Categories

اعلان

Loading…

افغانستانګ د ترهګرۍ د ګړنګ پر لور/ قریب الرحمن شهاب

له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغانستان ګواښونه درې چنده لوړ شوي، فساد، وزګارتیا ، داعش، د طالبانو درې ویشلې ډلې ( ملا هیبت الله ډله، د ملا رسوله ډله او حقاني شبکه)، فقر، د حکومت کمزورتیا او دوه سري، له هېواده تېښته، په پاکستان او ایران کې کې نږدې اته میلونه کډوال، ګاونډی پاکستان او خطرناکه نړیواله لوبه د افغانستان په دایره او دروازو کې دي.

داعش په ننګرهار، بغلان، بدخشان، کونړ، او نوروستان کې مرکزونه جوړ کړل، څوکاذبې اقتصادي پروژې دي چې لس کاله وړاندې پیل شوې موږ یې بیا بیا پرانیزو، میلونونه وزګار ځوانان لرو چې یو شمېر یې پردیو اوبو ډوب کړل.

آیا همدا د پرمختګ زیری دی، چې تر فقر لاندې خلک خپل اولادونه وپلوري؟

هغه تږي او وږي امنیتي ځواکونه چې په کونړ او هلمند کې په شپو شپو ډوډوۍ نه ورسیږي؟ هغه بشري حقونه چې په تخار، فاریاب او بغلان کې تر پښو لاندې کیږي؟

د هلمند د جګړې اوپراتیفي قوماندان وايي، چې د هلمند جګړه د حکومتي چارواکو شخصي ګټو غځولې، له بلخ نه له حکومت څخه د بغاوت نارې خیژي همدا ښه لوري دی؟

د ملکي وګړو هغه مرګ ژوبله چې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې؟ هغه لویې لارې چې تر بل هر وخت نا امنه شوې؟ هغه ولایتونه چې د سقوط پر برید ولاړ دي؟

سیګار وايي له د روان زیږدیز کال له جنورۍ تر مې افغان حکومت پنځه سلنه نوره خاوره هم له لاسه ورکړې یعنې اوس په پنځه دیرش سلنه خاوره طالبان او نور وسله وال واکمن دي.
هغه فساد، چې په هوشمند ښارګوټي وشو؟ ټاپي، سلما، کاسا زر، چابهار، د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب یا څو نورې تکراري خبرې د پرمختګ او په ښه لوري د تګ هیلې نه شي پیدا کولی او نه هم پرې خلک تیر ایستل کیږي.

بهرنۍ ډیپلوماسي مو په کمزوري کېدو ده، د ولسمشر اوامر او فرمانونه تمسخر کیږي ( د نورستاني ټاکنه)، د جنرالۍ رتبې او دولتي مډالونه د جنګسالارانو زامن اخلي او بې وسه عسکر  د هېواد او ناموس ددفاع لپاره تر لس کاله جنګېدو وروسته هم عسکر پاتې دی.

اساسي قانون مو په پوره مانا مات دی او د اجرایه، مقننه او قضایه قوو له ډلې یوه هم قانوني نه ده او نه یې هم د قانوني کیدو کومه ته لري، چې بې برخلیکه ټاکنې یې یوه بېلګه ده.

د حکومت له منځه د حکومت پېښې وهل کیږي، د ولسمشر لومړی مرستیال د بشري حقونو نړیوال سازمان په تازه بشري سرغړونو تورن کړی، چې دا ټول په یوه کمزوري لوري د تګ سره څراغونه دي.

له بل لوري د انزوا پر لوري د پاکستان تګ د ملي یووالي حکومت د ځان لاسته راړونه بولي؛ خو پاکستان د کومې انزوا پر لور؟

زم زمه داده چې د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره اړیکې ترینګلې نه بلکې روښانه کړې؛ خو د قضیې پر پټ اړخ امنیتي مشران پوهیږي، چې څه روان دي او اصلي لوبه داده چې پاکستان نور له ترهګرو ځان ژغوري او د یاد هېواد تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو مرکزونه به نور افغانستان ته لیږدیږي.

افغانستان د پاکستان په کمزوري کولو کې هیڅ رول نه لري، بلکې پاکستان د نړیوالې لوبې د یوه مهم عنصر په توګه نور د خپل ماموریت بڼه بدلوي.

افغان کډوال چې نږدې نیمايي یې د طالبانو او نورو ډلو ملاتړي دي افغانستان ته په راتلو دي، د کندوز، ننګرهار، او هلمند په څير په دریو مختلفو زونونو کې لویې سیمې د طالبانو لپاره له ویرې پرته فعالیت ته چمتو دي.

د پاکستان د ماموریت د بڼې تغیر له ضرب غضب عملیاتو پيل شو او په دې نوم سلګونه ترهګر له وزیرستانونو له ډیورنډ افغان لوري ته واړول او په خوست، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې میشت شول.

پاکستان په دې عملیاتو سره هغوی ته دا لاره وښوده، چې تر ډیورنډ دې غاړه هم مرکزونه جوړولی شي.

تر دې عملیاتو وروسته پاکستان له خپلو سیمو د ترهګرو د مرکزونو د ایستلو لپاره ډيرې نورې کړنې هم ترسره کړې؛ خو تر ټوله مهمه دا وه چې د پاکستان ولس او دیني علما هم باید دا ومني، چې پاکستان باید نور د ترهګرو ځای نه وي.

یوې ډیرې کوچنۍ پېښې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي برید د پاکستاني علماوو او هغه کړیو ذهن تغیر کړ، چې په پاکستان د ترهګرو د مرکزونو پلوي و.

یو بل دلیل چې افغان حکومت او ملاتړي یې د پاکستان ځپنې په اړه کاروي دادی، چې د پاکستان اصلي څيره یې نړیوالو ته ور وښوده؛ خو نړیوالو چې په سر کې ېی امریکا ده پاکستان له هغه وخته پېژني، چې رامنځ ته شوی او ولسونو یې هم هغه وخت ددوی اصلي څېره وپېژندله چې اسامه بن لادن په ابیټ آباد کې په نښه شو او بیا ملا اختر منصور هم په کویټه کې امریکايي بې پیلوټه وویشت.

هغه ګټه چې افغان سوداګر، کډوال او ناروغان یې پاکستان ته رسوي، د پاکستان د لویو ګټو سلمه برخه هم نه جوړوي، او په دې اړه زموږ بابولالې د ځان تېر ایستنې په مانا دي، او که څوک یې نه مني د پاکستان  اقتصاد، سیاست او استخباراتي لوبو په اړه دې لږ ژوره مطالعه وکړي.

د امریکا په سنا کې د پاکستان پر سر لانجمن بحثونه او بیا ورته د امریکا له لوري د اف شپاړس الوتکو د ورکړې ځنډول  پاکستان ته داسې زنګ وو چې د لوبې بڼه په چټکتیا بدله کړي.

د کاذب اقتصاد، خیالي امنیت او بې ګټې سیاست بنسټ مو مخکني ولسمشر کرزي ایښي؛ خو د ولسمشر غني په راتګ سره هم موږ هیڅ داسې څه نه لرو، چې روښانه راتلونکي ته مو هیلمن کړي، بلکې ډير څه مو له لاسه ورکړي او تر ټولو بده یې هم دا چې په افغانستان کې یوه بله خطرناکه ستونزه قومي او مذهبي لرې والی هم په زیاتېدو دی.

یوازې ملت جوړونه مو حل لاره ده، که ملت نه شو او د روانې لوبې مخه په حکومتي، ولسي، او انفرادي ډول ونه نیسو نسلونه به مو د یو خطرناک ګواښ په مخ کې تړلي وي.

افغان مشران د خیال پر ځای پر حقیقت تمرکز لږ تر لږه له راتلونکي مسوولیته خلاصولوی شي او دا د ملي یووالي حکومت مسوولیت دی، چې په نړیواله لوبه کې خپله ونډه معلومه کړي یا افغان ولس ته د قضیې ریښتنې اړخ بیان کړي.

432 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸