Categories

اعلان

Loading…

چارواکي: په خانشين کې د وسلوالو حمله شنډه کړاى شوه

د هلمند والي وايي ددې ولایت د خانشین ولسوالۍ په مرکز د دولت د وسله والو مخالفانو وروستۍ لویه حمله پر شاه تمبول شوې ده.

حیات الله حیات تیره شپه رسنيو ته وویل چې د خانشین ولسوالۍ په څنډو کې اوس تصفیوي عملیات روان دي.

(د دښمن شل مړي د جګړې په ډګر کې پاتي دي،یو څه وسایط يې هم له مینځه تللي.نیم ساعت مخکې چې ماته کوم معلومات د جګړې له لومړی کرښې رسیدلي د هغې له مخې افغان زړورو امنیتي ځواکونو هغه سیمې چې وسله والو نیوې وې بیرته په خپل کنترول کې راوستي دي)

د هلمند د والي په خبره پینځه افغان سرتیري په دې جګړه کې ژوبل دي او د خانشین په څنډو کې د تصفیوي عملیاتو د مرګژوبلې په اړه به وروسته جزئیات خپاره شي.

حیات الله حیات وايي د مخدرو موادو تولیداو قاچاق او له وسله والو څخه د پاکستان ملاتړ په هلمند کې د نا امنۍ د دوام اصلي سببونه دي.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *