هغې لومړی خپل کار له نڅا څخه شروع کړ، بیا یې د سړیو بدرګې (اسکورټ) ته مخه کړه او په درېیم قدم کې نوره هم مخته لاړه او خواوشا دوه نیم کاله مخکې یې په لوڅو فلمونو کې کار پیل کړ.‌

هغه څه چې نادیه د لوڅو فلمونو له نورو لوبغاړو څخه بېلوي دا ده چې نوموړې دغه کار په حجاب کې او له پړوني سره یوځای کوي،‌ او هغه وایي چې په دې کار سره د هغې مینه وال او کتونکي دومره ډېر شوي چې میلیونونو خلکو ته رسېدلي دي.‌054-1024x683

د لوڅو فلمونو پاکستانۍ ستورې نادیه علي وایي چې، کله یې چې په خپل لومړي عمل کې ۵۰۰ ډالر وګټل، له خوشالۍ نه په ټوپونو شوه او له ځان سره یې وویل چې اوه خدایه زه څومره بختوره یم، زه به هېڅکله هم بیا خپل پخواني ژوند ته ور ونه ګرځم.‌

نادیه وایي چې هغه خپل کار ته دوام ورکوي،‌ او غواړي چې په دې توګه یو بدلون او تغیر رامنځته کړي.‌

که څه هم چې پاکستان او پاکستاني اسټبلشمنټ په ښکاره توګه وایي چې د هغوی مملکت د اسلام او مسلمانانو د هیلو د پوره کولو له پاره جوړ شوی او په دې توګه یې مذهبي ملایان حتی په ګاونډیو هېوادونو کې جنګونه د خپل هېواد د ګټو د ساتلو له پاره جهاد ګڼي، خو له یوې خوا په کې فحاشي او عیاشي دې حد ته رسېدلې چې نه یوازې د نادیه علي په څېر نجونې په کې په سکس کې نړیوال ریکارډ جوړوي بلکه د ګوګل انجن له لټون څخه څرګندېږي چې د اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور، کراچۍ په شمول په ګڼو لویو ښارونو کې یې حتی د یوې شپې په مخه د ښځو بدلک (wife swap) هم له کومو خنډونو څخه پرته ترسره کیږي.‌

176 total views, 4 views today

7 comments

  1. Dr.Fahim Reply

    د نړى له هر کلتور او دود څخه مى ډير خوښ کلتور او دود خپل افغانى دى

  2. حسن Reply

    پدې لیکنه کې اسکورت د فاحشو هغه عمل ته ویل کیږی چې د شپې له خوا له خپلو مینه والو سره پاته کیږی او د هغوی جنسی خواهشات پوره کوی.

  3. خنڅیر Reply

    پاکستانی مولا به هرو مرو وایې چې نادیه خو له دې لارې د دین خدمت کوي او زموږ ټالیبان یې کیدای شي د ځان وژونکو بریدونو په روزنه کې وکاروي او تنکیو ماشومانو ته وښیي چې به جنت کې به دغسې معاملې وهي

  4. Zarghoon Reply

    Hi, Pakistani leaders,

    What about this issue? do you have some things for comments?

  5. Inayat Reply

    She is a real Pakistani , because she believes in Pakistani lslam? (Monaafeqat).

  6. اسحاق عابد ځدراڼ Reply

    اسحاق عابد ځدراڼ بس موژ به نور سه ورته ووایو الله دی په پاکستان کی دعه سی اور ولکوی چی ده مړه که ولو یی سوک نه وی بغیر دی الله نه پاکستان یو کافر هیواد دای اسلامی نه دای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *