Categories

اعلان

Loading…

د امریکا په یوه کلب کې وسله والې حملې ۱۷ اتو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند- د امریکا د فلوریدا ایالت پولیس وايي، په یوه نایټ کلب کې د ډزو په نتیجه کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ژوبل دي.

دا پېښه د فلوریدا ایالت په فورت مایرز ښار کې شوې ده.

پولیس وايي، حمله کوونکی یې نیولی او د حملې د انګېزې په اړه ورڅخه پوښتنې – ګروېږنې کوي.

د همدې ایالت په اورلانډو ښار کې د جون په نیمايي کې د عمر متین په نوم یوه افغان د همجنسبازانو په کلب کې ۴۹ تنه ووژل او ۵۳ نور ژوبل کړل.

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. سید زرغون شا اغا Reply

    عمر متین افغان نه وه. بلکه د هغه پلار یو لیونی افغان دی چی ځان د افغانستان ریس جمهور ګڼی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *